د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان ته د نوبل جايزه ورکول کېږي

عبدالنافع همت 15.10.2008 21:59

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

دکميسيون مشر پر خپل سور او غوښن مخ دسمال راتېر کړ، د معدني اوبو بوتل يې پر سر پورته کړ، يو غټ ټېغ يې وکيښ او بيا يې د غونډې برخه والو ته وويل : تاسي ته معلومه ده چې غربت د ډېرو بدمرغيو مور ده، لکه تراهګري، اداري فساد، جرمونه ، قاچاق، بې سوادي او داسي نور . اول داچې که په هيواد کې غربت وي خپل موټر او کور به در پوري اور وي، ټولو به سترګې درته نيولي وي، وايي وګوره د نورو مامورينو په وچه ډوډۍ وس نه رسېږي او د دوی پيسې يې کړوسيان نه شي خلاصولای. نو له همدې امله زموږ زړه سواند جمهور رئيس د ټولو وزارتونو له استازيو څخه دغه زموږ کميسيون جوړ او وظيفه يې ورته سپارلې چې د غربت ختمولو لپاره يوه ستراتيژي جوړه کړي .

د حج او اوقافو د وزارت د استازي خوله ويړه شوه، پر شونډو يې ژبه تېره کړه او ويې ويل : ښه دا ووايه چې پيسې پکښي شته کنه؟ د کميسيون مشر په خندا ځواب ورکړ : پيسې به ولي پکښې نه وي، تا نن بې پيسو يو کار ليدلی؟ د پيسو پکښې ښه پرېمانې ده، ښه اوس اصلي موضوع ته راځو، هغه معلومات چې موږ ته په واک کې راکول شوي دادي چې، د افغانستان شپږ مليونه خلک ډېر غريب او ژوند يې په خطر کې دی، موږ اوس پر دې خبرې کوو چې څنګه کولای شو چې ددغو غريبو خلکو ژوند وژغورو؟

د کار او ټولنيزو چارو وزارت استازی چې تازه له تشنابه راوتلی او لاسونه يې لانده ول وار دمخه کړ او ويې ويل : زما په فکر که د کار زمينه ورته برابره کړو نو ددې غريبو خلکو ژوند به ښه شي . د کميسيون رئيس يې په ځواب کې وويل : دولت به څومره خلکوته کار ورکړي؟ په امريکا کې ددې دومره امکاناتو سره سره بياهم بې کاري شته . په هر حال بيا هم دولت خپل وس له چا نه دی سپمولی، په تېره بيا خپله جمهور رئيس صاحب . هر چاچې يو څوک ورته معرفي کړی نو رئيس صاحب بې له دې چې ويې پېژني او يا يې اهليت په پام کې ونيسي هغه يې خپل مشاور وزير مقرر کړی دی . ان داچې اوس خپل ټول مشاور وزيران پېژني هم نه . اصلاًد رئيس صاحب هدف دادی چې خلکو ته کار پيدا شي کنه نو تا داسي ليدلي وي چې تر کلي يې نايان ډېر وي.

دکورنيو چارو وزارت استازي ځان په څوکۍ کې سره سم کړ او ويې ويل : زما نظر دادی چې تر څو په افغانستان کې سوله نه وي راغلې نو غربت به تر دې نور هم ډېر شي. د اقتصاد وزارت استازي پر خپله راوتلې خېټه نيکټايي سمه کړه او ويې ويل : زه بيا داسي فکر کوم چې سوله په خپله د غربت يو ستر عامل دی، که په افغانستان کې سوله وای نو دا دومره مرستې به له کومه کېدای؟ کېدای شوای چې اوس موږ خپله هم غريبان وای . په دې خبره د غونډې ټولو برخه والو د تائيد په ډول سرونه وښورول .
ورپسې دکانو او صنايعو وزارت استازی چې پزي ته يې دسمال نيولی و وويل : دلته مخکې د کار او روزګار خبره ياده شوه، تاسي ته خو معلومه ده چې افغانستان د کانو له پلوه ډېر بډای هېواد دی، نو که دغه کانونه راو ايستل شي يو خو به زموږ ملي اقتصاد پياوړی شي او بل به ټولو خلکو ته کار پيداشي .

ددفاع وزارت استازی چې خوب زنګاوه وويل : زه فکر نه کوم چې دادي يوه موثره لاره وي، ځکه د روسانو د اشغال پر مهال د افغانستان په يوه ولسوالۍ کې د قيمتي ډبرو څو کانونه راوايستل شول خو له بده مرغه چې خپله د هغې يوې ولسوالۍ خلک هم په ماړه نه شول.

د زراعت وزارت استازي چې په پيپسي يو غټ خرپ وکړ، وويل : د افغانستان ډېر خلک په کرنه او مالدارۍ بوخت دي، نو که موږ د اوبو بندونه ورته جوړ کړو اوبه به ډېرې شي، خلک به په زراعت بوخت شي او په دې ډول به غربت ختم شي . دکورنيو چارو وزارت استازي خپله خولۍ پر مېز کښېښوول، پر سر يې لاس تېر کړ او ويې ويل : ستاخبره بيخي سمه ده، تاته خو معلومه ده چې بندونه بايد په کليوکې جوړ شي خو کوم د نر زوی دی چې کلي ته سر ور ايسته کړي، موږ د کجکي بند ته ځينې سامان الات د شپږ زره کسيزه هوايي او ځمکني قواوو په بدرګه يووړل.

د سوداګرۍ وزارت استازي پر شونډو ژبه تېره کړه او ويې ويل : که موږ خپلو محصولاتو ته نړيوال بازار پيدا کړو زه فکر کوم چې ډېره ګټه به وکړو او غربت به ورسره ختم شي. د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې وزارت استازی چې تارياک يې تر غاښ لاندي ايښي ول او خوله يې چړپوله وويل : زه فکر نه کوم چې زموږ محصولات دي له نړيوالو محصولاتو سره رقابت وکولای شي، البته يوازي زموږ تارياک دغه ميدان ګټلای شي چې اوس هم د تارياکو بازارونه ټول زموږ په واک کې دي . له تارياکو څخه لاس ته راغلي پيسې د افغانستان د ملي اقتصاد دريمه برخه جوړوي چې دا ټول زموږ د وزارت لاس ته راوړنه ده، کله چې زموږ وزارت نه و نو په افغانستان کې تارياک بيخي لږ کرل کېده خو کله چې زموږ وزارت جوړ شو نو د تارياکو کښت څو برابره ورسره ډېر شو. د کورنيو چارو وزارت استازي سترګه ورته ووهل او سوکه يې وويل : هغه خو زموږ او ستاسي خپل تر منځ خبره ده، په غريبانو پورې اړه نه لري.

د کميسيون مشر لکه مارته چې شپېلۍ ووهې غاړه اوږده کړه او ويې ويل : زه لومړی ستاسي ټولوڅخه يوه پوښتنه کوم . که په افغانستان کې تراهګر نه وای نو تراهګري به له کومه کېدای؟ ټولو په يوه خوله ځواب ورکړ چې تراهګري به ګردسره نه وای . د کميسيون مشر ورپسي زياته کړه : ښه نو بيا خو ټول پوهېږو چې همدا تراهګر دي چې د تراهګرۍ اور يې بل کړی دی . دغسي که په افغانستان کې غريبان نه وای نو غربت به له کومه کېدای؟ زما په فکر ترڅو چې مو په افغانستان کې د غريبانو ريښې له بېخه نه وي ايستلي غربت به هيڅکله ختم نه شي. له دې خبرې سره سم د کميسيون ټولو غړو چکچکې وکړې .

د دفاع وزارت استازي د خپلې نيکټايي غوټه ټينګه کړه او ويې ويل : دا خو واقعاً ډېر ښه نظر دی خو زما سره يوه پوښتنه شته، هغه داچې ايا نړيواله ټولنه، په تېره بيا امريکا به په دې کار کې زموږ ملا وتړي ؟ دکميسيون مشر په خندا لاس پورته واچاوه او ويې ويل : ته هم عجيبه خبري کوې؟ نړيواله ټولنه به ولي زموږ ملا نه تړي، دا د غربت له منځه وړلو لپاره هغه د انګرېزانو په اصطلاح (Short cut) يا لنډه لار ده، زه باور لرم چې نړيواله ټولنه په دې کار کې اوس هم زموږ ملګرې ده، ځکه چې په افغانستان کې هره ورځ پر غريبانو خلکو بمبارۍ کوي . د بهرنيو چارو وزارت استازي چې د سر وېښته يې ږمنځول وويل : دا ستراتيژي به څومره عملي وي او بل د افغانستان پارلمان به په دې کار کې زموږ ملاتړ وکړي؟

دکميسيون مشر مېز په سوک وواهه او ويې ويل : دا ستراتيژي په سلو کې سل عملي ده، ځکه موږ وليدل چې کله موږ له شېرپور څخه غريبان وشړل نو هلته غربت هم ورسره ختم شو، که مو له هغوی سره مرستې کولای نو ملينونو ډالرو مرستو ته اړتيا ول، خو اوس يوازي يوه بلډوزر دغه اړتيا پوره کړه، موږ او تاسي خو ټول هلته خپل کورونه لرو، اوس هلته د غربت هيڅ نښه نشته، بيخي اروپا غوندي ښکاري. پاته شوه د پارلمان خبره، زه باور لرم چې پارلمان به په دې کار ډېر خوښ شي، ځکه چې اول خو په پارلمان کې کوم غريب وکيل نشته او بل داچې هغوی د ملت استازي دي، د هغوی يو هدف همدا دی چې په هېواد کې دي غربت ختم شي، ځکه که غربت ختم شي نو د پارلمان د وکيلانو معاشات او نور امتيازات به هم څو برابره ډېر شي.

دکميسيون مشر چې پوه شو چې خبرې يې پر ټولو ښې لګېږي نو خپل اواز يې ډډ کړ او ورپسي زياته يې کړه : تاسي ګورئ نړيوالې ټولنې په دې دومره ډېرو مرستو په افغانستان کې غربت ختم نه کړ، نو که موږ په خپلو لږوامکاناتو دغه بريا لاس ته راړو زه باورلرم چې د سږکال د نوبل جايزه به خامخا موږ ته راکړل شي.