د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دتاځواني ځماځواني وه هغه وختونه مي يادېږي!

همت الله امين زى - کابل 01.10.2008 10:58

اخترموبختورشه!
دتاځواني ځماځواني وه هغه وختونه مي يادېږي!

اختردمسلمانانومذهبي جشن اوداسلام ددين پراساس ځانته ځانګړي اساسات اوبنسټونه لري. چې په لويه کې مسلمانان دوه اخترونه چې يويې کوچنى اخترچې دروژې دمبارکې مياشتې په پاى اوبل يې لوى اختر چې هغه له کوچني اخترڅخه دوه مياشتې او لس ورځې وروسته راځي چې دقربانې يالوى اختريې بولي. کله چې داسلام سپېڅلى دين دنړۍ هرګوټ ته ورسېد،داسلام سترناجي حضرت محمد(ص) په رسالت ټول انسانان تريوه بيرغ لاندې ټول شول دنوروباطلوکارونو دمخنيوي په څنګ کې دمجوسيانوجشنونه اواخترونه هم باطل وګڼل شول اودهغوټولو ورځولمانځنه منع اعلان شوه چې داسلام له دين سره يې سمون نه درلود، ددغوجشنونوپه بدل کې پاک رب موږته دوياړډک دوه اخترونه راپه برخه کړل. چې له اسلام څخه مخکې قومونواودنړۍ دګوټ ګوټ وګړو دوديزو جشنونه درلودل،چې په دغوورځوکې به يې خوشحالي کولې،ميله ځايونوته به تلل، په زيارتونوکې به يې شمعې لګولې اوداسې نور ... چې له دغو جشنونونو څخه کولى شو دسدې دجشن، دنوروز جشن،دمهرګان جشن اوداسې نورو جشنونوڅخه يادونه وکړو.
دولس اندونه،دټولنې انځورونه،دمينې رازونه اودژوندرمزونه ټول داخترله خوښيوڅخه په ډګوورځوکې لمانځل کېږي،اخترونوته ځانګړي متلونه اولنډۍ اونورفلکلور روايات شته چې داسې يې يادونه کولى شو.
متل دى چې وايي: اخترچې تيرشو نکريزي په ديوال وتپه.
اوياهم لنډۍ دي:
پــيـــــزوانـــه خـــانـــده هـــوســـېــږه
سبااختردى پاس په شونډوبه دې وړينه
اخــــتــرپـــه ټــوکــوټـــوکـــوراغــى
نه مې اوږۍ شته نه دغاړې تاوېزونه
سيميزدودونه داسې دي چې داخترونواودخوښيوپه نوروورځوکې خلک ځينې رواجونه لري،چې په پښتنوسيموکې دکوژدنوکورنيوداسې دود دى چې دزوم کورنۍ دناوې کورنۍ ته داختردجوړې په نامه جامې اونورې ميوې ور وړي چې (جوړه) يې بولي او خپل پخوانى اوپلرنى ميراث يې بولي:
يالنډۍ دي چې وايي:
اختــرپــــــه منـــډومنـــډوراغـــى
ورکړې نجونې دجوړې په تمه وينه
اخــترپه ورځ دې ځـــان سينـــګارکـــړ
څه دې په زړه دي چې ډاډه وهې ټالونه
خوشته ناخوالي ناامنۍ،کورنۍ اوسيميزتاوتريخوالى اونورهغه څيزونه دي چې په اخترکې يې هم له ياده وېستل اسانه کارنه دى.
وايي:
خلک اخترته ځان سينګارکړي
زه په بڼوويشتلى زړه ټکورومه
پــــــه بــډايــانــوبــه اخــتــروي
موږغريبانوکچالان پاخه کړي دينه
لکه څرنګه چې جنګ جګړو اوتېرودريولسيزوناخوالوهېوادته په بېلابېلوبرخوکې زيان اړولى اوله خلکوته يې درد ورکړي،پرميلو اولمانځغونډو يې هم ناوړه اغېزه ښندلې اوپه ډېرو سيموکې يې له خپل پخواني داختريزولمانځنوغونډې له خپل پخواني شته جم اوجوش څخه غورځولي دي. اوله بلې خوا دکورنيو کمزورى اقتصادهم دا اجازه نه ورکوي چې لکه دپخواپه څېر له اخترونو څخه نمانځنه وشي،نووايم چې اې اختره:
دتاځواني ځماځواني وه هغه وختونه مي يادېږي!