د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په دې هيله چې نيمګړې خپلواکي موبشپړه شي

هــمــت اللــه امــيــن زى 17.08.2008 15:20
آزادي يوه خوږه کلمه ده چې داسترنعمت څېښتن تعالى دخپلوبنده ګانونصيب کړى دى اوله خپل عبادت پرته يې نورخپل بنده ګان خپواک پريښي ترڅودخپل ژوندپه روانوچاروکې ښه فکروکولاى شي.
له نن څخه نهه اتياکاله پخواپه ١٢٩٨ لمريزکال دمېړنوهېواد ګران افغانستان دوخت دانګليس زبرځواک څخه دوياړلي شخصيت،دافغان غښتلي بچي اعليحضرت سترغازى امان الله خان په مشرى دخپل هېوادخپلواکۍ ترلاسه اوخپل غيرت اومېړانه يې وښوده اواستعماري زبرځواک ته ئې دپاي ټکې کېښود اودتېرى ځواب يې ديرغلګروپه وړاندې نړيوالوته وښودچې افغانان دچاغلامي نه مني اوخپلواکۍ ځانته دميرويس نيکه،ستر احمدشاه بابا،وزيرمحمداکبرخان اونوروميراث بولي چې ورته ترې پاتې دى.اوپه دې لاره کې له خپل سر،ځان اومال څخه تېردي. دتاريخ شېبو داښودلې ده چې افغانان له خپل هېوادسره هومره مينه لري لکه چې ماشوم يي له مورسره کوي. هماغه شان چې وايي (وطن موردى).
که څه هم افغان ولس داميرحبيب الله خان دسلطنت په دوران کې داپرېکړه کړې وه چې انګرېزان به له خپلې خاورې څه شړي خوداپرېکړه هغه وخت غښتلې شوه کله چې دغازي امان الله خان پلاراميرحبيب الله خان ووژل شواودهېواددمشرتابه واګي ځوان تانداوروڼ اندي امير،شاه امان الله خان ته چې دهېوادپه سياسي کړيواو قومي مشرانوکې پوره محبوبيت درلود وسپارل شوې.
افغانستان په داسې يوه سياسي څلوارې کې پروت دى، کله چې دنړۍ هرغاصب غوښتى په دغه سيمه کې پرولسونوتيرۍ وکړى نوهرو مرو ئې زمونږپاکې خاورې ته يې يوځل خپل کرغېړن مخ راڅرګندکړى دى. داچې بيايې دغه پرآزادۍ مين ملت پزه په ځمکه څومره ورمښلې ده،زمونږ دهېوادوياړلى تاريخ دافغانستان ولس دداسې اتلوليو ډيرې افسانې له ځانه سره لري.
خو سره له دې چې نېږدې درې لسيزې جګړه او اوسنۍ شته ناخوالي او نادودې چې زمونږهېواددخپلواکۍ لمريزه څېره دپرديودسياست اوپوځ ترسيورولاندې راغلې اوهمدااوس هم زمونږهېواددبهرنۍ تړاوپه بېلابېلوبرخوکې قرارلري بياهم دهغه ملي غرورله مخې چې افغان ولس يې لري دادى يوځل بيادغه ورځ په ستونزمنو،حساسواوسوال برانګېزه شرايطوکې په هېوادکې دننه اوبهرافغانان دغه ورځ لمانځى.خوددې آزادي ترڅنګ اقتصادي آزادي هم ډېره اړينه ده اوپه غيردهغې بشپړه خپلواکۍ نيمګړې بلله کېږي.
داپه دې ماناچې دژوندپه دې حساسوشېبوکې له نړيوال پرمختګ سره پرمختګ ډېر اړين برېښي ترڅودسيالوهېوادونوسره دتکنالوژي په تله کې راشو. چې داهله ممکن کېدى شي چې دهېواد رغاونه خپله هېنداره وبولو،اوخپله راتلوونکې له دې سره تړلې وګڼو. نوافغانان بايدډېرمتين ګامونه پورته کړي اودخپلې آزادۍ ټول اړخونه په خپل واک کې راولي. اوپه ريښتينې توګه بشپړه خپلواکۍ خپله کړي چې په دې برخه کې دځوانانوونډه ډېره ضروري ده چې ځوانان بايددخپل هېواد په رغاونه اوبيارغاونه اوله ناخوالوڅخه په خلاصولوکې په پوره توګه اداکړي.
په پاى کې يوځل بياددې تاريخى ورځې درارسېدوله امله ټولوهېوادوالوته دزړه له کومې مبارکۍ وايم اودهمېشنۍ خپلواکۍ په هيله يم.
حريت دهرملت دبـــــدن زړه دى
که دانه وى هم مرى هم بقامرى
اوپه دې هيله چې نيمګړې خپلواکي موبشپړه شي
په همدې هيله