د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

((اتمه مڼې ګل)) کتاب ته يوه کتنه

حيات الله حليم 31.07.2008 21:05
اتمه مڼې ګل د هغه کتاب نوم دى،چې په دې وروستيو کې په وردګو کې د مڼې ګل دستاينې د دوديزې مشاعرې په اړه دښاغلي عبدالودود(( پښتونځار)) په زيار او هڅو له چاپه راوتلى دى.
هر اړخيز اودمڼې په باب په زړه پورې معلومات پکې راټول شوي او په ښکلي صحافت او ډيزاين له چاپه راوتلى.
په داسې حال کې چې په لومړۍ پښتۍ کې د مڼود دوو ښکلو ځومبکو رنګه عکسونه کښل شوي، له ورايه د سړي روح او روان تازه کوي او د ليدونکي دخيال نيلى له خپل ځان سره د مڼو د لويو باغونو په لوروړي او په وروستۍ پښتۍ يې هم په تت رنګ دمڼو دځومبکو انځور ليدل کيږي، خو لکه څومره چې مڼه ښکلې ده او څومره يې چې د ګل ستاينه په زړه پورې ده نو اتمه مڼې ګل کتاب هم دومره د ستاينې وړ دى.
د مڼې ګل د ستاينې مشاعرې ته له اتو کالو راپدې خوا په وردګو کې د مشاعرې محفلونه نيول کيږي او په درنو مراسمو لمانځل کيږي. دمڼې ګل د ستاينې مشاعره په هېواد کې دګلونو دستاينې د مشاعرې په لړ کې په نارنج ګل پسې دويمه مشاعره ده چې د هېواد په کچه لمانځل کيږي او همدارنګه اتمه مڼې ګل هم دويم کتاب دى چې د نارنج ګل په نامه کتاب پسې چې په ١٣٥٠ کال کې هغه وخت چې مرحوم محمد ارسلان سليمي د پښتو ټولنې رئيس و له چاپه راوتلى دى.
د اتمې مڼې ګل په کتاب کې د مڼې ګل د ١٣٨٦ کال د ستاينې په اړه دهېواد د خوږ ژبيو شاعرانو اود ادب د بڼ د بلبلانو سندرې ويلي. په دې کتاب کې په مشاعرو او په زړه پورې مضامينو برسېره عبدالودود پښتونځار زيار ايستلى چې د مڼې په تاريخي پس منظراو غذائيت باندې هم رڼا واچوي.
دۀ په غذائي لحاظ د مڼې دومره ارزښت بيان کړى، چې بايد ټول عمر خلک مڼه وخوري. دۀ په خپل کتاب کې شننه کړې، چې مڼه د نړۍ په هر ګوټ کې پيداکيږي، ځکه زياته مشهوره مېوه ده او هر څوک يې پېژني.
هغه نقطه چې په دې کتاب کې زماتر پامه تر ټولوزياته جالبه وه، هغه دا چې د مڼې ونه د هرو پنځوسو پاڼو د انرژۍ په مرسته يوه مڼه جوړوي او پالي يې.
هغه په خپل کتاب کې د مڼو په اړه زياتې څرګندونې نورې هم کړي. دنوعيت له پلوه په ټوله نړۍ کې ٧٥٠٠ ډوله مڼې وجود لري خو ځينې داسې معلومات هم په لاس کې دي، چې په نړۍ کې تر لسو زرو پورې د مڼو ډولونه شته. د رنګ له پلوه، ژېړې، شنې او سرې مڼې مشهورې دي.او همدارنګه د ذايقې له پلوه دمڼې کورنۍ په تروشو او خوږو مڼو باندې وېشل کيږي.
د لرغونتوب له پلوه له مڼې څخه انسانانو په بېلابېلوتاريخې دورو کې د خوراک او درمل لپاره ګټه پورته کړېده.
د فلکلوري رواياتو په بنا ځينې وختونه پېغلو او ځوانانو د خپل برخليک د معلومولو په اړه په مڼو فالونه هم نيولي دي.
لرغونپوهان وائي، چې انسانانو له ٦٥٠٠ کلونو راهسې مڼه پېژندلې او له هغې څخه يې ګټه پورته کړې. روميانو او يونانيانو مڼه تر ټولو مېوو زياته خوښوله.
دخپل کتاب په يوه برخه کې عبدالودود پښتونځار ليکي، د مڼې ګل دوديزه ميله په هېواد کې دنورو مېلو لکه ارغوان ګل، انار ګل، سنځل ګل، نارنج ګل، بادام ګل د مېلو په څېر يوه دوديزه مېله ده، چې له اتو کالو را په دې خوا په وردګو کې راپيل شوې او دلومړي ځل لپاره په ١٣٧٨ کال د چک په ولسوالۍ کې په غېر رسمي چاپېريال کې د طالبانو د واکمنۍ په مهال راپيل او ديو شمېرفرهنګيانو په مټ تر نن ورځې را اوږده شوه.
دا چې عبدالودود((پښتونځار)) ولې خپل کتاب ته د ((اتمه مڼې ګل)) نوم ټاکلى؟ دى وائي، هيله لرم، چې د مڼې ګل د مېلې لړۍ لا پسې وغځېږي او دوام ومومي،له اتمې څخه نهمه شي او له نهمې نه لسمه او په دې ترتيب دا لړۍ پسې اوږده شي.
د تاريخ اومڼې دګلونو ستاينه او دې ګلونو ته دمشاعرې دمحفلونو په نيولو پسې په هېواد کې دنورو ګلانو دانار ګل، بادام ګل او سنځل ګل ستاينې ته هم د محفلونو په نيولو او ټولګو په چاپولو سره ددې ګلانو غوټۍ هم وغوړيږي.