د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ولسمشر څوک دى؟ حامد کرزى که کرزيان؟

صمد بهار 29.05.2008 00:18

څه موده وړاندې د ولسمشر ښاغلي حامد کرزي، له دفتر نه اعلاميه خپره شوه چې د هغه له نامه او دفتر نه دې سوء استفاده نه کيږي او که څو ک يې کوي نوکلکه سزا به ورکول شي!

ښاغلي کرزي بايد دغه ګام لا له وړاندې اخستى واى! ځکه د دۀ له نامه او دفتر نه ډېرې ناوړې استفادې شوي او کيږي. ناوړه چارواکي پرې مقرريږي او وطندوستو چارواکيو ته يې د دفتر دچارواکيو او مشاورينو لخوا توطيې اودسيسې جوړيږي او دې ته اړ اېستل کيږي، چې له نظام نه ووځي او نظام بې فکره او غوړه مالو ته په لاس ورشي!

د مالوماتو پر اساس دښاغلي کرزي په اداره کې کامياب او بريالى چارواکى هغه دى، چې په ارګ ، دښاغلي کرزي په اکا ګانو، ددۀ نازوليو وروڼو او په دفتر کې ډېر خلک وپېژني او په دغې ډله کې ډېر پلويان ولري.

ولس يواځې ښاغلي حامد کرزي ته راې ورکړي، نه ددۀ مشاروينو، اکاګانو او وروڼو ته! هغه هم ددې لپاره چې چوپړ ورته ووهي! يو سم نظام ور ته رامنځته کړي. نړيوالې مرستې سره همغږې کړي! امنيت ټينګ کړي! سوله راولي هېواد له کړاوونو وژغوري! نه ددې لپاره چې لا يې له ستونزو سره دوچار کړي!

خو له بده مرغه دا نظام پر څو دبړه مارانو چليږي. دهغوى مشورې دي، مقررۍ او منفکى دي، چې د همدوۍ لخوا ترسره کيږي! نه وړتيا په پام کې نيول کيږي او نه کاري شائيستګي! که سړى ووايي، چې دا نظام دانډيوالۍ نظام دى نومبالغه به نه وي!

دلته د يو څو تنو نومونه ذکر کو ل غواړم، چې په مقررۍ او منفکۍ کې فوق العاده لاس لري! او ښاغلى کرزى يې په خرابو لارو سر کړى او خلک يې پر نظام بې اعتماده کړي او خوا يې ترې ګرځولې ده. د ښاغلي کرزي له کورنۍ نه يې پيل کوو.

اول، ښاغلى قيوم کرزى:
دى د ښاغلي ولسمشرمشر ورور دى. دى دکندهار ولايت د درانه ولس د رايو پر مټ دولسي جرګې غړى شو.خو په مرموز ډول دحکومت له رهبرۍ سره معاملې کوي او ناوړې ګټې تر ګوتو کوي!
بدبختانه دۀ له ولس نه راې واخستې او نور يې دولس دستونزو په هواري کې چرت هم نه دى وهلى؟دى په انګرېزۍ هم پوهيږي،بايد دکندهار پتمن ولس د حقوقو لپاره يې همېش نړيوالو سره خبرې کړې واى. خو دۀ ته شخصي ګټې له هر څه نه ډېر ارزښت لري!
دمالوماتو پر اساس نوموړى له ډېر مهال راهسې ولسي جرګې ته نه دى تللى، چې دا دکندهار ولس له حق سره لويه جفا او په سرنوشت يې لوبې دي!

دوهم،محمدولي کرزى:
دى (کوچنى خان)بولي. دکندهار ولايت د ولايتي شورا مشر دى خو په عمل کې دکندهار حامدکرزى ګڼل کيږي . دى په کندهار کې دځائي چارواکيو لپاره ستونزې را ولاړوي. په کارونو کې يې بې ځايه مداخلې کوي. دى فکر کوي، چې ټول کندهار بايد د دۀ په اشارو وڅرخېږي! نو ځکه له هر والي سره لاس او ګرېوان وي!
دۀ له ځائي چارواکيو سره دمخالفت په پايله کې خورا ډېرې ستونزې ولاړې کړي. او کندهار ته يې دوسله والو مخالفينو نه ډېر زيان اړولى او لا يې ور اړوي!

درېيم، محمود کرزى:
دى په ملي تجارانو کې راځي. که څه هم پخوا يې په امريکا کې رسټورنټ درلود، خو تجارت يې د ښاغلي کرزي له ادارې سره پرمختګ وکړ. او ددۀ په نامه يې ډېر اعتبار او اعتماد تر لاسه کړ. اوس يې تجارت مافيائي او انحصاري بڼه خپله کړې. کندهار کې يې د عينو مينې پر ځمکو قبضه او ګېډه اچول جوت ثبوت دى.

که څه هم ددۀ کاروبار د ښاغلي کرزي په اعتبار چليږي. خو دى په ډېرې سپين سترګۍ په هغه پسې هم سپکې سپورې وايي. چې په خلکو کې يې د کرزي حيثيت ته تاوان اړولى! په ظاهر کې به ددۀ له دې سپکو سپورو نه مطلب دا وي، چې خلکو ته وښيي، چې دى خو لا له هغه سره مخالف دى!

څلورم،شاولي خان کرزى:
دى هم تجار دى خو تجارت يې د محمود کرزي په شان دى او انحصاري بڼه لري او هر شى پخپله ولکه کې راولي او نور سودا ګر تر پښو لاندې کړي او د ولسمشر له نوم نه ګټه اخلي!

پنځم،حکمت کرزى:
دى، چې دکرزي دکاکا زوى کيږي. يو څېړنيز مرکز هم لري. ښاغلي کرزي ته ډېر نږدې دى او له همدې نږدېکت نه ډېره ګټه اخلي. له همدې کبله په وزيرصاحبانو، دولسي جرګې پر غړيو، پر دولتي لوړ پوړيو او ټيټ پوړيو چارواکيو يې ښۀ ناز چليږي. ديو کس مقررول او لرې کول يې ښه په وس پوره دي. که څوک يې خوښ وي نو ښاغلي کرزي ته يې سپينه ملايکه جوړوي او که څوک يې بد ايشي نوپنډ، پنډ تورونه هم ورپورې تړلاشي!

ښاغلى ولسمشر ددۀ په لارښودنه اوخوښه اجرات کوي. دى په قومي لحاظ په پوپلزيو کې کم اثر لري ځکه ډېر عمر يې بهر تېر کړى. دى د خپلو اهدافو لپاره پر ټوپک مارو ډډه لګوي. ټوپکمار قوت او ځواک بولي.ايډيال يې د ارزګان پخوانى والي جان محمد خان دى،چې اوس دښاغلي کرزي ترخوا دمشاور وزارت پر چوکۍ ناست دى. دۀ په هر مهال انساني حقوق تر پښو لاندې کړي، چې له دې امله يې، ټوله دنيا پېژني! خو بيا هم ښه مطرح دى، ځکه چې د ښاغلي حکمت کرزي په شان انډيوالان لري!

شپږم ،جميل کرزى:
دى دولسي جرګې لپاره د کابل ښار استاځى دى. د ځوانانوپه نامه ټولنه هم لري. دى ښاغلي کرزي ته ډېر نږدې دى. دى کرزي ته دنزدېکت په برکت خلک ګومارلاى او منفکولاى شي! او ددې په مقابل کې لکه د ډاکټر په شان فيس اخلي. د مالوماتو له مخې ، تراوسه يې ولسوالان، قوماندانان او رئيسان په ډېرو ځايونو کې ګومارلي دي.

همداشان ددۀ يو ورور په ملي امنيت کې دى او بل ورور يې ملي تاجر دى. ددوۍ له لارې هم ډېر کارونه تر سره کوي.په هېواد کې دځوانانو ډېرې ټولنې شته،خو ددۀ ټولنه دښاغلي کرزي دنزدېکت له برکته بيخي ډېره ګټه کوي!

ملا شېر محمد اخوند زاده:
دى هم ښاغلي ولسمشر ته ډېر نږدې دى. دى پخوا دهلمند والي وو. اوس مهال چې هر بل والي هلمندته ورځي نو دى يې په ارام نه پرېږدي، چې په نوموړي ولايت کې امنيت ټينګ کړي او يا پرمختيائي پروژې پکې پلې کړي. دى اوس په مشرانو جرګه کې د انتسابي وکيل په توګه کار کوي، خو دچارواکيو په مقررۍ او انفکاک کې ښۀ رول لري.

نورې هم ډېرې څېرې شته،چې ولسمشر يې له څلورو خواوو محاصره کړى . او دخپلو شخصي اغراضولپاره ترې ګټه اخلي.خپل اثر او روسوخ پرې زياتوي. تور ورته سپين او سپين ورته تور ښکاره کوي!

سړى چې دښاغلي کرزي دخپلوانو او مشاورينو کارونو ته ګوري له ټولې ادارې يې زړه بديږي! او ورته جوتيږي چې هغه د رباني ادارې هم پرې شرف درلود.پرهغه مهال خو دنړيوالو مرستې نه وې! نړيوال ځواکونه، نه وو! ټوله واکمني په کابل پورې محدوده وه! خو بيا هم يو نظام موجود وو او دولتي چارواکيو کې اعتمادشته وو. دنظام وفادارۍ ته خلک هڅول کېدل او دنيا ته يې دا ښودله، چې په نظام کې يې همغږي موجوده ده.

په نيويارک کې يې روان فرهادي ناست وو او په کابل کې نورې څېرې خو يو بل ته يې وفاداري ښکاره کوله. او ښه بااعتماده باندني سياسي استاځي يې درلودل. همداشان د رباني خپل، خپلوانو،مشاورينو او هان زامنو هم داسې چارې نه تر سره کولې لکه په دا، اوس چې روانې دي!

خو بدبختانه د ښاغلي کرزي په نظام کې اعتماد نه شو پيدا. دکارونو د پرمختګ لپاره معقوله کاري ډله جوړه نه شوه! سم او ناسم تشخيص نه شول! باندني ټولمنلي سياسي چارواکي نه شول مقرر!
همداشان دښاغلي رباني پر مهال، په جشنونو کې هم دغسې پېښه نه وه رامنځته شوې لکه دغوائي داتمې په شپاړسمه کليزه کې چې رامنځته شوه! حتى دهېواد په ټول تاريخ کې وزيرانو او ولسمشرانو دغسې منډې نه دي وهلي، لکه دې جشن کې چې ووهل شوې!

همداشان که درباني په مهال کې، نړيوالو مرسته کړې واى بيا هم دامنيت راوستلو امکان وو، خو اوس د پنځوسو هېوادونو په شتون کې لس فيسده امنيت راوستل هم اسمان ته ختل دي!

له دې ښکاري، چې دا نظام دهېواد په تاريخ کې بې باوره نظام دى! د کرزي نږدې وړ چارواکي ورځ په ورځ له دۀ سره فاصله پيدا کوي او د غوړه مالانو په زهر جنو تورو او لمسون ټول له ولسمشر سره فاصله پيدا کوي!

اوس مهال چې کوم چارواکى کار کوي، بل ورته خنډونه پيدا کوي! يو چې کار کوي دنورو پرې بدرېخي راځي! توطيې او دسيسې ورته جوړوي! له کابينې نه نيولې، مشاور وزيرانو، والي صاحبانو، ولسوالانو او هان دښاغلي کرزي تر دفتره پورې ټول په دې تکل کې دي، چې له دې نظام نه څه وشکوي،چې سبا يې ژوند پرې اسوده وي!

په پاى کې بايد ولسمشر ته وويل شي، چې ښاغلى ولسمشر دغيرت او پت دوه ورځې ژوند ستا له دې اوسنۍ سل کاله پادشاهۍ نه ډېر ښه دى! که هر څومره ګرانه او سخته وي له جديت نه کار واخلئ! که په کندهار، هلمند او نورو ځايونو کې د بمبارۍ له امله زرګونه کسه مري، نو ستا په وطن دوستانه جديت کې که سلګونه وطنوال مړه شي، نو پروا نلري!
ځکه د لږو مړه کېدل د ميلونونه هېوادوالو لپاره بده خبره نده او له دې ښه ده، چې هر ورځ په سلګونو بې له کوم دليله او وجې وژل کيږي!

ښاغلى ولسمشر که خفه کېږئ نه،
ولس په کرزيانو کې (حامد کرزي ) ته راې ورکړيدي، نه ټولو کرزيانو او پوپلزيانوته! نو له همدې امله پر شاوخوا مشاورينو که لږ غور وکړئ! دغه ياد شوي او ځينې نور ملګري مو، نه د وطن په کيسه کې دي او نه هم دسولې، امنيت او پرمختګ!

ښاغلى ولسمشر، هېره دې نه وي، چې تاسو غوندې ولسمشر موږ بيا نه شو پيدا کولاى! خو ستا دمشاورينو او انډيوالانو په شان خاينان به هم دهېواد په تاريخ کې ونه موندل شي!

ښاغلى ولسمشر،
همدغسې د هغه چا په اړه فکر ووهئ، چې په يوه مړۍ سپوره ډوډۍ پسې دشپې ورځې سرګردانه دي! همدراز په پښتنو سيمو کې دامنيت او يووالي په اړه هم لږ سوچ وکړئ او که اړتيا، وي تګلارې مو ورته بدلې کړئ!
همداشان دهغو زړو ميندو او خويندو هيلې هم ذهن ته راولئ، چې د کونړونو په صعب العبوره سيمواو دپکتيا په ډاګونو او سختو شرايطو کې يې ستاسو دعکس پوښتنه کوله او تاسو ته يې په پښتنه مېړانه راې درکړيدي! خو اوس پرې بمبارۍ کيږي، کوچنيان يې له ولږې مري او دخوراک لپاره هيڅ هم نلري!