ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


جوبایډن په پولېنډ کې: روس به هیڅکله په اوکراین کې کامیابه نه شي

واشنګټن ـــــ د امریکې صدر جوبایډن اوکراین ته له ناڅاپي سفر وروسته پولېنډ ته تللی او هلته یې یو ځل بیا د نېټو هېوادونو له خوا د روس په خلاف د اوکراین د دفاع ملاتړ کړی او وایي روس به هیڅکله په اوکراین کې کامیابي تر لاسه نه کړي. صدر بایډن د سه شنبې- نهې په شپه په وارسا کې د پولېنډ په تاریخي ماڼۍ «رایل کېسل» کې وینا وکړه او د غربي اتحاد د تېر کال د هڅو دفاع یې وکړه چې له اوکراین سره د روس د یرغل په مخنیوي کې مرسته کوي. پر اوکراین د روس د یرغل د لومړۍ کلیزې په مناسبت ښاغلي بایډن تر لس زره زیاتو پولېنډیانو ته په وینا کې وویل له اوکراین سره مرسته به ونه دروي: "یو کال مخکې نړۍ د کیف د سقوط لپاره تیاره وه، زه اوس تازه د کیف له سفره راغلی یم او زه ویلای شم چې کیف ښه پیاوړی دی، ښه هسک ولاړ دی او تر ټولو مهمه دا چې ازاد دی." ولسمشر بایډن ژمنه وکړه چې د اوکراین په ملاتړ کې به یې کمی نه راځي او نېټو به نه وېشل کیږي، وایي اتحاد یې غیر نېټو غړي هېواد اوکراین ته د وسلو او بشري مرستو رسولو په برخه کې "تر پخوا ډېره پخه اراده" لري چې د روس خلاف د ځان دفاع وکړي. صدر بایډن د دوشنبې- ګل په ورځ د اوکراین پایتخت کیف ته د ناڅاپي سفر په وخت روسي صدر ولادیمیر پوټین ته په اشارې سره وویل چې کولای شي په اسانۍ سره جګړه ختمه کړي. بایډن وویل: "لوېدیځ په روس باندې د برید پلان نه لري څنګه چې پوټین نن وویل. د روس د یرغل خلاف د نړۍ جمهوریتونه پیاوړي شوي دي او د نړۍ آمرانه نظامونه کمزوري شوي دي." د ولسمشر جو بایډن تر دې وینا څو ګنټې مخکې د روس ولسمشر ولادیمیر پوټین ولس ته خپله کالنۍ وینا وکړه او په هغه کې یې پر لوېدیځو هېوادونو تور پورې کړ چې وایي د روس او اوکراین د جګړې اور ته لمن وهي. جو بایډن په پولېنډ کې د وینا په مهال د خپلې مرستیالې کاملا هېریس هغه خبره تکرار کړه چې څو ورځې مخکې یې د میونیخ په امنیتي کانفرنس کې ویلي وو، امریکا په دې باور ده چې ماسکو د اوکراین خلاف "بشرضد جرمونه" او "ظلم" کړی دی. صدر بایډن وویل: "روس له شرم او پښېمانۍ پرته د انسانیت خلاف له بداخلاقۍ ډک جرمونه تر سره کړي دي." ولسمشر جوبایډن په روس تور پورې کړ چې وایي عام خلک وژني، جنسي تېري د "جګړې د وسلې" په توګه کاروي، د اوکراین ماشومان په زور له خپل هیواده په غلا باسي او د رېل ګاډي پر سټېشنونو، د ماشومانو د زېږېدو پر وارډونو، روغتونونو، سکولونو او یتیم خانو باندې هوایي بریدونه کوي، خو روس عام خلکو په نخښه کول تل رد کړي دي.

22.02.2023 ډیوه

شمالي وزیرستان کې د یو ځانمرګي اؤ د هغه د څلورو همکارانو د نیولو دعوه شوې ده

امنیتي سرچینو دعوه کړې ده چې دخېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان کې امنیتي ځواکونو دعملیات پرمهال یو ځانمرګی اؤ دهغه څلور ملګري نیولي دي. سرچینو د نیول شوؤ ترهګرو پېژندګلو نه ده په ډاګه کړې اؤ نه یې دا ویلي چې دهغوئ تړاؤ دکومې وسله والې ډلې سره دی خو یوازې دومره یې ویلي چې نیول شوي ترهګر نامعلوم مقام ته منتقل کړل شوي اؤ هغوئ منلې ده چې ترهګرۍ ته یې تابیا نیولې وه. امنیتي سرچینې دعوه کوي د روان کال په اوږدو کې تر اوسه درې ځانمرګي اؤ دهغوي 28سهولت کاران نیول شوي اؤ وایي دهغوئ نه دترلاسه شوؤ معلوماتو په اساس دځېنو نورو کسانو دنیول کیدو هېلې هم شته. پاکستاني رسنیو ددغو سرچینو له خولې ویلي چې په نیول شوؤ ورانکارو کې زیاتره هغه طالبان شامل دي چې د کرک،هنګو،کرم اؤ تل په دینې مدرسو کې یې زده کړې کولې. شمالي وزیرستان نه دترهګرو دنیولو دا تازه دعوه په داسې حال کې شوې ده چې دافغانستان دپولې ترڅنګ پرته داقبایلي ضلعه په نزدې ورځو کې ترهګرۍ سخته ځپلې ده اؤ دغلته په پرله پسې ډول په امنیتي ځواکونو دبریدونو ترڅنګ دیو شمیر هدفي وژنو پېښې هم مخې ته راغلي دي. په 13مه فرورۍ دترهګرۍ ضد محکمې پولیسو دعوه کړې وه چې شمالي وزیرستان کې یې څلور ترهګر وژلي دي. سي ټي ډي پولیسو ويلي وؤ دوئ د ميرانشا څخه بنو ته تورن ترهګر منتقل کول چې په دغه مهال پرې وسله والو بريد کړی او په ځوابي ډزو کې بيا څلور ترهګر وژل شوي او د پينځوؤ نه تر شپږو پورې نور په تیاره کې په تېښته کې بريالي شوي دي. همدا شان تېره اوونۍ ميرانشا کې په پوځيانو ډزې شوې او څلور پوځيان پکې ژوبل شوي وو اؤ ددې ترڅنګ د غلام خان تحصيل په ډانډي سيمه کې د يو پوليس افسر په کور ډزې شوې وې او اته کسان پکې ژوبل شوي وؤ چې پکې ښځې او ماشومان هم شامل وو. په خېبر پښتونخوا سیمه کې په دې وروستیو کې دترهګرۍ بهیر زیات چټک شوی د پښتون ژغورنې غورځنګ اؤ یو شمیر سیاسي ګوندونو مشران تور لګوي چې ترهګر پوځي استخباراتي شبکو پخپله یو وارې بیا راپورته کړي اؤ غواړي چې دترهګرۍ په پلمه په قبایلي ضلعو کې یو وارې بیا پوځي عملیات وکړي. خو پوځ اؤ حکومت بیا دا تورونه ردوي اؤ وایي امنیتي ځواکونو دترهګرۍ پرضد جګړه کې دسرونو درنې قربانۍ ورکړې دي

22.02.2023 ډیوه

امریکایي قاضي: د سپټمبر د ۱۱ قربانیان نشي کولی د افغانستان بانک کنګل شوي شتمنۍ ترلاسه کړي

یو امریکایي قاضي د سه شنبې په ورځ فبروري ۲۱ (کب دویمه) پریکړه وکړه چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱ د پيښې د قربانیانو کورنۍ د افغانستان بانک د ۳.۵ میلیارده ډالرو د ترلاسه کیدو مستحقې ندي.

22.02.2023 امریکا غږ

جنوبي افریقا د محکمې هغه حکم ننګوي چې ۲۲ افغانانو ته یې د پناه ورکولو غوښتنه کړې

جنوبي افریقا د سه شنبې په ورځ فبروري ۲۱ (کب دویمه) وویل د یوې محکمې هغه حکم ننګوني چې ۲۲ افغان پناه غوښتونکو ته یې د پناه ورکولو په اړه په حکومت فشار اچولی دی.

22.02.2023 امریکا غږ

بلوچستان کې له کوهي د مور او دوو زامنو مړي موندل شوي، صوبایي وزیر یې پر ځان د وژنې تور رد کړی

کوټه/ واشنګټن ــــ د بلوچستان په بارکان کې د مور او د هغې د دوو زامنو مړي له يو کوهي را ايستل شوي، کورنۍ يې د صوبايي اسمبلۍ غړی په وژنه تورن کړی او د هغه د نیولو غوښتنه کوي خو هغه دا تورونه رد کړي دي. احتجاج کوونکو او د وژل شویو کسانو کورنۍ د مړو جسدونه وروسته کوټې ته راوړي، د وزيراعلی او ګورنر د کور مخ ته یې پرلت پیل کړی دی. دوی غوښتنه کوي چې عبدالرحمان کېتراڼ دې ونیول شي، په خلاف دې یې قانوني عمل وشي. رپوټونه وایي پولیسو په کوټه کې د هغه د استوګنې پر ځای چاپې هم وهلې دي خو هغه نه دی نیول شوی. د لېويز چارواکو په وينا د دوشنبې- ګل په ورځ يې د بلوچستان په بارکان سیمه کې د اوبو له يوه کوهي څخه د درو تنو جسدونه را ايستلي دي. وايي وژل شوې يوه مور او د هغې دوه زامن دي. د مور عمر يې له څلويښتو تر 45 او د زامنو عمرونه یې د 20 او 22 تر منځ ښوول کېږي. د بارکان د پوليسو سرجن ډاکټر مسعود وي او اې ډيوه ته د ټيليفون له لارې وويل چې درېواړه يوه يوه ګولۍ پر سر ويشل شوي او بيا د اوبو کوهي ته غورځول شوي دي: "د ښځې مړی زيات زوړ دی او څو مياشتې وړاندې څاه ته غورځول شوی، خو د دوو تنو مړي تازه دي، يوه يا دوې ورځې يې شوې دي". د لېويز چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط وویل، په کوم ځای کې چې د دوی مړي موندل شوي د دې سيمې نوم «حاجي کوټ» دی، وایي دا ځای د سردار عبدالرحمان کېتراڼ له کوره يونيم کیلوميټر لرې پرته سيمه ده. د يادو کسانو د مرګ تور د بلوچستان د صوبايي اسمبلۍ پر غړي او صوبايي وزير سردار عبدالرحمان کېتراڼ باندې لګول شوی دی. عبدالرحمان کېتراڼ له وي او اې ډيوه سره په خبرو کې پر ځان لګېدلي تورونه رد کړل او ووایي دا لومړی ځل نه دی بلکې مخکې هم په ده داسې تورونه پورې شوي دي. ښاغلی کېتراڼ وایي: "زما د سياسي او قبايلي شخصيت د خرابولو په موخه دا پر څه کېږي، د دې پېښې پر وخت زه په لاهور کې وم او بيا په کوټه کې وم، زما له دې سره يو تړاو هم نه شته". عبدالرحمان کېتراڼ وایي د ده له خپل يوه زوی سره کورنۍ جګړه روانه ده او تور پورې کوي چې هغه په دې پېښه کې د ده د لاس لرلو پروپېګنډه کوي او د ده په وینا "هغه ما بدنامول غواړي". کېتراڼ د خپل زوی نوم یاد نه کړ. وي او اې ډيوه یو ږغیز پېغام تر لاسه کړی چې پکې له کوهلو ضلعې سره د تړاو لرونکې وژل شوې ښځې مېړه خان محمد مري ويلي، د دې پېښې تر شا د سردار کېتراڼ لاس دی. خان محمد مری وايي، د بارکان پولیس د سردار کېتراڼ خلاف د ایف ای آر يا مقدمې درج کولو انکار کوي. پر ټولنیزو رسنیو يوه وېډو زیاته خپرېږي چې د وژل شوې ښځې ګڼل کېږي او هغې پکې قرآن په لاس کې را اخیستی او د ځان او د خپلو زامنو د خلاسون سوال کوي. هغه داسې وايي: "زما دې په خپل خدای قسم وي، دا قران پاک بادشاه دی، سردار عبدالرحمان کېتراڼ زه بندي کړې یم، زما پر لور هره ورځ جنسي تېری کوي او زما زامن یې هم په خپل شخصي جېل کې بند کړي دي، موږ درخلاص کړئ". د پېښي پر ضد  د مري قبيلې مشرانو په کوهلو کې پر جسټس نواز مري څلورلاره احتجاجي غونډه کړې او هغوی د سردار عبدالرحمان کېتراڼ پر ضد شعارونه ورکړي او د هغه خلاف یې د ایف ای آر درج کولو غوښتنه کړې ده. د بلوچستان د سرکاري خبري ادارې له لوري په جاري شوي بيان کې ليکل شوي چې د بلوچستان وزيراعلی مير عبدالقدوس بزنجو پر پېښه خفګان ښوولی او د پېښې د پلټنو لپاره يې ځانګړې کمېټۍ جوړه کړې ده.  په بيان کې ليکل شوي چې په پېښه کې هر څوک ککړ ثابت شول هغه به په هر قيمت له قانون سره سم سزا کېږي.

22.02.2023 ډیوه

ملګري ملتونه: که طالبان په نوي تعلیمي کال کې نجونې تعلیم ته پرې نه ږدي ځان ته به زیان و رسوي

واشنګټن ــــ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر «یوناما» وایي را روانه میاشت چې په افغانستان کې نوی تعلیمي کار پیلېږي که طالبان د نجونو سکولونه او پوهنتونه خلاص نه کړي دا د بشري حقونو سرغړونه او خپل حکومت ته زیان رسول دي. د مارچ پر 21مه هر کال په افغانستان کې نوی تعلیمي کال شروع کېږي خو سږ کال طالبانو تر اوسه دا نه دي ویلي چې تر شپږم ټولګي پورته د سکول او د پوهنتون جینکو ته به بیرته د تعلیم اجازه ورکړي که نه. یوناما د فرورۍ پر 21مه پر خپله ټویټر او فېسبوک پاڼه لیکلي چې یوه میاشت وروسته به نوی تعلیمي کال پیل شي، خو وایي د طالبانو د اوسنۍ پرېکړې په بنیاد به سکولونه او پوهنتونونو د نجونو او ښځو لپاره بند وي. یوناما لیکلي: "د میلینونو نجونو او ښځو پر وړاندې به [د دغو تعلیمي ادارو دروازې] بندې وي. دا عمل له بشري حقونو سرغړونه او [د طالبانو په لاس خپل] ځان ته زیان رسول دي." طالبانو د 2021م کال په اګست کې پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته نه یواځې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو تعلیم ځنډولی بلکې پر ښځو یې هم هراړخیز بندیزونه لګولي او په غیرسرکاري ادارو کې یې له کارونو منع کړې دي چې له کبله یې د نړۍ هیڅ هېواد تر اوسه د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یوناما د طالبانو له واکمنو چارواکو غوښتنه کړې ده چې سر له اوسه دې لا "د ژوند خوندي کولو، د معیشت ښه کېدو او راتلونکي لپاره" په کار لاس پورې کړي. طالبانو تر اوسه د یوناما تازه غوښتنې ته څه جواب نه دی ویلی، خو د تعلیم وزارت یې هغه ویلي وو چې دوی د نجونو د سکولونو د بیرته پرانیستلو په اړه پر یو هراړخیز پلان کار کوي چې په یو مناسب چاپېریال کې نجونو ته د تعلیم بندوبست وکړي، خو تر څه باندې یو کال تېرېدو وروسته یې هم لا د دې پلان د بشپړېدو په اړه څه نه دي ویلي. د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت په تېره جنورۍ میاشت کې په یو بل فرمان کې د افغانستان شخصي پوهنتونونو ته امر کړی وو چې نجونو ته د راتلونکې میاشتې په داخله امتحان کې تر بل امر پورې د ګډون اجازه ورنه کړي. د طالبانو دغې او د ښځو پر تعلیم د بندیزو نورو پرېکړو په نړیواله کچه زیات غبرګونونه را پارولي او دا یې نه یواځې د افغانو ښځو د بنیادي بشري حقونو سرغړونه بللې بلکې "غیراسلامي" پرېکړې یې بللې دي. د اسلامي همکاریو له سازمان او ګڼو نورو اسلامي هیوادونو سره سره امریکې، نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو ګڼ شمېر نورو نړیوالو ادارو په افغانستان کې د نجونو د سکولونو او پوهنتونونو د بندېدو غندنه کړې او پر طالبانو یې د بیرته خلاصولو ټینګار کړی دی.

21.02.2023 ډیوه

په پاکستان کې د مارچ له اولنۍ نېټې لومړۍ ډیجیټل کورشمېرنه او سرشمېرنه پېل کېږي

واشنګټن ـــــ په پاکستان کې د سرشمېرنې او کورشمېرنې قامي ادارې ویلي د هېواد په تاریخ کې په لومړي ځل د ډیجیټېل یا کمپیوټر د لارې د کورشمېرنې او سرشمېرنې باقاعده پېل به د مارچ د اولنۍ نېټې نه وشي. د قامي ادارې د معلوماتو ترمخه د اوومې کورشمېرنې او سرشمېرنې عمل به د مارچ  تر اخېره پورې سرته ورسېږي او په دې عمل کې برخه اخستونکي ټیمونه به راټولې کړی شوې شمېرې د اپرېل اولنۍ نېټې نه قامي ادارې ته رپورټ کول پېل کړي.   د پاکستان د شماریاتو د ادارې مشر نعیم الظفر د ګل- دوشنې په ورځ په دې لړ کې د پايلېټ پراجیکټ یا تجرباتي عمل د پېل په وخت اسلام اباد کې یوې دستورې ته وویل چې د مردم شمارۍ په اړه واړه خواو سره مشورې سر ته رسېدلې دي او د هېواد د شمېرنې اووم پړاو به لانجمن کېدلو ته ورنه کړي.  د بلوچستان نه د کورشمېرنې او سرشمېرنې د ټیم یو غړي میر احمد د وي او ای ډیوه پروګرام «لویه پښتونخوا» کې وویل، دوی ته تربیت ورکړی شوی او په لومړي پړاو کې به د مارچ اولنۍ نېټې نه د مارچ تر دریمې نیېټې پورې د کور شمېرنې او په دویم پړاو کې به د څلورم مارچ نه تر 15م مارچ پورې بیا د سر شمېرنې عمل سر ته ورسوي. میراحمد چې په سکول کې استاذ دی ډیوه ته وویل، دوی ته کمپیوټر یا  ټېبلیټس ورکړی شوي دي چې پکې هغه فارمونه اچول شوې چې پکې به د هرې کورنۍ د مشر نه  22 پوښتنې کېږي. هغه وویل د کورشمېرنې په فارم کې به د یو کور د قانوني حیثیت او په دې کې دننه د کمرو، غسل خانو، بجلۍ، اوبو او د ګیس د اسانتیاوو تر څنګ د نورو ضروري شیانو په اړه معلومات را ټولېږي. دغه شان به د سرشمېرنې په فارم کې د یوې کورنۍ د مشر، د هغه د بچو، تعلیم، کار روزګار او نورو بنیادي ضرورتونو په اړه معلومات اخستل کېږي. د مطبوعاتو او د سیاسي چارو کارپوه قریش خټک وي او ای ډیوه ته ویلي چې د مطلوبه شمېرو په بنیاد حکومت د یوې علاقې د پاره د مرکزي وسیلو تقسیم او د پرمختیا د منصوبو تعین کوي: "دا معلومول غواړي چې یوه کورنی څومره او څه رنګه ضرورتونه لري چې د هغې لپاره حکومت مالي انتظام وکړي او ورسره د رتلونکو کلونو د پاره اهداف وټاکي".  د قامي ادارې د شمېرو ترمخه د کورونو او خاندنونو د شمېرو راغونډولو د پاره د هېواد په 628 تحصیلونو کې  یو لک او 85 زره بلاکونه جوړ کړی شوي دي او د بلوچستان د سرشمېرنو د ټیم غړي میر احمد ډیوه ته وویل چې په یو بلاک کې له 200  نه واخله تر 250 پورې کورونه شامل وي. د قامي ادارې تر مخه د شمېرو راغونډولو د پاره یو لک 26 زره تربیه شوي کسان ګومارل شوي دي. 

21.02.2023 ډیوه

پوتین فکر کاوه 'سر سخت' دی خو د "امریکا د اوسپنیزې ارادې" سره مخامخ شو- بایډن 

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د سه شنبې په ورځ فبرورۍ ۲۱ (کب دوهمه) په وارسا کې یوې غونډې ته وویل چې د هغه روسي سیال ولادیمیر پوتین فکر کاوه چې هغه "سرسختی" دی خو بیا د "امریکا د اوسپنیزې ارادې" سره مخ شو.

21.02.2023 امریکا غږ

د طورخم لارپرانېستلو دپاره پاکستاني او طالب چارواکو خبرې شروع کړي

د طالبانو د تجارت وزارت، د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل چې د موجود مالي کال په لومړیو ۱۱ میاشتو کې يې  د یو ارب ډالرو نه زیات د تاریخي کچې زیات عایدات ترلاسه کړي دي چې زیاتره برخه پکې په سرحدي تجارت د ټېکسونو ده

21.02.2023 ډیوه

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

21.02.2023 امریکا غږ

په اسلام اباد کې د هند د حکومت یو مخالف کشمیری مشر وژل شوی

په پاکستان کې امنیتي مقامات وايي چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر یو بیلتون غوښتونکی مشر، چې هند ترهګر باله، په اسلام اباد کې په ډزو وژل شوی دی.  امنیتي مقامات وايي‌ چې امتیاز عالم له څو کالونو راهېسې په اسلام اباد کې ژوند کاوه او تېره ورځ فبروري ۲۰ (کب لومړۍ) د ماښام له لمانځه وروسته کور ته په لار و چې وسله والو درولی او وژلی دی.  امنیتي چارواکي وايي په دې اړه یې پلټنې پیل کړې دي چې معلومه کړي هغه په کومه شخصي دښمنۍ کې وژل شوی او که تر «هدف لاندې و».  امتیاز عالم نن سه شنبه خاورو ته وسپارل شو.  د امریکا غږ اردو څانګه وايي چې د وژل شوي مشر اصلي نوم بشیر احمد پیر و او د هند تر ولکې لاندې کشمیر د کپواړه د سیمې اوسېدونکی و.   د هند حکومت د ۲۰۲۲ د اکتوبر په میاشت کې امتیاز عالم د ترهګرو فعالیتونو له کبله ترهګر ونوموه.  د هند د کورنیو چارو وزرات ویلي وو چې هغه د پاکستان د «حزب المجاهدین، لشکر طیبه» او نور دا ډول مشکوکو ترهګرو ډلو سره همکاري لرله او په فعالیتونو کې دخیل و.   هند دا ډلې ترهګرې او په هند او د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې یې په ترهګریزو فعالیتونو کې دخیلې ګڼي.  په هغه باندې د ځینو نورو دا ډول نورو فعالیتونو تورونه هم لګول شوي وو. راپور وايي چې په دې وروستیو کې د «تحریک طالبان پاکستان» له لوري‌ هغه ته خطر انګېرل کېده. تر دې دمه د هغه د وژلو مسئولیت چا نه دی منلی. 

21.02.2023 امریکا غږ

خلیلزاد: ایران د پناه ورکولو له لارې له القاعدې څخه ګټه اخلي 

د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، امکان لري چې د ایران د سپاه پاسداران قدس ځواک د القاعده ترهګرې شبکې له نوي مشر سره معامله کړې وي.

21.02.2023 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

21.02.2023 امریکا غږ

د هندوستان مخالف بېلتون خوښی کشمیري رهنما په اسلام اباد کې وژل شوی

هغه د ترهګر ټاکلو په اړه د هندوستان داخله وزارت په خپل نوټېفېکېشن یا بیان کې وویل چې بشیر احمد پپر عرف امتیاز عالم به د حزب المجاهدین، لښکر طيبه او د نورو وسله والو تنظیمونو چارې په وړاندې بوتلو کې مرسته کوله

21.02.2023 ډیوه

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

21.02.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more