ټول   پښتو BBC ازادي راډیو د امریکا غږ اشنا رادیو

طالبانو د ګردیز- ډنډ پټان لویه لاره تړلې ده

طالبانو له تېرې دوو ورځو راهيسې د پکتیا د مرکز ګردېز- ډنډ پټان لاره د مسافرو پر مخ تړلې،چې ورسره د سړک دواړو غاړو ته سلګونه مسافر او موټر بند پاتې دي.

د جمهوري غوښتونکي گوند ډانلډ ټرمپ رسمأ کاندید کړ

د امریکا د جمهوري غوښتونکي گوند استاځو ښاغلی ډانلډ ټرمپ د جمهوري ریاست مقام ته په رسمي توگه کاندید کړ

اوباما په ترکیې کې د ناکامې کودتا په تحقیقاتو کې د مرستې ډاډ ورکړ

د امریکا ولسمشر براک اوباما د ترکېې ولسمشر رجب طیب اردوان ته د تیرې اونۍ د ناکامې پوځي کودتا په تحقیقاتو کې د مرستې وړاندیز کړیدی.

جرمني کې افغان بریدگر: د خلافت اسلامیه سرتیری یم!

داعش د هغه تنکي افغان ویډیو خپره کړله چې د جرمني په ولفسبورگ ښار کې یې د اورگاډي پر مسافرو برید وکړ.

نوروز منگل: بالرانو ښه بالنګ ونکړ او ایرلینډ لوبه وګټله

ایرلنډ په ورستۍ او پنځمې لوبې کې افغانستان ته په ۱۲ منډو ماتې ورکړه د پنځو لوبو سیریز یې مساوي کړ.

محکمې د پرویز مشرف د شتمنیو د ضبطولو حکم وکړ

په پاکستان کې یوې ځانګړې محکمې امر کړی چې د پخواني جمهور رئیس پرویز مشرف جایدادونه دې ضبط او بانکي حسابونه دې کنګل شي.

روسي ورزشکاران او د دوپینگ کړکیچ

د المپیک نړیواله کمیټه د ریو دی ژنرو په المپیک کې د دوپینگ په وجه د روسي ورزشکارانو د گډون د مخنیوي غوښتنه ارزوي.

درې میلیونه افغانان په نشو اخته دي

په افغانستان کې چارواکي وایي شاوخوا درې میلیونه افغانان نشه يي توکي استعمالوي؟

ترکیې په کودتا کې د گولن د لاس لرلو دوسیه امریکا ته ولیږله

د ترکیې د عدلیې وزارت د هغه هیواد د مقاماتو په ادعا د امریکا متحده ایالاتو ته داسې اسناد استولي دي چې په ناکامې کودتا کې د فتح الله گولن لاس لرل ثابتوي.

د هلمند په سنګین کې جګړو بیا زور اخیستی

چارواکي وایي،په سنګین کې د تیرې شپې څخه په پیل شوو جګړو کې نږدې ۴۰ وسله وال چې دغې ولسوالۍ ته د طالبانو نومول شوی ولسوال هم په کې شامل دی وژل شوي.

د سالنګ پر لویې لارې د طالبانو برید

چارواکي وايی، نن سهار طالبانو د سالنګ د غرونو له لوړو څوکو څخه پر لویې لارې ډزې کړي، چې له امله یې دا لاره لنډې مودې لپاره ټرافیکو پرمخ تړل شوې وه.

خوست کې سیلابونو اوولس تنه وژلي

چارواکي وایي،خوست کې د تیرې ورځې په سیلابونو کې د دریو کورنیو اولس غړي چې اته ماشومان، څلور ښځې او درې سړي په کې شامل دي وژل شوي.

خوست کې سیلابونو اوولس تنه وژلي

چارواکي وایي،خوست کې د تیرې ورځې په سیلابونو کې د دریو کورنیو اولس غړي چې اته ماشومان، څلور ښځې او درې سړي په کې شامل دي وژل شوي.

د جمهوري غوښتونکو ملي کنوانیسیون په اوهایو کې پیل شو

د کنوانیسون په پیل کې د کنوانیسیون په طرزالعمل د احتمالي کاندید ډانلډ ټرمپ مخالفینو مظاهره هم وکړه.

د امریکا کانگرس ته د پاکستاني سیاستوالو غبرگون

د پاکستان، پالیسي جوړونکي او سیاستوال وایی د امریکا د کانگرس وروستیو څرگندونو حیران کړي دي.