ټول   پښتو BBC ازادي راډیو د امریکا غږ اشنا رادیو

د عکسونو البوم: په سربیا کې یخني او د کډوالو ستونزې

په سربیا کې د یخنۍ یخو څپو د کډوالو ستونزې نورې هم زیاتې کړې دي.

بحرین درې شیعه ګان د پولیسو د قتل په جرم اعدام کړل

د بحرین چارواکو درې شیعه تورن د درو پولیسو د وژلو په جرم اعدام کړي. پولیس د ۲۰۱۴ کال مارچ میاشت کې وژل شوي وو.

هلمند کې چارواکي: په هوايي برید کې ۱۵ وسلوال وژل شوي

د هلمند مطبوعاتي دفتر وايي، په موسی کلا ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو هوايي برید کې د طالبانو د مهمو قومندانانو او مشرانو په ګډون د دې ډلې ۲۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د افغانستان د سولې عالي شورا سلاکار عبدالحکیم مجاهد له دندې ګوښه شو

د افغان حکومت اجراییه ریاست وايي د سولې عالي شورا سلاکار عبدالحکیم مجاهد د حکومت د مشرانو د پرېکړې له مخې له دندې ګوښه شوی. ولسمشرۍ ماڼۍ بي بي سي ته وویل، ولسمشر منلې ده چې نور به مجاهد پر خپله دنده نه وي.

ډېلي ټلېگراف: داعش په عراق کې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه کوي

ډېلي ټلېگراف په موصل کې د اسلامي دولت نومې ډلې نوي جنګي تکتيک ته کتنه کړې.

د منځني ختیځ کړکېچ: پاریس د ۷۰ هېوادونو د استازو کوربه دی

د فرانسې پلازمېنه پاریس کې د اویا هېوادونو استازي په لوی نړیوال کانفرنس کې د دې لپاره را ټول شوي چې د فلسطینیانو او اسراییل ترمنځ د سولې خبرې بیا پیل کړي.

د متیازو ازموینه مو د خوړل شویو خوړو ډول معلوموي

بریتانیايي ساینسپوهانو د بولو (متیازو) په ازمویلو سره موندلې ده چې ایا انسان صحي خواړه خوړلي او که نه او څه شی یې خوړلي دي.

د بېړۍ په ډوبېدلو سره سل کډوال ورک شوي

د مدیترانه سمندرګي له لیبیا سمندرغاړې سره د کډوالو لېږدوونکې بېړۍ ډوبه شوې او له امله یې نږدې سل کسان ورک شوي دي. ایټالوي سمندرساتو اته مړي په اوبو کې موندلي او څلور کسان یې ژغورلي دي.

د چین "پینیین" بنسټګر د ۱۱۱ کلونو په عمر ومړ

د چینايي ژبې د لیکدود یا "پینیین" سیستم بنسټګر او پلار ژو یوګوانګ د ۱۱ کلونو په عمر ومړ.

سیاستوالو او هنرمندانو پر ټرمپ د نیوکه کونکي جان لیوس ملاتړ کړی

امریکايي سیاستوالو او هنرمندانو د بشري حقونو فعال او کانګریس غړي جان لیوس ملاتړ کړی، چې د متحدو ایالتونو پر ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ یې نیوکه کړې وه.

هندۍ هنرمنده پریانکا چوپړا د 'کوانټیکو' تمثیل بهیر کې ټپي شوې

هندۍ فلمي هنرمنده، پریانکا چوپړه له هغه وروسته روغتون کې د لنډ مهال لپاره بستري شوه، چې د امریکایي ډرامې 'کوانټیکو' کې د رول لوبولو پر مهال ټپي شوه.

ایتوپیا کې پر انټرنېټ لګېدلي بندیزونه

ایتوپیا کې د حکومت پر ضد له لاریونونو وروسته دلته د انترنېت پر کارونې ځېني بندیزونه لګېدلي

کرېکټ: افغانستان ايرلنډ ته په پنځو وېکټو ماته ورکړه

افغانستان د (صحرا جام) شل اوریزو کرېکټ سیالیو په ترڅ کې په خپله لومړۍ لوبه کې آيرلنډ ته په پنځو وېکټو ماته ورکړه. د لوبې پچه ايرلنډ وګټله او لومړی يې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه.

د موسیقۍ ژانر فلم او اسکر جایزې

اسکر جایزو ته یوازې پنځه اوونۍ پاتې دي. دا په فلمي برخه کې تر ټولو معتبره جایزه ګڼل کېږي

د کندوز او بغلان بې ځایه شویو حال

نن، سبا د کندوز او بغلان له جګړو سلګونه کسان تښتي ټول یې بلخ ولایت ته ځي. د ځینو خو میاشتې وشوې چې همدغه ولایت کې دېره دي