لومړی ـ دوهم څپرکی دريم ـ څلورم پنځم ـ  شپږم اووم ـ اتم نهم  ـ لسم يولسم ـ دولسم
ديارلسم ـ څوارلسم پنځلسم ـ شپاړلسم اوولسم ـ اتلسم      

لومړى څپركى

د ناروغۍ نخښه

كه ګوته مو لږه ټپي شوه او په دوو، درېيو ورځو كې ښه نه شوه، غوره داده چې يو ځل له ډاكټر سره وګورئ. د ډاكټر په مرسته مو د ګوټې ټپ رغېږي. كه د ډاكټر لارښوونې مو عملي هم كړې، خو ګوته مو روغه نه شوه، په دويمه كتنه يې به ډاكټر حيران شي او وايي به :وېره لرم، هسې نه چې د شكرې ناروغي ولرئ.
هو، كه بدن ونه توانېد چې په اسانۍ سره يو زخم جوړ كړي، نو دا يې د ناروغۍ نخښه ده. كه زموږ اروا هم هغه زخم چې د ژوند په بهير كې وررسېږي، درملنه نه كړاى شي، دا يې هم د ناروغۍ دليل دى.
دغه ډول اروا، خپله درملنه نه شي كولاى او طبيعي حالت ته هم د ستنېدنې ځواك نه لري، نو تل به د روزګار له كبله په عذاب كې وي.
كه كوم كس مو وليد، چې د بل چا په خبره زيات وخښمېد او پاتې مجلس يې غلى كړ، نو پوه شئ چې دغه كس اروايي ناروغ دى، خو د هغه د ناروغۍ په پېژندنه كې بيړه مه كوئ، ځكه كه څوك هر څومره له كيفياتو خبر وي، هومره پوهېږي، چې روحي ناروغۍ زيات ډولونه او لاملونه لري.
اوس په همدې بسنه كوو، چې د اروا روغتيا، د شخص له ظاهري بڼې وپېژنو يانې كه مو وليد، چې يو كس د كومې خواشينۍ له كبله اغېزمن شو او بېرته خپل عادي حالت ته راونه ګرځېد، نو بايد پوه شو، چې اروايي ستونزه لري، خو كه ژر پر ستونزې لاسبري شو، دا په دې مانا ده، چې دغه كس اروايي روغتيا لري. اروايي روغتيا دا نه ده، چې شخص دې د هېڅ ستونزې او ناخوالې له كبله اغېزمن نه شي، بلكې روغ شخص د ناخوالو پر وخت د دفاع ځواك له لاسه نه وركوي او ژر خپل عادي حالت ته راځي.
تر دې سريزې وروسته بايد پوه شو، چې د ژوند ستونزې اروايي خواشينۍ زېږوي، يانې كه اروا ناروغه وي، نو ستونزې او خواشينۍ پر ځان واكمنوي، خو روغه اروا پر هرې ستونزې برى مومي.
موږ زيات هوسا خلك هم وينو، چې تر څه مودې وروسته يې بيا هم خپل تېر غم نه دى هېر كړى او هغه تېرې پېښې يادوي. خښمېږي او په خپل زړه كې بيا د كينې اور ته لمن وهي. دا په خپله د اروايي ناروغۍ نخښه په ګوته كوي، چې اخته كس ژبنى ټپ هماغسې تازه ساتي. ګنې د انسان د اروا او جسم ټپ بايد تر ډېره پاتې نه شي.
په يوه مېلمستيا كې يو كس د خپل مېز له شا څخه اوچت شو او لږې خبرې يې وكړې سره له دې چې ښې څرګندونې يې كولې، خو يو ځل يې ژبه بنده شوه او يوه خبره يې هم سمه ونه شوه كړاى.
نورو ګډونوالو په يوه خوله وخندل، خو هغه كس ځان ورك كړ، په ډېره خواشينۍ سره پر خپل ځاى كښېناست. څو ورځې وروسته چې مې وليد نو داسې ښكارېدل چې هغه شپه سخت ځورېدلى وي، نو ځكه يې له نورو ملګرو ګيله كوله.
داسې كسان به مو هم ليدلي وي، چې له لومړۍ ماتې سره يې خپله هيله او مېړانه له لاسه وركړې، له خپلو هيلو يې سترګې پټې كړي، يا يې هم له هغو دوستانو سره د تل لپاره مخه ښه كړې، چې د هغوى په غوښتنه يې چلند نه دى كړى، دوى اّن هغه كتابونه هم نه لولي، چې د خوښې وړ يې وي. په دغو خلكو كې عادي حالت ته د راتلو، يا نرمۍ ځواك نه شته، ځكه هېڅ دردوونكې پېښه، اّن د عزيزانو مړينه هم د سالمې اروا د كار او فعاليت مخه نه شي نيولاى، ځكه په دې نړۍ كې بايد د نندارليك (نمايشنامې) په شان هر كس خپل رول تر پايه په بري سره ولوبوي، خو په نندارليك كې دې خپل دروني احساسات نه ورځايوي، ګنې د نورو كسانو د فعاليت مخنيوى هم كوي.
ځينې كسان له ډېرو دردوونكو پېښو څخه هم نه اغېزمنېږي. په ډېره سړه سينه د حالاتو ننداره كوي، خو دغه سړه سينه او بېغوري د اروا ځواك او عادي حالت ته د ستنېدو قوت نه څرګندوي، بلكې نور لاملونه لري، چې ټول يې موږ ته جوت شوي نه دي. يو يې هم په ماشومتوب كې ماتې او محروميتونه دي، هغه مهال ماشوم له ځانه دفاع نه شي كولاى، له تسليم او ناچارۍ سره عادت او له همدغه عادت سره لوى شي، كله چې لږ غټ شي، نو د پټو غوسو او نه هېرېدونكو كينو يادونه كوي. حال دا چې ځواكمنه اروا او د نرمۍ ځواك، هره ستونزه او ربړه اّواروي، كينه هم پر ځاى نه پرېږدي.
د اروا دغه سلامتي او د ستنېدنې ځواك، چې د روښانه زړه نښه ده، يوازې د ايمان په سيوري يې نه شي ترلاسه كېدلى. له ايمان څخه دلته موخه كوم ځانګړي مذهب ته اعتقاد نه دى، بلكې دغه حقيقت ته اعتقاد دى، چې ژوند يوه سپېڅلې دنده ده او موږ بايد له هر هغه خيال او وهم څخه ډډه وكړو، چې د دغې دندې مخه نيسي، چې يوه هم خواشيني، غم او دښمني ده، چې موږ له انساني ستونزو او ربړو راګرځوي.
هغه زړه، چې د ايمان په دغې رڼا روښانه شو، له هېڅ مصيبت او خطر څخه نه وېرېږي، په ډېره مېړانه له ستونزو سره مخامخېږي، په ډېره اسانۍ سره له هر رنځ، خواشينۍ او كړاو څخه ځان خلاصوي، هغه چا چې ځان د ايمان په دغه ځواك سمبال كړى وي، د هر ډول ستونزې مقابله كولاى شي، نه يوازې اروا، بلكې خپل جسم هم د ځان مشر او رهبر ګڼي، ځكه د اروايي روغتيا يوه نخښه د بدن توانايي ده.
يو متل هم دى: اّرام خوب، د اروا د ارامۍ نتيجه ده. هغه څوك، چې خوب نه لري، په خوب كې سره اوړي رااوړي، دوى اروايي اّرامي نه لري. د سهار په ليدو خواشيني كېږي او د ژوند د مبارزې ډګر پرېږدي، اروايي اّرامي نه لري، له هغه خوب څخه هم بې برخې دي، چې د ايمان خاوندان يې لري.
د اروايي ځواك بله نخښه دا ده، چې شخص د ماتې پروخت د خوښۍ او اّرامۍ لټون كوي. يو انګرېز ليكوال (استي ونسن) هم ددغې ناروغۍ له كبله اړ شو چې كورنۍ، دوستان او خپل هېواد پرېږدي، ددې پر ځاى چې ځان د كډوالۍ درد ته تسليم كړي او غمونه خپله وګالي، لټون يې وكړ له هغو شيانو يې چې ورته تر ګوتو كېدل، يو ګنج جوړ كړ، د" خواشينۍ په ځاى كې د خوښۍ په نوم" تر سليك لاندې يې يوه ليكنه هم وكړه.
زياتره ناتوان او كمزوري كسان وينو، چې د محروميت پر درد بريمن شوي او ځانونو ته يې له سره يوه ښه بوختيا او كار برابر كړى او پر هغې وينا يې عمل كړى، چې :"كه ډېر څيزونه مو له لاسه وركړل، ډېر نور څيزونه مو لا په واك كې دي".
دا نه يوازې د ټولنې د پايښت او سرلوړۍ لامل دى، بلكې د هر كس د وياړ او سرلوړۍ مايه هم ده، چې تر ماتې وروسته بيا د بري په هيله اوچت شي، همدغه راز د نهيليو له منځه هيله وويني او خوښي له لاسه ورنه كړي.
له بده مرغه زيات داسې كسان شته، چې په خواشينۍ او نهيلۍ كې ژوند كوي يانې په ژوندوني مړه دي، دغه ډول كسان د نرمښت او زغم قوه نه لري، په وړه خبره ماتې مني، د ژوند په جګړه كې تر شا كېږي، وړاندې تردې چې له دنيا څخه لاړ شي، له خوښيو څخه يې سترګې پټوي او كله - كله خو په خپله دوى د ژوند له درانه باره ځانونه خلاصوي.
نړۍ له پامه غورځول، خواشيني او د ژوند په جګړه كې تر شا كېدل، يا هم تل ځان ته د دښمنۍ او كينې پارول، دا ټول د ستونزو نه زغم دى، خو كه غشى له هر لوري څخه خوشې كړل شي، د دوى خواته روانېږي، ځكه له ستونزو څخه د خلاصون لار زغم دى، بله هېڅ وسيله موږ نه شي ژغورلاى.
كله چې سوچ كوونكي او په ستونزو اخته كسان وينو، شكايتونه او تحليلونه يې اورو، نو داسې ښكاري چې لا يې ډېر ټپونه پر زړونو شته، چې درملنه يې نه ده شوې. پرته له دې، چې متوجه وي دنيا ته د كركې په سترګه ګوري.
خو هغه كسان، چې خپلواكه اروا او خوشحاله ژوند لري، ستونزې وړې ګڼي. په هر حال كې له نړۍ سره سازش كوي او د نرمښت په وسلې سمبال، په ډېره مېړانه د هرې هيلې پر ډګر ګام ږدي. له نېكه مرغه دغه وسله په هڅو سره ترلاسه كولاى شو، يانې كه هر بې حوصلې او زغم نه لرونكى كس د تمرين په مرسته د ارادې ځواك خپل كړي، ځانونه صابر او زغم لرونكي وګرځوي، نو موږ د همدغه بدلون لپاره په دې كتاب كې وسايل په پام كې نيولي دي.


دويم څپركى


اروايي روغتيا په خپل ځان كې ولټوئ!

هغه كس په اروايي ستونزو اخته دى، چې د خپل ژوند ستونزې نه شي غوڅولاى، يا تل له نورو سره په جګړ اخته وي، يا هم له جګړې څخه تېښته غوره كوي، له خپلو دوستانو سره نه شي پاللاى، په خاطر كې يې د وېرې او غوسې له كبله يوه غوغا جوړه وي، د ټولو بد وايي، پر نورو كسانو نيوكې كوي او ټول كسان ټيټ ګڼي، خو خپله د يوې وړې كركې زغم نه لري، ځان د نړۍ مركز او ټول شيان او ټول كسان د ځان په خدمت كې ګڼي.
كله چې په چا كې دغه حالت ووينو، نو سوچ كوو چې دغه بېچاره ولې د ناكامۍ او بدمرغۍ ژرنده په خپل لاس كې نيولې، شېبه وروسته ځير كېږو چې دا د هغه عيب نه دى، بلكې په موږ كې هم ځينې نيمګړتياوې شته!
ددغسې اروايي ناروغانو په حالت كې ژورېدل، زموږ لپاره د عبرت ډېر ښه درس دى، ځكه وينو چې بدمرغه كسان دومره پر خپلو اعمالو او سوچونو مينان وي، چې پر ماتې او نهيلۍ سربېره، له لارې نه اوړي او په خپل چلند كې هم كوم بدلون نه راولي، كله چې يوه شېبه ځان ته سوچ وكړو، همدغه چلندونه په ځان كې هم وينو او ناڅاپه پرسد كېږو.
خو كه د خپل سمون او اصلاح په سوچ كې واوسو. دغه لار وركي كسان، چې ژوند په نهيلۍ او بدمرغۍ كې تېروي، تل په نورو پسې بدې خبرې وايي، زموږ لپاره ښه لارښود او ويښوونكي كېداى شي، دوى موږ ته د نرمښت او هوسايۍ درس راكولاى شي. خو يو شمېر كسان د ځان د سمون په سوچ كې شوي، د ارواپوهنې او زياتو هڅو په مرسته يې اصلي لار پيدا كړې او موږ ته يې جوته كړې، چې ښار ته له هرې برخې څخه لارې ورغلې دي.
ارواپوهان او د اروايي ناروغيو متخصصين، د اروا په كيفياتو پوه دي، دوى د مطالعې او تجربې په مرسته پوهېدلي، چې هر حالت څنګه رامنځته كېږي او څنګه يې درملنه كېږي. ارواپوهان دې نتيجې ته رسېدلي، اروايي ناروغۍ كه هرڅومره ژورې ريښې ولري، بيا يې هم درملنه كېداى شي، له دغه علم څخه بايد د طب په شان د رياضۍ د ثابتو نتايجو تمه ونه شي، ځكه د هر كس وجودي او اروايي كيفيتونه تر بل چا توپير لري او هر دارو پر خلكو بېلابېلې اغېزې ښندي، خو د هرې ورځې په تېرېدو سره مو له دغه علم څخه غوښتنې او تمې زياتېږي.
تراوسه روغ كس ته كوم بشپړ پېژند (تعريف) نه دى پيدا شوى، هغه كس ته هم كوم بشپړ توصيف نه شو موندلاى، چې روحاً روغ دي، د سالمې اروا نخښه دا ده چې شخص د نورو په حضور كې هوسايي احساسوي، دنيا ورته ښه او خوشحاله ښكاري، د هغه په زړه او سترګو كې مو ددې رڼا په ليدو سره سترګې او زړه روښانه كېږي، دغه كس ښه فكر او په هوسايۍ سره خبرې كوي. په هغه قوت چې په هغو كې پټ وي، همت او قوت اخلو، موږ نه يوازې له دغه وجود سره مينه كوو، بلكې ګټه هم ترې اخيستلاى شو.
په لنډه توګه، كه نه شو كولاى چې سالمه اروا په بشپړ ډول تعريف كړو، دومره ويلاى شو چې دغسې وجود په ډېر ډاډ سره موږ ته ثبات او له ژوند سره مينه راكوي. دوى هغه ساتندويان دي، چې پاك خداى د لړزانده زړونو ساتنې ته ګمارلي دي.
وړاندې به ويل كېدل: اروايي ناكراري هغه بلا ده، چې په موږ كې ټوكېدلې، برخليك (سرنوشت) ته له تسليمۍ او رضا پرته بله چاره نه شته، خو هغه برخليك چې درد راكړى، دوا يې هم راكړې، اوس د ارواپوهنې په مرسته وينو، چې هره ناتوانه او كمزورې اروا كولاى شي، د روغتيا او كمال تر بريده ورسېږي.
مخكې تر دې، چې بلې موضوع ته لاس وغزوو، غوره به دا وي، چې عادي حالت ته د ستنېدنې قوې يا ځواك ته يوه كتنه وكړو، نو ويلاى شو چې: اروايي ناكراري، تل د نرمښت د ځواك د نشتوالي له كبله رامنځته كېږي، كله چې پر چا كومه خبره درنه تمامه شي او هغه كس ونه كړاى شي دغه ستونزه په ښه توګه غوڅه كړي او له ناروا څخه تېر شي، نو هغه د خپل باطن شعور ته سپاري، يانې په ظاهره يې له ځانه ليرې كوي، خو په حقيقت كې په خپل ځان كې ځاى وركوي او د ځان ځورونې ته يې چمتو كوي.
د باطن په شعور كې دغه راټول شوي ټپونه زموږ ورځني ژوند ته لاره پيدا كوي. موږ ناوړو سوچونو ته هڅوي، چې د نورو د كركې او زموږ د ناكرارۍ لامل ګرځي. دغه ناسم چلندونه او توند حركتونه چې په نورو كې وينو، ټول د هغو ټپونو له كبله دي، چې زړه ته رسېدلي، خو درملنه يې نه ده شوې. دغه زخمونه د باطن په شعور كې سره راغونډ شوي دي.
د اروايي ناروغيو درملنه، عادي حالت ته د ګرځېدو او په چلندونو كې له نرمښت څخه د كار اخيستو په واسطه كېدى شي. لومړى د ناروغۍ پلټنه كېږي لكه چې د ناروغۍ لامل پيدا شو، هغه د نرمښت په مرسته د ناروغ له بدنه ايستل كېږي، چې په دې توګه ناروغ كس د ناروغۍ له شره خلاصون مومي.
هغه كمزوري خلك، چې د ستونزو مقابله نه شي كولاى او تل پر ناسمه لار روان دي، نو د درملنې په مرسته يو وخت متوجه كېږي، چې ځواكمن وجود لري، ځكه دنيا ته د خوشحالۍ په نظر ګوري، دوى خپلې ستونزې په اسانۍ سره حلوي په دې توګه خپل خوشحاله او نېكمرغه ژوند پيلوي.
ګومان نه كوو چې تاسې دې هم د ارواپوهنې د پلټنو له مخې له روحي ناروغيو څخه په امن كې واوسئ. په هر حال كې ضروري ده، چې پوه شو اروايي سلامتيا كوم شرطونه او حالتونه لري او څنګه كولاى شو اروايي روغتيا ولرو.