لومړی ـ دوهم څپرکی دريم ـ څلورم پنځم ـ  شپږم اووم ـ اتم نهم  ـ لسم يولسم ـ دولسم
ديارلسم ـ څوارلسم پنځلسم ـ شپاړلسم اوولسم ـ اتلسم      

اووم څپركى

رضايت

د ښوونځي زده كوونكو د ښوونځي په بڼ كې تر شنه اسمان لاندې د شعر درس وايه، په دې درس كې نه كومه ستونزه وه، نه هم جبر، نه پوښتنه او ځواب. زده كوونكو به په خپله غوښتنه قدم واهه، كښېناستل، يا به هم پر چمن غزېدل، ويل به يې او اورېدل به يې، يا به هم غلي په چورتونو كې ډوبېدل.
د بڼ او اسمان ښكلا، د زده كوونكو خوشحاله خبرو، د ښوونكي مهربانو خبرو او په ځانګړي توګه فكري ازادۍ او د كومې ستونزې نشتوالي په هغه ساعت كې ذوق راپاراوه هېڅوك هم د شعر پر جوړونه او نه جوړونه ټينګار نه كاوه، د اجورې او پايلې خبره هم نه وه، له همدې امله هغه جملې چې د زړه په نازكيو جوړېگدې، كه د شعر په تله به پوره ختلې، په مانا او حقيقت كې به شعرونه وو.
يوه ورځ د مريم په نامه يوې نجلۍ چې مور و پلار يې بېل شوي وو او دا ډېره غمجنه وه، وويل:
"څومره تياره ورځ! خو زه په دغه تياره كې بيا هم خوشحاله يم، داسې نه ده چې د نېكمرغۍ په تمه يم، بلكې په دې خوشحاله يم، چې دا هيله نه لرم. د بل چا پرځاى زه واوسم. يانې زه دې بل څوك واوسم. همدا چې زه يمه، ښه يمه. نه غواړم چې ته له دې پرته بل څوك واوسې، همدغسې چې يې، خوښ مې يې".
ته وا دغه نجلۍ ډېره موده د ډاكټر تر څارنې لاندې وه او درملنه يې كېده، د ګلونو او شنو ورشو په ليدو سره ناڅاپه روغه او د غم له باره بېغمه شوه، دا چې كوم كار د هغې د ضمير د بدلون لامل شو، زموږ د بحث موضوع نه ده. هغه څه چې د هغې له خبرو څرګندېږي دا دي، چې هغه پر نېكمرغيو وربرابره شوې، هغه نېكمرغي نه چې زموږ تر وجود دباندې ده او بايد له بهر څخه زموږ سره مله شي، يا يې هم په تمه ټول عمر تېروو، خو بيا هم نه راځي، بلكې هغه نېكمرغي چې زموږ په وجود كې، زموږ سره مله او هر وخت مو په واك كې ده، چې هغه رضايت دى.
تر دې وروسته هغه نجلۍ خوشحالي كوي:" زړه مې نه غواړي، ته د اوسني حالت پرخلاف بل كس واوسې، همدغسې چې يې، خوښ مې يې". له "ته" څخه يې موخه مور و پلار، دوست او ننني ټولګيوال، زړه او خپل ځان نه دى. دلته له "ته" څخه موخه دنيا او مافيها ده، ځكه كله چې انسان وتوانېد له يوه كس سره رښتينې مينه ولري، نو په حقيقت كې له نړۍ سره مينه كوي.
د رواني ناروغيو د درملنې په لار كې لومړنى اقدام دا دى، چې ناروغ كس بايد د ځان او دنيا په منلو قانع او راضي كړو. تر هغه وروسته د ستونزو حل او د ژوند له پېښو سره مقابله اّسانېږي. هغه كس، چې له ځانه ناراضي او له چاپېريال سره په جګړه بوخت وي، يانې ځان او دنيا چې څنګه دي، هغسې نه مني، كه له دغې خواشينۍ او كړاو څخه نه وي خلاص شوي، ستونزې هم ليرې كولاى نه شي، دى تل د ژوند په لار كې د مچ له سر څخه غر جوړوي.
نوى زېږېدلى ماشوم يوازې له خپلې مور سره مينه ښيي، له مور څخه بېلتون ورته له مرګ سره برابر دى، څومره چې غټېږي، په وجود كې يې د مينې كړۍ پراخېږي او هره ورځ زيات كسان مني. يا په بله ژبه انسان چې څومره د كمال په پړاوونو كې وړاندې ځي، هومره يې وجود پراختيا مومي او په ځان كې لويه دنيا ځايوي. دا په دې مانا نه ده، چې ماشوم ځوان شي نو له مور سره يې مينه كمېږي او خپله مينه نورو ته وركوي، بلكې څومره چې د خپلې مينې په چاپېريال كې نور خلك مني، دمور په وړاندې خپله مينه او ارادت زياتوي. ځكه مينه هغه ګنج دى، چې څومره وكارول شي، هومره زياتېږي.
څرنګه چې هغه خواشينې او نهيلې نجلۍ وتوانېدله له نورو خلكو او دنيا سره مينه وكړي، د مور وپلار د بېلتون له رنځه خلاصه شوه او له شعر څخه په الهام سره ناڅاپه فكري ودې ته ورسېده، ځكه د پاخه فكر نخښه دا ده چې څنګه يو، ځان هغسې ومنو او له خپل نصيب څخه رضايت ولرو، كله چې له ځانه خوشحاله واوسو له دنيا او نورو كسانو سره مينه وكړو، نو د هغې نجلۍ په وينا (موږ بايد "ته" يانې دنيا او هغه څه، چې په هغې كې دي، خوښ كړو).
په ځوانۍ كې هند ته په يوه سفر تللى وم او يو څه موده يوازې شوم. يوه ورځ د يوه كروندګر كور ته وبلل شوم، هغه كور د يوې غونډۍ پر سر په يوه باغ كې و، سترګې به د باغ د ګلونو، د سارا سمسورتيا او د رود ښكلا ته هر پلو كږېدلې. ما ننداره كوله او په فكر كې وم. كوربه په ژور نظر راوكتل او ويې ويل: لكه چې خوښ نه يې، په څه اړه فكر كوې؟ ومې ويل: نه پوهېږم، چې پر دغې ټولې ښكلا سربېره ولې خپه يم! ويې ويل: دا ځكه چې پلار يوازې پرېښى يې او درنه تللى دى، ته ځان يوازې او پردى ګڼې، يانې د ژوند شريك نه لرې، ته نه شې كولاى د خپلې مينې فكر له نورو سره شريك كړې، كه پلار دا درزده كړي واى، چې له هر چا سره مينه وكړې، اوس به دې زه "پلار" ګڼلم، ددغې منظرې د خوند سندره به دې راسره شريكولاى او خوشحاله به واى.


اتم څپركـى

بـاور

د رواني روغتيا يوه نخښه پر ځان او د نړۍ پر نورو كارونو باور دى. داسې هم نه ده چې باور لرونكى كس به په ژوند كې كومه ستونزه نه ويني، ماتې به نه خوري او يا به هم كومه خطا او تېروتنه نه كوي، بلكې دا ټول جبرانېدونكي دي، موږ كولاى شو ښخې شوې ډبرې راوباسو او په كې جوړې شوې كندې ورډكې كړو.
روغ كس په ژوند كې يوه مانا او موخه ويني او د ايمان د رڼا په هدايت پر هغه خوا روان وي. د لارې له اغزيو نه وېرېږي، له خنډ او خطر څخه هم باك نه لري، دوى هر ډول نيوه، بدبيني او غېبت په ورين تندي مني.
د باور لرونكي كس بل امتياز دا دى، چې په لږو وساېلو په كار لاس پورې كوي. ټينګ هوډ او مېړانه، د خپل كار لپاره غوره وسيلې ګڼي، برى ځان ته ډېر نژدې احساسوي. د بري په لاره كې هيله او اميد درلودل، په خپله له بري سره برابر دي. كه چېرې د دوى په لار كې د دوى تر وس زيات لوى خنډ پيدا شو، هغه له بوختيا، د كار له خوند او هيلې څخه خپله ونډه كموي. بل ځاى په زياتو تجربو سره په كار لاس پورې كوي.
د اروايي سلامتيا او ناروغۍ څرك بايد په كورنۍ كې ولټول شي، هغه ميندې او پلرونه چې هېڅكله د ستونزو او كړاوونو له كبله د خپلو اولادونو په وړاندې كوم شكايت نه كوي، خپلو بچيو ته ښه لارښود دي. په هغه كورنۍ كې چې نهيلي، يانې بې باوري واكمنه وي او يوه وړه خبره هم په كورنۍ كې د جګړو او شخړو لامل شي، نو ماشومان به يې وېرېدونكي، نهيلي او بې باوره لوى شي، دوى بيا په ژوند كې له همدې كبله ځورېږي. د ژوند هره ستونزه د هغوى اراده كمزورې كوي او نهيلي يې زياتوي. خو هغه ماشوم، چې په هيله من چاپېريال كې لوى شي، د هرې ستونزې د مقابلې له كبله زيات اروايي ځواك او باور خپلوي، ژوند يې هم ورځ په ورځ نېكمرغه او له خوښيو ډكېږي.
كه د ټينګ باور درلودونكي كس خپل ځواك وكاراوه، خو مقصد ته ونه رسېد، نهيلى كېږي نه، بلكې ځان ته يې دومره دوستان او مينه وال رامات كړي، چې باور لري د مرستې لپاره به يې د مينې له كوم لسټوني څخه لاس رابهر شي، كه له كومې ستونزې سره مخ شو، نهيلۍ ته ځان نه وركوي، ځكه ډاډه دى چې هره ستونزه پاى لري او هېرېږي. باور درلودونكى كس په هېڅ كومه ناڅاپي پېښه نه حېرانېږي او نه هم ځان بايلي، ځكه پوهېږي انسان هر وخت مينه كولاى شي او خپله هره ستونزه اوارولاى شي.
باور، زموږ د ورځني ژوند پر ټولو افكارو او چلندونو اغېز لري: هغه كاركوونكى چې د باور خاوند دى، تر نورو زيات كار كوي، د ايمان او باور خاوند ارام خوب لري او هر سهار په پراخه او غوړېدلې ټنډه خپلې دندې ته ځي. ايمان او باور، موږ د پېښو له توپان څخه خوندي كوي، حال دا چې بې باوره خلك، په بېځايه وسوسو او اندېښنو كې ډوب وي.
لكه څنګه چې ځوان مرغه، په ډېر ډاډ سره لومړى ځل وزرونه غوړوي او له ځالې څخه بهر كېږي، بل ځل ځان په هوا كې خوشې كوي، هر ځل ليرې ځي او نور هم پر ځان ډاډ ترلاسه كوي. روغ كس هم په ډاډ، د سازش په ځواك، زغم او نورو ځانګړنو (صفاتو) سره هره ورځ د فكر او عمل په هسك كې ليرې الوزي او نور هم پر ځان باور پيدا كوي.
د رواني روغتيا بله نخښه دا هم ده، چې شخص ځان په ټولو اسرارو پوه نه بولي او هره ورځ خپله يوه - يوه هيله ترسره كېدونكې نه ګڼي، د خپل همت او قدرت په كارونه قناعت لري، خپل نوى ځواك خوندي ساتي، خو كه ده خپله موخه ترلاسه نه كړه نهيلى كېږي نه، بلكې ځان نور هم ځواكمنوي.
څرنګه چې اروايي ناروغان ځانونه د هر ډول نېكمرغۍ لايق او نړۍ خپله فرمانبرداره ګڼي، له دې كبله هر ځل چې له ماتې سره مخ شي، نو دا چې له تدبير او ښه چلند څخه كار نه اخلي، نور كسان او نړۍ د خپلو بدمرغيو لامله ګڼي او په دې توګه يې بيا زيات اروايي ځواك مصرفېږي. دوى له نورو خلكو څخه ځكه كركه كوي، چې نور خلك په خپله ماتې كې شريك ګڼي او اصلي لاملين هم دوى ورته ښكاري. په ظاهره هم خپله كينه يادوي.
د هرې ورځې په تېرېدو سره خپل دوستان له لاسه وركوي، كه دغه حالت څه موده نور هم دوام وكړي، نو دوى به كينه ګر او رخه ګر خلك شي، خو روغ كسان كه د خپلو دوستانو كومه خطا هم وويني، د هغه عذر يې ګڼي او بخښي يې، هېڅكله هم په زړه كې له چا څخه كركه نه كوي، دوى تل خپل زړونه د نويو دوستانو منلو ته د ښايسته باغونو په شان پرانيستي ساتي.
د ماشوم ځانګړنه دا ده، تر هغه وخته چې له چا څخه مينه ونه ويني، د چا دوست كېږي نه، ځكه دوستۍ ته اقدام او په مينه كې پرمخيون، بشپړ عقل او اروايي مېړانه غواړي، چې په ماشومانو كې لا دغه دوه صفتونه نه وي موجود، خو كله چې ماشوم ځوانېږي او بيا ځوان سپين ږيرتابه ته رسېږي، نو په سپين ږيرتوب كې د ماشوم غوندې پاتېږي. ځينې يې مينه نه مني او زيات مهال د دوستۍ لاس چاته نه وركوي، ځكه د ماشومانو په څېر له نوي كس څخه شرمېږي او د يوه درانه بار په شان له مينې او دوستۍ څخه وېره لري.
هغه كس، چې رواني سلامتيا او اروايي كمال لري، نه يوازې د مينې هركلي ته ځي او ورڅخه مخ نه راګرځوي، بلكې دښمنۍ هېروي، ځكه دښمني او كينه د هغه چا له خوا پيلېږي، چې ځان ټيټ او كوچنى احساسوي. حال دا چې دوى ځواكمن دي، دوى دښمنان تر پښو لاندې نه ويني، كه وينې يې هم، نو بخښي يې.
روغ كس ځكه له دښمن څخه تښتي، چې بشر په تېروتنه، رنځ او كړاو كې ويني او دا خپل مسوليت ګڼي، چې مصيبت او محنت ليرې كړي.
هغه زړه چې نړۍ يې د خپلې مينې په وړانګو كې نيولې، ښه او بد دواړه يو شان تاوده او روښانوي، دا زړه هغه لمر دى، چې عادي خلك يې په سترګو نه ويني، هغه رمز دى چې يوازې د اسرارو محرم يې درك كولاى شي، خو خداى دغه نعمت هغه چاته وركړى، چې د نېكمرغۍ غوښتونكى و.