لومړی ـ دوهم څپرکی دريم ـ څلورم پنځم ـ  شپږم اووم ـ اتم نهم  ـ لسم يولسم ـ دولسم
ديارلسم ـ څوارلسم پنځلسم ـ شپاړلسم اوولسم ـ اتلسم      

اوولسم څپركى
 

هغه څه به شو، چې غواړو يې

د يوه ښوونځي زده كوونكو د تېښتې هڅه كوله. كله چې ښوونكى راغى، پر خپل ځاى كښېناستل. ښوونكي لرګى په لاس كې واخيست، يو زده كوونكى ورنژدې شو، په نرم اّواز او خواشينې څېره يې وويل: خدا دې ښه درسره وكړي! داسې ښكاري چې ناروغ يې، ښوونكي ځان ناګاره واچاوه، لرګى يې پر ځمكه وواهه او په درس يې پيل وكړ، خو داسې يې انګېرل چې كوم پټ شور يې په بدن كې راڅرګند شوى وي، لږ څه اغېزمن شو. دويم زده كوونكى راغى او د لومړي پر ځاى كښېناست، هغه هم وويل: استاده لكه چې ناروغ يې! لنډه دا چې تاسې هم پوهېږئ، دغه ښوونكى د ماشومانو په خبرو ناروغ شو او د ناروغۍ تر كټه ورسېد!.
خو ويل او پوهول، زموږ ترباور او هوډه زيات ارزښت نه لري، هغه ناروغان چې اّن راروانو جراحي عملياتو ته اړتيا لري او يوه شپه وړاندې د خپل زړه په ځواكمنولو او ډاډ اخته وي، بېشكه چې روغتيا يې په برخه كېږي او ژر ښه كېږي.
لكه چې تلقين او پوهونه، پر هغه جسم چې د بهرنيو كارونو له كبله اغېزمنېږي، دومره تاثير لري، نو په هغه ضمير كې چې د فكر او ارادې تاج دى، وار په وار د هوډ يا ارادې ځواك زياتېږې.
ماتې، برى، نېكمرغي او بدمرغي مو په هغه امر پورې تړلې ده، چې په خپل ځواك سره يې تاسو ته په برخه كوي، ځكه ستاسو په وجود كې يو نه مغلوبېدونكى ځواك پټ دى، چې د فرمان په تمه دى. كه چېرې نهيلى، كراره او بې زړه وئ او ومو ويل چې :(نه يې شم كولاى، نه يې غواړم). نو وسلوال ځواك ته ماتې وركوئ او سر په ګرېوانه كې ځوړند، د چوپتيا غېږې ته پناه وړئ. كه د تيارسۍ وسله ولرئ، ناڅاپه په پښو درېږئ او تر ټولو سختو جګړو ته هم هركلى واياست، په هڅو او ځانتېرېدنې سره اخر برى خپلوئ.
زموږ ژوند د عقل په لاس كې دى او دغه بدن مو هم د عقل د لارښوونو له ترسره كوونكي پرته بل څه نه دى. په دې ترڅ كې دا ټوله ماده ده، چې په سر كې مو ځاى لري. موږ ته چې ښه او بد رارسېږي له همدغه ځايه رارسېږي. په دغه مركز كې يو ستر ځواك ځاى لري، چې هېڅ پوهه يې حدود نه شي پېژندلاى. په دې مركز كې يو كوچنى تصميم هم د نړۍ وضعه بدلولاى شي، كله چې په دغه ځاله كې يو كوچنى سوچ رامنځته شي، نو د اټم هېښوونكې موندنه وكړي. كله چې د فكر قدرت دومره اغېز ولري، نو دا بيا د منلو نه ده، چې د فكر ځواك د ژوند پر ستونزو برى موندلاى شي، همدغه راز د نېكمرغۍ او خوښۍ رمز چې څومره پېچلى هم وي، ترلاسه كولاى شي؟.
د هر چا خوښي او خپګان د هغه اندود دى، په سم فكر سره روغ او نېكمرغه يو، خو په ناسم فكر سره د ناروغيو او بدمرغيو په منګولو كې ښكېل پاتېږو. مه وېرېږئ راتلونكى هغسې انځور كړئ، چې هيله يې لرئ، خو په دې شرط چې حدود او امكانات يې عقلاني وي او باور ولرئ كه په دې لار كې خپل هوډ او خيال له لاسه ورنه كړئ، نو له شك پرته چې هيله به مو ترسره شي، په دې مانا چې فكر او عمل مو تل مقصود ته ځير وي او ستاسو د خوښې پر لار به دومره هڅه وكړي، چې ستاسو وركه ترلاسه شي.
هغه ورځ، چې په خپګان او ستړيا سره له خوبه پاڅئ، هرڅه چې پېښ شي بدرنګ، ستړي كوونكي او كړوونكي وي. هغه ورځ دغه پېښې بدرنګې نه وي، بلكې زموږ بدبينه نظر دغه پېښې په دې بڼه اړوي، كه چېرې خوښ او هيله من واوسو، هره ناوړه پېښه به اسانه او هره ستونزه به غوڅه شي.
څرنګه چې بدبينه سړي د بدبينۍ له كبله خپل جرئت او مېړانه له لاسه وركړې، پر خپلو هيلو، كه ارزښتمنې هم وي، د (نه) ټاپه وهي او ترې تېرېږي، يوازې په اّه او افسوس قناعت كوي. هغه كاركوونكي، چې په لږه پانګه ځان په راتلونكي كې شتمن احساسوي، شتمن به شي او هغه سوداګر چې راتلونكى تياره او بدمرغه ګڼي، له زياتو دردوونكو پېښو سره به مخ شي.
وړاندې تر دې، چې د خپل راتلونكي انځور جوړ كړئ، بايد له دوو شيانو ډاډ ولرئ: يو دا چې ستاسو هيله بايد شونې او معقوله وي، بله دا چې له شرافت، حق او عدالت سره په مخالفت كې نه وي. كه دغه دوه شرطونه مو تامين كړل، هره ستونزه چې درپېښه شي، له لوړه ځايه ورته وګورئ او خاندئ ورته، ځكه كه هر څومره لويه وي، د خوشبينۍ، ارادې او هوډ په ملتيا ليرې كېدى شي.
په هر حال كې چې ياست، ځان د زرګونو فكرونو خاوند وګڼئ، څرنګه چې برى او كاميابي د فكر زېږنده ده، نو ځان په راتلونكي كې بريمن او كاميابه وګڼئ. بې له اندېښنې او د وخت تر تېرېدو مخكې له دغو فكرونو څخه، هغه هدف چې ستاسو د خوښې وړ وي وټاكئ، بيا يې د هندارې په شان د ځان په وړاندې كښېږدئ، تل خپل راتلونكى په كې وګورئ، تل دې حقيقت ته متوجه واوسئ، چې نه حلېدونكې ستونزې بايد يوازې د عقل او تدبير په مرسته حلې شي، بله دا چې د خنډ شتوالى هم كېدى شي زموږ د بېغورۍ او تېروتنې له كبله وي، بايد د ځان د سمون هڅه وكړو او په راتلونكي كې د ستونزو او خنډونو له رامنځته كولو ډډه وكړو.
بدبينه، بد غوښتونكي، بې تدبيره او بې هوډه خلك هغه كسان دي، چې بد فكر كوي. هغه كس چې روغه اروا لري، لومړى په سم سوچ پسې ځي، ځكه پوهېږي چې نېكمرغي، بدمرغي، ماتې او برى زموږ د خپل فكر زېږنده دي.
د بري راز په دې كې دى، چې وكړاى شو د فكر تېروتنې او ښويېدنې كمې كړو، په هره وسيله چې وي بايد سمه او سېده لار پيدا كړو او ډاډه شو، چې كوږ بار تر منزله نه رسېږي، نو ناوړه برى هم له شرم پرته بل حاصل نه لري. هغه كس، چې روغ عقل او سالمه اروا لري، هر وخت چې له ماتې سره مخ شي، ددې پر ځاى چې د خپلې ماتې مسوْله دنيا وګڼي او په ګېلو باندې خپل وخت تېر كړي، د ماتې علت په خپل فكر او عمل كې لټوي او بيا د خپلې تېروتنې په ليرې كولو كې هڅه كوي.
نو په راتلونكي كې به مو ژوند او د روزګار حال هماغه وي، چې نن يې د خپل خيال په هنداره كې وينئ، په دې شرط چې معقول او غوره وي او د رسېدو په لار كې يې خپل عقل او فكر له بدبينۍ، شكونو، بدغوښتنو او نهيليو څخه وژغورئ، تل هغه ويناوې او فكرونه خپل شعار وګرځوئ، چې اروايي سكون ته ګټه رسوي.


اتلسم څپركى

مهرباني

د ژوند بنسټ مينه ده، ګنې هېڅ موجود هم ژوندى نه شي پاتېداى. تر هغه وخته، چې يو ځناور وده نه وي كړې او د مور له مينې بې برخې شي، نو مړ به شي. انسان هم له دغې قاعدې څخه بهر نه دى، څرنګه چې د بشر وده نامحدوده ده، نو ټول عمر د نورو دوستۍ او لاسنيوي ته اړتيا لري.
كله چې يو حېوان وتوانېد د ژوند وسايل ځان ته برابر كړي، نو د مور له خوا يې د مرستې كچه كمېږي، يانې بيا د چا مرستې ته اړتيا نه پيدا كوي، خو په كورنۍ كې بيا انسان بې نيازه نه وي، هر كس په هر حال كې نورو ته اړ دى، اّن مور هم د خپل بې ژبي ماشوم له عاطفې ډك نظر ته اړتيا لري.
مينه هغه بنسټ دى، چې د بشر ژوند پرې ولاړ دى، هر ځاى چې دغه ستن كمزورې شي، د هوساينې بنسټونه هم نړېږي، خو كينه او دښمني زياتېږي، چې د نړۍ زيات وګړي په بدمرغيو او نهيليو اخته كوي. كركه، د فكر نيمګړتيا او د ماشوم ناسمه روزنه په ګوته كوي. په هر هېواد او كورنۍ كې چې عقلاني وده بشپړه وي، نو د مينې بازار په كې تود او ژوند په كې نېكمرغه وي، ځكه چې انسان د ښوونې او روزنې په مرسته كولاى شي د نورو په غوښتنو او اړتياوو پوه شي، بيا خپله دنده وپېژني، دا اخلاقي روزنه ده، چې انسان ته مېړانه، ياري او مرسته رسول وربښي، چې دغه صفات د يوه نېك او مېړني سړي وي.
هغه كس، چې د ښوونې او روزنې له نعمت څخه بې برخې وي، بشري روحيات يې نه وي څېړلي، انسان ته د مادي غوښتنو پوره كېدل كافي ګڼي او يوازې ژوند كول مني. خو هغه ژوند چې له مينې او محبت څخه تش وي، داسې زندان ته ورته دى، چې وېره او كړاو په كې واكمن وي.
هغه مړه پيشي، چې پر نرم بستر غزېدلې، د هغې وږې پيشي په شان له حاله نه وي خبره، چې پر دېواله باندې نارې وهي، مړه پيشي د هغې په اړه سوچ نه كوي. خو له انساني صفاتو څخه يو دا دى چې ځان د بدمرغو او خوارو خلكو پر ځاى احساسوي او د بل انسان د غم او خواشينۍ په ليدو سره خواشينى او اغېزمنېږي. هغه زړه چې له نورو سره غمشريكي او خواخوږي نه لري، له نورو زړونو څخه د مينې اړيكې غوڅوي، ځكه دغه زړه ستر انساني فضيلت يانې د همدردۍ حس نه لري، مينه خو په ځناورو كې نه وي. په هغه ټولنه كې چې شفقت او زړه سوى زيات وي، د انسانيت مرتبه لوړه وي، هو! د انسانيت او مينې مقام دومره لوړ دى، چې هر مرغه څومره لوړ الوتل وكړي اوج ته يې نه شي رسېدلى، څومره چې په كورنۍ او دوستانو كې مينه زياته وي، څومره چې په خلكو كې دوستي زياته شي، په هماغه كچه زړونه سره نژدې او خلك له كركې څخه ليرې كېږي.
خو څرګنده خبره ده، چې نن د بشر خلك تر ډېره حده يو د بل مرستې ته دانګي. دا دومره روغتونونه، ښوونځي او د خير ښېګڼو مركزونه، له خلكو سره د مرستې لپاره جوړ شوي، اّن د كومې طبيعي غميزې پر وخت زيات خلك اړو كسانو ته د مرستې لاس غزوي، كه زلزلې يا سېل كوم ځاى وران كړي وي، خلك د هغه ځاى په ودانولو پيل كوي، هر ځاى چې قحطي وي، د خوړو مرستې ورسره كوي، دوى د علومو موندنې، د دغو كړېدلو خلكو په واك كې وركوي، اّن چې د اړتيا په وخت كې له خپلو شتمنيو څخه هم تېرېږي.
هغه كس، چې خپل شته، د نېستمنو خلكو په مرسته كې لګوي او څوك يې نه ويني، د ډېرې ستاينې او مننې وړ دى او هغه تشلاسي خلك چې د كړېدلو او بېوزلو خلكو په لاسنيوي كې هڅه كوي، هومره د ستاينې وړ دي، ځكه هغه مينه چې له سترګو او ژبې څخه سرچينه اخلي، د لاس تر مرستې زياته اغېزناكه پرېوځي. ماته پښه په دارو رغېزي خو مات زړه بيا په مينه ناكه خبره، نه په دارو.
په كور، كوڅه، غونډو، كارځايونو او مېلمستياوو، يا نورو ځايونو كې چې په ظاهره زيات ښكلي دي، لنډه دا چې هر ځاى له چا سره مخ كېږئ.
يو زړه ستاسو مينې ته اړتيا لري. ښايي ستاسو په يوه خبره د يوه زړه ټپ روغ شي، نو دغه خبرې زده كړئ او مه يې هېروئ، كه تاسو ته كوم ارزښت نه لري نورو ته بيا زيات قدر لري. څومره غوره ده، چې د اوښكو مخنيوى وكړو، ساړه اّهونه ليرې او موسكا واكمنه كړو، هغه كس ته چې ژوند ته د جرم او ګناه رنګ وركوي، د ژوند او مينې درس وركړو.
مينه هغه سينګار دى، چې هر مخ ښكلى كوي، داسې جادو دى چې نېستمن، شتمن كوي، هغه پوهه ده چې ناپوه ته انسانيت وربنيي. مينه ناك زړه د ژوند سرچينه دى، مهربانه ژبه هم ددغه ارزښتناك ګوهر چينه.
كه څوك د مينې په اغېز، جادو او ځواك پوه شي، له دې پرته به بله غوښتنه ونه كړي. څومره چې د خپل زړه مينه زياته كړو، اروايي سكون مو هم ورسره زياتوالى مومي، څومره چې له دغې سرچينې څخه ګټه واخلو، هومره شتمن او بډاى كېږو: په مينې سره نارينه نه بنده كېږي، بلكې كه بنده هم مينه وكړي، نارينه كېږي.