طلاق
١-د طلاق لغوي اواصطلاحي څیړنه
۲-طلاق ولي روا شو؟؟؟
۳-دطلاق اچولودری ډولونه : احسن ،حسن ،بِدعي ،پېژندنه يې
۴-د احکاموله پلوه دطلاق دری ډولونه : رجعي ، بائن ، مغلظ، پېژندنه يې
۵-یوه مهمه یادونه
۶-دشرعي حلالې څېړنه
۷-د طلاق توري په دوه ډوله دي : صریح ، کنایه . او حکمونه يې


١- طلاق په لغت کې مطلقا دتړلي شي پرانستلو ته وايي ، او د شریعت په اصطلاح کې په ځانګړو تورو سره سمدلاسه (لکه په طلاق باین کې) یاپه راتلونکي کې (لکه په طلاق رجعي کې )د نکاح د تړون پرې کولو ته طلاق ویل کيږي .
که څه هم په مباحو شیانو کې تر ټولوابغض (بد( شی دپالونکي څښتن په وړاندې طلاق دی ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فر مایلي (ان ابغض المباحات عند الله الطلاق )خو څنګه چې په ژوندانه کې کله نا کله د خاوند او میرمنې تر منځ نا خوالي آن تر دې ځایه راورسیږي چې نور يې نو له بیلوالي پرته بله کومه لاره نه وي ځکه نو د همدې اړتیا له امله په شريعت کې طلاق روا شوی دی .

۲-خو دلته اوس دا پوښتنه راپورته کیږي چې طلاق خو د خدای جل جلاله په وړاندې مبغوض دی نو ښایي چې ناروا وای ؟
ددې پوښتنې په ځواب کې علماوو دوه ځوابونه ویلي لومړی داچې په قرآنکریم کې راغلي چې (لا جناح علیکم ان طلقتم النساء ما لم تمسو هن )نو دا ایت شریف د دې دلیل دی چې د اړتیا په مهال خپلې میرمنې ته طلاق ورکول روا دي دوهم ځواب علماوو دا هم ویلی چې :په حديث شریف کې طلاق ته مبغوض ویل د طلاق دناروا والي دلیل ځکه نشي کیدای چې ابغض دعربي ګرامر له پلوه د اسم تفضیل صیغه ده او مضاف دی مباحات ته او مباحات يې مضاف الیه دی نو له عربي قاعدې سره سم اسم تفضیل دمضاف الیه ځنې وي ځکه نو طلاق هم مباح شو نه ناروا .
یوه بله پوښتنه دلته دا هم ده چې داسې حدیثونه هم شته چې په هغو کې په مطلقاتو ښځو باندې لعنت ویل شوی نو له هغو نه د طلاق نارواوالی څر ګندیږي لکه رسول الله صلی الله علیه وسلم چې فرمایلي (ایما امرأة اختلعت من زوجها بغیر نشوز فعلیها لعنت الله والملائکة والناس اجمعین) هغه مېرمنې چې بې له اړتیا نه له خاوند نه جلا شي په هغوی باندې دې د خدای جل جلاله ،ملائکو او ټولو خلکو له لورې لعنت وي ؟؟
له پورتني او همداسې نوروهغو حدیثونو څخه چې هلته په مطلقاتو د لعنت ذکر راغلی هغه مېرمنې مراد دي چې بې له کومې اړتیا نه له خاوند نه جلا کيده غواړي ، مطلقا مطلقاتي مراد نه دي .

۳- فقهي کتابونو ته له کتلو وروسته جَوَتیږي چې مېرمنې ته دطلاق وراچولو درې ډولونه دي چې لومړي ته يې طلاق احسن او دوهم ته يې طلاق حسن (سني) او دریم دېته يې بیا طلاق بِدعي ویل کیږي .
۱- طلاق احسن : دېته وایي چې سړی خپلې مېرمنې ته په داسې (طهر)پاکي کې یوطلاق ور واچوي چې په هغې پاکي کې له مېرمنې سره جنسي اړیکي نه وي نيول شوي ، او بیا مېرمن پرېښودل شي تر څو عدت يې تېر شي ، صحابه کرامو به دچا له لورې خپلې مېرمنې ته په داسې ډول طلاق ور اچول مستحب ګڼل .
دلته دا خبره په یاد ساتل پکاردي چې طلاق احسن ته احسن ویل ددې معنا نه لري چې مېرمن ته داسې طلاق ورکول اړین او ښه کاردی ځکه چې طلاق خو د خدای جل جلاله په وړاندې مبغوض دی هغه هیڅکله هم ښه نه شي کیدای بلکې طلاق احسن ته دطلاق حسن له امله احسن ویل شوي تر څو ددواړو تر منځ تو پیر راشي .
۲- طلاق حسن (سني) : دېته وايي چې په دریو پاکیو کې مېرمنې ته درې طلاقونه ور واچول شي یعنې په هرې پاکي کې یو طلاق .
پورتني طلاق ته طلاق سني (مسنون) هم وايي خو د دې د امعنا نه ده چې طلاق احسن نو مسنون نه دی ، بلکې مسنون دواړه طلاقونه دي البته د مسنون معنا دا هیڅکله هم نه ده چې داسې طلاقونه ورکول خپلې مېرمنې ته ښه او سنت کار دی بلکې د مسنون معنا داده چې خپلې مېرمنې ته په پورتني ډول طلاق ور اچولو سره سړی نه ګناهګاريږي .
۳-طلاق بدعي: دېته وایي چې په یوه پاکي کې خپلې میرمنې ته په مختلفو مهالونو کې په مختلفو توروسره درې طلاقونه ور واچول شي ، یا هم په یوه توري سره په یوه وار میرمنې ته درې طلاقونه ور واچوي . مېرمنې ته د دې ډول طلاق په ور اچولو باندې سړی ګناهګاریږي هم .

٤-د احکامو له پلوه هم د طلاق دری ډولونه دي : رجعي ، بائن ، مغلظ .

۱- طلاق رجعي :
دېته وايي چې خاوند خپلې مېرمنې ته یو یا دوه ځله په سوچه تورو کې طلاق ورکړي دساري په ډول ته په ما طلاقه يې اوداسې نور چې دطلاق په تورو صراحت پکې شوی وي .
د طلاق رجعي حکم :
دا دی چې د عدت دپوره کيدو تر مهاله پورې ښځه دسړي په نکاح کې وي او سړی کولای شي د عدت په منځ کې کله چې يې هم زړه وغواړي رجوع کولای شي ( رجوع دې یا په تورو سره وکړي یعنې مېرمن ته دې ووايي چې ما خپل طلاق اخیستی او يا دې هم مېرمنې ته په عملي ډول رجوع وکړي لاس وروړل ښکلول اومستي کول هم رجوع بلل کيږي ) په طلاق رجعي کې په دوهم ځل د نکاح تړلو اړتیا نه ليدل کيږي .
لیکن که عدت تېر شو او سړي مېرمنې ته په وېنا یا څه کړنې سره رجوع ونکړه نو بیا د دوی دواړو تر منځ نکاح شکیږي او مېرمنه دوهم ځای نکاح تړلای شي ، همداراز که له عدت نه وروسته د خاوند او مېرمنې تر منځ روغه جوړه وشوه نو بیا هم میړه له مېرمنې سره نکاح کولای شي .

۲- طلاق بائن :
دېته وایي چې یاخو سړی مېرمنې ته په کنايي تورو سره طلاق ورکړي یا هم له طلاق سره کوم داسې صفت ذکر کړي چې په هغه صفت کې د سختې اظهار وي د ساري په توګه خاوند مېرمنې ته ووايي (تاته مې سخت طلاق در کړی ، ) یا (تاته مې اوږد طلاق در کړی) او داسې نور .
د طلاق بائن حکم : دا دی چې د طلاق له ور اچولو سره سم د ميړه او مېرمنې تر منځ بیلوالی راځي ښځه د سړي له نکاح نه وځي ميړه ته د رجوع کولو حق حاصل نه وي ، البته په عدت کې دننه يا له عدت نه وروسته میړه له همدې مېرمنې سره نکاح کولای شي .

۳- طلاق مغلظ :
دېته وایي چې سړی مېرمن ته درې طلاقونه ورکړي ، پدې صورت کې ښځه په میړه باندې حراميږي او له شرعي حلالې پرته نکاح نشي ور سره کولا .

۵- یوه مهمه یادونه :

دلته دا خبره هم په یاد ساتل پکاردي چې کوم طلاقونه چې ميړه مېرمنې ته وراچولي له رجوع یا نکاح وروسته به میړه دباقي پاتې طلاقونو د وراچولو ځواک لري معنا دا چې که سړي یو طلاق ور اچولی وو او بیا يې همدې مېرمن ته رجوع یاله عدته وروسته نکاح ورسره وکړه نو په راتلونکي کې به دا سړی مېرمنې ته د دوو نورو طلاقونو د وراچولو ځواک لري که يې بیا دوه طلاقونه ښځې ته ور واچول نو هغه مغلظه ګرځي او ورباندې حراميږي ،اوله شرعي حلالې (چې څېړنه يې مخکې را روانه ده) پرته لومړي ميړه ته نه حلالیږي .
او که يې دوه طلاقونه ور اچولي وواو بیا يې له همدې مېرمن سره نکاح يايې رجوع وکړه نو په راتلونکي موده کې به دا ميړه د یوه طلاق د ور اچولو ځواک لري نو که يې مېرمنې ته یو طلاق ور واچاوه نو ښځه ور باندې مغلظه ګر ځي ، او له شرعي حلالې پرته نه ورته روا کيږي .

۶-دشرعي حلالې څېړنه :

په قرآنکریم کې راغلي چې که یوه خاوند خپلې مېرمنې ته درې طلاقونه ورکړل نو دا مېرمنه نوموړي سړي ته حلاله نه ده تر څو دا مېرمن له (عدته وروسته) له بل میړه سره (صحیح) نکاح ونکړي او له نکاح وروسته دوهم مېړه له دې سره جنسي اړيکې ټینګي نکړي ،بیا يې هغه دوهم میړه مړ شي یا هم طلاق ورکړي او ددې ښځې عدت هم تېرشي نو بیا دا مېرمنه په دوهم ځل د لومړي خاوند لپاره حلاله ګرځي اونکاح ورسره تړلای شي ، دېته شرعي حلاله ویل کيږي .
له دریو طلاقو وروسته که ښځې له چا سره پدې شرط نکاح وکړه چې هغه سړی به له جنسي اړیکو وروسته دا طلاقوي او بیا به دا په دوهم ځل له لومړي میړه سره نکاح کوي نو دا شرط باطل دی او په حديث شریف کې په داسې حلاله کوونکي باندې لعنت ویل شوی ، خو له ملعونېدو سره سره که چا له کومې مېرمنې سره په همدې شرط نکاح وکړه او جنسي اړيکې يې سره ټینګې کړې او نوموړي سړي ښځې ته طلاق ورکړاو دښځې عدت تېرشو نو د لومړي سړي لپاره له دې ښځې سره په دوهم ځل نکاح روا ده . او که يې له جنسي اړیکو ټینګیدو پرته طلاق ورکړ نو لومړي سړي ته نه حلاليږي او نکاح يې نه ورسره کيږي .
خوکه کومې مېرمنې له کوم سړي سره له پورتني شرط څخه پرته نکاح وکړه که څه هم د سړي په زړه کې دا خبره وي چې زه به له جنسي اړیکو ټینګولو وروسته نوموړې ښځې ته طلاق ورکوم نو دا صورت بیا د لعنت وړ نه دی ، همداراز که د مېرمنې هم دا نیت وو چې له دوهم مېړه سره دجنسي اړیکو له ټینګیدو وروسته به بېرته له لومړي ميړه سره نکاح کوي او بېرته به خپل کور ورسره جوړوي نو دا هم ګناه نه ده، ځکه ګناه یواځې دشرط په صورت کې راځي نه د نیت په مهال .

۷-د طلاق توري په دوه ډوله دي : صریح او کنایه .

۱-طلاق صرېح :
دېته وایي چې سړی مېرمنې ته په داسې سوچه تورو سره طلاق ورکړي چې په هغوی کې هیڅ ډول پټوالی نه وي ، دساري په توګه مېرمنې ته ووايي (ته طلاقه يې ، ته مطلقه يې ،ما تاته طلاق در کړی او داسې نور) .

دطلاق صرېح حکم :
دا دی چې یو طلاق رجعي ور څخه واقع کيږي ، که څه هم سړي له نوموړو تورو څخه د طلاق نیت نه وي کړی .

۲- طلاق کنایه :
هغه طلاق ته وېلی شي چې په نا څرګندوتورو(مبهمویعنې داسی تورو سره چې هغه له طلاقه پرته دنور څه امکان هم لري ) سره خاوند خپلې ښځې ته طلاق ورکړي ، دساري په توګه ميړه ښځې ته ووايي (ته بائنه يې ،ته خلاصه يې ،ستا پړی ستا په غاړه کې دی ، ماته جلا کړي يې ،خپل اهل ته ولاړه شه ، او داسې نور) .
د کنايي طلاق حکم :
دادی چې په داسې ټولو تورو سره د ميړه له لورې د طلاق د نیت په مهال یو طلاق بائن واقع کیږي او که د خاوند نیت د طلاق نه وو نو بیا طلاق هم نه واقع کيږي . البته د علماو په اند دلالة حال هم دنیت قائم مقام کیدای شي یعنې که ميړه او مېرمنې جګړه سره وکړه او ميړه له پورتنو تورو نه کوم توری د مېرمنې په حق کې وکاراوه نو دلته هم طلاق واقع کيږي که څه هم نیت يې نه وي ځکه چې دلته دغصې او غضب حالت د دې ښکارندوینه کوي چې د سړي به هرو مرو دطلاق نیت وو هسې اوس انکار کوي نو کله چې د غصې حالت دطلاق په نیت دلالت کوي ځکه نو پداسې چا ښځه هم په بائن طلاق سره طلاقیږي .
والله اعلم باالصواب

بېرته شاته