د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

ما ويل که سياف عالم دی؟

larghonay laraway
20.07.2011

بيګاشپه مې په ټلويزيونونو کې پر دعوت ټلويزيون ريموټ وربرابر شو، ګورم چې سياف د قرآنکريم تفسير کوي نو لږ ورته تم شوم.
سياسف صيب د تفسير پر ځای د کابل د يو لوده او ليوني منجم (صديق افغان) په څېر اوتې بوتې ويلې! صديق افغان ټوله ورځ د قران توري شماري او بيا د مداريانو غوندې اوتې بوتې وايي او بيا وايي چې دا د رياضي له مخې د قرآن تفسير دی.
ټول وخت يې په دې تېر کړ چې د قرآن په پلاني صوره کې (ق) توری اووه پنځوس ځله ځکه راغلی چې په بل صورت کې هم اووه پنځوس راغلی او ټول يوسل او څوارلس کېږي نو د قرانکريم صورتونه هم يو سل او څوارلس دي!

ماته د يو پاکستاني ملا حسن جان د يو تقرير خبره راياده شوه.

د حسن جان سياست ډېر پليت او پاکستانی ؤ خو په قران او حديثو پوه ؤ
د جمعې په يوه تقرير کې چا ترې پوښتنه کړې وه چې د هغه پسه غوښه چا وخوړه چې د اسماعيل عليه السلام پر ځای قرباني شو؟
نو حسن جان ورته په ګوڼګوڼۍ خوږه لهجه وويل:
(بې هوده پوښتنې، بې هوده خلک کوي!
که درته ووايم چې پلانکي وخوړه نو بيا به وايئ چې :
يخني وه که سره کړې؟
مرچکی په کې ؤ کنه؟
سيخ کې وه که کړاهي کې؟
او داسې نور
نو سياف صيف هم څه بې هوده لګيا ؤ.
همدا راز يې د مقطعاتو په اړه هم ويل چې دا هر توری بېله معنی لري. خو مونږ ته به زمونږ ملا ويل: والله يعلم بمراده!
تاسو په کې څه وايئ؟


رښتینی
20.07.2011

وتلی مفسر امام قرطبی رحمه الله ددې ایت په تفسیر کې وایې :
چې دا حروف دالله اسرار دې او الله په خپلو نورو کتابونو کې هم
داسې اسرار رالېږلې و نو غوره خبره داده چې دا همداسی اسرار
ومنل شې او ځېنې مفسرین یې معناوې هم بیانوی خو هغه
ګومانونه او ظنیات دې دالقرطبی خبره لاندې ده :

كِتَابٌ أُحْكِمَتْ آيَاتُهُ ثُمَّ فُصِّلَتْ مِنْ لَدُنْ حَكِيمٍ خَبِيرٍ{هود: 1}. هذا، وقد قال الإمام القرطبي في تفسيره عن معاني الحروف المقطعة في أوائل بعض السور: اختلف أهل التأويل في الحروف التي في أوائل السور، فقال عامر الشعبي وسفيان الثوري وجماعة من المحدثين: هي سر الله في القرآن، ولله في كل كتاب من كتبه سر فهي من المتشابه الذي انفرد الله تعالى بعلمه، ولا يجب أن يتكلم فيها، ولكن نؤمن بها ونقرأ كما جاءت. وروي هذا القول عن أبي بكر الصديق وعن علي بن أبي طالب رضي الله عنهما، وذكر أبو الليث السمر قندي عن عمر وعثمان وابن مسعود أنهم قالوا: الحروف المقطعة من المكتوم الذي لا يفسر، وقال أبو حاتم: لم نجد الحروف المقطعة في القرآن إلا في أوئل السور، ولا ندري ما أراد الله جل وعز بها. قلت: ومن هذا المعنى ما ذكره أبو بكر الأنباري: حدثنا الحسن بن الحباب حدثنا أبو بكر بن أبي طالب حدثنا أبو المنذر الواسطي عن مالك بن مغول عن سعيد بن مسروق عن الربيع بن خثيم قال: إن الله تعالى أنزل هذا القرآن فاستأثر منه بعلم ما شاء وأطلعكم على ما شاء، فأما ما استأثر به لنفسه فلستم بنائليه فلا تسألوا عنه، وأما الذي أطلعكم عليه فهو الذي تسألون عنه وتخبرون به، وما بكل القرآن تعلمون، ولا بكل ما تعلمون تعملون. قال أبو بكر: فهذا يوضح أن حروفاً من القرآن ستر معانيها عن جميع العالم، اختباراً من الله عز وجل وامتحاناً، فمن آمن بها أثيب وسعد، ومن كفر وشك أثم وبعد.


-
20.07.2011

لرغوني لاروي لیکلي:
[quote:61e275ca34]ما ويل که سياف عالم دی؟[/quote:61e275ca34]
نو اوس چې دې پخپله ولیدل چې سیاف د مقطعاتو په اعجاز او همدارنګه په قرآن کې د (الاعجاز العددي) په باره کې تقریر کاوه او د علمیت او پوهې کچه یې هم درمعلومه شوه :lol: ،
نو اوس څه فکر کوې چې ستا په نظر سیاف د یو اسلامي تنظیم/خوځښت د رهبرۍ وړ وه او که نه ؟ :)
او اوس چې یې تا ته د دیني پوهې اندازه هم معلومه :lol: شوه نو اوس یې د یو اسلامي تنظیم د رهبرۍ وړ بولې او که نه؟ :lol:

کله ایمن الظواهري ته عالم وایې، کله یې په بل بل نامه یادوې،
کله درته سیاف عالم ښکاري، کله یې چې په تلویزون کې تقریر واورې نو بیرته ترې د علمیت لقب واخلې :D

زه د سیاف دفاع نکوم خو (د هوتک خبره) خدای مې دې ووهي که به تراوسه ستا د عالم په تعریف پوه شوی یم چې ستا په دربار کې عالم چاته ویل کیږي؟؟ :lol:

هلته په هغې بله موضوع کې مې درنه یوه پوښتنه کړې هیله راجوابه یې کړې..


larghonay laraway
20.07.2011

کليوال صيب!
د سياف د زد کړې ځای معلوم دی چې په مصر کې يې زده کړه کړې او په کابل پوهنتون کې استاد ؤ
په پېښور کې يې ديني او عصري زده کړې ته د (دعوت جهاد په پوهنتون ) کې دومره خدمت کړی چې زه ورته د ستاينې هيڅ الفاظ نه لرم. او سياف په خپله د هغه پوهنتون رئيس ؤ!
دا که ته د سياف دفاع وکړې او که ويې نه کړې زه يې پروا نه لرم. که چېرته درته معلومه وي چې په قران کريم کې د تورو شمېرل او له هغو اټکل کول مهم دي او دې ته تفسير وايي نو ته يې هم راته ويلی شې. زه يې منم او دا زما يوازې پوښتنه ده!
د قرآنکريم ترجمه يو ځانګړی فن دی چې ډېر ملايان يې نه شي کولی! دا چې سياف به په ترجمه او تفسير پوهېږي او کنه؟ زه معلومات نه لرم خو د تېرې شپې رياضيکي اټکلونه يې راته ښه ښکاره نه شول.
په پای کې همدومره درته ويلی شم چې سياف او ظواهري د مشرتابه وړتياوې لري او ځايونه يې معلوم دي چې له کومه فارغ شوې دي خو تګلارې يې زما نه دي خوښې او په ګوندونو کې ورسره نه ملګری کېږم. يعنې که سياف او ظواهري وغواړي چې په رښتيا سره يو اسلامي ګوند رهبري کړي نو وړتيا يې لري خو ملاعمر که وغواړي او که ويې نه غواړي دا وړتيا نه لري ځکه چې هغه د پاکستانيانو خبره انپړ دی!

ظواهري خو د افغانستان نه دی نو ځکه يې دلته په اړه څه نه وايم خو سياف د شمالي ټلوالې او ډالرو ډېر سرسخت پلوي دی ځکه مې نه خوښېږي!


خان آغا
20.07.2011

[quote:0fe4e06ad4="larghonay laraway"]خو ملاعمر که وغواړي او که ويې نه غواړي دا وړتيا نه لري ځکه چې هغه د پاکستانيانو خبره انپړ دی!
[/quote:0fe4e06ad4]‎هغه دکلیوالو خبره ده" چه مسجد د......ځای ندی"‏۰
لارویه دا اسلامی فورم دې هم زړه غواړه چی په سیاست یی واړوی که دسی نده???


عادل عادل
20.07.2011

السلام علیکم

محترم لاروی صاحب

د سیاف په دوه څیزونو به پوره پوره یقین کوې.

1- ښه عالم دی
2- لوی منافق دی

ستاسو د لیکنو له مخې داسې فهمیژي چې یوازې علم د مشری معیار کېدای شي، خو داسې نه ده، که په علمیت وای نو ابلیس خو تر ټولو ملایکو ښه عالم وو.

دا چې اوسني شیطاني موقف یې خوله تړلې ده، نو خود به د قران کریم ایاتونه شماري، نور به نو څه ووایي، د نساء, انفال او توبي سورتونه خو تر ټولو لومړی دده څېره بیانوي.

ددعوت په پوهنتون کې یو څو د مصري ازهر استادان په داوطلبانه توګه درس ورکوي، هر یو یې په مختلفو قراني علومو کې دکتوراوې لري، د لومړي ځل لپاره چې نوموړو استادانو له سیاف سره وکتل نو ډېر ترې متاثر شول، او د لیدنې نه وروسته د حیرت له مخې دې یوه استاد و دې بل ته ویل چې ..... والله العظیم .... چې سیاف د خپلو ټولو خبرو په ترځ کې یوه فتحه، کسره او ضمه هم خطا نکړه!


larghonay laraway
21.07.2011

السلام عليکم!
عادل صيب ما د سياف د ښه مشرتابه په اړه څه نه دي ويلي. زه د سياف په ګوند کې نه وم او نه يم نو ځکه يې مشري هم نه منم.
بله دا چې ما د سياف او ملاعمر مقايسه نه ده کړې!
ځکه چې سياف عالم دی او ملاعمر جاهل دی نو د عالم او جاهل مقايسه نه شي کيدی!
دا چې سياف منافقي خويونه او نښې لري او ملاعمر مخلص دی نو دواړه د مشرتابه وړتيا نه لري.
عادل صيب نه يوازې علم او نه يوازې اخلاص او ساده توب د مشرتابه لپاره بس دي!
بلکې د يو کور، دفتر، تجارت، تنظيم او حتی هيواد مشر بايد نسبتاً ښه عالم، يا لږ تر لږه د وخت په مروجه علومو پوه، ښه منجمنټ لرونکی يا اداره چي، ښه عالم ژمن، منطق لرونکی، فصيحو، امانت کار، او داسې نورې غوره ځانګړتياوې ولري چې له بده مرغه پښتانه تر اوسه له داسې نعمته محروم دي!

اوس د سياف د تېرې شپې د (تورو) شمېرنې تفسير ته راځم چې همدغه کار د صديق افغان په نامه يو روغ ليونی هم په ملي تلويزون کې کوي زما صرف پوښتنه دا ده چې ايا همدا تفسير دی؟
که دا تفسير وي نو اوريدونکي ترې څه واخلي؟
بله دا چې که مفسر همداسې وي نو د صديق افغان او سياف څه توپير دی؟
مننه


طالب ISI
31.07.2011

استاد سیاف عالم دی، تکړه عالم هم دی. بدبختانه په کابل کې په کورني جنګ کې ښکیل شو ( جنګ هم په کوټه سنګي کې د حکمتیار د عکس په څیرولو پیل شو چې هغه هم هزاره ګانو څیرې کړ)، بیا نور ډیر جرمونه سرته ورسیدل.

د دعوت او جهاد پوهنتون یو ډیر ښه پوهنتون و، محصلینو یې ډیره ښه اسلامي رویه درلوده، خو بیا آی،اس،ای بند کړ.

خو دا چې نن سیاف په پارلمان کې ناست دی، بیا یې پوهنتون جوړ کړی، او په جنګ کې ښکیل نه دی، دا دری واړه یې تر ټولو غوره صفتونه دي.
ځکه اوس یې نظر ملا عمر او حکمتیار ته مظلومو افغانانو ته ډیره ګټه رسیږي.

د عادل صاحب هدف شاید دغه وي چې استاد سیاف اوس هم چیرته د کوټې شورا غړی وی، او افغانستان ته یې د ځان مرګو برید کونکو کوم کنډ ته رهبري کولی، هغوی ته یې د افغانانو په وینه او بربادی کې د جنت ویالې ورښودلی، حورې یې ورته ور ښودی.....

خو که سیاف مخکې عالم وو، نن په خپل علم خپله عمل کوي.

الله پاک د همداسې عالمان نور هم زیات کړي.


ډاکتر څپاند
31.07.2011

ملا شهير صيب،
ملا کرزی،ملا سياف،ملا عمر،ملا رباني او ملا ګلب الدين ټول د يوې سوړې
ماران او د CIA &ISI نوکران دي٠
مړه دې وي د CIA&ISI او KGB زرخريد غلامان٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more