tolafghan.com
ټول افغان لومړي مخ ته

 ډېرځليزې پوښتنېډېرځليزې پوښتنې   لټونهلټونه   د غړو لستد غړو لست    کاروونکو ډله  کاروونکو ډله    د نوم ثبتولد نوم ثبتول 
 د پېژندنې څېرهد پېژندنې څېره    خپل شخصي پېغامونه وګورئ خپل شخصي پېغامونه وګورئ   ننوتنهننوتنه 

پښتو شعر څنګه جوړيږي؟
پاڼي ته لاړ شئ 1, 2, 3  مخکي
 
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> وطن پال او نور ګټور شعرونه
شاته موضوع وګورئ :: مخکې موضوع وګورئ  
ليکوال پيغام
هيواد شېرزاد
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 04 اګست   2002
ليکنې: 214
ځای: سويډن

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٢   شنبه   اکتوبر   20, 2003 5:21 pm    عنوان   : پښتو شعر څنګه جوړيږي؟ Reply with quote

درنو دوستانو! سلامونه او نېکې هيلې.

که چېرې مونږ د پښتو شعر د جوړښت په هکله هغه څه چې زمونږ خپله زده وي او يا د نورو مشرانو او ياهم د کتابونو څخه په مرسته معلومات په دې پاڼه کې وليکو زما په اند چې د ډېرو زما په څېر ضعيفه شاعرانو سره به لويه مرسته وي.
د ټولو د ملګرتيا په هيله


وروستی ځل بدلون  هيواد شېرزاد   په  ٢   شنبه   نومبر   10, 2003 10:31 pm   ورکړی دی  , د تغير شمېره   2
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ د ليږونکي ويب پاڼه وښاياست Yahoo Messenger MSN Messenger
انځورګر
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 28 سپتمبر   2003
ليکنې: 190
ځای: توره بوره

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٢   شنبه   اکتوبر   20, 2003 9:14 pm    عنوان   : څلوريزه (رباعي)اوسيلاب (توازون) Reply with quote

سلامونه ګرانو وړونواو خوندو !

وروستی ځل بدلون  انځورګر   په   جمعه   اکتوبر   28, 2005 5:03 pm   ورکړی دی   ,  د بدلون شمېره  1
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
پښتون ځلمی
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 03 اکتوبر   2002
ليکنې: 106
ځای: ټورنټو - کاناډا

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٣   شنبه   اکتوبر   21, 2003 4:54 pm    عنوان   : Reply with quote

سلامونه او ډېره مننه هادي وروره د دې وضاحت نه مو. دې خبرې ته، چې 'سېلاب د لهجې سره تړاو لري'، ما کله پام نۀ و کړى، البته ما د خپلې څلوريزې پۀ يوې مصرعې کې د 'ويلو' (wa-yalo) پر ځاى 'وېلو' (welo) ليکلاى تر څو دا مصرعه هم ١٢ سېلابه او نۀ ١٣ سېلابه شي.

کۀ تېروتلى نۀ يم، د لنډيو/ټيکيو سېلابونه ٩ او ١٣ بالترتيب وي. د دې نه پرته بل ډول يې هم شته؟
ګمان نۀ کوم چې وي به خو بيا هم غواړم و پوښتم چې لنډۍ کومه قاعده د جوړښت لري؟ يو خو دا دى چې (د زياترو؟) دويمه مصرعه پۀ '...ينه' پاى ته رسي. دا هم قانون دى کۀ هسې يو 'رواج' ګرځېدلى؟
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ Yahoo Messenger MSN Messenger
انځورګر
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 28 سپتمبر   2003
ليکنې: 190
ځای: توره بوره

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٣   شنبه   اکتوبر   21, 2003 6:58 pm    عنوان   : لنډۍ يا ټپۍ Reply with quote

سلامونه ګرانو وړونواو خوندو !

وروستی ځل بدلون  انځورګر   په   جمعه   اکتوبر   28, 2005 5:04 pm   ورکړی دی   ,  د بدلون شمېره  1
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
ليلماـ الفت



دغړيتوب نېټه: 16 اکتوبر   2003
ليکنې: 91
ځای: دامريکامتحده ايالات

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٣   شنبه   اکتوبر   28, 2003 6:34 pm    عنوان   : Reply with quote

ګران او عزتمند خالد هادي وروره سلامونه !
په پښتو شعر کي دغزل په اړه که معلومات راکړئ
چه جوړښت ئې څنګه او په کوم قانون دئ بيتونه ئې معين شمير لري اوکه نه ؟
ستاسي خور ليلوما الفت
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ د ليږونکي ويب پاڼه وښاياست Yahoo Messenger
پښتون ځلمی
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 03 اکتوبر   2002
ليکنې: 106
ځای: ټورنټو - کاناډا

ليکنهد ليکنې نېټه  : جمعه   اکتوبر   31, 2003 4:57 am    عنوان   : د لنډيو په اړه Reply with quote

سلامونه او نېکې هيلې
زۀ خو نۀ پۀ شعر او نۀ پۀ ادب پوهېږم او نۀ مې ټکى پښتو پۀ ښوونځي کې لوستې ده، خو ځينې څيزونو سره د ډېرو اورېدو لۀ امله سړى پۀ خپله بلدېږي.
يوه نۀ ليکلې (او يا هم ليکلې) قاعده د لنډيو، چې تاسو به پرې لۀ ما نه ښۀ پوهېږئ، ښايي دا وي چې د هرې مصرعې هر څلورم سېلاب داسې وي چې فشار سره و ويلى شي، يانې stressed وي. پښتو کې ورته څۀ وايي؟
لا لا لا لا لا لا لا لا لا
هو هو هو هو هو هو هو هو هو هو هو هو هو
دا لنډۍ
پاس په قـــــــــمر ولاړه ګله <<>> نصيب دچائې اوبه زه درخېژومه
جام دجمشيد که خدای زماکړ <<>> پکښي به وګورم د خوږ زړګي داغونه
کۀ موږ داسې و وايو
ګله ولاړه پاس په قـــــــــمر <<>> دچائې نصيب اوبه زه درخېژومه
که خدای زماکړ جام دجمشيد <<>> و به ګورم پکښي د خوږ زړګي داغونه
نو ځينې (پۀ تېره بيا سور رنګي) څلورم سېلابونه يې پۀ فشار / ټېنګار سره نۀ ويل کېږي، ښۀ هم نۀ برېښي، بلکې ځينې وخت خو لۀ سره پښتو نۀ ښکاري.
پۀ درنښت
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ Yahoo Messenger MSN Messenger
انځورګر
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 28 سپتمبر   2003
ليکنې: 190
ځای: توره بوره

ليکنهد ليکنې نېټه  : ١   شنبه نومبر   02, 2003 6:11 am    عنوان   : Reply with quote

سلامونه ګرانو وړونواو خوندو !
,


وروستی ځل بدلون  انځورګر   په   جمعه   اکتوبر   28, 2005 5:05 pm   ورکړی دی   ,  د بدلون شمېره  1
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
هيواد شېرزاد
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 04 اګست   2002
ليکنې: 214
ځای: سويډن

ليکنهد ليکنې نېټه  : ١   شنبه نومبر   02, 2003 8:23 pm    عنوان   : Reply with quote

تر هر څه لومړی هادي ورور ته ښه راغلاست وايم. ښه شو چې بېرته راپيدا شوې، کنه نو ما او ليلوما بي بي سي ته د ورکې اعلان لېږلو Smile
په هر حال، خدا ی ج دې وکړي چې ښه وې.
د غزلې په هکله بيان مو ډېر ښکلی دی، زه به هم يوه نيمګړې غزل، چې په همدې ورځو کې مې ليکلې ده، تاسې ته وليکم.
....................................... غزل ....................................
............ بيا دې کـــتاب کــــــــې د غـــــــزل راولــــم
.......................... يو څـــــــو مصرو کــــــې دې اوربـل راولم
............ پتنــــــګان ګــــــــــرځـــــــــي د رڼا په تـــــمه
.......................... ځــــــــم پانـــوسونه ورته بـــــــــــــــل راولــم
............ پوی يم په دې چــــــې ګوناګار به شـــــــمه
.......................... خو ميخانې ته دې په چــــــــــــــل راولــــــم
............ که ژوندون وو او ســـــــره ومــــــــــــو ليدل
.......................... بيــــــا دې يو ځــــــــــــل په دې محل راولم
............ چـــــــې غمازان يې له نظـــــره نه کـــــــــړي
.......................... د بڼو ســــيوری دې پر پــــــــل راولــــــــــــم
............ هيواده ژوند خو مستي اوس واخيسته
.......................... ځـــــــمه اجــــــــل ته مـــــــــې اجل راولـــــم
--------------------------------------
پوی = پوه


وروستی ځل بدلون  هيواد شېرزاد   په     شنبه   اپريل   08, 2006 9:09 pm   ورکړی دی   ,  د بدلون شمېره  1
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ د ليږونکي ويب پاڼه وښاياست Yahoo Messenger MSN Messenger
ليلماـ الفت



دغړيتوب نېټه: 16 اکتوبر   2003
ليکنې: 91
ځای: دامريکامتحده ايالات

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٢   شنبه   نومبر   03, 2003 11:47 pm    عنوان   : Reply with quote

درنو وړونو ښې چاري
هيواد او هادي وړونو پر شاعرۍ مو برکت ـ ډير تکلف مو کښلئ و يوه نړۍ مننه
ګرانه وروره که د نارو او کاکړۍ غاړي په هکله معلومات را کړئ مهرباني به مو وي چه ايا دا دواړه يو شئ دي که توپير لري ؟
ستاسي کشره خور ليلوما الفت Rolling Eyes
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ د ليږونکي ويب پاڼه وښاياست Yahoo Messenger
انځورګر
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 28 سپتمبر   2003
ليکنې: 190
ځای: توره بوره

ليکنهد ليکنې نېټه  :   شنبه   نومبر   08, 2003 7:42 pm    عنوان   : Reply with quote

سلامونه ګرانو وړونواو خوندو !

وروستی ځل بدلون  انځورګر   په   جمعه   اکتوبر   28, 2005 5:12 pm   ورکړی دی   ,  د بدلون شمېره  1
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
هيواد شېرزاد
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 04 اګست   2002
ليکنې: 214
ځای: سويډن

ليکنهد ليکنې نېټه  : ١   شنبه نومبر   09, 2003 1:08 pm    عنوان   : Reply with quote

سلامونه دوستانو. کاکړۍ رښتيا هم چې ډېرې خوږې وي، زما سره يوه ډېره ښکلی د کاکړيو کيسټ شته چې زه يې ډېره زياته اورم. په هغې کې نوې او زړې کاکړۍ ويل شوي دي. يو څو نمونې يې دادي:

شين خالۍ په کنډؤ لاړه
----------------- يا به لېچ راوړي يا غاړه

تور لونګ په دُ کانو ې
------------ سپينې واورې جګو غرو کې
دﻻرۍ څلور ټېرونه
------------------ له کابل راوړي بارونه
دﻻرۍ ټېرونه ډک دي
-------------- جلکۍ وړکي درنه ورک دي
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ د ليږونکي ويب پاڼه وښاياست Yahoo Messenger MSN Messenger
انځورګر
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 28 سپتمبر   2003
ليکنې: 190
ځای: توره بوره

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٢   شنبه   نومبر   10, 2003 5:24 am    عنوان   : Reply with quote

دروند ورور هيواد ته سلامونه

وروستی ځل بدلون  انځورګر   په   جمعه   اکتوبر   28, 2005 5:13 pm   ورکړی دی   ,  د بدلون شمېره  1
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
انځورګر
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 28 سپتمبر   2003
ليکنې: 190
ځای: توره بوره

ليکنهد ليکنې نېټه  : جمعه   نومبر   14, 2003 3:41 pm    عنوان   : Reply with quote

سلامونه ګرانو وړونواو خوندو !

وروستی ځل بدلون  انځورګر   په  جمعه   اکتوبر   28, 2005 5:14 pm   ورکړی دی  , د تغير شمېره   2
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
محمد اسحق شيوانی



دغړيتوب نېټه: 27 دسمبر   2003
ليکنې: 54
ځای: افغاستان، فراه {ؤس کوئټه}

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٢   شنبه   جنوري   12, 2004 11:31 am    عنوان   : Reply with quote

ګرانو افغانان او هادي ورور جانه هيله ده چه سلامونه مي قبول کړی.....

ښاغلي هادي وروره تاسو ماته ويل وه چه په (((((پښتوشعرڅنګه جوړيږي؟))))) کي خپل شعر وليکي، دا دي زه هم ستاسو دلارښوني سره سم شعر دلته ليکم، زه خپل دپښتنو شاعرانو خويندو او ورڼو څخه هيله لرم چه ددغ لاندي شعر نيمګړتياوي دي په تفصيل سره راکړي چه په راتلونکي کي داسي پيښ نه سي.
:::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::: څلوريزه::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::
که دمرګ څخه پناغواړي دانسته
که دژوندڅخه وفاغواړي دانسته
دانسان شرف په علم او ادب دي
که دعلم انتها غواړي دا نسته






په پښنه مينه
ستاسو کشری ورور محمد اسحق شيوانی
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ د ليږونکي ويب پاڼه وښاياست Yahoo Messenger MSN Messenger
هيواد شېرزاد
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 04 اګست   2002
ليکنې: 214
ځای: سويډن

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٣   شنبه   جنوري   13, 2004 4:08 pm    عنوان   : Reply with quote

ګران او دروند ورور شيواني ته د زړه له کومي سلامونه او نېکې هيلې وړاندې کوم.
څلوريزه مو ډېره ښکُلې، د ماناڅخه ډکه او د څلوريزي په قانون برابره ده.
دا زما نظر و، د نورو ورونو د نظرونو او نيوکو په هيله.
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ د ليږونکي ويب پاڼه وښاياست Yahoo Messenger MSN Messenger
مخکيني ليکنی وښاياست:   
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> وطن پال او نور ګټور شعرونه    ټول وختونه GMT دي
پاڼي ته لاړ شئ 1, 2, 3  مخکي
پاڼه   1  ټولې پاڼې  3

ورټوپ کړه:  

تاسو په دې څانګه  کې ليکنې نشئ کولی
تاسو د دې څانګې ليکنو ته ځواب نشئ ليکلی
تاسو په دې څانګه کې خپلو ليکنو ته بدلون نشئ ورکولی
تاسو له دې څانګې څخه خپلې ليکنې ړنګولی نه شئ
تاسو د دې څانګې په ټولپوښتنه کې برخه نشئ اخستلی


Powered by phpBB © 2001 phpBB Group

Chronicles phpBB2 theme by Jakob Persson (http://www.eddingschronicles.com). Stone textures by Patty Herford.