د موضوعګانو سرپاڼه

کمپیوتري مرستې

کمپيوتري واېرس

ډاکتر څپاند
23.11.2011

کمپيوتري واېرس

محترم پښتنون صيب سلامون ومنئ،

ډاکتران لا د طبيعت دوېرسونو سره لاس او ګرېوان ول چې بدبختو انسانانو
دکمپيوټر ويروسونه جوړ او ټولنې ته ئي ديوې زهرجنې مادې په توګه وړاندې کړل٠

اصل موضوع:
د"ټولنه اوټولنپوهنه"بحث ته مې يو موضوع د"پښتون اوشرم" ترعنوان لاندې
را کاپي کړ٠دم ګړۍ روسته مې پام شو چې دا موضوع يوه بل عنوان ته نقل مکان پېداکړی دی٠
ما پا سادګئ سره دموضوع عنوان اصلاح او د "تيرول"تکمې ته مې ټک ور کړ٠خو زما کمپيوټر راته کړه [color=red:0fac220219]stop!this is a virus[/color:0fac220219]ځما پرې باور نشو،خپل د کلينيک دکمپيوټر مسلکي سړي سره مې مشوره وکړه
هغه لازم تخنيکي تدابير ونيول او موږ دکمپيوټر پيام"this is a virus" ته
پام ونکړ(ignore)،او "تيرول"بيا کليک شو٠له نيکه مرغه،دټکنيشن دتدبير په وجه څرګنده شوه چې دا يو چټلستانی واېرس وو،دچا له ک چې را وتلی وو بېرته د هغه د مور  په  ک س ور تنبه کړی شو٠

نو ستا پشان منورو ځوانانو نه هيله ده چې د کمپيوټر د وايرس او دهغې سره
دمجادلې په هکله هم خپله پوهۀ زموږ سره شريکه کړئ،


پښتون.
24.11.2011

وعلیکم السلام محترم ډاکټر څپاند صاحب!
ښه شو چې د بلا برکت نه و او وایرس مو ورته څنګه چې تاسو لیکلې هماغسې خنثې کړ.
د کمپیوټر د وایرسونو په هکله په ډیرو ژبو کې لیکنې شوي او معلومات وړاندې شوي دي .خو دا ټولې لیکنې او معلومات د هماغه مایکروسافت له کتابو نه هرې ژبې ته ژباړل شوې دی.چې دکمپیوټري وایرس او یا په کمپیوټر کې د وایرس شتون په اړه دا لاندینۍ لیکنه چې د ښاغلي ډاکټر ثواب الدین مخکښ لخوا لیکل شوې ده ، ډیره ښه او واضحه تشریح لري او زه ئي دا لیکنه د پخوا نه پیژنم او اوس کیداي شي چې په زیاترو ویبپاڼو کې هم خپره شوې وي.
پدې خاطر چې اوس ناوخته دې او ستاسو پوښتنه مې بې ځوابه نشو پریښودلې نو د اوس لپاره مې دا لیکنه تاسو ته ولیکله ،که چیرې بیا هم پکې د پوښتنې ځاي پاتې و ،ان شالله چې ځواب به ئي بیا ورته مونده کړو.
په درنښت

[color=red:ced52f8811][size=24:ced52f8811]کمپيوټري ويروس[/size:ced52f8811][/color:ced52f8811]

داچې کمپیوټري ویروس څه شی،څنګه او د طبي ویروس سره څه توپیر لري؟ په دې اړه زه څه ویل نه غواړم ځکه دا ډیرې اوږدې لیکنې ته اړتیا لري. بلکه دلته درته له تخنیکې پلوه که چیرې ستا سو په کمپیوټر کې ویروس شتون ولری نو څنګه پوهیدای شۍ چې زما کمپیوټر په ویروس ککړ دی یوڅو اړین ټکي درپه ګوته کوم. د کمپیوټر ویروس یو ډیر زیا نمن شی دی.ځکه ډیر ځله د کمپیوټر کارونکي ته د ویروس دشتون معلوما ت نه کیږي او کله چې کارونکی د ویروس په شتون پوه شي نو وخت له وخته تیروي او ویروس خپل کار کړی وي.داسې ډیرې نښې نښانې شته چې له پلوه یی تا سې په کمپیوټر کې د ویروس دشتون شک کولای شی. لاندینۍ نښې نښا نې اړینه نه ده چې خا مخا به دویروس له شتون نه پیدا شوې وي، ځکه داسې نور ډیر عوامل هم شته چې په کمپیوټر کې دا راز نښې نښانې رامنځته کړي. مګر که چیرې تا سو په خپل کمپیوټر کې یوه هم له دغو لاندینیو نښو څخه ومونده نو ښه به دا وي چې دیوه ښه Antivirus پوستکالي(سا فټ ویر) په مټ خپل کمپیوټر Scan کړۍ. نوموړې نښا نې په لاندې ډول دي:

۱- [color=red:ced52f8811]ستا سو په کمپیوټر کې د لګیدلي ها رډیسک خا لي ځای ورځ په ورځ کمیږي[/color:ced52f8811]: ددې لپاره ویروس خپل ځان Replicate دځان په څیر هو به هو د بل ویروس تولیدولو ته وایي.) کړي په کمپیوټر کې د Exe یا Com فا یلونو سره ځان سریښوي.او دا کار نوموړی ویروس څو څو ځله تکراروي ددویروس ددې کار له امله د نوموړو یادو شویو فایلونو میچ (size) ډیر غوټیږي له همدې امله نوموړي فا یلونه په هارډیسک باندې ډیر ځای نیسي. پس که داسې ویروس په خپل وخت ونه نیول شي نودنوموړي ویروس د وار په وار Replication څخه کارونکی په هارډیسک کې دځای دکمښت سره مخامخ کیږی.که چیری ستا سو په کمپیوټر کې د CAD روستاړي لرونکې پوستکا لې او یا هم د Graphics لپاره کارونکي پوستکالي شتون ولري نو داهم ستاسو د هارډیسک ډیر ځای نیسي.په هر حال ددغې پورتنۍ نښې له ښکاره کیدلو سره په خپل کمپوټر با ندې د Antivirus پوستکالی وچلوۍ.

۲- [color=red:ced52f8811]د هارډسک Activity LED بې له کوم سببه پړکیدل[/color:ced52f8811]: ډیرو ښا غلیو او آغلیو په پورتنۍ جمله کې Activity د فعا لیت اوLED د Light Emitting Diode په مانا دی. چې د رڼا ورکونکي تیوب ما نا ترې اخستلی شو. ستا سو د کمپوټر په مخه کې یووړوکی څراغ شتون لری چې د هارډیسک په نښان سره ښودل شوی. اوس نو کله چې تا سو کوم پروګرام یا پوستکا لی کا روی یعنې د پوستکا لي په کارولو بوخت یا ست او یا مو کوم پوستکالی تا زه چا لان کړۍ تر څو کار ترې واخلۍ په دې دواړو وختونوکې د هارډیسک Activity LED با ید وپړکیږي یا نې Flashing با ید وکړي. مګر که چیرې تاسو په پورتنیو داوړو حا لتونوکې قرار نه لری او بیا موهم د هارډیسک Activity LED په وار وار پړکیږي نو ګمان کیږي چې ویروس Replication پیل کړی او دوام لري. په دې حال کې هم دAntivirus دپوستکالي چلول اړین بریښي.

۳-[color=red:ced52f8811] کمپیوټر ورځ له ورځې پڅ (Slow) کیږي[/color:ced52f8811]: که چیرې تا سوفکر کوی چې کمپیوټر مو ورځ په ورځ پڅیږي په دې مانا چې که چیرې ستاسو کمپیوټر مخکې په دودقیقو کې Boot کیدلو او اوس ډیر ځنډ با سي تر څو Boot شي او یا هم که چیرې ستا سو د Ms-Word پوستکالی مخکې په یوه دقیقه کې چا لانیدلو او اوس په ډیر ځنډ چا لانیږي نو د ویروس د شتون ډیره کره نښه کیدلای شي نو اړینه ده خپل د Antivirus پوستکا لی وچلوی. دا یوه ډیره کره او ټا کنیزه نښه ده چې ډیر دوستا ن له دې ستونزې څخه ماته شکا یت کوي.

۴- [color=red:ced52f8811]بې له کوم سببه د فایلونو خرابیدل او یا هم له منځه تلل[/color:ced52f8811]: په عاموحالاتوکې نه کوم فا یل له ځا یه خراب وې اونه هم په خپله له منځه ځي حتی که چیرې په هارډیسک کې Bad Sector هم شتون ولري نو بیا هم دکوم فایل د خرابیدو او یا له منځه تللو شونتیا ډیره کمه ده. ویروس داوړ کارونه ډیر کوي په دې مانا چې کولای شي فا یل په بشپړه توګه له منځه یوسي او یا یي هم تر دې بریده خراب کړي چې د کارولو وړنه وي. که چیرې له تا سوهم له دې راز کارونو سره مخ کیږۍ نو داستاسوپه کمپیوټر کې د خورازیا نمن ویروس د شتون نښه ده. اړینه ده چې دهر څه دمخه خپل Antivirus پوستکا لی وچلوۍ.

۵- [color=red:ced52f8811]ډیر ځله کمپیوټر په ټپه دریږي (Hang)[/color:ced52f8811]: ډیر هغه پوستکا لي چې د Bugs لرونکي وي کمپیوټر په ټپه دروي همدا راز د Mother Board ا و یا Memory دخرابي له امله هم کمپیوټرپه وار وار په ټپه دریږي او همداراز د ویروس شتون هم کولای شي کمپیوټر په ټپه ودروي. په دې حا لت کې هم خپل د Antivirus پوستکا لی وچلوۍ.[color=red:ced52f8811][/color:ced52f8811]


starslord
15.04.2015

- واﮐﻣﻧﺎﻧو ﭘﮫ ﺗورو او ﭼټﻟو ﭘﯾﺳو راوﺗﻟﻲ ورځﭘﺎڼﻲ، ﻣﺟﻟﯥ، وﯾﺑﭘﺎڼﻲ، رادﯾوګﺎﻧﻲ او ﺗﻟوﭔزوﻧوﻧﮫ د دې ھﯾواد د ﻣﻟﻲ .... ﮐﺗﺎرو ښﮫ ﺛﺑوت وړاﻧدي ﮐﯾﻲ، ﺧو د
ﻏټواﻟﻲ ﭘﮫ وﺟﮫ ﺳﺗﺎﺳﻲ د اوﻧﯾزي ﻟﮫ.

[url=http://www.prep4sure.com/Six-Sigma-certification-training.html]Prep4sure Six Sigma[/url]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more