د موضوعګانو سرپاڼه

کمپیوتري مرستې

د کلیوال لپاره پوښتنه

۰
06.08.2011

ورونو ایا د یو چا په کمپیوټر نه چي بیخي په بل هیواد کي وي پدي ډول استفاده کیدی شي چي اکاونټ يي استعمال شي؟
مثال: زه په افغانستان کي اوسم او کلیوال صیب دي په دوبۍ یا سعودي یا کویت کي وي نو زه د کلیوال صیب اکاونټ چي په ټول افغان کي دی له افغانستان نه استعمالولی شم ؟
که کیدی شي نو د قلف کولو چي استعمال نشي لاره يي څه ده؟
پوښتنه جیدي ده هیله لرم چي د کمپیوټر ماهران تسلي بخش ځواب وواي.
په ډیره مینه او مننه

مومندافغان


م . ق
06.08.2011

محترم مومند افغان صاحب،

السلام علیکم ورحمة الله،

د کلیوال صیب سره چې کوم کیس شوی نو ضروري نه ده چې د هغه کمپیوټر ته به څوک ننوتې وي او ستا نوم به یې استعمال کړی وي، هر انټرنیټ بروازر خپله حافظه لري، دا کار په هغه صورت کې هم امکان لري کچیرته هغه ستا په نوم د یو بل اکاونټ جوړولو هڅه کړې وي اګر که پدغه هڅه کې هغه ناکام شوی وي.(البته دا صرف د امکان خبره ده مهمه نه ده چې همداسې به وي)

او هو دا هم کیدلاي شي چې څوک ستا کمپیوټر ته د د نیا د هر ګوټ نه چې وغواړي ننوتلاي شي خو وروسته د دې څخه چې ستا IP ورته معلومه وي.
ددې کار لپاره مختلف سافټورونه او خاص قسم پروګرامنګ استعمالیږي چې Hacking Tools یې هم بولي.

نن سبا د انټرنیټ په موجودګۍ کې د کمپیوټرونو Hacking یوه عادي خبره ده، هر څوک چې د خپل انټرنیټ او کمپیوټر لپاره فایروال firewall یا Anti Hacker ونه لري په اسانه د دې ښکار کیدلاي شي.
د IP معلومول هم کوم مشکل کار نه دی، دې کار لپاره هم قسم قسم سافټویرونه او اوزار شته دی.

خو د حفاظت لارې چارې څه دي؟

اول خو باید د خپل انټرنیټ لپاره فایر وال ولرې، دا فایر وال په دوه قسمه دی یو قسم یې صرف د یو سافټویر په شکل کې وي چې په کمپیوټر کې انسټالیږي او دا دوهم قسم ېې چې ډیر مضبوط دی او د مختلفو نیټ ورکونو لپاره استعمالیږي هغه د یو ډیوایس یعنې سسټم په شکل کې وي چې خپل اپریټنګ سسټم لري چې په هغې کې مختلف سیټګز او کنفیګوریشن کیږي، پدې کې یې مشهور، Cisco Pix firewall او بل Sonicwall دی چې دواړو کې یې بیا مختلفې ماډلې راځي، خو دغه شیان د یو عادي کس لپاره قیمته دي او هم یې استعمال تخنیکي مهارت غواړي.
د عادي کس لپاره ښه دا ده چې خپل کمپوټر کې د kaspersky یا Symantic انټرنیت سیکیورټي سافټویر انسټال کړي چې هغه د انټي وایرس په څنګ کې خپل فایر وال او انټي هیکر هم لري.

همدارنګه د انټرنیټ د سرفنګ یا براوزنګ لپاره به ښه دا وي چې د سیف بروازنګ سافټویر safe browsing استعمال شي، پدې لړ کې Password Safe Pro هم ښه سافټویر دی، د ګوګل سیف براوزنګ ډیر مشهور دی.

که څوک پدې لړ کې مزید معلومات یا همکاري غواړي نو د پوښتنې وروسته به یې زه ځواب پر لیکه کړم.

مننه.
ًقرآني


۰
06.08.2011

ډیره مننه قرآني صیب ما ته خو ملا ښکاریدی خو تاسو ماشاءالله پوره انجنیران يي او دي نه بعد باید درته انجنیر صیب ووایم.
دا خبري چي تاسو کړي هڅ مي سر پري نه خلاصیږي مګر یو مشر ځوي مي دي او چونکي پدي کارونو هلکان ښه پوهیږي نو هغه ته به ووایم که کولاي شو.
او دي کلیوال ته زما هم اندیښنه ده خو فکر کوم چي ده یا کوم بل سړي به زما نوم باندي خواري زحمت کړي وي چي انټر يي کړي او نه به وي شوي.
په کلیوال خو مي دا ګمان نه راځي خو شاید کوم بل کس دده کمپیوټر استعمال کړی وي او ده صیب ته معلومه نه وي والله اعلم بالصواب
به هرحال ستاسو دوضاحت او مرستي نه یوه نړۍ مننه
ستاسو ورور مومندافغان


Sxandy
13.11.2014

پتنګ خانه دا خو سمه ده چې اسلامي نظام که ملي او مستقل افغاني نظام وي نو د هر نېک او کټور پرمختګ اساس ګرځي، خو که نه ملي او نه مستقل اوسي او د شوروي او امریکا په څیر اسلامي نظام هم د افغان ملت ددوښمن پاکوستان د مسلم لیګ، شټابیلیشمنټ او ISI په ولکه کې ښکېل وي نو بیا راشه که يې ګورې، د سوبه سرحد له پښتنو به يې حال بدتر
او د پنجاب په غلامۍ کې به يې نه یواځې ملي وحدت ، بلکې افغان ملت
له تاریخي زوال او نابودۍ سره مخ شي! له دې خطر څخه د ژغورلو هېڅ ډول تضمین نشته ، خو بده یې داده چې داټول په پښتنو کې

____________________
If you are [url=http://www.braindumps.com/70-462.htm]70-462 braindumps[/url] for fast success in [url=http://en.wikipedia.org/wiki/Apple_Inc.]wikipedia[/url] then join today to find complete [url=http://www.upenn.edu/]University of Pennsylvania[/url] resources and pass passguide certifications on first try. A person [url=https://www.lpi.org/]LPI[/url] examsheets.com & selftestengine for [url=http://www.emc.com/]Isilon[/url]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more