د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

pattang
05.12.2013

هلکه ميرويسه !
دادروند نوم له ځانه څخه لرې کړه خوشې لګيایې نه په سياست
پوهيږېاو نه په اقتصاد ! پرځای ددې چې له Cia او د سېنټ کام
له فاشستانو اود مسلمان له دو ښمنانو څخه مردار دالر اخلې
ورشه مذوري وکړه چې عزت دې پرخای شي !

/ په خپل مسلمان ملت دې هيڅ زړه نسوځي او تمامه ورځ اشغالګرو
تهلګيایې او هغوی هم هغه لنډغر صليبيان دي چې زمونږ اسماني
کتاب یې څو ځله بې عزته کړ او اور یې ورته واچاوو !
/ زمونږ په مړيو یې ميتيازې وکړې او اور یې ور واچاوو !
/ زمونږ کوچني هلکان يې په خوب بيده مړه کړل وئې سځول!
/ زمونږ په کليو دشپې چاپې اچوي او وژني مو !

/ زمونږ اولس یې قصدا په نس وږی ساتلی، قېمتونه یې اسمان ته
خېځولي چې اولس یې داخيستلو توان نلري او دازادي اراده یې صلبه
شي ! صليبيانو قصدا هغو اشخاصوته چې له له دوی سره کارونه
کوي جګ معاشونه ان داروپا په سويه ورکوي او تاجران خپل مال په
لوړه بيعه په دوی خرڅوي چې نور اولس یې داخيستلو قدرت نلري
او تل دنس په غم ککړ دي او نا مشروع کاروته لاس اچوي !
/ افغانۍ یې قصدا جګه ساتلې او هره ورځ افغانۍ په دالرو
افغانستان بانګ د cia په اډر اخلي خو داچې په دولت کې یې ټول
غله کښېنولي نو ملي اقتصاد او خصوصي سکتورته کومه ګټه نه
رسوي او داسې مسال لري لکه اوبه چې په ريګ کې ورکېږي !
تاسو دې ته ګوره چې يوه افغانۍ نږدې دوه پاکستانۍ روپۍ ده
اودا په داسې حال کې چې پاکستان په ملياردونو صادرات لري او
افغانستان صفر ! داسې يو حال په اقتصادي تيوري کې يو جنايت دی
داکارونه صليبيان ددې لپاره کوي چې د افغان اولس تابع او اقتصاد
يې د صليبيانو خوټو ته اړ وي او اړ پاته شي !

← ← دصليبيانو نهايې هدف په افغانستان کې داسلامي ارشاداتو
او پښتنې عنعناتو ماتول دي چې اولس په انتي اسلامي او فحشا
وېرو س ککړ کړي ! که دا کار یې وکه نو دوی موفق دي چې ښخې
اونر دې بې خدايه کونيان فاحش کړي او داد دوی هدف دی
که يو څوکاله نور پاتې شي دې هدف ته رسيږي !!

الله دې مقاومت ژوندی لري !


میرویس
06.12.2013

السلام علیکم
پتنګ ګله بیا دې خوله بې واکه شوې، ګلان دې کرلي دي.
دا خبرې چې ته کوې، زما یې پرې څه؟ ره خو د چا تالي څټئ نه یم او نه هم تاسې غوندې په پټو سترګوپه طالبانو پسې ډومبکئ وهم.

که ستاسې دا ټولې خبرې صحیح وي، نو ته خو په خپلو پښو جرمني ورغلئ یې او د غرب په لمن کې دې ځان اچولئ دئ. ته خو به اوس پدې لاندې صفتونو چې پخپله دې ‌ذکر کړیدي، د ګاډئ آس غوندې کامل مرصع شوئ وې:

[دصليبيانو نهايې هدف په افغانستان کې داسلامي ارشاداتو
او پښتنې عنعناتو ماتول دي چې اولس په انتي اسلامي او فحشا
وېرو س ککړ کړي ! که دا کار یې وکه نو دوی موفق دي چې ښخې
اونر دې بې خدايه کونيان فاحش کړي او داد دوی هدف دی
که يو څوکاله نور پاتې شي دې هدف ته رسيږي] !!

تاسې پخپله په جرمني کې ډیر ژوند کړئ، که د جرمنانو عسکر په افغانستان، بالخصوص په کندز او چهار درو کې چې دوی هلته پراته دي، اسلامي ارشادات او پښتنې عنعنات ماتوي، اسلامي ضد مفکوره او فحشا خپروي، نراو ښځې بې خدایه، کونیان او فاحش کوي، نو دغه صفتونه خو به ټول پخپله په تاسې کي خا مخا پیدا شوی وي.

وروره، ستاسې یوه خبره هم صحیح نده، لکه مخکې دې چې ویلي، ستاسې د کورنۍ پنڅه تنه غړي وژل شویدي. د کساد او غچ اخیستنې د اور لمبو ستاسې سترګې پټې کړیدي، نه تور وینئ، نه سپین. کساد اخیستل جهاد ندئ. ما تاسې ته مخکې دا لاندې توصیه کړې وه.
لیوه تی نصیحت کاوه، ویل یې پرېمیږده چې رمه رانه لاړه.
ورورګله، زموږ اوهام، خیالات، احساسات، عواطف، رحم او غوصه باید زموږپه فیصلو، روزمره ژوند، د خوشحالۍ، غم، جنګ، جهاد، دین او مذهب او د الله تعالا د اوامرو په پیروۍ، او دملک د بقا او علیا ګټو په مسائلو کې د خیل نکړو اوپرې نږدو چې خدای مه کړه له یوې خوا په دین او دنیا مؤخوذه شو او له بلې خوا د خپلو شخصي غوښتنو او اغراضو پر بنا د ملت او ملک سره جفا وکړو اودنه بښونکي او نه تلافي کیدونکي خیانت سبب شو.

موږ باید هغه لار غوره کړو چې ټول ملت پرې رضا وي، نه محدودې ډلې ټپلې.
زه اوس ستاسې په خیالاتو بهتره پوهیږم او خواخوږي درسره لرم.
لطفاً هر څه د حب علي او بغض معاویه په میچ مه سنجوه، هغه څه وکړه چې ولس یې غواړي او ممکن وي، ممکن وي، ممکن وي او ممکن وي، عملي کیدای شي، عملي کیدای شي او عملي کیدای شي.
ډ الله ملاتړ درسره غواړم..


میرویس
06.12.2013

السلام علیکم
د بدعتیانوغربنده اتڼ دئ، چې راګډشول میم قافان پکې - طالبان پکې خانان شول، د اسلام او افغان وختې کولمې پکې.

محترم میم قاف صاحب، لږ وچه ورسره نیسه. ته چې د اسلام په نامه د نارو سورو تورمونه غږوې، د کوم اسلام خبرې کوي؟ ستا د القاعدې د خوارجو ترورستانو، او بدعتي طالبانو اعمالو خو، اسلام په شرمو وشرماوه.

آیا د طالبانو قتلونه، په فاریاب کې د انجینیرانو قتل، په لنګوټي کې په بم باندې په مسجد کې د مسلمانانو قتلول، په قبرونو کې د بمونو اېښودل، په جنازو کې بمونه الوزول، په قرآنکریم کې د بم اېښودل، په عام محضر کې دماکې کول، صغیر ماشومان مغز شويي کول، او بیا خود کشان ورنه جوړول، ستاسې مسلماني ده؟

دروغ د ایمان ‌ذوال دئ. ما چیرې هم ابابیلې د بې پیلوټه الوتکو سره ندي مقایسه کړې. دا د وزیرستان دولسونو خبره ده.
ستایې پرې څه؟ ته خو د خیر په غونډۍ ورته ناس يې، جنګ او تشد ته لمن وهې، سوزيږي خوهغه ځای چې اور پرې بل دئ. د وزیرستان خلک د القاعدې او وطني افراطیانو نه تر پزې راغلي اوهغوي بې پیلوټه الوتکې ابابیلې بولي.

بیا درته وایم چې مسائل دې بیا درشته کړي دي. یوه مسئله را واخله او سرته یې ورسوه، بیا پر بله مسئله په آرامو حواسو، په دلیل، منطق او عقل غږیږه.

ته چې د اسلام خبرې کوي، آیا دا طالبان چې د القاعدې د قتل او ځان مرګي، ترور وحشت، دهشت میراٍ ث یې افغانستان ته راوړئ دئ، او شرعي حیله ورته راباسي، په اسلام کې حلال دي، او که حرام.

آیا افغانانو د پخواني شوروی په مقابل کې د جهاد په موده کې هم دغسې نامردي کړې وه او د اسلام، مسلمان او افغان سره خیانت کړئ ؤ؟
الله دې په صراط مستقیم روان کړه؟


م . ق
07.12.2013

[quote:f96d2118b5="میرویس"]السلام علیکم
د بدعتیانوغربنده اتڼ دئ، چې راګډشول میم قافان پکې - طالبان پکې خانان شول، د اسلام او افغان وختې کولمې پکې.

محترم میم قاف صاحب، لږ وچه ورسره نیسه. ته چې د اسلام په نامه د نارو سورو تورمونه غږوې، د کوم اسلام خبرې کوي؟ ستا د القاعدې د خوارجو ترورستانو، او بدعتي طالبانو اعمالو خو، اسلام په شرمو وشرماوه.

آیا د طالبانو قتلونه، په فاریاب کې د انجینیرانو قتل، په لنګوټي کې په بم باندې په مسجد کې د مسلمانانو قتلول، په قبرونو کې د بمونو اېښودل، په جنازو کې بمونه الوزول، په قرآنکریم کې د بم اېښودل، په عام محضر کې دماکې کول، صغیر ماشومان مغز شويي کول، او بیا خود کشان ورنه جوړول، ستاسې مسلماني ده؟

دروغ د ایمان ‌ذوال دئ. ما چیرې هم ابابیلې د بې پیلوټه الوتکو سره ندي مقایسه کړې. دا د وزیرستان دولسونو خبره ده.
ستایې پرې څه؟ ته خو د خیر په غونډۍ ورته ناس يې، جنګ او تشد ته لمن وهې، سوزيږي خوهغه ځای چې اور پرې بل دئ. د وزیرستان خلک د القاعدې او وطني افراطیانو نه تر پزې راغلي اوهغوي بې پیلوټه الوتکې ابابیلې بولي.

بیا درته وایم چې مسائل دې بیا درشته کړي دي. یوه مسئله را واخله او سرته یې ورسوه، بیا پر بله مسئله په آرامو حواسو، په دلیل، منطق او عقل غږیږه.

ته چې د اسلام خبرې کوي، آیا دا طالبان چې د القاعدې د قتل او ځان مرګي، ترور وحشت، دهشت میراٍ ث یې افغانستان ته راوړئ دئ، او شرعي حیله ورته راباسي، په اسلام کې حلال دي، او که حرام.

آیا افغانانو د پخواني شوروی په مقابل کې د جهاد په موده کې هم دغسې نامردي کړې وه او د اسلام، مسلمان او افغان سره خیانت کړئ ؤ؟
الله دې په صراط مستقیم روان کړه؟[/quote:f96d2118b5]
هاي هاي سپین سترګیه، شرم او حیا خو پیژنې هم نه! ته کله دلایل او منطق منې، تاته خپله اجنډا مهمه ده چې په هره توګه وي باید خلک ګمراه کړې او حقیقتونه سرچپه کړې! همدا دې دنده او وظیفه ده!
زما په ټولو خبرو غوږونه مړه واچوې او لکه د مداري غوندې هماغه یو منتر غږوې!
دغه قتلونه، جنګونه، ورانکاریانې، بې امني، تخریب، نفاق او اختلاف اچونه ټول د امریکا کار دی، چې امریکا او ګوډاګیان یې ورک شي دا هرڅه به هم ورک شي!
دغه د بي بي سي راپور یې یو بل سند:
http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2013/12/131205_im_james_dobbines_on_security_agreement_peace_clashes.shtml

د افغانستان او پاکستان لپاره د متحدو ايالاتو د ولسمشر ځانگړي استازي جيمز دوبنز له افغان ولسمشر حامد کرزي سره په خبرو کې د افغان چارواکو په وينا ويلي چې امنيتي تړون او افغان سوله سره تړلي دي.
يوه لوړ پوړي افغان چارواکي د بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وويل چې ښاغلي دوبنز د امنيتي تړون لاسليک له افغان سولې سره وتاړه.
دغه چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط زياته کړه چې د ولسمشر اوباما ځانگړي استازي گواکې دا هم وويل چې " که په افغانستان کې سوله وي نو د دوى د عسکرو پاتې کېدو ته اړتيا نشته"
افغان چارواکي دا ادعا هم وکړه چې گواکې جيمز دوبنز ولسمشر کرزي ته دا هم ويلي چې د تړون د نه لاسليکېدا په حالت کې ښايي په افغانستان کې کورنۍ جگړه ونښلي.
چارواکو وويل چې افغان ولسمشر د دغو څرگندونو په ځواب کې په ډاگه کړه چې افغانستان کې که بهرنى لاس نه وي نو کورنۍ جگړه نه نښلي.
د پنجشنبې په ورځ ( د دسمبر ٥) د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر د طالبانو د يوې خبرپاڼې په ځواب کې ويلي و چې " "طالبان وایي ترڅو امریکایان په افغانستان کې شته، دوی به جګړه کوي او امریکایانو له القاعدې او طالبانو سره جګړه د خپل حضور لپاره پلمه ګرځولې ده، خو د دغه ناوړه حالت او مرموزې جګړې بیه زموږ ملت ادا کوي.""
کابل کې د ولسمشرۍ دفتر وايي که دغه وروستۍ اعلامیه په رښتیا د طالبانو دريځ بیانوي او دوی په خپل دریځ کې د چارواکو په وينا ريښتيني او په عمل کې خپلواک وي، نو د سولې لارې په خپلولو سره دې په افغانستان کې د بهرنیانو د شته والي او د هغوی د جنګ د دوام لپاره پلمه ختمه کړي.
د افغانستان ولسمشرۍ دفتر د ولسمشر کرزي په باب وايي هغه په دې باور دی چې په اوسنيو حالاتو کې له لوېديځو هېوادونو او د امریکا له متحده ایالاتو سره اړيکې، په تېره په پوځي او اقتصادي برخو کې د هېواد په ګټه دي.
خو د افغان ولسمشرۍ په باور دا تړاو هغه وخت د افغانانو په خیر او ښېګڼه تمامېدى شي چې په افغانستان کې سوله او امنیت ټينګ شوى وي.
کابل او واشنگټن د امنيتي تړون د نه لاسليکېدا راهيسته پر يو بل ژبني وارونه ډير کړي دي.
د امريکا په رسنيو کې د چاراکو له خولې د جمعې په ورځ (د دسمبر شپږمه) ويل شوي وو چې که ولسمشر کرزى دا تړون لاسليک نه کړي نو بيلا بيل فشارونه به پرې ډير شي.
د وال سټريت جنرال ورځپاڼې د يوۀ ناڅرگند امريکايي چارواکي له خولې ويلي چې" پر ولسمشر کرزي فشار ډيريږي يوازې د ولس فشار نه دى بلکې د مهمو سياستوالو او د سوداگرۍ د ډگر مهم کسان پرې فشار اچوي."
ورځپاڼې د امريکايي چارواکي له خولې ويلي چې دغه ډول فشارونه به د واشنگټن تر فشارونو پر ولسمشر کرزي ډير اغېزمن او لوى وي.
خو د ولسمشر کرزي وياند ايمل فيضي د بي بي سي پښتو وېبپاڼې سره په خبرو کې دغه خبرې رد کړې او ويې ويل چې افغان مشر په کور دننه يا دباندې کوم فشار نه احساسوي.
ښاغلي فيضي وويل ولسمشر کرزى د افغانستان او افغانانو لپاره کار کوي او دريځ يې د ټول ولس دى.

که اوس هم حقایق نه ګورې او نه یې منې نو خداي دې په ټپه ړوند کړه!


میرویس
09.12.2013

میم قاف صاحب، السلام علکم
زما او ستا د ښځو غوندې ناندریونه، چې بامونو ته سره جګې شي، د پارو غودې او جارو غودې پيغورنه سره ورکوي، ګټه نلري.

زه خو هر ځل درته وایم چې راځه یوه مسئله و ټاکو او بحث وریاندې وکړو. دا تیر ځل مې پیشنهاد وکړ چې راځه قصداً د بې ګناه مسلمانانو په قتل او ځان مرګي په روا او ناروابحث وکړو.

تاسې داځلې بیا بله موضوع را واچوله.
دا مضمون چې تاسې بحث ته اچولئ ما هم هو به هو لوستئ دئ.
د ډابنز دا خبره چې: [امنيتي تړون او افغان سوله سره تړلي دي].
داسې معنې ترې اخیستل کیدای شي چې، ګواکي، که تړون لاس لیک نشي افغانستان ته سوله نه راځي. خو بیا یې دا خبره په خپله بله جمله کې واضح کړیده: [" که په افغانستان کې سوله وي نو د دوى د عسکرو پاتې کېدو ته اړتيا نشته" .

دډابنز دویمه خبره د هغه د اولې خبرې دا تصدیق کوي، چې په افغانستان کې نه سوله شته او نه امنیت، پکاردي چې د امریکا او نوروملکونوقواوې د امنیت او سولې د راوستو دپاره دلته پاتې شي، تر څو افغانستان بیا د القاعدې او نورو ترورستانه ځاله نشي، او بیا په امریکا حملې ونکړې، نوره نړۍ ونه ګواښي او د تیرې یوې لسیزې لاس ته راوړنې عبث نه شي.

"طالبان وایي ترڅو امریکایان په افغانستان کې شته، دوی به جګړه کوي او امریکایانو له القاعدې او طالبانو سره جګړه د خپل حضور لپاره پلمه ګرځولې ده، خو د دغه ناوړه حالت او مرموزې جګړې بیه زموږ ملت ادا کوي."
کابل کې د ولسمشرۍ دفتر وايي که دغه وروستۍ اعلامیه په رښتیا د طالبانو دريځ بیانوي او دوی په خپل دریځ کې د چارواکو په وينا ريښتيني او په عمل کې خپلواک وي، نو د سولې لارې په خپلولو سره دې په افغانستان کې د بهرنیانو د شته والي او د هغوی د جنګ د دوام لپاره پلمه ختمه کړي.

میم قاف صاحب، دا خبره ډیره په منطق برابره ده، چې که طالبان واقعاً پدې عقیده وي چې په افغانستان کې خارجي قواوو د خپل حضور دپاره د القاعدې او طالبانو سره جګړه پلمه کړې وي، نو طالبان دې سوله وکړي، او د اجنبي قواوو دحضور تلسم دې مات کړي.
پر مولا دې سپارم.


pattang
09.12.2013

[quote="میرویس"] … … … … … . .
د ډابنز دا خبره چې:
.[quote:d79ca81111]
[امنيتي تړون او افغان سوله سره تړلي دي].
داسې معنې ترې اخیستل کیدای شي چې، ګواکي، که تړون لاس لیک نشي افغانستان ته سوله نه راځي. خو بیا یې دا خبره په خپله بله جمله کې واضح کړیده: [" که په افغانستان کې سوله وي نو د دوى د عسکرو پاتې کېدو ته اړتيا نشته"].[/quote:d79ca81111]

انډيواله که زه ستا منطق ته ګورم داسې راته مالوميږي لکه يو
بېچاره دالري کوڅه ډوب ستا په حال ديوو پښتانه په دود ډېر
غمجن کېږم چې ځينې پښتانه ولې دومره ساده او سپين سترګي دي!
اوته باور په رب وکړه چې په خفګان يې درته ليکم !

نه ! داخبره :
[color=red:d79ca81111][امنيتي تړون او افغان سوله سره تړلي ديږ.
[/color:d79ca81111]

دا خو دغولوخوړاک دی ځکه که دوی ورک شي طالبان نور جنګ نکوې
اوله دولت سره خبرې کوي او مسئله به بين الافغاني شي دخارجيانو
مداخله حقوقي نده دجنګ علت دوی دي چې دوی وي جنګ به هم وي
او پښتانه به پکشې وژل کېږي !!

دډابنز دویمه خبره د هغه د اولې خبرې دا تصدیق کوي، چې په افغانستان کې نه سوله شته او نه امنیت، پکاردي چې د امریکا او نوروملکونوقواوې د امنیت او سولې د راوستو دپاره دلته پاتې شي،
کوي،

[color=red:d79ca81111]
[" که په افغانستان کې سوله وي نو د دوى د عسکرو پاتې کېدو ته اړتيا نشته"]
[/color:d79ca81111]

نه ! دادوهمه خبره ددې رزيل بې منطقي آو ستاسو سادګي
ښکاره کوي ! او دالرخوړلو ته لاره برابره وي !
ځکه چې ددوي دا اشغال دجنګ علت دی نو که سوله غواړي
افغانستان دې پرېږدي ترڅو چې ددوی اشغال وي
،جنګ به هم دوام لري او ددوي په خلاف باندې جنګ فرض دی .

چې په دا ۱۳ کالونو کې یې سوله را نه وستله نو چې ۱۰۰ کاله
نورهم پاتې شي سوله نشي را وستی !! سوله هلته راځي چې دوی
ورک شي .

[quote:d79ca81111]تر څو افغانستان بیا د القاعدې او نورو ترورستانه ځاله نشي، او بیا په امریکا حملې ونکړې، نوره نړۍ ونه ګواښي او د تیرې یوې لسیزې لاس ته راوړنې عبث نه شي. [/quote:d79ca81111]

لود ګي خو دومره ښه نوي په درواغو او حرامزادګي خو صليبي
اشغالګر نه شرميږي خو پښتان ملګري د یې لږحيا وکړي !

- د افغانستان اولس خو به د القاعدې سر د استوګنې ابدي
قرارداد نوي کړی !

- کوم طالب مشر ، قومندان د القاعدې غړی دی ؟

- طالبان په تېرو کې د القاعدې له پلان هيڅ خبر ندي او داهم
سل په سلوکې سابته نده چې داکارد القاعدې کړی وي !

که دا کار القاعدې په غاړه اخيستی وي هغه به د امېج لپاره وي
چې اسلامي مقاومت د صليبيانو په مقابل کې را ژوندی کړ ي !

[color=red:d79ca81111]په عراق باندې حمله د القاعدې له تور نه مخ کې وه ! [/color:d79ca81111]

[quote:d79ca81111] "طالبان وایي ترڅو امریکایان په افغانستان کې شته، دوی
به جګړه کوي او امریکایانو له القاعدې او طالبانو سره جګړه د خپل
حضور لپاره پلمه ګرځولې ده، خو د دغه ناوړه حالت او مرموزې
جګړې بیه زموږ ملت ادا کوي."[/quote:d79ca81111]

نو چې پر دې هم پوهيږې چې پلمه یې ګرځولې ده نو لوده خانه بيا ولې دازادي غږ نه پورته کوې ؟
او که ددالرو غلا ته مو لکه پشو سترګې نيولې دي ؟؟؟

[quote:d79ca81111]کابل کې د ولسمشرۍ دفتر وايي که دغه وروستۍ اعلامیه په رښتیا د طالبانو دريځ بیانوي او دوی په خپل دریځ کې د چارواکو په وينا ريښتيني او په عمل کې خپلواک وي، نو د سولې لارې په خپلولو سره دې په افغانستان کې د بهرنیانو د شته والي او د هغوی د جنګ د دوام لپاره پلمه ختمه کړي.
[/quote:d79ca81111]

نو يانې دا پر دې مانا چې دهغوی په حضور کې دې اسلحه په مځکه
کېږدي او دسولې خبرې د شروع کړي ؟ تف لانت په داسې منطق
وروره داخبرې دشمال دلنډغرو دي چې هغوی دطالب مړی غواړي!

دا خوشې د نظاريانو پلمې دي ! دالر غلا کوه او طالب سپکوه !
کرزی اجنټ د شماليوالو ښځه او دپښتنو لوی دوښمن دی څکه
دغه ازري قزلباش دی او بې عقل پښتانه یې خرڅ کړل!

بين المللي حقوق ، عقل او منطق داسې وايې :

اول ازادي ، خپلواکي او بيا بين الاففاني تفاهم او دسولې خبرې!
امريکايان له شمالي ټلوالو سره يو ځای د ملل متحد له پرې کړې
څخه په مخ کې په زور راغلي او په زور سره بايد بېرته ووځي !


م . ق
11.12.2013

ښاغلی میرویس،
د ډابینز د خولې څخه د راوتو خبرو نوی تعبیر او توجیه کول د امریکایانو څخه ننګه او دفاع ده، او هغه څوک دا کار کوي چې امریکایانو د همدې لپاره ګمارلی وي، خو زمونږ لپاره د خوښۍ ځاي دادی چې خپله د امریکایانو اجنټ حامد کرزي صیب ستاسو د دغو خبرو ځواب کړی او د ډابینز د خبرو توضیح یې کړې ده او په ډیر صراحت سره يې کړې چې د ټولو اجنټانو په خلو د بطلان یوه درنده څپیړه ده!

http://www.taand.com/archives/15362

کرزی: امریکا د استعمارګرو هیوادونو په شان چلن کوي

Tuesday, 10 December 2013 22:54
تاند- د افغانستان ولسمشر حامد کرزی وايي، د امریکا متحد ایالتونه له افغانستان سره د امنیتي موافقې په برخه کې د استعمارګرو هیوادونو په شان چلن کوي.

ښاغلي کرزي د فرانسې لوموند ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي جېمز ډابینز ویلي، که افغانستان امنیتي موافقه لاسلیک نه کړي نو په دغه هیواد کې به د کورنۍ جګړې اور بل شي.

کرزي وویل، د دوه اړخیز امنیتي تړون په اړه د جېمز ډابینز څرګندونې کېدای شي داسي تعبیر شي چې که افغانستان امنیتي موافقه لاسلیک نه کړي واشنګټن ورته ستونزې راولاړوي.

ده زیاته، ډابینز په دې توګه غواړي ووايي چې :«که تاسو موافقه نه لاسلیکوئ، موږ به ستاسو په هیواد کې جګړه وپارو، موږ به لانجې جوړې کړو.»

ښاغلي کرزي د خپلو خبرو په دوام کې وویل:« حتي که دوی په دې برخه کې جدي هم وي، دوی موږ له دېواله اړولی نه شي. څه چې په وروستیو ورځو کې زه اورم او یا مې پخوا اورېدلي ول دا پخواني (کلاسیک) استعماري استثمار ته ورته دي.»

د افغانستان ولسمشر لوموند ورځپاڼې ته دا هم وویل چې د افغانستان خلک به د امریکا فشار ونه مني«افغانان به، چې پخوا یې له لویو استعمارګرو سره جګړې کړي دي، چا ته غاړه کښېنږدي.»
--------------------------------------------

میرویسه اوس ورکړه ډنګ! څه پرتوګ ورته کوې؟؟؟


pattang
14.12.2013

مېرويسه اوس دې داسې ډانګ په ملا وخوړ چې سر د ګنګس او
پښې د شلې شوې ! نو اوس به څه پرتوګ ور اغوندې ؟؟؟


میرویس
17.12.2013

میم قاف وروره، السلام علیکم
د الله جل جلاله نه صبر او حوصله درته غواړم.
تاسې چې دتند او زیږه کلماتو استعمال استعمالوئ، او د همدغو کلماتو د معنی او مفهوم د افادې د اثر په جریان کې، ستاسې اعصاب ستاسې آتشي مزاج جریحه دار شي، او مساېل درنه دروشته شي، بیا ستاسې د جانبدارۍ تمایل غلبه درباندې وکړي، د قلاوې سر درنه ورک شي، او ستاسې منطق ستاسې د یو جانبه قضاوت محصول شي.

تاسې هغه څه چې د خپل هدف د کامیابۍ یعنې د طالبان د جګړه مارۍ د پاره په کرسۍ کینوئ، دا درنه هیره شي چې همهدغه اصل د مقابل لوري په برخه کې هم صدق کوي.

مثلاً تاسې وایاست: نو يانې دا پر دې مانا چې دهغوی په حضور کې دې اسلحه په
مځکه کېږدي او دسولې خبرې د شروع کړي ؟
وروره، که طالبان وسله پر مځکه کیږدي، نو بیا دسولې خبرو ته څه ضرورت دئ؟ سوله خو د هغه چا سره کیږي چې یو قوت وی.
ورورجانه، په ټوله دنیا کې چې سوله شوې متخاصم لوري پرمځکه باندې د وسلو د ايښدلو نه مخکې تفاهم ته سره رسیدلي او بیا یې وسلې پر ځمکه اېښې دي او ګډ حکومت یې جوړ کړیدئ.

ستاسې ددې تعبیر بل اړخ دادئ چې، خارجي قوتونه دې ووزي، بیا به بین الافغاني تفاهم وشي. یعنې تاسې وایاست چې طالبان دې د القاعدې او نورو ترورستو ډلو سره د اذدواج او ووزن په حال کې پریږدي، چې د افغانستان نه یو ځل بیا انډوخرجوړ کړي، او په خارج کې ترورستي حملې وکړي؟
که خارجي قواوې دا کاور وکړي نو د څه دپاره دلته راغلې وې وې؟

وروره، دا تضمین څوک ورکوي، چې طالبان به بیا جنګ نه کوي. تر هغې چې طالبان د القاعدې نه ځان جلا نکړي، څوک دا باور نه ورباندې کوي، چې دوی به بیا د افغانستان نه په خاج کې د ترورستانودحملو مرکز جوړ نکړي.
طالبان د جنګ نه لاس نه اخل، دوی غواړي په افغانستان کې شرعي نطام جاري کړي. د خارجیانو د راتګ نه مخکې هم طالبانو جنګ کاوه، چې زه هم ورنه خوشحاله وم، ګوندې د پخوانیو ټوپکیانو خپل منځي جنګونه ختم کړي، خو تاسې ولیدل چې طالبانو په اسلام، ولس اونړیواله ټولنه څه نخرې ونکړې.

بلې طالبان افغاني آجنډا لري، خو القاعده او نور ترورستان نړیوله آجنډا لری، نه د طالب پروا لري، نه د افغانستان، لکه چېثابته یې هم کړه، د ملامحمد عمر د سلا پرته یې په خارج کې ګذارونه وکړل. حال دا چې اُسامه چې د ملا عمر نه د افغانستان تابعت وغوښت، بیعت یې ورته وکړ او ورته ویې ویل چې ستا د اجازې پرته به هیځ کار نه کوم، زما وینه ستا، او ستا زما ده، دواړه به یوه ګور ته سره ځو. خو د ۹/۱۱ په پیښه باندې اُسامه بن لادن د میثاق د روحیې نه چې د اسلام پیغمبر د کفارو سره کړې ؤ، سر غړونه وکړه او دا غیر اسلامي کار ؤ.

ددې ټولو مظالمو سره سره ولې طالبانو القاعده ونه رټله، او تر نن زمان پورې ورته ویل کیږي چې د القاعدئ د ننګې نه لاس واخله، د افغان ولس لمن ونیسه، د القاعدې تروریطم په خپل ملک مه رواجوه، بدعت مه کوه، دا دترورستانو سره جګړه ده، نه د طالبانو سره.
وروره،ددې روانې غمیزي زیږند خارجي اشغالګران نه، بلکه القاعده او د طالبانو سهوې دي.

تاسې رښتیا وایاست چې خارجي قواوو د یوې لسیزې نه په زیاته موده کې چیرې هم سوله رانه وسته، خو دا بل اړخ ته خو یې هم وګورئ چې که دا خارجي قواوې نه وای راغلې، د افغانستان وضع به څنګهوه؟ او هغه هم که افغانستان سلامت، پاتې شوي وای؟

برادر جاني، ډیر طالب مشران شته چې هم طالبان دي او هم د القاعدې غړي.
پرون یې په کراچۍ کې د پاکستاني طالبانو یو مشر عدنان چې په ابو حمزه هم مشهور دئ ونیول شو. الیاس کشمیري چې ووژل شو او محمد اسلم.
که نوره پلټنه پسې وکړم په لسګونو نومونه به پیدا کړم.

تاسې د پاسکتاني ورځپاڼې [امت] ننئ رپوټ لوستئ چې دا لاندې ټکې هم پکې دي:
=====
[تاند- یوې پاکستانۍ ورځپاڼې ادعا کړې چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د کابل- واشنګټن د امنیتي موافقې په اړه له طالبانو سره پټې خبرې کړي دي.
له اسلام اباده خپرېدونکې (امت) ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي چې طالبانو د خبراترو لپاره د ولسمشر کرزي د غوښتنې په ځواب کې پرېکړه کړې چې له ملا عبدالغني برادر څخه په استفادې له افغان ولسمشر سره تماس ونیسي.
ملابرادر، چې څه موده پخوا د افغانستان د حکومت په غوښتنه پاکستان ظاهراً خلاص کړ، تراوسه پوري یې نه د خپلې کورنۍ له غړیو او نه هم د افغانستان د سولې د عالي شورا له هغو غړیو سره خبرې کړي چې له ده سره د خبرو لپاره لېږل شوي ول.
اُمت ورځپاڼې ادعا کړې چې د طالبانو د مرکزي شورا (د کوټې شورا) یوه غړي په دې اړه وویل:«ملابرادر له امریکا سره د خبرو اجازه نه لري او یوازې له حامد کرزي سره د طالبانو د جوړجاړي استازیتوب ورکړای شوی دی.»
ده زیاته کړه، هغه خبرونه، چې پراساس یې ویل شوي و چې ملا برادر له امریکا سره د خبرو اجازه ترلاسه کړې ده، ناسم دي.
د امت ورځپاڼې د راپور له مخې افغان طالبانو ملابرادر ته اجازه ورکړې چې د دوی له لوري د افغانستان او پاکستان له حکومتونو سره خبرې وکړي او د طالبانو مشر ملا عمر په دې برخه کې ملابرادر ته ډاد ورکړی دی.
د طالبانو د کوټې د شورا د دغه غړي په وینا د طالبانو تحریک هڅه کوي چې د ملاعبدالغني برادر په مرسته حامد کرزی له امریکا سره د امنیتي موافقې نه لاسلیکولو ته وهڅوي څو وروسته د نورو موضوعاتو په اړه له هغه سره خبرې پیل کړي.
په همدې حال کې طالبانو ملابرادر ته اجازه ورکړې چې په راتلونکي وخت کې هم له کرزي سره د دوی د رابط په توګه فعالیت وکړي


م . ق
18.12.2013

میرویس صیب، خطاء شوی یې! مخاطب کړی دې زه یم او ځواب دې د بل چا د لیکنې کړی دی، لږ ورته متوجه شه!
دغه جمله زما نه ده:
(نو يانې دا پر دې مانا چې دهغوی په حضور کې دې اسلحه په
مځکه کېږدي او دسولې خبرې د شروع کړي ؟)
ستا د ځواب عمومي محتوی هم زما په خبرو نه راڅرخي فلهذا ماته د وئیلو څه نشته!
خو ستا لیکنې علمي او اخلاقي بڼه لري، ښايي چې همدا دې مسلکیتوب وي، زه غواړم تاسو سره خصوصي خبرې وکړم ځکه بعضې داسې خبرې دي چې په ښکاره نه کیږي نو که غواړې یوې نتیجې ته سره ورسیږو ماته خصوصي پیغام کې خپل ایمیل راولیږه، زمونږ اختلاف یوازې سیاسي نه دی بلکه نظریاتي او فکري هم دی خو چونکه ستا علمي او مذهبي مستوی ښه ده نو کولاي شم چې په ډېرو ژورو خبرو درسره استدلال او استناد وکړم.

مننه


طالب ISI
22.12.2013

چې ۱۲۴ زره پیغمبران را ژوندي شي پتنګ به ملامت نه کړي!
او نه به د جرمني آرام ژوند پریږدي!

جهاد نیږدې پای ته ورسید ته شهید نه شوې!

ورځه کوندې د ډرون ښکار شې ته هم.


tandar
22.12.2013

سلامونه
خداي پاک دي زيات عمر ورکړي :oops:
ورځه کوندې د ډرون ښکار شې هههههههها
سخت زړه دي ورته ډک دي :oops:
ډير اشغالګر مردار اودرواني په مرض اخته خومشران يې دژوند نه لذت وړي
دازاد اوواحد افغانستان په هيله
[quote:023fa7581b="shaheer"]چې ۱۲۴ زره پیغمبران را ژوندي شي پتنګ به ملامت نه کړي!
او نه به د جرمني آرام ژوند پریږدي!

جهاد نیږدې پای ته ورسید ته شهید نه شوې!

ورځه کوندې د ډرون ښکار شې ته هم.[/quote:023fa7581b]


میرویس
26.12.2013

شهیر صاحب، السلام علیکم
چې تور مرغان سپین شي، سپین تور، پتنګ به همداسې په جرمني کې، د هغو غربیانو په نعمتونو مزې چړچې کوي، چې ظاهراً پتنګ ددې دپاره بد پرې وایي چې افغان طالبان او په مجموع کې ټول پښتانه د غرب او افغانستان د نورو اقوامو پر ضد را وپاروي او پرې ویې وژني، او په باطن کې د همدغو غربیانو ملاتړ کوي. پتنګ په غرب کې پروت دئ مالیه او سود ورکوي.

پتنګ اصلاُ د هغه چا په ټونګ چې دې کار ورته کوي، د طالبانو او په مجموع کې د ټولو پښتنو دښمن دئ، غواړې چې د پښتنو علاقې د تعلیم نه محرومې شي او پښتانه د نورو غلامان شي. دا کومه تصادفي آجنډا نه چې پتنګ يې یو جزدئ، بلکه دا یوه سنجیده معامله ده چې پښتانه د تعلیم نه محروم شي تر څو دهغوی نه پدې نا اعلان شوې جګړه کې کار واخیستل شي.

پتنګ بیا دومره ډارن هم دئ چې امریکا، برتانیې او نورو غربي ملکونو ته چې په افغانستان کې ديره قواوې لري، بد رد وایي، خوجرمني ته چې په کندز، چاردرو او نورو علاقو کې قواوې لري، او د افغانستان حکومت ته بې شانه زیاته مرسته ورکوي، د خولې نه یوه کلمه هم د جرمني پر خلاف نه باسې.
پتنګ کارګه غوندې زیرک دئ، خو هوښیار او عاقل نه.

پتنګ نورو ته ګوته نیسي، خو دا نه وایي چې ولې، دئ حتی د طالبانو یو جنایت هم نه یادوي.
د پتنګ صاجب چرګ یوه پښه لري.
په درناوي.


pattang
27.12.2013

هلکه دا ستا لوده توب ته چې ګورم خوا مې درته بده شي !
ليکنې کوې خو په پټو سترګو ، په کرخت او منجمدو مغزو !

[quote:a334d20011="میرویس"]شهیر صاحب، السلام علیکم
چې تور مرغان سپین شي، سپین تور، پتنګ به همداسې په جرمني کې، د هغو غربیانو په نعمتونو مزې چړچې کوي، چې ظاهراً پتنګ ددې دپاره بد پرې وایي چې افغان طالبان او په مجموع کې ټول پښتانه د غرب او افغانستان د نورو اقوامو پر ضد را وپاروي او پرې ویې وژني، او په باطن کې د همدغو غربیانو ملاتړ کوي.
[/quote:a334d20011]
ازادي په هر چا فرض دی پښتانه هم له غربه او هم له نورو اقوامو
خپله ازادي غواړي او زه دغه دغوښتنې روحيه په طالب کې وينم
اونه په فاسده درواغجنو روڼ انديو کې چې خپل ناموس په دالرواو
قدرت خرڅوي او خرڅ کړی یې دی !
نور اقوام نور څه کولی شي ؟
خو ۵۰۰۰ یې يوارې ۳۰۰۰ زره بلوارې او ۸۰۰۰ زره یې بلوارې
ووژل او ۵۰۰۰ پښتانه یې له خپلو کليو وشړل چې اوس هم دبقوا
په دښته کې ژوند کوي او دا پاته نور يې په ټيټ سر او مړو سترګو
پاړسو ورسره غپوي نورنو پښتانه ته څه پاتې دي ؟؟؟

[quote:a334d20011="میرویس"]
پتنګ په غرب کې پروت دئ مالیه او سود ورکوي.
[/quote:a334d20011]

ماليه ورکوم خو دا سود دې څه شی دی ؟ او خوشې لګيا یې !

[quote:a334d20011="میرویس"]
پتنګ اصلاُ د هغه چا په ټونګ چې دې کار ورته کوي، د طالبانو او
په مجموع کې د ټولو پښتنو دښمن دئ، غواړې چې د پښتنو علاقې
د تعلیم نه محرومې شي او پښتانه د نورو غلامان شي.
[/quote:a334d20011]

زه يووخت دکلي بې سوادو خلکو دمسجد دملا صيب له لښتو وروسته
ښونځي ته لېګلی يم او ډېر کالونه مې تر اوسه پورې په زدکړه کې
تېر شوي اوهم مې د طالبانو په وخت کې د طبعي علومو کلکې
غوښتنې کړې دي او کوم به یې راغلو دپښتنو دوستي اودوشمني
ته نو ته لا پيداهم نوې چې ما خپل امتحان موفقانه ورکړی !
که دروغ وایې خو نامردي مکوه !

[quote:a334d20011="میرویس"]
دا کومه تصادفي آجنډا نه چې پتنګ يې یو جزدئ، بلکه دا یوه سنجیده معامله ده چې پښتانه د تعلیم نه محروم شي تر څو دهغوی نه پدې نا اعلان شوې جګړه کې کار واخیستل شي.[/quote:a334d20011]

اول خوکه داسې وي نو دابه اجنډا نه وي بلکې ستراتېږي به وي !
که تعليم او د سواد خبره وي خو نه داشغالګرو تر اشغال لاندې
او پردويو پيسو ! په افغانستان کې علم او معارف د اشغالګرو په
خوشه د فحشا لوري ته روان دی او مسلکي سويه یې نږدې صفر
ده! پردې مورد کې ستا سره بحث کول ستا له سویې جګ دي !

[quote:a334d20011="میرویس"]
پتنګ بیا دومره ډارن هم دئ چې امریکا، برتانیې او نورو غربي ملکونو ته چې په افغانستان کې ديره قواوې لري، بد رد وایي، خوجرمني ته چې په کندز، چاردرو او نورو علاقو کې قواوې لري، او د افغانستان حکومت ته بې شانه زیاته مرسته ورکوي، د خولې نه یوه کلمه هم د جرمني پر خلاف نه باسې.[/quote:a334d20011]

بيا هم لکه لاسپوڅي او صليبي اشغالګر دروغ وایې !
زه په خپل کاري دفتر کې په ټولو اشغالګرو نالت وايم !خوامريکايان
اصلي قاتلان دي او زمونږ ملک ته د شمال دغلو په
دالري ملګرتيا راننوتل او ۲۰۰۰۰ پښتانه یې مړه کړل او تر اوسه
یې هم وژني اودانوردناتو مملکتونه دملل متحد په پرېکړه چې
دامريکايان په زور وشوه وروسته راغلل !

دټولو هدف يو ،داسلام ضعيفه کېدل او کلتوري بدلون دی خو داسلام
بړېځي به بيا داسې جنګيږي لکه په صليبي جنګونو کې !!

[quote:a334d20011="میرویس"]
پتنګ کارګه غوندې زیرک دئ، خو هوښیار او عاقل نه.
[/quote:a334d20011]
پرما باندې وزير او ترين پښتانه ډېر ګران دي ، ترين ډېرې ښائسته
پېغلې (زما ټولې خوندې )لري ، ښه اټڼ کوي خو وزير هم ښه اتڼ
کوي او هم کلک جنګيږي!
خو کله یې چې اتڼ یې مست شي نو بيا کله کله داسې ناره وکړي:
«ډر ها، ډر ها »

[quote:a334d20011="میرویس"]
پتنګ نورو ته ګوته نیسي، خو دا نه وایي چې ولې، دئ حتی
د طالبانو یو جنایت هم نه یادوي.
د پتنګ صاجب چرګ یوه پښه لري.
په درناوي.[/quote:a334d20011]
داخبره دستا نده دا دې ستا ددالري بادارانو او شمالي‌ټلوالو او
خصوصا د سقاويانو ده ! طالبانو جنايت ندی کړی بلکې سياسي
غلطي او تند روي !! طالبانو هرايتنيک او قوم ته خپل غرور او
حقوق ورکړل او افغانستان یې په يوه تاريخي خرابه مرحله کې له
تجزیې خلاص که ، دپتنګ دجرګې يوه پښه د مذدوراو بيغيرته
څلورپښي نه کلکه او ډېر استقرار ورڅخه لري !!


میرویس
31.12.2013

پتنګه، السلام علیکم
ماته مې مور ویلي وو، چې زه به خپلې شیدې در ونه بخښم چې د چا بدې مور ته سپک ووایي، تر څو ستا ښې مورته سپک او بررد ونه وايي. هغې راته ویلي وو چې که خپله مور او پلار او خپل عزت او پت درباندې ګران وي، نو بل ته دغه الفاظ مه استعمالوه. زه نه پوهیږم چې پر تاسې باندې دا شیان ګران دي، چې نورو ته یې واياست؟ کیداي شي نور هم تاغوندې پوچه خوله واچوي، خو د خپل شان او مور او پلار د پاره یې سپکاوئ ګڼي. خو ته معاف یې وروره.

ته چې د آزدۍ خبره کوې، ولې د القاعدې او هغو ترورستانو نه د پښتنو آزادې نه غواړې چې پښتانه یې د طالبانو د حماقت نه په استفاده د څلویښتو نه دزیاتو ملکونو د قواوو تر اشغال لاندې کړل.

ته چې په طالبانو کې دآزادۍ روحیه ویني، نو ولې په یوه وخت کې دوه دښمنان ورته جوړوې؟ له یوې خوایې د ټولې دنیا سره جنګوې، او له بلې خوا په کور کې دننه ستا د شخصي دښمنۍ پر اساس د ملک نور اقوام ورته راپاروې؟ ته اصلاً غواړې چې د خپلې کورنۍ د غړو دوژل کیدو غچ د طالبانو له لارې د خارجیانو نه واخلې او پښتانه ددواړ خواوو سر وجنګوې، چې طالبان هم تباه شي.

هو مالیه ورکوي، او دا مالیه د په کندز کې د جرمني عسکر تمویلوي، او دغه راز ته مجبور یې چې په جرمني کې بانکې معاملې په سود ورکولو او سود اخیستلو وکړي. سود حرام دې، په جرمني کې لوڅو ښځو ته کتل حرام دي. له یوې خوا د اسلام او طالب نارې سورې وهي، له بلې خوا پداسې ملک کې ژوند کوي چې فحاشي پکې روا ده، او د فحاشي د اسباب ددوکانونو مخ ته چې تیریږي، ټول د سر په سترګو ویني.

زه نامردي نه کوم، نا مرد خو ته یې چې هر څوک کوم اسلامي او افغاني حقایق ووايي ته یې جوټه کوې او کذب کوي.
ته چې درسته ورځ لګیایې د هر چا لیک ته نا مشروع او کثیف ځواب وایي او د طالب او دهغوی د باردانو لمن ورښکته کوي، د چا نه معاش اخلي؟ دا دومره لیکنې چې کوي، هیڅ امکان نشته چې تاسې به بل ځای هم کاروکړئ شئ. او یا تاسې هم لکه د طالبانو نطاقان چې تر یوه نامه لاندې پنځه تنه کار کوي. ته یا ټوله ورځ کومو خائنو غلو ګروپونو او کوم ملک، یا طالب ته کار کوي، اویاد پتنګ په نامه د یوه نه زیات تنه کار کوئ.

ته دروغ وايي، را وښیه چې تا په خپله لیکنه کې چیرې د جرمن قواوې اشغالګرې بللې وي. ته راوښیه چې چیرې تا ویلي وي، چې د ترکیې قواوې اشغالګرې دي. ځکه چې بیا ملامت کیږي چې اسلامي ملک هم افغانستان ته عسکر لیږلي دي.

هیڅوک د اسلام د کمزوري کولو او زموږ د کلتور د بدلولو دپاره ندي راغلي، دوی راغلې چې لیوني سپی زموږ د ملک نه ورک کړي، چې بیا د افغاسنتا نه بهر نور خلک ونه داړي.

پتنګه دمنافقت نه لاس واخله، په اندړو کې چې ولسونه اتڼ کوي، هغو ته بد رد وایې او هغه اربکیان بولې او اتڼ تقبیڅ کوي، چې دا دمسلمان کار ندئ. هلته طالب شي، او دلته بیا د اتڼ خبرې کوي او وایې چې پیغلې یې ښایسته دي.

زه هم افغان پښتون یم له تا نه مې دير شیان لیدلي او زده کړیدي. په نوي فیصده افغانستان کې بلد یم. ما حتې د کوچیانو د ښځو اتڼونه لیدلي دي. دوی چې اتن کوي ټوپک هم ولي او داسې وايي:
وو شرینه وروره، ماته انارګل وکړه - وو ملا میر بازه ډک چلم تازه.
بیا چکه وهي اوچيغې ورسره وهي چې [بیحچه بیحچه بیحچه].

پتنګه الله جل جلاله ته سجده وکړه، توبه او استغفار وباسه، د اسلام لاره تعقیب کړه، د خوارجو، بدعتیانو او د افغانانو د دښمنئ او بهایي ګانو د غلامئ نه لاس واخله. بهایې مې ځکه درته وویل چې بل چا په فورم کې تاته د بهایې یا بایي یعنې ورور خطاب کړې ؤ.
د الله په فضل او کرم دې سپارم.


میرویس
31.12.2013

ډیر ویاړلئ، ګران، پښتنون افغان میم قاف صاحب، السلام علیکم
ستاسې د لطف او مهربانۍ، مننه کوم، تر ټولو لمړئ دې پروردېګار رب العلمین زموږ ګران وطن د روانو غمیزو نه خلاص کړي، تر څو موږ ټول پکې بسیا شو او د آرامۍ نفس وکاږو.

ما په فورم کې لیکنې ددې دپاره پیل کړې چې په بحثونو کې ګډون وکړم، څه زده کړم، او څه مثبته توښه اعطا کړئ شم، او په هغه څه زیات فشار واچوم چې د ابد یا اوږدې مودې دپاره، زمو طوق لعنت کیدای شي.

یو خو خارجي قواوې دي، چې زما په عقیده، د مجبوریت له مخې راغلې، او بل دا چې روانې دي وزي، خو طالبان زموږ د وطن خلک دي، دوی کولای شي چې زموږدملک نه داسې افراطي ټولنه جوړه کړي، چې تر ابده ددنیا د ملکونو په لړ کې ونه دریږي، او ملک بدوي ژوند ته بوزې، د ترور او وحشت نه پرته بل شئ ونه پیژني.

تاسې پخپله ګورۍ چې زموږ ځینې وطنوال داسې مطالب خپروی، چې نه یوازې دا چې د ټول ملک او ولسونو ګټه پکې نشته، بلکه د مک د تباهۍ په دوام او نورو اختلافونو او بربادیو بوی هم تر راځي.

موږ ته پکار ده چې، پداسې تجویزونو وغږیږو، چې عملی کیدای شي، ولو که پرې راضي هم نه یو. دروانې غمیزې ادامه، پښتانه ورځ تربلې، بې تعلیمه او بې بضاعته کوي، او په راتلونکې کې یې پرخپله غاړه د نورو د ږغ اېښودلو ته مجبور کوي.

زه فکر کوم چې اول د پښتون، بیا د ټول ملک د خیر ښیګڼې دپاره، باید زه او تاسې، په خصوصې ډول نه، بلکه په عام ډول مسائل مطح کړو. ستاسې دا خبره دې په ګلاب بد له شي، چې وایاست:[زه او تاسې پخپلو کې پر سیاسې اختلاف برسیره د فکر او عقیدې اختلاف هم لرو].

وروره، ددې اختلاف سره سره، زه په صداقت درته وایم چې که زه ستاسې عقیده غلطه هم وګڼم او خپله درسته، ستاسې د غلطې عقیدې د آزادې بیانولو دپاره به همدومره قرباني ورکړم، لکه دخپلې صحیح عقیدې د بیان دپاره.
او زه یې همدومره درنښت کوم لکه د خپلې عقیدي. کیدای شي، زموږ عقاید خلاګانې ولري، خو بیا هم، بیانول یې همدومره مهم دې، لکه صحت او حقانیت یې.

پکار دي چې موږ دواړه خپل مسائل که هرڅومره خصوصي، او یا مهم هم وي، د فورم د شریکباڼو سره په ګډه تر بحث لاندې ونیسو، چې نور هم ګټه ترې واخلې، او کیدای شي د کوتاهۍ په وخت کې نورمرسته راسره وکړي، تر څو یوې کره، جامع او پښتون شمولې نتیجې ته سره ورسیږو.
په درنښټ.


م . ق
09.03.2014

[quote:bef6f60d27="میرویس"]
یو خو خارجي قواوې دي، چې زما په عقیده، د مجبوریت له مخې راغلې، او بل دا چې روانې دي وزي، خو طالبان زموږ د وطن خلک دي، دوی کولای شي چې زموږدملک نه داسې افراطي ټولنه جوړه کړي، چې تر ابده ددنیا د ملکونو په لړ کې ونه دریږي، او ملک بدوي ژوند ته بوزې، د ترور او وحشت نه پرته بل شئ ونه پیژني.

تاسې پخپله ګورۍ چې زموږ ځینې وطنوال داسې مطالب خپروی، چې نه یوازې دا چې د ټول ملک او ولسونو ګټه پکې نشته، بلکه د مک د تباهۍ په دوام او نورو اختلافونو او بربادیو بوی هم تر راځي.

موږ ته پکار ده چې، پداسې تجویزونو وغږیږو، چې عملی کیدای شي، ولو که پرې راضي هم نه یو. دروانې غمیزې ادامه، پښتانه ورځ تربلې، بې تعلیمه او بې بضاعته کوي، او په راتلونکې کې یې پرخپله غاړه د نورو د ږغ اېښودلو ته مجبور کوي.

زه فکر کوم چې اول د پښتون، بیا د ټول ملک د خیر ښیګڼې دپاره، باید زه او تاسې، په خصوصې ډول نه، بلکه په عام ډول مسائل مطح کړو.[/quote:bef6f60d27]
ښه! سمه ده، د مصلحت لپاره به په ټولو حقایقو د یوې لحظې لپاره سترګې پټې کړو، دا به نه وایو چې خارجیان یرغلګر دي، په ظلم وحشت او بربریت راغلي، دا به نه وایو چې په اوسني نظام کې ټول فاسدین، خاینان، غداران، وینه تویونکي ټوپکسالاران راټول شوي، دا به نه وایو چې ټولې جنګیدونکې بدنامې اسلام شرمې او ملت شرمې، جنایت کارې ډلې د همدې یهودو او صلیبیانو معلوم الهویة اجنټان دي، پدې ټولو روښانو او عیانو حقایقو به د فیل مرِغ په څېر سترګې پټې کړو او خرطوم به په ناولو چکړو کې ورننه باسو ګواګې څه په لاس راشي، نو بیا ته کولاي شې داسې تجویز وړاندې کړې چې د امریکې او انګلیس ژورې ستراتیژیانې او پلانونه بدل کړې چې په پیړیو پیړیو يې پرې کار کړی، ایا داسې کوم عملي طرح یا تجویز لرې؟
بالکل نشته! چې نشته نو باید خلکو څخه حقیقتونه پټ نه کړو او هرڅه په جار او په نره ووایو، لعنت دې په بزدل وي، که بل څه نه شو کولاي دا خو کولی شو، د ټیپو سلطان خبره چې د ګیدړ د سل کاله ژوند څخه د زمري یوه لحظه بهتره ده.

مرګ په سرټیټو، ضمیر فروشو، اسلام شرمو، ملت شرمو، خاینو، غدارو، لاسپوڅو او ذلیلو اجنټانو!

وما علینا الاالبلاغ


میرویس
11.03.2014

میم قاف وروره، السلام علیکم
موږ افغانان چې ټول عمر مو په عنعنوي روایاتو، افسانو او مضخرفاتو کې تیر کړیدئ، زموږ دښمنانو هم دغه ټکئ درک کړیدئ نو یې دتاریخ په اوږدو زموږ د کمزورئ د همدغې نقطې نه کار اخیستئ او لوبولي یې یو.

انګلیسانو د امان الله خان په روښانه دوره کې ملا لنګ غوندې خلک راولیږل او خلکو ته به یې ویل چې امان الله خان کافر شوي، په مقابل کې یې جهاد روا دئ. ویل به یې چې ما خوب لیدلئ ورشئ تر پلانۍ ونه لاندې وسلې خښې دي را وایې خلې جنګ پرې وکړئ. همدغه ملا لنګ او ملګرو به یې دغه وسلې مخې د مخه تر ونه لاندې خښې کړې وې.

وروره که دې لیدلي نه وې اوریدلې خوبه دې وي چې ۴۵ یا پنځوس کاله پخوا آوازه شوه چې په کابل کې ښځه خره شوېده. خلک به ډله ډله کله باغ زنانه او کله باغ وحش ته ورتلل چې ویې ګوري.

دا ډول کیسي بیخي زیاتې دي. دا چې خارجیانو زموږ دپاره د پیړیو پلانونه جوړ کړیدي، دا دافغانستان ددښمنانو چلونه دي چې غواړي په ملک کې جنګ دوام وکړي او دوی خپلې ګټې وکړي. اوبه خړې کړي کبان ونیسي.

اوس هغه پخوانۍ زمانې ندي چې یو ملک لاړشي بل ملک ونیسي او هر څه یې لوټ کړي او یا یې ابدي لاندي کړي. همدغسې افسانې د عراق په برخه کې هم وي. ویل کیدل چې امریکا د عراق په تیلو باندې د قبضې لګولو د باره هلته تللې ده. څه امریکا خو لیونۍ نده چې خپل عسکر هلته وژني او خپله خزانه لګوي؟ حامخا د عراق د تیلو دپآره تللې ده.
موږ ولیدل چې امریکا د عراق نه پښې سپکې کړي، او اوس د عراق څه حال دئ. رموږ تر ملک نه هره ورځ په عراق کې زیات خلک وژل کیږي. د عراق صدراعظم امریکا ته لاړ چې بیا مرسته ترې وغواړي چې د تروریزم سره مقابله وکړي.

میم قاف وروره، امریکایان او نور خارجیان زموږ د ملک نه وزي، زموږ تر مځکه لاندې غنایم هم د امریکا سره نه بلکه د چین سره قرارد کیږي، د عینک مس او داسې نور.
ورورجانه، تر ویش نه په تالان مه خوشحاله کیږه لږ خپل سر په کار واچوه. دغه تبلیغ چې ځوک کوي، هغوی نه غواړي په ملک کې ثبات راشي، بلکه غواړی چې افغانستان بې ثباته وی اود افغانستان دغه دښمنان زموږ ملک تر خپلې ولکې لاندې وساتي.
په درناوی.


میرویس
11.03.2014

میم قاف وروره، السلام علیکم
موږ افغانان چې ټول عمر مو په عنعنوي روایاتو، افسانو او مضخرفاتو کې تیر کړیدئ، زموږ دښمنانو هم دغه ټکئ درک کړیدئ نو یې دتاریخ په اوږدو زموږ د کمزورئ د همدغې نقطې نه کار اخیستئ او لوبولي یې یو.

انګلیسانو د امان الله خان په روښانه دوره کې ملا لنګ غوندې خلک راولیږل او خلکو ته به یې ویل چې امان الله خان کافر شوي، په مقابل کې یې جهاد روا دئ. ویل به یې چې ما خوب لیدلئ ورشئ تر پلانۍ ونه لاندې وسلې خښې دي را وایې خلې جنګ پرې وکړئ. همدغه ملا لنګ او ملګرو به یې دغه وسلې مخې د مخه تر ونه لاندې خښې کړې وې.

وروره که دې لیدلي نه وې اوریدلې خوبه دې وي چې ۴۵ یا پنځوس کاله پخوا آوازه شوه چې په کابل کې ښځه خره شوېده. خلک به ډله ډله کله باغ زنانه او کله باغ وحش ته ورتلل چې ویې ګوري.

دا ډول کیسي بیخي زیاتې دي. دا چې خارجیانو زموږ دپاره د پیړیو پلانونه جوړ کړیدي، دا دافغانستان ددښمنانو چلونه دي چې غواړي په ملک کې جنګ دوام وکړي او دوی خپلې ګټې وکړي. اوبه خړې کړي کبان ونیسي.

اوس هغه پخوانۍ زمانې ندي چې یو ملک لاړشي بل ملک ونیسي او هر څه یې لوټ کړي او یا یې ابدي لاندي کړي. همدغسې افسانې د عراق په برخه کې هم وي. ویل کیدل چې امریکا د عراق په تیلو باندې د قبضې لګولو د باره هلته تللې ده. څه امریکا خو لیونۍ نده چې خپل عسکر هلته وژني او خپله خزانه لګوي؟ حامخا د عراق د تیلو دپآره تللې ده.
موږ ولیدل چې امریکا د عراق نه پښې سپکې کړي، او اوس د عراق څه حال دئ. رموږ تر ملک نه هره ورځ په عراق کې زیات خلک وژل کیږي. د عراق صدراعظم امریکا ته لاړ چې بیا مرسته ترې وغواړي چې د تروریزم سره مقابله وکړي.

میم قاف وروره، امریکایان او نور خارجیان زموږ د ملک نه وزي، زموږ تر مځکه لاندې غنایم هم د امریکا سره نه بلکه د چین سره قرارد کیږي، د عینک مس او داسې نور.
ورورجانه، تر ویش نه په تالان مه خوشحاله کیږه لږ خپل سر په کار واچوه. دغه تبلیغ چې ځوک کوي، هغوی نه غواړي په ملک کې ثبات راشي، بلکه غواړی چې افغانستان بې ثباته وی اود افغانستان دغه دښمنان زموږ ملک تر خپلې ولکې لاندې وساتي.
په درناوی.


م . ق
12.03.2014

[quote:d137043c85="میرویس"]میم قاف وروره، السلام علیکم
موږ افغانان چې ټول عمر مو په عنعنوي روایاتو، افسانو او مضخرفاتو کې تیر کړیدئ، زموږ دښمنانو هم دغه ټکئ درک کړیدئ نو یې دتاریخ په اوږدو زموږ د کمزورئ د همدغې نقطې نه کار اخیستئ او لوبولي یې یو.

انګلیسانو د امان الله خان په روښانه دوره کې ملا لنګ غوندې خلک راولیږل او خلکو ته به یې ویل چې امان الله خان کافر شوي، په مقابل کې یې جهاد روا دئ. ویل به یې چې ما خوب لیدلئ ورشئ تر پلانۍ ونه لاندې وسلې خښې دي را وایې خلې جنګ پرې وکړئ. همدغه ملا لنګ او ملګرو به یې دغه وسلې مخې د مخه تر ونه لاندې خښې کړې وې.

وروره که دې لیدلي نه وې اوریدلې خوبه دې وي چې ۴۵ یا پنځوس کاله پخوا آوازه شوه چې په کابل کې ښځه خره شوېده. خلک به ډله ډله کله باغ زنانه او کله باغ وحش ته ورتلل چې ویې ګوري.

دا ډول کیسي بیخي زیاتې دي. دا چې خارجیانو زموږ دپاره د پیړیو پلانونه جوړ کړیدي، دا دافغانستان ددښمنانو چلونه دي چې غواړي په ملک کې جنګ دوام وکړي او دوی خپلې ګټې وکړي. اوبه خړې کړي کبان ونیسي.

اوس هغه پخوانۍ زمانې ندي چې یو ملک لاړشي بل ملک ونیسي او هر څه یې لوټ کړي او یا یې ابدي لاندي کړي. همدغسې افسانې د عراق په برخه کې هم وي. ویل کیدل چې امریکا د عراق په تیلو باندې د قبضې لګولو د باره هلته تللې ده. څه امریکا خو لیونۍ نده چې خپل عسکر هلته وژني او خپله خزانه لګوي؟ حامخا د عراق د تیلو دپآره تللې ده.
موږ ولیدل چې امریکا د عراق نه پښې سپکې کړي، او اوس د عراق څه حال دئ. رموږ تر ملک نه هره ورځ په عراق کې زیات خلک وژل کیږي. د عراق صدراعظم امریکا ته لاړ چې بیا مرسته ترې وغواړي چې د تروریزم سره مقابله وکړي.

میم قاف وروره، امریکایان او نور خارجیان زموږ د ملک نه وزي، زموږ تر مځکه لاندې غنایم هم د امریکا سره نه بلکه د چین سره قرارد کیږي، د عینک مس او داسې نور.
ورورجانه، تر ویش نه په تالان مه خوشحاله کیږه لږ خپل سر په کار واچوه. دغه تبلیغ چې ځوک کوي، هغوی نه غواړي په ملک کې ثبات راشي، بلکه غواړی چې افغانستان بې ثباته وی اود افغانستان دغه دښمنان زموږ ملک تر خپلې ولکې لاندې وساتي.
په درناوی.[/quote:d137043c85]
مقدمه دې سمه راخیستې وه خو کله چې دې ورباندې د عراق د تېلو قیصه ورقیاس کړه نو نتیجه غلطه راووته!
ته فکر کوې چې مونږ ماشومان یو او امریکایان چې څه وايي په هغې باور وکړو، حالانکه زمونږ په دې ایمان دی چې امریکایان په سلو کې یو فیصد هم رښتیا نه وايي، بلکه ټول یې دروغ، فریب، مکاري، چل، خیانت او غدر وي.
امریکا عراق څخه نه ده وتلې پدې اړه مې درته مخکې یوځل ډیر ځوابونه درکړي وو، فقط فوځي یونیفارم یې ترینه ویستلی، اشغال لا په تمامه معنی قایم او دایم دی، هلته بې امني او وژنې هم د دوي کار دی.
افغانستان څخه هم نه وځي، دا نو لا کوم عقل مني چې یوې خوا څخه دې اډې غواړي او بل خوا څخه د وتلو چیغې وهي.
امریکا دې افغانستان ته د راتللو او بیرته وتلو او تروریزم په هکله د روس منطقي پوښتنو ته ځواب ووايي!
زه نه پوهیږم چې ته اخر څه ثابتول غواړې؟؟؟ یعنې دا چې امریکایان اشغالګر نه دي، د هغوي په خلاف باید څه ونه وئیل شي، د هغوي هرې ناوړه کړنې ته پرتوګ ورواغوستل شي که څنګه؟؟؟ که داسې وي نو ته ورته بیا پرتوګونه ګنډه، دا زمونږ د وس کار نه دی!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more