د موضوعګانو سرپاڼه
وطن پال او نور ګټور شعرونه
دنصیحت شعر:
هجران
17.05.2013
دنصیحت شعر:
داسلامي امت عالم ابوالفضل افغاني
راسه لاسونه سره ورکړو يومو نګار يومورويباره
دواړه غليم زېراوزبرکړو رقیبان هم کړو تارپتاره
(۱):په اتفاق کي سعادت دئ ..... په اختلاف کي شقاوت دئ
يوبه عمل يوبه خبر کړو ځان ته به نه پرېږدو اغیاره.
(۲):چي ته پريوه يې زه پربله ..... دابه زموږ حال وي تل ترتله
دواړه ګذار په يوه خنجرکړوراسه پردې وکړو اقراره.
(۳):که ته زما سې زه به ستاسم .....ترتابه جار ترتابه زار سم.
يوبه تدبيريوبه هنرکړو سو به يوبل ته وفاداره.
(۴):چي عاشقان په يوه خوله نه وي .....جانان ناراضه وي خفه وي.
سرائ ته راځه چي يو ور ورکړو ځواوراځوپريوه لاره.
(۵):زه ابوالفضل ستاوزر يم ..... دلاس خنجريم ستاسپريم
پردښمنانوجوړ محشر کړوسويودبل دزړه قراره.