شاته موضوع وګورئ :: مخکې موضوع وګورئ |
ليکوال |
پيغام |
محمود سعيد ستوري

دغړيتوب نېټه: 28 مارچ 2011 ليکنې: 559
|
د ليکنې نېټه : ٤ شنبه اپريل 04, 2012 3:50 am عنوان : |
|
|
عليکم سلام او زما سلامونه هم ومنئ!
هیله ده روغ رمټ به ياست او د ژوند په ټولو لارو چارو کې مو بريا او سرلوړی په برخه وي.
دا هم د نن خبرې:
له هغو خلکو د آزادۍ اخستل چې نه غواړي غلام پاته شي سخت دي، خو هغو خلکو ته چې غواړي غلام پاته شي، د آزادۍ ورکول تر دې هم ډېر سخت دي.
...............
يوازې هغه ته تسليم اوسئ او د هغه (ج) د لارښوونو پر بنسټ ژوند وکړئ. که د نورو ډار، فشار، غوښتنو او لارښوونو ته تسليم شوئ نو پوه شئ چې پر غلطه روان ياست. |
|
بېرته سر ته |
|
 |
اکرم ستوري

دغړيتوب نېټه: 13 اګست 2010 ليکنې: 172
|
د ليکنې نېټه : ٥ شنبه اپريل 05, 2012 12:12 am عنوان : |
|
|
تاند:
طنزي تعريفات / ليکوال: عبدالنافع همت
د ملت بابا: هغه نابغه او د فوق العاده استعداد خاوند ته ويل کېږي چي په اتلس کلنۍ کي فرانسوي او شپېته کلنۍ کي ايټالوي ژبه زده کړي، خو تر نوي کلنۍ پوري هم پښتو زده نه کړي.
والي : هغه دولتي مامور ته ويل کېږي چي د وظيفې تر اشغال د مخه خپله په کرايي کور کي اوسېږي خو تر يوه مياشتي کار وروسته نورو خلکو ته دوه کورونه په کرايه ورکړي.
ټمبل: هغه څوک چي له نوم څخه سر پرې کړي او په لکۍ پوري يې وروتړي او بيا تخلص ځني جوړ کړي، ياني دوه سری تخلص ولري.
مارشال : مارشال په لغت کي هغه مار ته ويل کېږي چي په شال کي پټ وي خو په نظامي اصطلاح هغه زړور افسر ته ويل کېږي چي په خورا زړه ورتوب او مېړانه د نړيوالو نظامي ځواکونو په مخ کي ودرېږي، ياني هغوی خپل هيواد ته راوبولي.
روشنفکر :هغه څوک چي دی په خپله ژبه خبري کوي خو اولادونه يې په بله ژبه خبري کوي.
مفتي : هغه توتي چي يوازي يې د ( کافر سوې! ) کلمه زده کړې وي.
تراهګر : په افغانستان کي پښتون او په نړيواله کچه هغه چا ته ويل کېږي چي د امريکا خبره نه مني
شاعر: هغه څوک چي يوازي د ځان په اړه خبري کوي.
ليکوال: هغه څوک چي د داسي خبرو د ليکلو هنر ولري چي په ليکلو نه ارزي.
قاضي : هغه څوک چي د قانون ماتولو مهارت ولري.
حاجي : هغه زاړه سيلاني ته ويل کېږي چي ددې خوا په مرضونو بار وي او له هغې خواپه سوغاتونو بار وي.
ايساف : هغه اجير لښکر ته ويل کېږي چي د سولي پر مهال خزانه خالي کوي او د جګړې پر مهال اوږه خالي کوي.
ناټو : هغه جنګي ټولنه چي په حقيقت کي د جګړې لپاره جوړه سوې، خو د سولي ماموريت ورسپارل سوی وي.
ذو تابعتين : هغه ذوحياتين يا دوه تابعيت لرونکي شخص ته ويل کېږي چي د ګټي پر وخت په افغانستان او د تاوان پر وخت په بهر کي اوسېږي.
امنيتي کمپنۍ : د نا امنۍ جوړولو هغه اداره چي د غلا او وژنو رسمي جواز ولري.
اين جي او : دا اصطلاح د انګليسي ژبي له (اين) او (جيبو) څخه جوړه ده، ياني هغه نادولتي ټولنه چي له افغانستان سره د مرستي په نوم پيسې شخصي جېبونو ته اچوي.
ګمرک : دا يوه مرکبه کلمه ده چي د فارسي ژبي له ( ګم ) او پښتو ژبي له ( ورک ) څخه جوړه ده، ياني هغه دولتي اداره چي په هغه کي ملي عوايد تری تم کېږي.
دفاع وزارت: هغه اداره چي تل د دفاع پر ځای د تېري په فکر کي وي
مرستندوی هيوادونه: هغه هيوادونه چي خپل خيرات په خپله خوري
ږيره : د مخ هغه وېښتان چي د جهاد په موسم کي اوږده پرېښودل کېږي او د ډيموکراسۍ په موسم کي لنډ او يا خريل کېږي.
اشتباه: هغه جنايت چي سړی يې خپله وکړي
ګناه: هغه ناوړه عمل چي بل يې وکړي
حرام : هغه څه چي سړي ته په لاس نه ورځي
حلال : هر هغه مادي شتمني چي سړي ته په لاس ورځي
کارپوه: هغه چا ته ويل کېږي چې تل په داسي موضوعاتو کي خبري کوي خپله يې نه سي کولای خو نورو ته ښې مشورې ورکولای سي.
کانديد: دا يوه مرکبه کلمه ده چي د پښتو ژبي له (کان) او دري ژبي له (ديد) څخه جوړه ده،ياني هغه څوک چي د ګټو او پيسو پيدا کولو کان يې ليدلی وي او غواړي چي ځان ور ورسوي.
ژورنالست : د انتقادونو هغه جوال چي تل يې خوله خلاصه وي.
اپوزيسيون: هغه سياسي ګوند ته ويل کېږي چي که دوی واکمن وي سوله غواړي او که نور واکمن وي جګړه غواړي.
پوهنتون: د سانسکريټ ژبي له پوهن ( سينګار ) او پښتو ژبي له تون څخه جوړه کلمه ده چي مانا يې فيشن تون دی
عدالت : هغه کارونه چي واکمنه سياسي ډله يې کوي.
مېله : د هغو ځوانانو کړه وړه چي له عقل څخه د تېښتي پر مهال يې کوي.
ګوند: د پانګه والو او سوداګرو صنفي اتحاديه
کاربنديز : هغه عمل چي د خپل کار لپاره د نورو کارونه وربندوي |
|
بېرته سر ته |
|
 |
وصيل پېروز ستوري

دغړيتوب نېټه: 20 فروري 2009 ليکنې: 342 ځای: زابل
|
د ليکنې نېټه : ٥ شنبه اپريل 05, 2012 5:25 am عنوان : |
|
|
سلامونه او نېکي هيلې
نن به دا ولولو :
د مسلمان تګلاره او پيغام د انتقام ، حسد او کرکې په څېر تر کوچينو شيانو ډېر لوړ دئ .
***
د يو مشهور امريکايي روان پوه ويليم جيمس چي د روان پوهنې پلار ګڼل کېږي د دې خبرې په لوستلو ډېر حيران شوم دی وايي: " موږ د هغه څه په اړه فکر کوو چي زموږ ملکيت نه دي څه چي مو په واک کي دي پر هغو د الله شکر نه باسو، زموږ په ژوند کي چي کوم دردناک اړخونه دي زموږ سترګې ښه ور اوړي خو ځلانده او روښانه ګوښې نه وينو څه چي مو کم دي افسوس پرې کوو او څه چي مو تر لاسه کړي ترې خوشاله نه يو."
په مينه او درنښت |
|
بېرته سر ته |
|
 |
محمود سعيد ستوري

دغړيتوب نېټه: 28 مارچ 2011 ليکنې: 559
|
د ليکنې نېټه : ٤ شنبه اپريل 11, 2012 6:33 am عنوان : |
|
|
سلامونه!
د فسبوک پر مخ کې يوه ملګري ښکلې خبرې نښلولې وې او ما هم ټولې دلته را کاپي کړې، هيله ده خوښې مو شي:
مهم والی ښه دی؛ خو ښه والی ډېر مهم دی.
مسکا آرزان ترینه لاره ده، چې کېدای شي دیدن ته پراختیا ورکړي.
خوشبختي هغه چاته مخه کوي، کوم چېد نورو د خوشبختۍ لپاره کوښښ کوي.
شاید هغه څوک مو هېر کړي، چې ورسره خندلي مو وي؛ خو هغه څوک مو نشي هېرولی، چې ورسره ژړلي مو دي.
غم او ښادي په یوه کور کې ژوند کوي، په آرامۍ سره خوشالي ترسره کړه؛ څو غم راویښ نشي.
هغه چاته لوی شخصیت ویلای شو، چې په خپله سینه کې یو ماشومانه زړه ولري.
د مېږو هغه لښکر چې د یوه زمري لخوا اداره کېږي، کېدای شي د زمریانو هغه لښکر ته ماتې ورکړي، چې د یوې مېږې لخوا اداره کېږي.
خپل دوست ته دې ټوله مینه او محبت مه ښکاره کوه، ځکه په اندک تغیر سره شاید په تا د دښمن ګمان وکړي. (سقرات)
یا د خپلو امیدنو په اندازه کوښښ وکړئ اویا د خپل کوښښ په اندازه امیدونه ولرئ. (شکسپیر)
د قهر او غوسې مثال داسې دی، چې تازه ګرم زغال په دې نیت په لاس کې را واخلې چې بل څوک ورباندې وسوځوې، داچې بل څوک سوځول غواړې شاید هغه په خپله ته وې.
کله چې یو ماشوم نوی تولد شي، په وروڼي یا غنداق کې یې تاووي، د هغه چا سره څومره شباهت لري، چې کله مړ شي او په کفن کې یې تاووي، په دې مانا، کله چې موږ هرې دنیا ته ځو نو زموږ پښې او لاسونه تړل کېږي، دا د انسانانو عادت دی، چې تل ناتوانه کسان بندي کوي. |
|
بېرته سر ته |
|
 |
محمود سعيد ستوري

دغړيتوب نېټه: 28 مارچ 2011 ليکنې: 559
|
د ليکنې نېټه : ١ شنبه اپريل 15, 2012 7:23 am عنوان : |
|
|
بنسټيزو او دوديزو اخلاقي ارزښتونو ته پر مډرنو او تصنعي ارزښتونو لومړيتوب ورکړئ.
کېدای شي په کاري چاپېريال کې زموږ تر لاس لاندې کسان، له موږ څخه مشران وي، ولې موږ بايد د هغوی درناوی هماغه شان وکړو، لکه څنګه چې د نورو مشرانو کوو. |
|
بېرته سر ته |
|
 |
وصيل پېروز ستوري

دغړيتوب نېټه: 20 فروري 2009 ليکنې: 342 ځای: زابل
|
د ليکنې نېټه : جمعه اپريل 20, 2012 5:27 am عنوان : |
|
|
سلامونه
هيله ده جوړ او روغ به ياست .
راځئ ! نن د نېکو او خورا غوره نصيحتونو په لټه قرآن هم وپلټو چي څه وايي؟
--------
--------
ژباړه: او متقيان هغه دي چي غوسه خوري او خلګو ته بخښنه کوي. ( آل عمران : ۱۳۴ )
ژباړه: نو تاسو ما ياد کړئ زه به تاسو ياد کړم. ( البقرة )
د الله له رحمته مه ناهيلي کېږئ ، د هغه له رحمته کافران ناهيلي کېږي. ( يوسف : ۸۷ )
ژباړه: ووايه! اې زما هغو بندګانو چي پر ځانو يې ظلم کړی د الله له رحمته مه ناهيلي کېږئ بې شکه الله ټول ګناهونه بخښي ، يقينا دی ډېر بخښونکی او پوره مهربان دئ.( الزمر : ۵۳ )
ژباړه: هيڅکله نه ! بې شکه انسان هغه وخت سرکښي کوي چي ځان غني وبولي. ( العلق: ۶ ، ۷ )
--------
--------
په مينه او درنښت |
|
بېرته سر ته |
|
 |
|