شاته موضوع وګورئ :: مخکې موضوع وګورئ |
ليکوال |
پيغام |
حمید هڅــاند ستوري

دغړيتوب نېټه: 23 سپتمبر 2009 ليکنې: 741
|
د ليکنې نېټه : ٢ شنبه جنوري 02, 2012 5:19 am عنوان : |
|
|
حامد وروره هیله لرم خوښ به یاست.
زه فورم ته راځم، نوې لیکنې او بحثونه هم ګورم او ستاسو لیکنې مې هم تعقیب کړې دي. هوکې پخپله مې ډېر کم څه لیکلي دي. او اقتصادي موضوعاتو په اړه خو هرځای لیکل نه کېږي، خپل فورم باید ولري. فورم ته اړتیا نشته چې جوړ شي؛ هغه پخواني دي بیرته فعال شي. او که بیا تاسي هغه پخوانی فورم وګورئ نو وبه وینئ چې ما هلته یوڅو ګرښې ضرور تورې کړې وې خو له بده مرغه چې وطنمل صیب غیر فعال کړ.
په درنښت |
|
بېرته سر ته |
|
 |
م . ق ستوري

دغړيتوب نېټه: 02 مارچ 2011 ليکنې: 649 ځای: پښتونخواه
|
د ليکنې نېټه : جمعه جنوري 06, 2012 11:14 am عنوان : |
|
|
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته،
د ټولو محترمو ورونو څخه ډیره مننه کوم چې په لیکنو او شخصي میسجونو کې یې له ماڅخه د بیرته راګرځیدو هیله او غوښتنه کړې ده، ما باندې هم د هغوي مخلصانه غوښتنه هومره درنه او قدرمنه ده چې نشم کولاي رد یې کړم.
له بلې خوا نه په نړیواله سطح هم د سولې او پخلاینې خبرې روانې دي، پداسې هیله مند وخت کې چې مسلمانان د کفارو سره په یو میز کښیناستلاي شي مونږ مسلمانان او افغانان ولې سره د ورورﺉ په میز نه کښينو، ترڅو په صمیمانه او مخلصانه خبرو یوبل سره دنزدې نه سوء تفاهم لرې کړو او د افهام او تفهیم لاره خپله کړو.
إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ ۚ وَاتَّقُوا اللَّـهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ.
فَمَنْ عَفَا وَأَصْلَحَ فَأَجْرُهُ عَلَى اللَّـهِ ۚ إِنَّهُ لَا يُحِبُّ الظَّالِمِينَ.
وَإِن طَائِفَتَانِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ اقْتَتَلُوا فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا ۖ فَإِن بَغَتْ إِحْدَاهُمَا عَلَى الْأُخْرَىٰ فَقَاتِلُوا الَّتِي تَبْغِي حَتَّىٰ تَفِيءَ إِلَىٰ أَمْرِ اللَّـهِ ۚ فَإِن فَاءَتْ فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا بِالْعَدْلِ وَأَقْسِطُوا ۖ إِنَّ اللَّـهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ.
وَإِن تُصْلِحُوا وَتَتَّقُوا فَإِنَّ اللَّـهَ كَانَ غَفُورًا رَّحِيمًا .
ډیره مننه او درنښت |
|
بېرته سر ته |
|
 |
پتوال ستوري

دغړيتوب نېټه: 15 جنوري 2011 ليکنې: 1039
|
د ليکنې نېټه : جمعه جنوري 06, 2012 4:31 pm عنوان : |
|
|
مبارز قراني صاحب ستړی مشې ، هرکله راشې او په خير راغلې !
د ټول افغان د بحثفوروم ليکونکي که لږ دي نو لوستونکي يې نام خدی ښه ډېر دي ، نو په څه پوه افغانان چې هر څه لږ يا ډير پوهيږي بآيد
له قام ولس څخه يې ونه سپموي ، الفت صيب ځکه وايي :
چې هرڅه رانه اخلې اند اوفکر رانه ماخله
............................................................... په دې کې ما خپل قام ته لوی تاوان ليدای دی .
نو تر څو چې ډاډه يې چې حق وايې ، حق او حقيقت څرګندوې او
رغنده رول لوبوې له ټول افغان څخه لاس مه اخله او خپل ملي اسلامي رسالت پر مخ وړه ! په دې لاره کې مونږ ټول درسره ولاړ يو او موفقيت مو غواړو
والسلام عليکم ورحمة الله و برکاته ! |
|
بېرته سر ته |
|
 |
محمود سعيد ستوري

دغړيتوب نېټه: 28 مارچ 2011 ليکنې: 559
|
د ليکنې نېټه : شنبه جنوري 07, 2012 5:19 am عنوان : |
|
|
وعليکم سلام ورحمت الله وبرکاته.
ډېر دروند ورور مبارز صيب ستړی مشې او هر کله راشې.
خدای د وکړي چې بيا کوم داسې غلط پوهاوی رامنځته نه شي او زموږ پر مخ د خپلو ښکلو ليکنو مخه ونه تړئ.
په درنښت. |
|
بېرته سر ته |
|
 |
عادل عادل ستوري

دغړيتوب نېټه: 24 مارچ 2008 ليکنې: 1289
|
د ليکنې نېټه : شنبه جنوري 07, 2012 11:37 am عنوان : |
|
|
السلام علیکم
محترم ورور مبارز قراني صاحب ته ددوی د بېرته راستنېدو په اړه خپله خوښي څرګندوم او په دې توګه ورته هرکلی او له سره ښه راغلاست وایم.
هیله ده چې دا ځل به د وروری، صمیمیت او متقابل احترام په فضا کې له ټولو سره یو نوی او جوړوونکی باب پرانیزی،،، زمونږ د سر سترګې یاست او زړه مو د سپین غره د پاسه د تازه اورېدلې واورې په څېر درته سپین دی |
|
بېرته سر ته |
|
 |
م . ق ستوري

دغړيتوب نېټه: 02 مارچ 2011 ليکنې: 649 ځای: پښتونخواه
|
د ليکنې نېټه : شنبه جنوري 07, 2012 8:01 pm عنوان : |
|
|
د ټولو ورونو د هرکلي او ښه راغلاست څخه یوه نړۍ مننه.
خداي مو تر ډیره ژوندي لره او زمونږ له سر څخه مو دې خداي نه کموي.
په بین الافغاني تفاهم عقیده لرل د یوسوچه او واقعي افغان خاصه او میزه ده، او د داسې عقیدې نه لرل د خرڅ شوي فکر او غلام ذهنیت عکاسي او ترجماني کوي.
دا یوه داسې جمله معترضه وه چې د مثبت فکر والا یې بده نه انګیري.
کور مو ودان، بچي مو لوي، ژرنده مو چالانه، او مالګه اوبه مو پریمانه. |
|
بېرته سر ته |
|
 |
وصيل پېروز ستوري

دغړيتوب نېټه: 20 فروري 2009 ليکنې: 342 ځای: زابل
|
د ليکنې نېټه : ١ شنبه جنوري 08, 2012 6:02 pm عنوان : |
|
|
ښاغلو او اغلو !
نېکي هيلې
دروند او مبارز ورور ښاغلی مبارز قرآني صاحب !
ستاسو تګ که له يوې خوا موږ ته پرېشاني او خپګان پرېيښی وو نو له بل پلوه يې موږ هم د مايوسۍ پر لور کش کړي وو ... خو نن ډېر خوښ يم چي يو ځل بيا ستا په ملګرتيا نېکمرغه کېږو.
هيله ده چي موږ ټولو راتلونکې نېکمرغه ، خوشاله او بحثونه مي پر حق بينۍ و انصاف ولاړ وي .
په همدې هيله |
|
بېرته سر ته |
|
 |
م . ق ستوري

دغړيتوب نېټه: 02 مارچ 2011 ليکنې: 649 ځای: پښتونخواه
|
د ليکنې نېټه : ٢ شنبه جنوري 09, 2012 8:25 pm عنوان : |
|
|
م . وصيل پېروز ليکلي: |
ښاغلو او اغلو !
نېکي هيلې
دروند او مبارز ورور ښاغلی مبارز قرآني صاحب !
ستاسو تګ که له يوې خوا موږ ته پرېشاني او خپګان پرېيښی وو نو له بل پلوه يې موږ هم د مايوسۍ پر لور کش کړي وو ... خو نن ډېر خوښ يم چي يو ځل بيا ستا په ملګرتيا نېکمرغه کېږو.
هيله ده چي موږ ټولو راتلونکې نېکمرغه ، خوشاله او بحثونه مي پر حق بينۍ و انصاف ولاړ وي .
په همدې هيله |
ډیر دروند فاضل او داعي ورور ښاغلی وصیل پیروز صاحب،
ډیره زیاته مننه ستاسو له حوصله افزایۍ څخه، الله مو تل تاند،ځلاند، څپاند،هڅاند او د حق ویاند لره.
ژوند د مبارزې، هڅو، هاند او زیار نوم دی، او ترڅو مو چې په بدن کې سا وي ترهغې به لاسونه او پخې اچوو که هرڅو د ازمیښت طوفاني څپو غرق کړې یو.
مننه او درنښت.
مبارز |
|
بېرته سر ته |
|
 |
|