tolafghan.com
ټول افغان لومړي مخ ته

 ډېرځليزې پوښتنېډېرځليزې پوښتنې   لټونهلټونه   د غړو لستد غړو لست    کاروونکو ډله  کاروونکو ډله    د نوم ثبتولد نوم ثبتول 
 د پېژندنې څېرهد پېژندنې څېره    خپل شخصي پېغامونه وګورئ خپل شخصي پېغامونه وګورئ   ننوتنهننوتنه 

سیکولاریزم (بی دیني)، لبرالیزم (روښان فکري یا آزاد خیالي) او اسلام

 
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> تاریخ او تاریخپوهنه
شاته موضوع وګورئ :: مخکې موضوع وګورئ  
ليکوال پيغام
ahmad bilal
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 12 ميئ   2011
ليکنې: 158
ځای: پیښور

ليکنهد ليکنې نېټه  :   شنبه   نومبر   19, 2011 3:51 pm    عنوان   : سیکولاریزم (بی دیني)، لبرالیزم (روښان فکري یا آزاد خیالي) او اسلام Reply with quote

سیکولاریزم (بی دیني)، لبرالیزم (روښان فکري یا آزاد خیالي) او اسلام
لیکنه: محمد فاروق ناطق
ژباړن: احمد بلال


اسلام او اسلامي نړۍ تقریباً تر ۷۰ کلنو پورې ( روس کې د بلشویکانو د ۱۹۱۷ انقلاب څخه تر افغانستان کې د ۱۹۸۸ ماتې پورې) د کمونیزم او د سوشلیزم خلاف په مبارزه کې مبتلاء وه، له دغو دوو نظریاتو سره اسلامي نړۍ خپله جګړه د ذهن له نړۍ څخه نیولې تر معاملاتي، مطبوعاتي ، اقتصادي، معاشرتي، سیاستي او حتې د جنګ په میدان کې هم ولوبوله ، په دغه جګړه کې کمونیزم او سوشلیزم ځکه ماتې وخوړه، ځکه اسلامي نړۍ په ډیرو قویو دلائلو سره درسته نړۍ ته، خصوصاً د علم او پوهې سره اړیکې لرونکو پتنګانو او په عموماًپه عامو خلګو دا ثابته کړی وه، چې دا نظریه غیر فطري او د انسان د جسماني او روحاني مفاداتو خلاف ده ( دغه جګړه کې د امریکا او اروپايې هیوادونو مخالفت یوازې سیاسي او اقتصادي مفادات ول، څرنګه چې په دغه هیوادونو کې حکمرانه طبقه پخپله بی دینه او سرمایه دارانه ده، نو ځکه د هغوي لپاره د کمونیزم او سوشلیزم بی دینه پاتې کیدل کومه ستونزه نه ؤه)
پورتني دوه نظریات، کمونیزم او سوشلیزم، د خپلې نوع له لحاظه کوم اصل نظریات نه دي بلکه یوازې د سیکولاریزم او د لبرالزم خپرول دي....

د کمونیزم او سوشلیزم خالق، کارل مارکس: یو غیر مذهبي شخص ؤ، د هغه پلار د خاندان له مخې یو یهودي، یو جرمني جنسیه لرونکې، او د وظیفې له لحاظه یو وکیل ؤ، مارکس د فکري لحاظه، اروپا کې د برپاکونکې یو تحریک مشر، فلسفي، والټیر او کانټ څخه ذخت ذیات متاثر ؤ (دواړه فلسفیان څوګ چې د خداي د وجود څخه انکاري دي، والټر اروپا کې یې چې څوګ د یو غټ ګناهګار په توګه پيژني) د کارل مارکس پلار د یهودي نسل ریب څخه تعلق ؤ خو د خپلې وظیفې لپاره هغه د ایونجلیکل عیسایت کې بپتسمه وکړه، او د شپږو کلونو په عمر کې يې په مارکس هم بپتسمه وکړه، خو په خپل عملي ژوند کې هغه یو سیکولر یعني لادین شخص ؤ،
کارل مارکس چې کمونیستي نظام کې کوم طبقاتي ټکر ښودلی (د اروپا ظالمانه سرمایه دارانه نظام تباهیانې)
غالباً همدا وجه ده چې هغه یو یهودي نسل او له هغوي سره بیا د تنګ نظرو عیسایانو چلن دومره پياوړې نه ؤ نو ځکه د عیسایانو امتیازي سلوک کارل مارکس د مذهب څخه بی زاره کړ او بیا ډیر ضر هغه د خدای هیرونکي فلسفي فریډرک هیګل مرید جوړ شو
(انسایکلوپيډیا بریټانیکا)

اسلام چونکه د یو دین (د ژوند د یو مکمل نظام په معنی) په توګه او د انسان په ټولو دنیاوي معاملاتو کې د الله تعالی حاکمیت مني، او لبرالزم او سیکولاریزم خو جوړ شوې د الله او د حیات بعد الموت په انکار ده، نو لهاذا د اسلام اصلي دښمنان همدا لبرالزم او سیکولاریزم ده، غربي هیوادونه په رسمي توګه عیسايان او د خدای قایلان دي، ځکه خو، د هغو هیوادنو حکومتي، معاشرتي، او اقتصادي غلبو ته اسلامینو، ځان لپاره، هغه رنګ خطره ونه ګاڼه په کوم رنګ يې چي کمونیزم او سوشلیزم ګاڼه. د غربي سیکولار هیوادونو د کمونیزم او سوشلیزم د زوال نه پس اوس خپلې تورې د اسلام خلاف تیرې کوي، د غرب سیکولار دانش وره طبقه د خپلو مطبوعاتو په همکارې، کوم ته چې د هغوي د حکومتونو ډاډګیرنه هم حاصله ده، د مسلمانانو خلاف یو فکري جنګ ښه په درز کې روان کړې او د هغوي حکومتونو د فوځ په قوت سره د اسلام خلاف مبارزه دمخه څخه پيل کړې.

په دغه جنګ کې د اسلامي نړۍ سیکولار حکمرانان د خپلو مفاداتو په تلو د لویدیځواله قوتونو هم فکره او د هغوې د کار اله جوړ شوې دي، او اکثره مسلمانان د سیکولاریزم او لبرالزم په معنی د نه پوهیدلو په وجه دغه جنګ ته ریقی ریقی ګوري، د لبرالزم او د سیکولاریزم هغه علم برداران، کوم چې د اسلامي هیوادونو قومیت لرونکي دې، دوې عام خلګ په یوه دهوکه او چل کې ګرفتار کړې دی. دغه خلګ خو د خدای، رسول، قرآن او د اسلام نوم اخلي خو په خپل عملي ژوند کې د اسلامي تعلیماتو په نافذولو ویریږي، دوي وايي چې یو شخص په یو وخت مسلمان او سیکولار یا لبرال کیدای شي.

دغه خلګ خو د الله، رسول ، قرآن او د اسلام نوم په خپلو ژبو اخلي خو پخپل عملي ژوند کې ورڅخه تښتي، دغه خلګ زیاتوي چې یو شخص په یو وخت کې اسلامي یا سیکولار او یا لبرال کیدائ شي، دوې په سیاسي، ادبي، مطبوعاتي او ثقافتي ډلو او ګوندونو کې د اثر خاوندان وي، دوې حکومتي وسائل او مطبوعات داسی په سکوت او خاموشې استعمالوي چې بالاخره د ټولنې د ټولو څانګو څخه د خدای او اسلام نوم خالي کیږي. د سیکولاریزم د جوړښت پشان دا سیکولر واکمنان یا دانشوران د مسلمانانو عقایدو، مراسمو، عباداتو او رسم رواجونو په ښکاره مخالفت نه کوي بلکه دغه پخپله جامه کې هم د رانغاړلو کوښښ کوي ترڅو خلګو ته د خپلې کلکې مسلمانې تصور ورکړي او دغه رنګه مسلمان وګړي د دغه له امله د دهوکې ښکار شي. راځئ چې وګورو چې د سیکولاریزم او لبرالیزم مفهوم او معنی د غربیانو په نزد څرنګه ده، ځکه هم هغه اصطلاح، مفهوم او معنی د اعتبار وړ ده څوګ چې د دغه اصطلاحاتو خالق وي.

لبرالزم: روښان فکري یا آزاد خیالي

د لبرال لغات د پخوانې روم د لاطینې ژبې لائبر(liber) څخه اخستل شوې ده او بیا وروسته د لائبرالس (liberalis)څخه ماخود ده، چې مطلب یې ده آزاد، او کوم چې غلام نه وي، تر اتمې عیسوي پیړې پورې د دغه لفظ معنې آزاد ؤه، خو وروسته دغه لفظ د داسی شخص لپاره استعمال شو څوګ چې په فکري طور آزاد، تعلیم یافته، او د پراخ ذهن خاوند وي، اتلسمې پیړۍ او وروسته د دغه لفظ په معنې کی د خدای، یا مافوق الفطرت د هستې او د هغه د تعلیماتو څخه آزادي هم شامله شوه، یعنی اوس د لبرال څخه مراد د داسې وګړي اخستلې شو څوګ چې د خدای او د هغه د پیغمبرانو د تعلیماتو او د مذهب له پابندیانو څخه ځان خلاصول او یا آزادول وغواړي او لبرلزم څخه مراد د همدې آزادانه پل باندی یوه داسی فلسفه، نظام اخلاق او سیاست ده، د کوم په بنیاد چې دوي په یوه ټولنه کې خپل ژوند تیر کړي.

دغه تبدیلي او بدلون د ایټالیا څخه په څوارلسمی پیړۍ کې اروپا کې د احیای علوم تحریک(نوښتیا یا رینیسانس) اثراتو خپرولو څخه پیل شو، انګریز فلسفي جان لاک باقاعده یوازینې شخص ده چې لبرالزم ته یې د یوې فلسفې اود طرز فکر شکل ورکړ (renaissance یعنی rebirth)
دغه ذکر شوې فلسفي د عیسایت مروجه عقیدې څخه انکاري ؤ، د هغه استدلال ؤ چې خدای انسان ته ولی د هغه ګناه سزا ورکوي کومه چې هغه هیڅ هم نده کړې (آدم علیه السلام ته اشاره ده)،
د فرانسوي انقلاب فکري رهنما والټئیر او روسو که څه هم رسمي عیسویان ؤل، خو په فکري سطحه دوي دواړه د جان لاک د نظریې څخه متاثره ؤل، چې بیا ورسته دوي د فرانسوي انقلاب او د هغه نه پس د مذهب څخه د آزادې اختیار قانون محفوظ کړ، او وروسته د امریکا د آزادې اعلان او شخصي آزادي هم د جان لاک د فکر تر تاثیر لاندې راغلل.

(انسائکلوپیډیا بریټانیکا، وکي پیډیا، او اکسفورډ قاموس)


سیکولاریزم یا بی دیني:

دغه لفظ د پخواني لاطیني ژبې سیکولارس څخه ماخوذ ده، چې معنی یې د وخت دننه محدود، د عیسائي عقیدې مطابق د خدای ذات د هر قسم قید او حدود څخه ازاد ده، د نوښتیا (رینیسانس )له وجې اروپا کې عام وګړي د عیسائیت څخه بیزاره شول او د خدای له پلوه انساني ژوند کې مداخلت (کوم چې په اصل کې عیسائې پادریانو او مذهبي رهنماؤ شروع کړ ددوې دغه غیر ضروري، غیر منطقي، او خپل سر زوري په نورو د تپلو له وجهې دغه بغاوت رامنځ ته شو) څخه باغیان شول، نو ځکه وویل شو چې خداې د وخت څخه خلاص (ځکه وخت هم هغه ذات پيدا کړې ده) او انسان همدې وخت په دایره کې ګرفتاره ده نو لهاذا انساني ژوند باید سیکولار وبلل شي، مطلب د خدای څخه لیرې!!، دغه سیکولار لفظ باقاعده د اصطلاح په شکل کې یو برطانوي مصنف جارج جیکب هولیوک په ۱۸۴۶ کې نړۍ ته متعارف کړ، همدغه شخص د یو لیکچر په دوران کې د یو پوښتنې په ځواب کې څه بدې ردې وئیلې وی، چې له دې امله هغه شپږ میاشتې بند ته وغورځول شو، کله چې د بند څخه خلاص کړای شو نو دغه مصنف خپل د اظهار طریقه بدله کړه او خپل جارهانه انداز یې نسبتاً نرم کړ او له دې لپاره هغه دغه لفظ ایجاد کړ.

(انسائکلوپیډیا بریټانیکا او ویکي پيډیا)

ددغه اصطلاح په عام کیدلو سره اول په برطانیه کې او بیا د اروپا په نورو هیوادونو کې يې معنی څه دا رنګې شوه چې د انساني ژوند د دنیا متعلق امورو کې د الله یا مذهب سره هیڅ ربط نشته، او ورپسې زیاته حکومتي کارونو او معاملاتو کې د الله او د مذهب تعلق هیڅ یا بیخي نه منل، د دغې سیکولاریزم متعلق دغه اصطلاح اوس هم په درسته نړۍ کې همدغه رنګه ده او ټولو ته منونکي او په هر قاموس او په هرې انسائکلوپيډیا کې یې معنې همدا رنګ کیږي. د لبرلازم مقابله کې سیکولاریزم نسبتاً نرمه اصطلاح ده. (انسائکلوپيډیا بریټانیکا مطابق)

د اروپاء په تورو کلونو کې په مذهبي خلګو کې یو رواج پيدا شو چې هغوي به د انسانانو د فلاح او ښیګڼې متعلق دنیاوي امور د نظر څخه غورځول او خلګ به یې د خدای سره د اړیکو پیدا کولو لپاره د دنیا پریښودلو تعلیم ورکاوه. د دغه رواج او یا د دغه رجحان خلاف په خلګو کې ردعمل پيدا شو او اروپاء کې د نوښتیا (رینیسانس) په وخت کې سیکولاریزم راووت او د خلګو په تمدني ژوند کې یې ډیره دلچسپي اخستل شروع کړ. د اکسفورډ قاموس مطابق سیکولاریزم څخه مراد یوه داسې عقیده ده چې د مذهب او مذهبي خیالات او تصورات اراداتاً د دنیاوي امورو څخه لیری کړي. د دغه نظریې اروپايي فلسفي توجیح خو دا ده چې د عقائدو یو داسې نظام په کوم کې چې د اخلاقي نظام بنیاد په کلي طور د انساني نړۍ فلاح او بهبود د خدای او د ژوند پس د مرګه (حیات بعد الموت) د ایمان په انکار شوې وي، دویم دا چې هغه تعلیم خصوصاً کوم چې د عوامي سرمایې څخه خلګو ته ورکول کیږي له هغوي څخه مذهبي عقائد او مذهبي تعلیم مخ ته بونځي. د ویسټر قاموس مطابق د سیکولاریزم معنی ده: د دنیاوي امورو څخه د مذهب یا مذهبي تصوراتو اخراج یا بی دخلي.

د سیکولاریزم او لبرلازم شاکوت:

د پورتنیو دوه اصطلاحاتو د پوه کیدلو لپاره اړین دي ترڅو د هغه وخت د حالاتو او ماحول جاج واخلو، د څه شي په امله چې دغه اصطلاحات منځ ته راغلل. د حضرت عیسی علیه السلام د پيدایښت په وخت ختیځ اروپايي هیوادونو باندې د بت پرسته (مشرک) رومیانو حکومت ؤ. مخکښې له دې چې حضرت عیسی علیه السلام آسمان ته وخیژي هغه په دې نړۍ کې د خپل ژوند ۳۰ یا ۳۳ سپرلي لیدلې ؤ. په بنیادي توګه هغه اسرایلو ته لیږدول شوې پیغمبر ؤ، ترڅو هغوي د تورات ورک شوي تعلیماتو سره اشنا کړي. د هغه اصل تعلیمات اوس تقریباً شتون نه لري. اوسنی عیسایت او عقائد يې د سینټ پال دین ده. سینټ پال یا د پولوس ریښتونې نوم ساؤل ؤ چې په ۱۰ء کال کې پيدا شو او تقریباً په ۶۷ء کې مړ شو. دغه ذکر شوی شخص اصلاً کې یو یهودی ؤ هیڅ کله یې هم د حضرت عیسی علیه السلام سره کتل ندي شوې، او د عیسی علیه السلام په ژوند کې یې غټ مخالف ؤ او هغه به یې د یهودیت لپاره مضر ګاڼه. د عیسی علیه السلام آسمان ته د ختلو نه پس دغه شخص عیسايي شو. دا هم هغه کس ده چا چې د خلګو په منځ کې ( د خپلو خوبونو او مکاشفاتو په ذریعه) دا عقیده عامه کړه چې یسوع مسیح خدای سره د هغه د نائب په حیثیت کې موجود ده او د قیامت په ورځ به د خلګو ترمنځ هم هغه پریکړه کوي، او نجاب به هغه شخص ته ورکول کیږي چا به چې د یسوع مسیح خوشنودي حاصله کړی وي، اوس د هغوي لپاره د موسوي شریعت باندې عملي پابندي کولو اړتیا نشته یوازې حضرت یسوع مسیح د خدای زوی ګڼل د نجات لپاره بس ده. همدغه هم هغه شخص و چا چې په لومړي ځل دغه تعلیم د اسرائیلو څخه علاوه نورو قومونو ته هم ورکړ، په بنیادي توګه دا هم هغه شخص ده، په کومه جدیده اصطلاح چې موږ ورته سیکولر ویلې شو. د عیسايي مبلغینو لومړۍ کانفرانس په ۵۰ء کې وشو (په کوم کې چې سینټ پال هم ګډون کړی و) په کوم کې یې چې د تورات د یو څو احکامو څخه اسرائیل آزاد کړل خو البته هغوي یې د زنا، بت پرستي، او خون آمیزه غوښه خوړلو څخه منع کړل. تر دغه وخته پورې د حضرت عیسی علیه السلام د خدایی عقیده لا نه وه پيدا شوې.

د عیسائیت د عقائدو تعلیم او خپرول يې په رومي امپراطورۍ او دور کې منع ؤ او عیسايي مبلغینو سره به ډیر تشدد کیده، د تشدد دغه سلسله هله ودریدله کله چې رومي شهنشاه کانسټنټائین تقریباً په ۳۱۲ء کې د عیسایت مذهب قبول کړ، خو دا یوازې د عقیدی قبولیت و ځکه د مملکت ټول کاروبار په هم هغه پخوانې رومي طور طریقو روان و او په دغه معامله کې د یو عیسايي عالم اعتراض هم په ریکارډ کې موجود نده، د عیسائیت سرکاري مذهب په جوړیدلو باوجود هم دغه د سیکولار ریاست لومړۍ مثال وه د دغه سیکولاري حکومت وجه دغه وه چې د سینټ پال د تعلیماتو مطابق عیسايي مذهب په اختیارولو د دنیاوي امورو سره ربط ختم شو. په ۳۲۵ء د نیقیه په ځاې (په اوسني ترکیه ازنک کې) تقریباً ۳۰۰ عیسايي بشپ یوځاې شول او د بحث او مباحثو وروسته یې د هغه عقیدې اعلان وکړ چې حضرت عیسی علیه السلام د خدای پاک زوی او د هغه د خدای ذات یوه برخه وګڼي(او دغه رنګه د حضرت عیسی علیه السلام د خدایی عقیده پيدا شوه)

تقریباً په ۴۷۶ء کې جرمن ګاته واکمنانو په لویدیځې اروپاء کې د رومي سلطنت خاتمه وکړه، چونکه ګاته د قبایلي طرز ژوند تیرولو عادي ول نو ځکه هغوي کوم مرکزي حکومت قائم نشو کړای د کوم په باعث اروپاء کې هره خوا فیوډالیزم خپور شو. هر ځاې واړه واړه بادشاهتونو او فیوډالان پيدا شول او پخپلو کې یې جګړې پيل کړی، دغه سلسله تقریباً تر زرو کلنو پورې دوام وموند، دغه دورې ته موږ د اروپاء تیاره مرحله هم ویلې شو، په دغه دور کې عیسائیت کې د پوپ منصب پيل شو او هغوي ته په مذهبي معاملاتو کې مکمله آزادي ورکړل شوه، همدغه هغه دور و کله چې د مصر یو څو اوسیدونکي عیسايي صحرايي مبلغینوو رهبانیت اختیار کړ. په ۵۰۰ء کې سینټ بینیډکټ روم کې د خلګو اخلاقي بی لاریتوب څخه دومره په تنګ شوې وه چې هغه خپل تعلیم سره خدای په آماني وکړه او په یو غار کې یې سکونت اختیار کړ ترڅو خپل نفس پاک وساتي. د دغه مقصد لپاره هغه نور خلګ هم وبلل، کله یې چې پيرویان لږ ډیر شول نو په ۵۲۹ء کې هغه باقاعده د یوی راهب خانی بنیاد کیښود، راهبانو لپاره یې ضابطې ولیکلې کوم چې اوس هم په راهب خانو کې نافذ کیږي. په دغه ضوابطو کې د راهبانو لپاره د واده ممنوعوالې، د میلمنو سره په آزاده توګه په کتلو باندې پابندي، ټاکل شوي لباس اغوستل، د څملاستلو، سفر کولو او یو بل سره د کتلو، د خوراک آداب او طریقې شاملې دي. د وخت په تیریدلو سره رهبانیت د خپل نفس پاکولو لپاره په خپل انساني جسم او ځان ډیری پابندیانې او تشدد وکړ کوم چې د انساني فطرت خلاف و. د همدغه تعلیم به دوي خلګو ته ورکاوه.

د وخت په تیریدلو دغه راهبان د خدای او د خلګو ترمنځ یوه اړیکه جوړه شوه او په مذهبي معاملاتو کې هغوي ته یو ناقابل چیلنج اختیار ورکړل شو. د یو پلوه د دغه راهبانو د دنیاوي امورو څخه بیرته کیدل او خپل ځانونه د راهب خانو پورې محدودول د ډیرو حکومتونو لپاره د سیکولارې جواز فراهم کړ، او د بلې خوا د راهبانو، بشپانو، او د پوپ دغه مطلق اختیار غلط استعمال پيل شو، او د کانسټنټائن په دور کې د جوړ شوي کونسل آف نیقیه کې د عیسايي عقیدې سره اختلاف کوونکو خلاف ډیره متشددانه رویه طی کړای شوه. عیسايي نړۍ کې په پیړیو دغه روان صورت حال انساني فطرت کې د پوپ خلاف بغاوت پيدا کړ. چونکه پوپ به په اټالیه کې موجود و، نو ځکه د نوښتیا(رنیسانس) پیل هم (څوارلسمې پیړۍ) د روم څخه شروع شو. د دغه تحریک په اثرات، خلګو د راهبانو او پادریانو د سوچ او فکر څخه آزاد سوچ کول شروع کړل. د هغه وخت فلسفیانو او دانش ورانو په دلائلو سره د عیسائیت مذهبي عقائدو غیر عقلي او غیر فطري او غیر منطقي کیدل د خلګو مخ ته کیښودل. په شپاړسمې پیړۍ کې بائبل کې ورکړل شوي د کائنات او د ژوند په هکله معلومات په سائنسي توګه غلط ثابت کړای شول او په خلګو کې د مذهبي عقائدو ګرفت کمزورې شو. دغه بغاوت د عیسائیت د هغه قوانینو او ضابطو خلاف نه و لکه حکومتي معاملات، د معاشرت طرز، معیشت، وغیره او دغه رنګ قوانین خو په عیسائیت کې ول هم نه، بلکه عیسائیت خو یوازې د یوې عقیدې نوم و کوم چې د نیقیه کونسل د حضرت عیسی تعلیم او تورات په نطر اندازولو سنیټ پال د خپلو خوبونو او روحاني مکاشفاتو په نتیجه کې اختیار کړې وه او د انسان نجات لپاره یې لازمه ګڼلې وه. دغه عقیده چونکه د یوناني کیسو او یوناني فلسفې د اثر لاندې لویه شوې وه نو ځکه د جدیدو سائنسي انکشافاتو او اکتشافاتو یوې وړۍ هوا ته هم ټینګ نه شول.

انسانیت باندې اثرات:

د اروپاء خلګ چونګه د راهبانو د غیر فطري مذهبي رجهاناتو څخه تنګ راغلي و او درستی اروپاء د عیسايي عالمانو د پيړیو څخه شروع کړل شوې فقهي او مذهبي جګړو او جنګونو نتائج هم کتلي و نو ځکه د مذهبي علومو خلاف بغاوت اروپا کې اجتماعي ضمیر ډير ضر په نوښتیا (رینیسانس) کې بدل شو، د نوښتیا (رینیسانس) د عروج زمانه د اولسمې پیړۍ څخه نیولې تر نولسمې پیړۍ پوری ده. په دغه دور کې د مذهب څخه بی زاره فلسفیانو، دانش ورانو، او فلسفي سائنسدانانو سترې سترې تعلیمي ادارې قائمې کړې د کومو په مرسته چې هغوي خپل خیالات عام کړل، په همدغه دوره کې اروپا په سائنس او ټکنالوژۍ کې هم پرمختګ وکړخو د دغه برعکس اسلامي نړۍ او خصوصاً اسلامي نړۍ د خپلو واکمنانو او مقتدره طبقاتو او د علماء د غفلت له وجهې په علمي او سائنسي توګه ډیر وروسته پاتې شوي و. اروپاء کې د مذهب څخه بی زاري د خدای څخه د انکار او انسان د شادي اولاد ګڼلو ترحده پورې ورسید، اوس اروپا کې د ژوند معراج دا وټاکل شو: انسان باید د خپلې دنیا ژوند د بهتره کولو لپاره باید زیار وباسي، ټول انسانان هم د عامو حیواناتو په څير دي نو لهاذا په دغه نړۍ کې بقاء محض طاقت ور ته په نصیب کیږي ( چارلس ډارون او هربرټ سپنسر د دغه فکر رپنده پورته کوونکي و)

د دغه فلسفه په عام کیدلو او د سائنس او ټکنالوژې اسلحه په لاس راتللو سره اروپايي قومونو په کمزورو هیوادونو خپل یرغال پيل کړ. په خپلو مفتوحو سیمو کې د ځان مضبوطولو لپاره اروپايي قومونو هلته خپل جدید سیکولر او لبرال فکر د خپریدلو لپاره کالجونه (لیسۍ) او پوهنتنونونه جوړ کړل. د مفتوحه سیمو تعلیمي ادارې، د هغوي(استعمار) په ژبه کې تعلیم او د قضاء نظام موقوف کړ او په ټولیزه او معیشت کې یې خپل تهذیب او خپل تمدن رائج کړ کوم چې بیا ماتې خوړونکو او مرعوبو خلګو قبوله کړه. فاتح اقوامو د رزق ذرائع د خپلو سیکولار تعلیمي ادارو د اسنادو سره وتړله، د مفتوحه سیمو ځوانانو په اروپاء کې هم تعلیم حاصل کول شروع کړل ( په زړه پورې دا دي چې اروپايي قومونو پخپلو مفتوحه سیمو کې د سائنس او ټکنالوژۍ تعلیم اهتمام ونه کړ بلکه د دغه ټولو غلامو هیوادونو په خپله د دغه تعلیم حاصل کولو لپاره خپلې هځې وکړې) همدغه رنګ د اروپاء د خدای او مذهب څخه بغاوتي فکر، ادب،، عمرانیات، فلسفه، آرټ(فن) او د انګریزي او فرانسوي تعلیم په مرسته خپله دغه مفکوره په درسته نړۍ کې خپره کړه. خو سره د دغو اوس هم ډیر تعداد خلګ د خپل دین، اسلام، سره وابسته دي او د اروپاء د دغه فکر خلاف دي، مسلمانانو هیوادونو کې دغه مذهبي او غیر مذهبي ویش هر پلو ته انتشار او فساد پيدا کړې ده.

افراد، طبقې، او قومونه په خپلو کې لاس او ګریوان دي. د سیکولار تعلیمي نظام له وجهې خدای، رسول، او د بعدالموت احتساب باندې اعتقاد په کمزورې کیدلو ماده پرستي، لذت اخستل، حرص، ظلم، عریاني او فحاشي، کاروباري ذهنیت، دوکه ورکول، قتل او غارت او بد امني هر طرف ته خپره شوې ده.

د اسلام نظام حیات:

د عیسائیت برعکس اسلام یوازې د عقیدې نوم نده بلکې دا د یو مذهب پر ځاې د یو دین په معنی د ژوندانه یو مکمل نظام ده د چا اجزاء چې په قرآن او سنت کې خپاره دې، دغه نظام تقریباً تر دولس سوه کالو پورې د نړۍ په یوې لويې حصې باندې غالب، حاکم او واکمن ؤ، بادشاهان او واکمنان که څه هم ملوکیت پلوه یا مطلق العنان هم پکې تیر شوې دې خو د قضا فیصلې او عدالتونه به پکې د همدې نظام مطابق کیدلې، بازارونو کې به (غیر سودي) تجارت د همدې قوانینو مطابق کیده، په تعلیمي پوهنځیو کې به د همدې تعلیم ورکول کیده، د ټولنې ټول نظام د همدې نظام په هدایاتو چلیده، او واکمنانو به هم دغه امور د اسلام لاینفک جز ګاڼه، نه خو د اسلامي دین تعلیمات ورک شوې دي، نه خو مسلمان علماؤ د عیسایي پوپ په شان ټول اختیارات په خپل لاس کې اخستلې، او نه مسلمانانو علماؤ د دنیا څخه د تعلق ختمولو تعلیم ورکړې ده، او نه يې په چا داسې تشدد او تیرې کړې ترسو د اسلام دین خلاف او د مسلمان علماؤ خلاف کوم بغاوت ته لیاره هواره شي. د ساینس او ټکنالوژې متعلق علومو کې څه داسې خبره نشته کوم چې د قران خلاف وي، د عقل سلیم (په کوم چې دغه سیکولران ډیر زیات قائل دې) همدا تقاضا ده چې یو شخص خدای د ټول اجتماعي کائینات آقا وګڼي(ظاهره ده چې ځان ته مسلمان او د شهادت کلیمه ویونکې سیکولار خو به دومره تسلیوموي) او هغه بیا د خدای احکام په انساني ژوند کې هم ومني، ځکه انسان پخپله هم د دغه کائنات د اجتماعي هیئت یوه برخه ده. دا کومه معقوله خبره نده چې یو شخص دی د اسلام څخه ونه پوښتي چې آیا هغه سره د اجتماعي ژوند د مسائلو حل موجود ده او که نه؟ خو د غرب په تقلید کې یا د ډار له وجهې د اسلام خوښوالي تهمت څخه د ژغوریدلو په خاطر یا د ین خوښوالي په صورت کې د انتها خوښۍ کیدلو له ډاره پوره دین د اجتماعي ژوند څخه خارج کړي.
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
مخکيني ليکنی وښاياست:   
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> تاریخ او تاریخپوهنه    ټول وختونه GMT دي
پاڼه   1  ټولې پاڼې  1

ورټوپ کړه:  

تاسو په دې څانګه  کې ليکنې نشئ کولی
تاسو د دې څانګې ليکنو ته ځواب نشئ ليکلی
تاسو په دې څانګه کې خپلو ليکنو ته بدلون نشئ ورکولی
تاسو له دې څانګې څخه خپلې ليکنې ړنګولی نه شئ
تاسو د دې څانګې په ټولپوښتنه کې برخه نشئ اخستلی


Powered by phpBB © 2001 phpBB Group

Chronicles phpBB2 theme by Jakob Persson (http://www.eddingschronicles.com). Stone textures by Patty Herford.