د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

و.افغان
07.03.2008

[quote:b72443fcdb="hoshiyar"][
وروره جانه په دي بحثونه کي بخشنه غوشتل ضروري نه ده همداسي کيزي
خو تاسي يو ځل بيا خبره هسي بلخوا تاو کړي ده
ما ستاسي د دوو لنډو سوالونو لنډ ځوابونه (څنګه چي تاسي غوشتنه کړي) درکړي دي
خو اوس راته بيا وايي چي ځواب راکه
دا زما د اعتراظونو د هيرولو هڅه خو نکړي؟
زما اعتراض به يو ځل بيا درته وويم
مذهبونه د تعليم او پرمختګ مخالف دي ځکه چي
که تعليم عام شي د مذهبونو ارزشت نه پاته کيژي او خلک پوهيژي چي دا هسي يوه دوکه ده
که پرمختګ راشي د خلکو په هغو شيانو عقيده نه پاته کيژي چي مذهبونو په خيال کي جوړ کړي دي لکه خداي، جنت، دوزخ، حوري، غلمان او داسي نور.
نو د دي لپاره چي دغسي يو حالت جوړ نشي مذهبونه تل د علم او پوهي او پرمختګ مخنيوي کړي
کله وايي دا شي په اسلام کي نشته کله وايي دا علم د عيسويت مخالف دي کله څه کله څه
دغسي د بشري حقونو په باره کي د مذهبونو چلند دير خراب ريکاډ لري مذهبونو تل ذهني او بدني
غلامي ته وده ورکړي او خلک يي ندي پريشي چي ازاد ژوند وکړي
لکه اسلام واخله چي د شځو په وړاندي يي څه چلند دي
نو وروره که رشتيا په بحث پوهيژي دا پوشتني به نه کړي چي زه کوم ځاي پيدا شوي يم
او کوم ځاي مي تعليم زده کړي يا کوم چرته مي واده کړي
دا خبري پريژده کومه چي موضوع ده په هغي خبره وکره
او دا هم راته مه وايه چي فلانکي پيغامبر دا کړي او پلانيکي اصحابي دا ويلي
په عمل يي راته وشايه چي عمل کي څه کړي
درناوي[/quote:b72443fcdb]

ښاغلې هوشیار صاحب: زه تاسو ته یو مثال وړاندې کوم
په یوه دولت کې چې قانون وضعه کیږي ، او ځیني خلک بیا دهغه قانون مخالفت
کوي ، نو اوس ګناه په خلکو کې ده او که په قانون کې.
اسلامي قوانین هم داسې دي دټولنې لپاره اسلام خپل قوانین لري، ددولت لپاره
خپل قوانین لري، خو چې دځینو مسلمانانو له اړخه دغه ټول قوانین نه تطبیقیږي او له ځیني نورو له خوا بیا ځیني تطبیقیږي او ځیني نه تطبیقیږي ، ګناه په خلکو کې ده نه په اسلامي قانون کي.

زه تاسو ته یو مثال پیش کوم: سعودي عرب دولت چې داسلامي قوانینو دتطبیق پر لحاظ تر نورو دلتونو پورته ده ، نسبي طور سره ، نه دا چې ټول اسلامي قوانین يي تطبیق کړي ، خو دلته چې کوم امن دې هغه امن په متطوره امریکا کې نشته ، دلته خلک ډیر په خوشالۍ ژوند تیروي ، ښځو ته خپل حقوق پوره ورکول کیږي،
ښځي درس وايي، او استاذي کوي، ډاکټري کوي، او دښځي دوضعې سره مناسبې
وظیفي هم سرته رسوي ،
او اسلام دغه ټولو څیزونو ته جواز ورکوي ،
خو چې نن ځمونږ په افغانستان ځینو جاهلانو دښځو دتعلیم مخالفت وکړ ، دا ددې معنا نه ده چې اسلام دښځو دتعلیم مخالف دې ، اسلام چې ښځې ته کوم قدر او عزت ورکړې هيڅ یو مذهب نه دې ورکړې.

په هر حال وروره یوه قاعده درته بیا تکراروم چې وايي:
اشخاص په حق پیژندل کیږي
نه حق په اشخاصو.

هوشیار صاحب:
تاسو لیکلي:
[quote:b72443fcdb]
نو وروره که رشتيا په بحث پوهيژي دا پوشتني به نه کړي چي زه کوم ځاي پيدا شوي يم
او کوم ځاي مي تعليم زده کړي يا کوم چرته مي واده کړي
دا خبري پريژده کومه چي موضوع ده په هغي خبره وکره[/quote:b72443fcdb]

هوشیار صاحب:
ډیر تأسف کوم چې ځما دډیرې شرحې وروسته تاسو ځما په سوال پوه شوي نه یاست ، ځما دا مطلب نه دې چې تا چیرته تعلیم کړې ، بلکه مقصد ددغه حقوقي تعلیماتو منبع او مصدر وه ،
په لنډه يي درته ووایم چې څوک مذهب نه مني، نو هغه هیڅکله دحقوق بشر دعوی
نه شي کولاي ، ځکه چې ماده چاته حقوق بشر نه ښودي ، دانسانیت ضعیفان یواځي دمذهب په وسیله دمساوات غوښتنه کوي ، یواځي دیوه خداي دبندګۍ په وسیله دخپلو حقوقو غوښتنه کولاي شي ، یواځي دالاهي تعلیماتو له مخې دخپلو
حقوقو غوښتنه کولاي شي ،
ماده انسان ته حقوق نشي ښودلاي ، ماده دظلم څخه ډک قوانین لري کوم قوانین چې دحیواناتو په جامعه کې تر سترګو کیږي، یو حیوان بل حیوان ماتوي، خوري يي، ویني يي څښي، خو حساب کتاب ورسره نه کیږي.

په هر حال اوس کیداي شي ځما دسوالونو په مقصد پوه شوې اوسې او جرأت وکړې چې ځواب راکړې.

ستا اعتراض هم هیر نه دې، او ستا داعتراض ځواب په خبرو او ستاسو په ځوابونو کې نغښتې دی.

نو یو ځل بیا:

اسلام دکوم پرمختګ مخالف دی؟؟؟؟
مونږ په اسلام کې قرآن او حدیث لرو، چې داسلام اصلي مصادر بلل کیږي،
په دغو مصادرو داستدلال له مخې تاسو ثابت کړۍ چې اسلام دپرمختګ یا علم
مخالف دی؟؟؟
ثابت کړۍ چې اسلام دحقوق بشر مخالف دی؟؟

په حقوق بشر کې ستاسو اصلي منبع او مصدر څه دې؟؟؟

البته دا باید هم واضح کړې چې دخداي په وجود عقیده لرۍ او که نه؟؟؟؟
په صفا الفاظو چې تاسو لادیني یاست یا ملحد؟؟؟

هیله کوم چې په دغو سوالونو خفه نشۍ، ځکه چې ددغو سوالونه ځوابونه به ما او تاسو دکامیاب بحث پړاو ته رسوي.[/quote]


hoshiyar
07.03.2008

[quote:40997276c6="وهاج ساپی"] په یوه دولت کې چې قانون وضعه کیږي ، او ځیني خلک بیا دهغه قانون مخالفت
کوي ، نو اوس ګناه په خلکو کې ده او که په قانون کې.
[/quote:40997276c6]
مګر دا به عجيب خبره وي چي تاسي له محمده تر ملا عمره ټول خلکو کړني ته يو شخصي خبره وواياست
څنګ کيديي شي چي ته وايي هيچا په اسلام عمل ندي کړي
د علم يوه تر ټولو ستره لاره داده چي خلک نيوکي وکړي، تحقيق وکي، پوشتني وکي، په اسلام کي د نيوکي جزا مرګ ده چي کامبخش په افغانستان کي ورسره مخ ده
محمد ولي خلکو ته خطونه ليږل ورته يي دړکي ورکولي چي مسلمانان شئ يا مرګ ته تيار وسئ؟ د کسرى پاچا ته او نورو ته؟
عمر دويم خليفه ولي په ګرده نړئ بريدونه کول خلک يي غلامول؟
علي او عايشه او بيا علي و معاويه ولي د يو بل خلک وژل؟
سلطنت عثمانيه پوري ولي اسلامي هيوادو خلک د پاچاهانو په شکنجو کي ګير وه؟
سعودي کي اسلامي قانون شته مګر خلک خو غلامان دي؟ د مصر فرعونانو په محلونه کي چي کوم
غلامان وه هغوي سره د دنيا ټول نعمتونه په لاس کي وه مګر وه خو غلامان
دغسي په اسلام کي د شځو په وړاندي چلند غلامي ذهني او بدني په حال ساتل او خلک د علم او پوهي
څخه منعه کول او خلکو ته په دي خبره دوکه ورکول چي کافر کوم پرمختګ کوي هغه يي قران کي يزده کړي
دا ټول څه دي؟
دا ټول د خلکو شخصي کړني دي؟
که ته وايي چي نه دا ټول غلط دي اسلام خو ويلي علم وکئ چين ته پسي لاړ شۍ يا علم
په هر مومن نارينه و شځينه فرض ده نو هغه خو علم نه مطلب اسلامي اصول يادول دي چي هغه ته علم نه ويل کيژي
اوس دا نو بله خبره ده چي تا وايي اسلام کي دا ندي راغلي
دا ټول د اسلامي خلکو کړني دي اسلام چي څه کړي هماغه دي
خو اسلام بيا ترورريسم ته امن وايي او ملا چي څلور شځي په کور کي بندي کي دي ته بشري حقونه وايي
لکه غل چي غلا وکي نو اول خو دا نه وايي چي ما غلا کړي خو که څوک يي پر ثابته کړي نو بيا وايي دا زما حق دي


و.افغان
07.03.2008

[quote:bdaedae833="hoshiyar"][مګر دا به عجيب خبره وي چي تاسي له محمده تر ملا عمره ټول خلکو کړني ته يو شخصي خبره وواياست
څنګ کيديي شي چي ته وايي هيچا په اسلام عمل ندي کړي
[/quote:bdaedae833]

ګوره وروره: بخښنه غواړم چې درته وایم چې کوښښ کوې چې له موضوع وتښتې ،
موضوع ګډه وډه کړې، او په نورو خبرو سر شې، تاسو په دې لیکنه کې ډیر موضوعات رانغاړلې دي، چې په هرې یوي باید جلا جلا بحث وشي؟

ګوره ګرانه:
اسلام یعني څه؟؟؟
اسلام په لنډه دهغو قوانینو څخه عبارت چې قرآن او حدیث دبشریت دهدایت لپاره راوړي دي، قرآن او حدیث ځمونږاصلي مصادر ګڼل کیږي ،
نو که چیرې تاسو په قرآن او حدیث شریف باندې اعتراض لرۍ، نو دقرآن آیت راوړۍ، حدیث شریف راوړۍ اعتراض پرې وکړۍ، او خپل ځواب به هم ووینۍ،
که چیرې مو داسلام تاریخ په اوږدو په ځینو اشخاصو باندې داعتراض موخه وي ، نو هغه شخص رامنځ ته کړۍ پرې وغږیږۍ، اعترضات مو ښکاره کړۍ، او خپل ځوابونه واخلۍ.
هغه کس که پیغمبر صلی الله علیه وسلم وي، که یو صحابي وي، او که صحابه وو څخه نیولې را په دیخوا....

یو یو کس باندې وغږیږه چې ښه تفصیل سره پرې بحث وکړو،

ته چې په داسې عمومي ډول وغږیږي دا ګټه نه لري ، او نه به په بحث کې څه نتیجې ته ورسیږو.
نو که هر څنګه اعتراض لري یو یو طرحه کوه ځواب به يي لولې.

[quote:bdaedae833="hoshiyar"]
د علم يوه تر ټولو ستره لاره داده چي خلک نيوکي وکړي، تحقيق وکي، پوشتني وکي، په اسلام کي د نيوکي جزا مرګ ده چي کامبخش په افغانستان کي ورسره مخ ده
[/quote:bdaedae833]

هوشیاره وروره: خداي دې هوشیار کړه ، دافغانستان اوسنۍ حکومت چا اسلامي کړۍ، دا خو یو ګوډاګۍ حکومت دې، دامریکا دمستقیم تصرف لاندې حکومت دې، او په یوه ګوډاګې حکومت کې قضا او قانون هیڅ معنا نه لري، کرزي صاحب خپله په خپل ځان دګوډاګې اقرار وکړ.
نوزه درسره دې باب کې هیڅ غږیدل نه غواړم:
هو دومره درته وایم، چې دکامبخش په تفصیلاتو زه نه یم خبر، او نه دومره مهم دې چې دلته پرې وغږیږم ،اسلام هر چاته دهر اسلامي حکم په وړاندې دپوشتنې او تنقید حق ورکوي، خو دسپکاوي نه، باید داعتراض، پوښتنې، تنقید او سپکاوۍ تر منځ فرق وکړاي شي.

[quote:bdaedae833="hoshiyar"] محمد ولي خلکو ته خطونه ليږل ورته يي دړکي ورکولي چي مسلمانان شئ يا مرګ ته تيار وسئ؟ د کسرى پاچا ته او نورو ته؟[/quote:bdaedae833]

له دې پوښتنې څخه دې ښکاري چې تاریخ کې هیڅ مطالعه نه لري، او یواځې هغه خبرې کوې کومې چې ددین ددښمنانو څخه اوریدلې او لکه طوطيي تکراروي.

وه وروره: محمد صلی الله علیه وسلم دا خط کله لیږلې ؟؟ له دې خبر يي ، دجزیرة العرب څخه بهر دپیغمبر صلی الله علیه وسلم ټولې جګړې دفاعي وي، لومړۍ کسرې او قیصر داسلام دختمولو لپاره لښکرې رالیږلي، او په اسلامي فوځونو يي یرغلونه کړي ، او بیا مسلمانانو په دفاعي ځواب کې دهغوي ځواک له منځه وړې، او دا هم دالله جل جلاله لوي حکمت وو، چې هر کله شروع به دکافر څخه کیدله، کافرو به په مسلمانانوحمله وکړه، تاسو تاریخ ولولۍ، او په مقابل کې مسلمانانو غاښ ماتوونکې ځواب ورکړ، او دا دهر چا قانوني حق دی.
دا اوس نه ګورې چې امریکي باندی القاعدي بریدوکړ ((لکه څنګه امریکه وايي)) او امریکا دځان څخه ددفاع په نوم دټول عالم په اتفاق په افغانستان په ناحقه برید وکړ او افغانستان يي اشغال کړ، سره له دې چې قانوني حق يي هم نلرلو، خو دا خپل کار يي قانون ته وربرابر کړ، نو ته څه فکر کوې چې ستا په ناموس څوک تیرې کوي، په راکټو دې ولي، نو ته به بیا په هغوي دګلانو او چاکلیټو باران وکړې، او که د راکټ ځواب به په راکټ ورکوي.

[quote:bdaedae833="hoshiyar"]
عمر دويم خليفه ولي په ګرده نړئ بريدونه کول خلک يي غلامول؟[/quote:bdaedae833]
دوهم خلیفه یو تجاوزګر برید هم نه دې کړې، او که نه نو تاسو يي را وښایاست،
دوهم خلیفه همیشه دفاعي حالت اختیار کړې، او هغه وخت يي فارس ته اسلامي
ځواکونه ولیږل، کله چې کسری خپل فوځونو دقادسيي په لور وخوځول چې اسلامي فوځونه ختم کړي، قادسییه په جزیرة العرب کې واقع ده،
له دې جنګونو سره باید دعمر رضي الله عنه هغه عدالت هم راپه زړه کړې چې وايي:
که چیرې دفرات دسیند دپله له سر څخه یو اوزه وغورځیږي، او پښه يي ماته شي، نو زه ویریږم چې الله جل جلاله به له ما څخه ددغې اوزې پوښتنه هم کوي.
دعمر رضي الله عنه هغه عدالت هم راپه زړه کړه چې په دولت کې يي غریبان تر خانانو مخکې وو، انصاف دهر چا لپاره عام شوې وو،
دغساسنوو پاچا یو عادي مسلمان په څپیړه وهيي، او عمر رضي الله عنه ددغه عادي مسلمان لپاره ددغه لوي شخص څخه دانتقام هوډ کوي ، او بالآخرة دغه متجاوز انسان تښتي.
تر اوسه پورې دعمر رضي الله عنه دخلافت اقتصادي او اجتماعي نظام په ځینو نړیوالو پوهنتونونو کې تدریسیږي.

[quote:bdaedae833="hoshiyar"]
علي او عايشه او بيا علي و معاويه ولي د يو بل خلک وژل؟[/quote:bdaedae833]

آیا دغه صحابه کرام بالآخره انسانان نه دي؟؟ خطا کیږي به نه ؟؟؟
تا چې دکومو دولتونو څخه دحقوقو بشر درسونه زده کړې وګوره چې دوي اوس په خلکو څه ناکوبۍ شروع کړي دي،
په میلونهاوو انسان ددوي په لاس تباه شول، دامریکا اصلي اوسیدونکي يي په قسم قسم طریقو تباه کړل، کیمیاوي وسله يي پرې استعمال کړه ، سره له دې چې هغوي
دامریکي اصلي خلک او مالکان وو،
نو که په تاریخ کې دعائشي او معاویة رضي الله عنهما څخه څه غلطی کیږي، نو دتعجب وړ خبره په دې نه ده، چې مونږ ورته انسانان وايو، خطا کیږي، او هغوي هم په
خپلې خطايۍ اعتراف کړې، او توبه يي ویستلې، او ان شاء الله چې الله جل جلاله به قبوله کړې هم وي، ځکه چې هغوي ددغو خطایانو تر څنګ دغرونو هومره حسنات لري.

[quote:bdaedae833="hoshiyar"]
سلطنت عثمانيه پوري ولي اسلامي هيوادو خلک د پاچاهانو په شکنجو کي ګير وه؟
[/quote:bdaedae833]
سلطنت عثماني صحي ده چې ډیر خطايانې درلودې،او هغه خطاياني يي سبب دسقوط هم شو، خو ته خبر يي چې هغه
خطاګانې څه وي؟؟ داسلام څخه لریوالې،،، په تصوف کې ننوتل، دعصري علومو
کمزورتیا،،،، او ځینې نور عوامل چې ددولتونو دسقوط سبب ګرځي، او دا طبیعي خبره ده، او دالله جل جلاله نظام دې دنړۍ لپاره.

[quote:bdaedae833="hoshiyar"]
سعودي کي اسلامي قانون شته مګر خلک خو غلامان دي؟ [/quote:bdaedae833]

ځما پورتنۍ لیکنه وګورۍ، سعودي کې نسبتا نوروو دولتونو ته داسلامي نظام ځیني احکامات تطبیقیږي، سعودي پوره سوچه اسلامي دولت نشو بللۍ.
او چې ځینې خلک په کې له نورو برتر او بهتر ګڼل کیږي، نو دا دسعودي نظام دنقص سبب دې، اسلام دا نه وايي چې دخلکو تر منځ دې فرق وشي،
الله جل جلاله فرمايي: وجعلناکم شعوبا وقبائل لتعارفوا، ان اکرمکم عند الله أتقاکم.

[quote:bdaedae833="hoshiyar"]
دغسي په اسلام کي د شځو په وړاندي چلند غلامي ذهني او بدني په حال ساتل او خلک د علم او پوهي
څخه منعه کول او خلکو ته په دي خبره دوکه ورکول چي کافر کوم پرمختګ کوي هغه يي قران کي يزده کړي
دا ټول څه دي؟
دا ټول د خلکو شخصي کړني دي؟
که ته وايي چي نه دا ټول غلط دي اسلام خو ويلي علم وکئ چين ته پسي لاړ شۍ يا علم
په هر مومن نارينه و شځينه فرض ده نو هغه خو علم نه مطلب اسلامي اصول يادول دي چي هغه ته علم نه ويل کيژي
اوس دا نو بله خبره ده چي تا وايي اسلام کي دا ندي راغلي
دا ټول د اسلامي خلکو کړني دي اسلام چي څه کړي هماغه دي
خو اسلام بيا ترورريسم ته امن وايي او ملا چي څلور شځي په کور کي بندي کي دي ته بشري حقونه وايي
لکه غل چي غلا وکي نو اول خو دا نه وايي چي ما غلا کړي خو که څوک يي پر ثابته کړي نو بيا وايي دا زما حق دي[/quote:bdaedae833]

تاسو دلته ډیره اشتباه کوۍ، اسلام دهر علم لپاره تشجیع ورکړۍ، هم په عام طور سره او هم په خاص طور سره،
په عام طورسره يي فرمایلي دي:
قل هل یستوې الذین یعلمون والذین لا یعلمون.

په خاص طور سره يي فرمایلي:
واعدوا لهم ما استطعتم من قوة.
په قوت کې ګاړي راځي، وسله راځي، طیارې، وغیره ټول په کې راځي.

اسلام دښځو په تعلیم هم اهتمام کړې دی، پیغمبر صلی الله علیه وسلم به ځیني تقریرونه دښځو لپاره خاص کول،
ځانته دعائشي رضي الله عنها څخه درې زره حدیثه روایت دي، سړو ترې علم نقل کړې، خپلې علمي حلقي يي لرلې.

اسلامي دولتونو دفلک په علم کې داسې پرمختګ کړې وو، چې هغه اوروپا کې داسې تیاره وه چې چا به دعلم یوه خبره نه شوه کولاي، او فورا به ترې سر غوڅیده،
خو په اسلامي نړۍ کې بیا پاچاهانو علماء نوي نوي اکتشافونو ته هڅول ، جایزيي ورکولي، خو له بده مرغه له دورې وروسته په اسلامي دولتونو باندې دچنګیز دیرغل څخه وروسته ډیر بد حالت راغۍ، داسلامي دولتونو حضارت او تقدم يي له خاورو سره خاورې کړ،
په هسپانیه کې اوس هم ځیني هغه قصرونه تر سترګو کیږي چې دمسلمان معمارانو په لاس په ډير عجیب انداز جوړ شوي دي.

دومره کافي ده، خبره نه اوږدوم، خو آخر کې دا درته وایم چې داسلام څخه هیڅ مطالعه نه لري ،
که چیرې غواړي په اسلام پوه شي نو قرآن کریم او صحي سنت نبوي ته مراجعه وکړه
او بیا ددغه دوه څیزونو له رویه په اسلام حکم وکړه.

ښاد اوسۍ

په درنښت.


و.افغان
07.03.2008

ِښاغلې هوشیار صاحب:

له لیکنې خو دې له ورایه ښکاري چې هیڅ مذهب نه منې،
زه ستاسو په دې جرأت ډیر خوشاله شوم، ځکه چې دی فوروم کې ځان یاران ډیر منافقت کوې کله ځان مسلمان بولي، کله بودي، او کله بل څه،

[color=white:6cbee4e46f]په هر حال که دا هم راته ووايي ، چې دخداي وجود منې او که نه ؟؟؟؟[/color:6cbee4e46f]

[color=blue:6cbee4e46f]نو ډیره به ښه وي، چې بحث په ښه توګه مخ په وړاندې لاړ شي
او بیا ځما ددوه پوښتنو ځوابونه مه هیروه.[/color:6cbee4e46f]


hoshiyar
07.03.2008

[quote:b475f9a835="وهاج ساپی"] په خاص طور سره يي فرمایلي:
واعدوا لهم ما استطعتم من قوة.
په قوت کې ګاړي راځي، وسله راځي، طیارې، وغیره ټول په کې راځي.
.[/quote:b475f9a835]
ګرانه وروره
دا چي ته وايي اسلام د محمد او فلاني فلاني سره څه کار نلري نو دا خو سمه نده
که په قران خبره کيژي نو په حديث به هم خامخا کيژي ځکه محدثين وايي حديثونه د قران تشريح ده
که په محمد خبره کيژي نو په الله به هم کيژي ځکه په اسلام کي محمد د الله پيغامبر دي د بل چا خو ندي؟
پهرحال چي ته وايي د هر چا کار شخصي دي د محمد کار شخصي دي نو بيا ولي
ټولو مسلمانو ته امر شوي چي محمد څه کړي هماغه وکړي يعني د محمد او اصحابو په لاره تلل اسلام دي
ايا داسي خبره نشته؟ لدي څه انکار کوي؟
که شته نو بيا خو هر څه چي محمد او اصحابو او نورو خليفانو کړي هغه اسلام دي
خو بيا ته وايي چي چا څه عمل کړي هغه اسلام ندي اسلامي يوازي قران او حديث دي
سهي ده په قران کي دغه پورته ايت چي تاسي کاپي کړي د دي څه مانا ده؟
د ا چي زه پوهيژم د انفال سورت کي ايت دي
معني يي داده چي په خپل ټول قوت و قدرت ورسره جګړه وکړئ
مسلمانو ته ولي ويل شوي چي کوم خلک اسلام نه مني هغو سره په ټول قوت جګړه وکړئ؟
په دي کي د دفاع څه خبره ده
کله چي محمد په مکه کي د نورو دينونو په خلکو پسي ورته او جګړي يي کولي په هغه چا بريد کړي و؟
قران وايي چي د هغو عربو سره چي په قران او محمد ايمان نلري په ټول قوت ورسره جګړه وکړئ؟
هغوي جګړه وکړه سړي ووژل شځي اينزي کړي مالونه چور کړل
ولي؟ ګناه يي څه وه؟ دا چي په محمد يي عقيده نلرله او هغه دين يي عقيده لرله چي ستاسي په وينا تر محمد پخوا نازل شوي وه نو الله چي پنځه سوه کالونه خلکو ته يو دين معرفي کاو بيا يو دم ورته وويل دا باطل دي اوس دا بل دين ومنئ او هغه يي هم په زور پري مانه نو جګړي خو به راتلي
هغه واقعه درته ياده ده چي علي يو سړي ته وويل مسلمان شه هغه ورته وايي نه مسلمانيژم
علي ورته وايي بيا دي زه وژنم او بيا يي مړ کړ
هغه سړي په علي څه بريد کړي وه او علي د څښي دفاع کوله؟
د علي عايشي او معاويه په جګړو کي ته وايي هغوي غلطي کړي او بيا يي خپله غلطي منلي
نو چي غلطي يي منلي بيا هغوي محاکمه شول؟ په اسلامي تاريخ کي داسي کومه بيلګه شته چي د دغو اصحابو په جګړو کي کوم خلک وژل شوي په هغو باندي بيا د دوي محاکمه شوي وي؟
بخشنه يي وغوشتله د خداي نه دا څه معني؟ هر څوک چي خلک وژني د خداي نه به بخشنه غواړي او بس ختم شوه؟
محاکمه کيژي به نه؟


و.افغان
07.03.2008

محترم هوشیار صاحب:
تاسو ولې ځما ددې درې مختصرو سوالونو څخه تښتۍ چې پورته مې طرحه کړي؟؟

تاسو خو له پیله ماته یو جرأتمند شخص ښکاره شوۍ، هیله کوم چې په جرأت ځواب راکړۍ،
او بله دا چې له عمومیاتو راښکته شۍ، او یوه یوه خبره بحث ته وړاندۍ کړۍ چې
ښه په تفصیل سره يي وڅیړو،
داسې چې په عمومیاتو لګیا يي او علمي بحث ته ځان نه تسلیموي نو دا خو بیا
ګټه نلري،


hoshiyar
07.03.2008

وروره جانه
ما درته مخکي هم وليکل چي زما خو په ځوابونو دي زړه راته شين که
ته پوشتني کوي او زه درته ځوابونه درکوم خو چي بيا بند راشي نو زر هغه يوه ببولال
وايي چي هغه زما دري سوالونه
پهرحال سهي ده ته اول زما د دي خبري ځواب راکه

د علي عايشي او معاويه په جګړو کي ته وايي هغوي غلطي کړي او بيا يي خپله غلطي منلي
نو چي غلطي يي منلي بيا هغوي محاکمه شول؟ په اسلامي تاريخ کي داسي کومه بيلګه شته چي د دغو اصحابو په جګړو کي کوم خلک وژل شوي په هغو باندي بيا د دوي محاکمه شوي وي؟
بخشنه يي وغوشتله د خداي نه دا څه معني؟ هر څوک چي خلک وژني د خداي نه به بخشنه غواړي او بس ختم شوه؟
محاکمه کيژي به نه؟

او بيا خپل دري سوالونه وکه
زه به ځوابونه درکم
درناوي


و.افغان
07.03.2008

[color=white:7cb572df7d]ښاغلې هوشیار صاحب:
مخکې له چې ستاسو په لاندنیو خبرو وغږیږم، تاسو باید ځما پورته طرحه شوو پوښتنو ته ځواب ووایۍ، چېې یو وار يي بیا دلته لیکم:

لومړۍ سوال: تاسو خداي منۍ، او که؟؟؟
دوهم سوال: داسلام دکوم علم او یا پرمختګ مخالف دې،، یوآځې یوه بیلګه غواړم؟؟؟؟ یومثال غواړم ډیر نه؟؟

دریم سوال: دحقوق بشر،عدل او انصاف ، اصلي منبع او مصدر څه دې، اۍ لادینیان ددغو څیزونو دعوی کولاي شي، او چې کوي يي دکومې فلسفې په بنا يي کويي؟؟؟
هیله ده چې جرأت وکړې او ځواب راکړې، او که دځواب توان په ځآن کې نه وینۍ
نو بیا دنر غوندې جرأټ وکړۍ او ووایۍ چې ځواب نشم ویلاي؟؟[/color:7cb572df7d]

پاته شوې ستا نورې خبرې، نو هغه په لاندې تفصیل څیړم:

[quote:7cb572df7d="hoshiyar"]
ګرانه وروره
دا چي ته وايي اسلام د محمد او فلاني فلاني سره څه کار نلري نو دا خو سمه نده
که په قران خبره کيژي نو په حديث به هم خامخا کيژي ځکه محدثين وايي حديثونه د قران تشريح ده
که په محمد خبره کيژي نو په الله به هم کيژي ځکه په اسلام کي محمد د الله پيغامبر دي د بل چا خو ندي؟ .[/quote:7cb572df7d]

بالکل کیږي، ولې نه، تکړه شه دپیغمبر صلی الله علیه وسلم په کارونو یو یو اعتراض شروع کړه، او له کوم یو چې ښه خلاصیدو دوهم اعتراض شروع کوه، ګډوډې به نه جوړوې، او سپکاوۍ به هم نه کوې.

[quote:7cb572df7d="hoshiyar"]
پهرحال چي ته وايي د هر چا کار شخصي دي د محمد کار شخصي دي نو بيا ولي
ټولو مسلمانو ته امر شوي چي محمد څه کړي هماغه وکړي يعني د محمد او اصحابو په لاره تلل اسلام دي
ايا داسي خبره نشته؟ لدي څه انکار کوي؟
که شته نو بيا خو هر څه چي محمد او اصحابو او نورو خليفانو کړي هغه اسلام دي
خو بيا ته وايي چي چا څه عمل کړي هغه اسلام ندي اسلامي يوازي قران او حديث دي.[/quote:7cb572df7d]

ګرانه: ځمونږ دټولو مسلمانانو دا عقیده ده چې یواځې پیغمبر صلی الله علیه وسلم له
هرې ګناه څخه معصوم دې، البته له کبیره ګناهونو څخه، الله جل جلاله ساتلې، نور صحابه کرام بیا عادي انسانان دي، ښه کارونه يي هم کړي، آو ځیني بد ترې هم شوي، خو دښو کارونو نسبت يي بدو کارونو ته ډیر زیات دې.
ځکه خو دصحابي کار په اسلام کې دلیل نه دې، دلیل یواځې قرآن او سنت دې، او هر هغه څوک چې دقرآن او سنت مخالفت کوي، په غلطه دې، و لو که صحابي وي، ډیرو صحابوو غلطي کړې، او سبب يي دا وو چې ځیني احادیث به هغوي ته نه و رسیدلي، نو علماووو پرې رد کړې او دا يي نه دي ویلي چې دا دصحابي کار دې دا هم صحي دي.

نه یواځي قرآن او صحي ثابت سنت له خطا څخه معصوم دې، نو له ماسره چې بحث کوې داسلام په اړه، نو باید دقرآن او دسنت له رویه يي راسره وکړي.

[quote:7cb572df7d="hoshiyar"]
سهي ده په قران کي دغه پورته ايت چي تاسي کاپي کړي د دي څه مانا ده؟
د ا چي زه پوهيژم د انفال سورت کي ايت دي
معني يي داده چي په خپل ټول قوت و قدرت ورسره جګړه وکړئ
مسلمانو ته ولي ويل شوي چي کوم خلک اسلام نه مني هغو سره په ټول قوت جګړه وکړئ؟
په دي کي د دفاع څه خبره ده[/quote:7cb572df7d]

نه وروره: دآیت ترجمه دې غلطه کړې، نه پوهیږم چې له چا څخه دې اوریدلې، هیله ده چې په پوره علم سره دآیت صحي ترجمه وکړي، او چې پرې نه پوهیږي، نو پوهو خلکو ته يي پریږدۍ، زه فکر کوم چې په عربي ژبه هم صحي نه پوهیږۍ، که تاسو صحي پوهیدلاي نو دارنګ ترجمه موبیا نه کوله،
ترجمه يي داسې ده: او تیار کړۍ اۍ مسلمانانو دخپل دښمن لپاره هر هغه قوت چې په حاصلولو يي ستاسو لاس رسیږي.
نه يي دې ویلي: چې پرته له چون چرا څخه پرې جګړه شروع کړۍ، بلکه حفاظتي او وقايي قوي تدابیر ونیسۍ، نو هر کله چې حاجت کیږي نو تاسو به پوره تیار اوسۍ،
تاسو دانفال سورت څخه وروسته دسورت توبې آیتونو ته هم مراجعه وکړۍچې دجګړې په اړه څومره ارشادات په کې دي، څو څو کرته په کې دا ویل شوي دي، چې په تاسو يي حمله نه وي کړي، معاهده دهغوي له خوا نه وي ماته شوي نو تاسو يي مه ماتوۍ، صبر وکړۍ، جنګ به نه کوۍ، دا خبرې بیل تفصیل ته اړتیا لري.

[quote:7cb572df7d="hoshiyar"]
کله چي محمد په مکه کي د نورو دينونو په خلکو پسي ورته او جګړي يي کولي په هغه چا بريد کړي و؟
قران وايي چي د هغو عربو سره چي په قران او محمد ايمان نلري په ټول قوت ورسره جګړه وکړئ؟[/quote:7cb572df7d]

دلته بیا دا ثابتوۍ چې تاریخ باره کې هیڅ معلومات نه لرۍ، پیغمبر صلی الله علیه وسلم هیچا پسې نه دې وتلې، حتې دیارلس کاله په مکه مکرمه کې يي یوه صحابې ته هم دخپل ځان دانتقام لپاره دوسلې داوچتولو حکم نه دې کړې، کله چې دمدیني منورې خلک مسلمانان شول او ګران پیغمبر هلته لاړه، په دغه وخت کې هم دمکې مشرکینو دمسلمانان کورونه سوځول، او شتمنۍ ورته لوټ کولې، او ځیني يي ووژل ، چې له دې وروسته بیا دځان څخه ددفاع آیت نازل شو،
أذن للذین یقاتلون بأنهم ظلموا.
اجازه وشوه هغو خلکو ته چې جنګ ورسره کیږي، دجګړۍ، ځکه چې په هغوي ظلم شوې دی.

له دې وروسته هم دعربو نور قبائل مخکې له دې چې مسلمانان دهغوي جګړې ته ورشي دمسلماناننو په ضد جګړو ته راټولیدل، چې یو لوي مثال يي غزوة الأحزاب دې، همدرانګه دپیغمبر صلی الله علیه وسلم په ژوندانه کې دروم قیصر داسلامي لښکرو دختمولو لپاره لوي تیارۍ نیولې وو، او دجزیرة العرب په طرف يي حرکت کولو چې بیا دتبوک غزوه واقع شوه، له دې وروسته هر وخت دفارس او دقیصر له طرفه حملي شوي دي،چې په نتیجه خداي جل جلاله مسلمانانو ته فتحه او کامیابي په نصیب کړې، او کامیاب شوي دي، او اسلامي دین پراخې موندلې ده:

[quote:7cb572df7d="hoshiyar"]
هغوي جګړه وکړه سړي ووژل شځي اينزي کړي مالونه چور کړل
ولي؟ ګناه يي څه وه؟ دا چي په محمد يي عقيده نلرله او هغه دين يي عقيده لرله چي ستاسي په وينا تر محمد پخوا نازل شوي وه نو الله چي پنځه سوه کالونه خلکو ته يو دين معرفي کاو بيا يو دم ورته وويل دا باطل دي اوس دا بل دين ومنئ او هغه يي هم په زور پري مانه نو جګړي خو به راتلي[/quote:7cb572df7d]

دا خبره هیڅ حقیقت نه لري، چې مسلمانانو دې په چا باندې خپل دین په زور منلې وي، الله جل جلاله فرمايي:
لا اکراه فی الدین قد تبین الرشد من الغي.

ددغو خلکو سړي چې وژل شوي دي، هسې نه دي وژل شوي، دوي داسلامي لښکرو په ضد ډیرې تجاوزي جګړي کړي، ډير جنایتونه يي کړي، او که نه نو په عمومي
ډول داسلام ټولو قائدینو خپله عامه قاعده عفوه وه، پیغمبر صلی الله علیه وسلم دخپلو سر سخته دښمنانو په مقابل کې عفوه اعلان کړه، آو دمکې دفتحې په ورځ يي مکه والو ته وویل: اذهبوا فأنتم الطلقاء.
نو هر کله چې به مسلمانانو کوم ښار ونیولو، نو خلک يي اختیارول، چې یا مسلمانان شي، یا جزیه ومني، جزیه په دې معنا چې مسلمانان زکات ورکوي، او مسلمان دخپل مال څلویښتمه حصه پیسې اسلامي دولت ته ورکوي، چون چې کافر دا پیسې نه ورکوي، او اسلامي دولت يي دسرونو او مال حفاظت کوي نو باید په مقابل کې هغوي ټکس وکړي، لکه دا اوس چې په غربي دولتونو کې ټکس اخیستل کیږي.
کوم غریب خلک چې به وو هغوي به بیخي له جزيي هم معاف وو.
پاته چې مراییتوب او وینځیتوب خبره، دې باره کې به زه په مفصل ډول بحث ولیکم، خو دلته دومره وایم: چې اسلام یواځې دهغو سړو او ښځو وینځه کول روا وګرځول چې په جګړه کې به نیول کیدل، یعنې سرسخته دښمن به وو، ستا جګړې ته به راغلي وو، بیا هم مسلمانانو دهغوي سره ډیره ښه رویه کوله، اواسلام دهغوي
دآزادولو لپاره قسماقسم لارې او فضائل بیان کړې دي، او دهغوي حقوق يي هم بیان کړي دي، چې دخپل بادار غوندې به آغوندې، او دخپل بادار غوندې په څښي، په اسلامي ټولنه کې دغه مرایان ډیر عزتمند ژوند لره، ځکه خو ددغو مرایانو لوړه
برخه علماءء وو او دغه دین يي تر مونږ رارسولې دی، تاسو اسلامي کتابونوته مراجعه وکړۍ او ولولۍ چې دغو خلکو څنګه زندګې درلوده، او څومره په اخلاص
يي ددی دین لپآره کار کړې، آو څومره خلک يي روزلي دي.

[quote:7cb572df7d="hoshiyar"]
هغه واقعه درته ياده ده چي علي يو سړي ته وويل مسلمان شه هغه ورته وايي نه مسلمانيژم
علي ورته وايي بيا دي زه وژنم او بيا يي مړ کړ
هغه سړي په علي څه بريد کړي وه او علي د څښي دفاع کوله؟[/quote:7cb572df7d]
دا خبره سراسر غلطه ده، آو هیڅ حقیقت نه لري،
او له تا څخه غوښتنه کوم چې مصدر يي را په ګوته کړې، چې داخبره دې له کومه
اخیستي.

[quote:7cb572df7d="hoshiyar"]

د علي عايشي او معاويه په جګړو کي ته وايي هغوي غلطي کړي او بيا يي خپله غلطي منلي
نو چي غلطي يي منلي بيا هغوي محاکمه شول؟ په اسلامي تاريخ کي داسي کومه بيلګه شته چي د دغو اصحابو په جګړو کي کوم خلک وژل شوي په هغو باندي بيا د دوي محاکمه شوي وي؟
بخشنه يي وغوشتله د خداي نه دا څه معني؟ هر څوک چي خلک وژني د خداي نه به بخشنه غواړي او بس ختم شوه؟
محاکمه کيژي به نه؟[/quote:7cb572df7d]

ګوره ګرانه:
که په قوانینو کې دې لږه مطالعه هم لرله، نو دا اعتراض دې بیا نه کولو،
یو دیوه شخص فردي جرم دې، چې په هغې نیول کیږي، او یو خو عامې جګړې
دې چې پیښې شي، نو په عام طور سره قانون ته وړاندې کیږي، خو فرد فرد په کې مجرم نه ګڼل کیږي،
لکه اوس دامریکي او افغانستان جګړه، په دې دوه طرفونوکې ضرور یو طرف په حق دې او یو طرف په باطل، خو ددې دواړوو خواووو یو یو فرد دقانون مجرم نه ګڼل کیږي، مګر په هغه حال کې چې یو عسکر یا یو طالب فردي جرم ترسره کړي، خو که په جګړه کې چې څوک مري نو هغه بیا دفردي وژني سره ډیر توپیر لري، خو کیداي شي په عمومي ډول مثلا ملل متحد فیصله وکړي چې امریکا په دې جګړه کې په غلطه ده، او ددې جګړې تاوان په عمومي ډول سره ورکړي.


hoshiyar
08.03.2008

شاغلي سافي وروره
ديره موده وشوه چي ما د اسلامي کتابو مطالعه پريشي دي او په عربي خو هسي هم دير نه پوهيزم نو کيداي شي غلطي زما په ليکنه کي وي مګر کله چي زموژ بحث په حوالو ندي په فکر او پيغام او هغه کولتور دي چه اسلامي خلکو ته ورکړي دي نو حوالي سمي يا غلطي څه مهمي ندي
اوس به راشو خپل بحث ته
ته څنګه وايي چي د اصحابو کار او عمل د هغوي فردي عمل دي اسلام سره تړاو نلري
بيا د دي حديث څه مطلب دي چي اصحابي کالنجوم فبايهم اقتديتم اقتديتم (که کوم توري مي غلط ليکلي وي بخشنه غوارم)
بله پوشتنه داده چي کله اصحابو خلک ووژل او ظلمونه يي وکرل بيا يي ومنله چي غلطي او ظلم يي کري نو دا څنګه عدل و انصاف دي چي بس له خداي بخشنه وغوشته او خلاصه شوه؟
که امريکا يا بل کوم څوک دغسي کوي هم ظلم کوي موژ ورته ظلم وايو
نو ايا تاسي په دي قانع ياست چي دغه اصحابان ظالمان وه؟ په اسلامي تاريخ کي (چي ټول يو طرفه ليکل شوي) چيري ورته ظالمان ويل شوي؟
ستاسي خبره سمه ده چي زه په عربئ نه پوهيژم لدي لپاره مي د هغه ايت (واعدوا لهم ماستطعتم) ترجمه وکتله دا يي ترجمه ده
008.060 Against them make ready your strength to the utmost of your power, including steeds of war, to strike terror into (the hearts of) the enemies, of Allah and your enemies, and others besides, whom ye may not know, but whom Allah doth know. Whatever ye shall spend in the cause of Allah, shall be repaid unto you, and ye shall not be treated unjustly.
http://www.oneummah.net/quran/08.htm

د دي ټکي څه معني ده to strike terror into (the hearts of) the enemies
زه خو چي څونه په انګليسي پوهيزم معني يي داده چي د خپلو دشمنانو د زړونو د ډارولو لپاره ترهګيري وکړئ
ترهګيري څه معني لري؟ دا ثبوت ندي چي اسلام ترهګيري ته وده ورکيي؟


hoshiyar
08.03.2008

[quote:1dd9aa37f7="وهاج ساپی"]
لومړۍ سوال: تاسو خداي منۍ، او که؟؟؟
دوهم سوال: داسلام دکوم علم او یا پرمختګ مخالف دې،، یوآځې یوه بیلګه غواړم؟؟؟؟ یومثال غواړم ډیر نه؟؟

دریم سوال: دحقوق بشر،عدل او انصاف ، اصلي منبع او مصدر څه دې، اۍ لادینیان ددغو څیزونو دعوی کولاي شي، او چې کوي يي دکومې فلسفې په بنا يي کويي؟؟؟
هیله ده چې جرأت وکړې او ځواب راکړې، او که دځواب توان په ځآن کې نه وینۍ
نو بیا دنر غوندې جرأټ وکړۍ او ووایۍ چې ځواب نشم ویلاي؟؟[/color]

.[/quote:1dd9aa37f7]
شاغلي صافي صاحب
دغه پوشتني زموژ له بحث سره هيڅ تړاو نلري ځکه چي څوک په خبره پوهيژي هغه دي پوشتنو ته اړتيا نلري ما په دي بحث کي له تاسي څخه دغه ډول کومه پوشتنه کړي؟ چي په چا عقيده لري يا ولي لري؟ نه
خو زه يي ځوابونه ځکه درکوم چي تا ډير ځله ماته ويلي که جرات لري نو ځواب يي ووايه
د خپل نوم د شکاره کولو سره يي جرات نلرم او داهم ددي خبري ثبوت دي چي اسلام مذهب ندي د خلکو د وژلو يوه بانه ده ځکه چي کله خلک په عقيدوي و فکري اختلاف وژل کيزي نو هلته د بشري حقونو و علم و پرمختګ څه پوشتنه؟ نو ځکه وايم چي بيا په بل کوم بحث کي بند راشي دا پوشتنه رانه ونکړي چي اصلي نوم دي راته وشايه

اوس راځم ستاسي ځوابونو ته
١
زه خداي نه منم
زما نظر دادي چي مذهبونه اشخاصو له ځانه جوړ کړي د خلکو د دوکه کولو او غلام ساتلو لپاره
او دغو اشخاصو خداي اختراع کړي دي چي هيڅ وجود چيري نلري په کومو صفاتو چي دوي اختراع کړي درواغ دي
خو يو خبره درته واضح کوم چي زه هغه خردماغ ملا نه يم چي يوه خبره مي تينگه کړي او بس
که کله پوه شم چي زما مفکوره غلطه ده اودپه دي پوه شم جي خداي شته وبه يي منم

٢
اسلام د عقل خلاف دي او عقل ستاسي په وينا د علم آله ده نو چي د علم د آلي خلاف دي د پرمختګ خلاف شو
په اسلام کي د عقل استعمال نشته ځکه چي په هر څه به ړنده عقيده لري جنت دوزخ شيطان خداي حوري غلمان ددي هيڅ ثبوت نشته که څوک دعقل له مخي ددي پوشتنه وکي اسلام سره يي هيڅ ځواب و ثبوت نشته نو د اسلام دريځ دادي چي څوک دي پوشتنه نه کوي او له عقل څخه دي کار ناخلي
اوس که زه د هغو مسلمانانو مثالونه درکوم چي د علم او پرمختګ په وړاندي وحشي چلند کړي بيا ته وايي دا خو اسلام ندي دا خو د چا شخصي کار دي

٣
عقل چي ستا په وينا د علم آله ده نو بيا د انصاف و عدل د پيژندني لپاره د مذهب و يا نورو شيانو هيڅ اړتيا نشته او بيا چي دا ثابته شوي چي د علم و پرمختګ زيات کارونه هغو خلکو و هغو ټولنو کړي چي د مذهب تر تسلط ازاد دي نو شکاره شوه چي په عدل او انصاف تر دي زيات بي دينه خلک شه پوهيزي
مذهب و دين د عدل و انصاف سره څه کار؟ په نړئ کي تر ټولو زيات خلک په مذهبي جګړو کي وژل شوي دي ته تاسي عدل واياست؟
درناوي


و.افغان
08.03.2008

[quote:1c3bdb1e32="hoshiyar"]شاغلي سافي وروره
ديره موده وشوه چي ما د اسلامي کتابو مطالعه پريشي دي او په عربي خو هسي هم دير نه پوهيزم نو کيداي شي غلطي زما په ليکنه کي وي مګر کله چي زموژ بحث په حوالو ندي په فکر او پيغام او هغه کولتور دي چه اسلامي خلکو ته ورکړي دي نو حوالي سمي يا غلطي څه مهمي ندي[/quote:1c3bdb1e32]

نه داسې نه ده، ته دیوه داسې دین په اړه غږیږې ، چې هغه دېن خپل اصلي مصادر لري
چې تر اوسه پورې ژوندي دي،
نو ته چې ددغه دین (اسلام ) په اړه اعتراضات وړاندې کوي ، نو باید توثیق دمصدر
وکړي، او که نه نو بیا دې خبرې هیڅ معنا نلري، هو ستا خپل عقلي تحلیل بیا
دمصدر توثیق ته اړتیا نه لري، او ځما له طرفه يي همدغسې درواخله، تاسو
که ځما دوه لیکنې دیهودي مذهب او عیسوي مذهب باره کې لوستلي وي، تاسو به
لیدلې وي چې زه څومره کوشش کوم چې دهغوي خبرې دهغوي له مصادرو په حوالو
سره توثیق کړم.

[quote:1c3bdb1e32="hoshiyar"]
اوس به راشو خپل بحث ته
ته څنګه وايي چي د اصحابو کار او عمل د هغوي فردي عمل دي اسلام سره تړاو نلري
بيا د دي حديث څه مطلب دي چي اصحابي کالنجوم فبايهم اقتديتم اقتديتم (که کوم توري مي غلط ليکلي وي بخشنه غوارم)[/quote:1c3bdb1e32]

ستا مشکل دادې چې داسلام په اړه دې مطالعه نشته، یا له نشت سره برابره ده،
او یوه منطقي قاعده ده چې وايي: الحکم بالشيء فرع عن تصوره.
مطلب دا چې په یو څیز باندې ته حکم کوي، لومړۍ باید دهغه څیز تصور وکړي، نو هر هغه څوک چې دیوه مذهب دمطالعې څخه مخکې په یوه مذهب رد کوي ، نو هغه
لکه حافظ غونډاري وولي،
بله د اسلام په اړه پوره صحیح تصور عربي ژبې ته هم پوره اړتیا لري، او هغه ژبه تاته نه ده زده،

دا اوس چې تاسو کوم نقل راوړۍ، غلط مو لیکلې دې، او معنی يي هم غلطه ده.
صحي يي داسې دی: أصحابې کالنجوم علی أیهم اقتدیتم اهتدیتم.

او که پوهه مو اسلام باره کې لرله نو بیا به مو په دې نقل استدلال نه کاوه، ځکه چې دا نقل حدیث نه دې، دیو مجهول شخص له خوا انشائي، او موضوعي کلام دې، او موضوعي حدیث سوچه دروغ وي، دهیڅ رنګ استدلال وړ نه وي:
امام عراقي د موضوعي حدیث باره کې داسې فرمایي:
شر الحدیث الخبر الموضوع
الکذب المختلق المصنوع

[quote:1c3bdb1e32="hoshiyar"]
بله پوشتنه داده چي کله اصحابو خلک ووژل او ظلمونه يي وکرل بيا يي ومنله چي غلطي او ظلم يي کري نو دا څنګه عدل و انصاف دي چي بس له خداي بخشنه وغوشته او خلاصه شوه؟
که امريکا يا بل کوم څوک دغسي کوي هم ظلم کوي موژ ورته ظلم وايو
نو ايا تاسي په دي قانع ياست چي دغه اصحابان ظالمان وه؟ په اسلامي تاريخ کي (چي ټول يو طرفه ليکل شوي) چيري ورته ظالمان ويل شوي؟[/quote:1c3bdb1e32]

وروره: دصحابه کرامو منځ کې چې کومه شخړه راغلې ډیر اوږد تفصیل او ټولې
قیصې راوړلو ته په کې اړتیا لیدل کیږي، خو دلته يي زه تاسو ته په اختصار وایم،
چې ددواړو اړخونو سره یو اندازه حق وو، معاویة رضي الله عنه ویل: چې زه دعثمان رضي الله عنه ولي یم، زه دهغه قاتلان غواړم، او دعثمان رضي الله عنه دقاتلان مشر هم عبد الله بن سبأ الیهودي وو چې بیا وتښتید، هلته ورته علي رضي الله عنه ویل: چې نه ، زه خلیفه شوم، ته باید ځما اطاعت اول وکړي، بیا دقاتلینو سره ګورو، او محکمې ته به یي راکش کړو، دلته دواړو سره حق موجود وو، دمسلمانانو دا عقیده
ده چې علي رضي الله عنه حق ته ډیر نږدې وو، اومعاویة رضي الله عنه باید هغه ته غاړه ایښودلي واي، او بیعت يي کړې واي، خو دواړو طرفونو اجتهاد وکړ، او یو بل ته تن کینښود، او جګړه يي سره وکړه، آو ډیر صحابه کرام په کې شهیدان شول،
خو وروسته بیا صلحه سره وشوله، او دعلي رضي الله عنه ځوي حسن رضي الله عنه
له خلافت څخه تیر شو، او معاویة رضي الله عنه دټولو مسلمانانو کامل خلیفه شو.

خبره داده، چې دوي په دې جګړه کې مجتهدین وو، یو هم فردي جرم نه دې کړې،
او ما له مخکې تاسوته ویلي وو چې صحابه معصومین نه دي ، خطا کیږي، او دا
يي له خطایانو څخه یوه خطا ده،
که له دوي څخه کوم کس فردي جرم کړې و، نو ضرور به محاکمه شوۍ واي، لکه څنګه چې عمر رضي الله عنه دیوه غریب لپاره دیوه پاچا څخه دسپیړې دانتقام اخیستلو هوډ کړې وو،
اما په جنګ کې چې څوک بیا ووژل شي، نو دهغه له فرد فرد سره نشي کیدلاي، ځکه خو په یو یو فوځي په هیڅ وجه سره سره محاکمې نشي کش کیداي، مګر په هغه حال کې چې فردي جرم وکړي، نو بیا محاکمه کیداي شي، او دا دجګړي صحي قوانین دي
چې اوس هم پرې ټول دولتونه عمل کوي،
خو که چیرې په دوه لویو اړخونو کې یو اړخ خپله غلطې او تجاوز ومني، نو بیا تاوان
ته هم غاړه ږدې، لکه چې مايي په پورتنۍ لیکنه کې ساده مثال ورکړې.
دصحابه کرامو جګړه اجتهاد وو، او څوک چې په کې مړه شوي ټول شهیدان دي، او
یو صحابي ته هم نه ظالم وایم، او نه ورته ظالم ویلې شم، او نه ورته داوسنې
قوانینو له مخې ظالم ویل کیږي، او بیا دا ځمونږ دخپلو مسلمانانو داخلي قضیه
ده چې خپله مو په صلحه سره ختمه کړه، او صلحه هم یو قانونې کار دې، نو په دې صلحه کې دبیګانه ګانو هیڅ کار نشته دی، بلکه دبیګانه ګانو زړونه خو په همدې
صلحې باندې پړق وچاودل.

[quote:1c3bdb1e32="hoshiyar"]ستاسي خبره سمه ده چي زه په عربئ نه پوهيژم لدي لپاره مي د هغه ايت (واعدوا لهم ماستطعتم) ترجمه وکتله دا يي ترجمه ده
008.060 Against them make ready your strength to the utmost of your power, including steeds of war, to strike terror into (the hearts of) the enemies, of Allah and your enemies, and others besides, whom ye may not know, but whom Allah doth know. Whatever ye shall spend in the cause of Allah, shall be repaid unto you, and ye shall not be treated unjustly.
http://www.oneummah.net/quran/08.htm

د دي ټکي څه معني ده to strike terror into (the hearts of) the enemies
زه خو چي څونه په انګليسي پوهيزم معني يي داده چي د خپلو دشمنانو د زړونو د ډارولو لپاره ترهګيري وکړئ
ترهګيري څه معني لري؟ دا ثبوت ندي چي اسلام ترهګيري ته وده ورکيي؟[/quote:1c3bdb1e32]

په دغه ترجمه کې دمابین القوسین کلمې هم تاسې راخیستلې، او بیا مو له انګلیسې څخه په غلط طور ژباړلې،

زه به تاسو ته آیت راوړم، او بیا به يي ترجمه کړم:

وأعدوا لهم ما استطعتم من قوة ومن رباط الخیل، ترهبون به عدو الله وعدوکم.

ژباړه:او تیاورۍ (اۍ مؤمنانو) لپاره (دجنګ) ددغو (ماتوونکو دعهد) څومره چې
توانیږۍ (جمع کولې شۍ) تاسې له قوت (اسباب دجنګ) او له روزل شوو ساتل شوو آسونو (لپاره دجهاد) چې ویروۍ تاسې په دغه (قوت او تیارۍ) سره دښمنان دالله او دښمنان ستاسۍ.

څومره ښکلي کامل هدایات، ځکه خو مونږ عقیده چې اسلام کامل دین دي، دعسکرۍ باره کې هم هدایات ورکوي ،
دغه قرآني هدایت باندې دا اوس دنړۍ ټول دولتونه عمل کوي ، وقائي اسلحي جوړوي چې ضرورت هم ورته نه لیدل کیږي، خو ددښمن دویرولو لپاره داسې ماشینونه جوړوي چې خپل دښمن په ویره کې وساتي، ددې لپاره چې دا وخت
ور نه کړي چې حمله پرې وکړي، او یا دحملې کولو فکر ونه کړي.

او دا سالم او معقول هدایات دي، یو مثال يي زه تاسو ته دپاکستان او هندوستان
دایټم بمب وړاندې کوم،
دا مسلمانانو باندې چې اوس کافر داسې په غرور او خرورش حملي کوي، سبب
يي دادې چې مسلمانانو په دې آیت باندې عمل نه دې کړې، او کافرو پرې عمل کړې
ځکه خو کافر نن هر رنګ وسله لري خو مسلمان يي نه لري، که مسلمانانو
هم ایټمې وسلي لرلي، او په دغه قرآنې هدایاتو يي پوره پوره عمل کړې واي،
نو هیڅکله به اوس په مسلمانانو دا حال نه واي.


و.افغان
08.03.2008

[quote:12f3ec47ba="hoshiyar"][quote:12f3ec47ba="وهاج ساپی"]
لومړۍ سوال: تاسو خداي منۍ، او که؟؟؟
دوهم سوال: داسلام دکوم علم او یا پرمختګ مخالف دې،، یوآځې یوه بیلګه غواړم؟؟؟؟ یومثال غواړم ډیر نه؟؟

دریم سوال: دحقوق بشر،عدل او انصاف ، اصلي منبع او مصدر څه دې، اۍ لادینیان ددغو څیزونو دعوی کولاي شي، او چې کوي يي دکومې فلسفې په بنا يي کويي؟؟؟
هیله ده چې جرأت وکړې او ځواب راکړې، او که دځواب توان په ځآن کې نه وینۍ
نو بیا دنر غوندې جرأټ وکړۍ او ووایۍ چې ځواب نشم ویلاي؟؟[/color]

.[/quote:12f3ec47ba]
شاغلي صافي صاحب
دغه پوشتني زموژ له بحث سره هيڅ تړاو نلري ځکه چي څوک په خبره پوهيژي هغه دي پوشتنو ته اړتيا نلري ما په دي بحث کي له تاسي څخه دغه ډول کومه پوشتنه کړي؟ چي په چا عقيده لري يا ولي لري؟ نه
خو زه يي ځوابونه ځکه درکوم چي تا ډير ځله ماته ويلي که جرات لري نو ځواب يي ووايه
د خپل نوم د شکاره کولو سره يي جرات نلرم او داهم ددي خبري ثبوت دي چي اسلام مذهب ندي د خلکو د وژلو يوه بانه ده ځکه چي کله خلک په عقيدوي و فکري اختلاف وژل کيزي نو هلته د بشري حقونو و علم و پرمختګ څه پوشتنه؟ نو ځکه وايم چي بيا په بل کوم بحث کي بند راشي دا پوشتنه رانه ونکړي چي اصلي نوم دي راته وشايه[/quote:12f3ec47ba]

ښاغلیه:
دا پوښتنې اساسي پوښتنې وې، او ځمونږ دبحث په محوري نقطي پوري يي تړاو درلود، ځمونږ دبحث ټول محور په همدې څرخیده ، او ځوابونه يي هم ډیر آسان وو،
خو تاسو ترې شاته کیدلې ، په هر حال ستا داصلي نوم سره ځما هیڅ کار نشته،
او هر هغه څوک چې په حق ولاړ وي، نو هغه له هیڅ څخه نه ډاریږي، زه په خپل نوم لیکل کوم، کولاي شې چې ددې نوم له لیارې ځما ځاي او ځماکور هم پیدا کړې،
څه چې لیکم د زړه عقیده مې ده، او هیڅ ډار نه احساسوم، او تاسو چې ویریږۍ هغه ستاسو خپله کمزوري ده، تاته به څوک څه ووایی، په هر حال ستا له نوم سره ځما
هیڅ کار نشته دومره ده، چې زه تاسره دیوه مسلمان په صفت غږیږم نو تا باید هم وپیژنم چې ته ما سره په کوم صفت غږیږې، تر څو د رنګبدلولو لیاره بنده شي، او بس.

[quote:12f3ec47ba]اوس راځم ستاسي ځوابونو ته
١
زه خداي نه منم
زما نظر دادي چي مذهبونه اشخاصو له ځانه جوړ کړي د خلکو د دوکه کولو او غلام ساتلو لپاره
او دغو اشخاصو خداي اختراع کړي دي چي هيڅ وجود چيري نلري په کومو صفاتو چي دوي اختراع کړي درواغ دي
خو يو خبره درته واضح کوم چي زه هغه خردماغ ملا نه يم چي يوه خبره مي تينگه کړي او بس
که کله پوه شم چي زما مفکوره غلطه ده اودپه دي پوه شم جي خداي شته وبه يي منم
[/quote:12f3ec47ba]

ډیر اعلی ، چې دا جرأت مو وکړ، چې خداي نه منې، اوس به ځما او ستاسې بحث
ډیر ښه روان شې، او ویریږۍ مه، نه مو څوک وژني، او نه څوک یو ويښته ازارولاي شي، او نه مو څوک داصلي نوم پوښتنه کوي.

اوس دلته دمازدیګر دلمانځه وخت شو، ستا نورو خبرو ته راځم، د خپل ځوي له ویرې مې لیکنه نیمګړې ثبت کړه:

[quote:12f3ec47ba]٢
اسلام د عقل خلاف دي او عقل ستاسي په وينا د علم آله ده نو چي د علم د آلي خلاف دي د پرمختګ خلاف شو
په اسلام کي د عقل استعمال نشته ځکه چي په هر څه به ړنده عقيده لري جنت دوزخ شيطان خداي حوري غلمان ددي هيڅ ثبوت نشته که څوک دعقل له مخي ددي پوشتنه وکي اسلام سره يي هيڅ ځواب و ثبوت نشته نو د اسلام دريځ دادي چي څوک دي پوشتنه نه کوي او له عقل څخه دي کار ناخلي
اوس که زه د هغو مسلمانانو مثالونه درکوم چي د علم او پرمختګ په وړاندي وحشي چلند کړي بيا ته وايي دا خو اسلام ندي دا خو د چا شخصي کار دي[/quote:12f3ec47ba]

اسلام همیشه عقل فکر ته دعوتوي ، او په قرآن کریم کې څو څو ځله الله جل جلاله
دانسانانو عقل خطاب کړۍ،
الله جل جلاله څو څو ځله فرمایلي:
أفلا تعقلون.

هر هغه علم سره چې عقل نه وي هیڅ معنی نه لري، دلږ علم سره ډیر عقل پکار وي،
هو ځمونږ په دین کې غیبي امور شته ده، مونږ پرې دعلم الیقین ایمان لرو، ځکه چې مونږ دعقلي، کــــــــــــوني ، قطعي، او یقیني دلائلو له مخې دالله په وجود ایمان لرو، او بالضرورة العقلیة بیا په مذهب ایمان لرو، او هر کله چې په مذهب ایمان لرو نو بیا دهغه مذهب ټولې خبرې منو، او داسې نه کوو چې په یوه جز دمذهب ایمان راوړو او بل جزء پریږدو، او ځمونږ دمذهب ټول هدایات په قرآن او حدیث کې دي.
نو مونږ چې په ځینو غیبیاتو ایمان لرو، هغه ټول هم دعقلي دلائلو له مخې، او دهغو شرعي دلائلو له مخې چې عقل هیڅ ټکراو نه لري، نو ځکه چې کله دعقلي ضرورت له مخې په خداي او مذهب ایمان لرم، او په عقلي ضرورت سره په ځیني غیبیاتو ایمان لرم، نو ته هیڅ حق نه لري چې هغه نفي کړي،
ځکه چې اصلا ته د خداي په وجود ایمان نه لري، نو په غیبیاتو هم ایمان نه لري، خو چې هر کله ته دغیبیاتو نفي کوې چې نشته دې، نو دلته تاسو خپله په هغه کنده وغورځیدۍ چې تاسو ترې خپله تښتیدۍ په دې معنا چې تاسو هم په غیبي
امورو کې خبرې اوتدخل وکړ، بله دا چې ډیر څیزونه چې ته ترې منکریدلاي نه شي
او هغه غیبي څیزونه دي او حقیقت لري،
یو مثال يي روح دی، آیا دروح حقیقت تاته معلوم چې څه څیز دې؟؟؟
آیا دفکر او عقل حقیقت تا ته معلوم دې چې څه څیز دی؟؟
نو دلته تاسې یو وار خپله غیبیات نفي کوۍ، او بیا پرې خپله ایمان هم لرۍ، ځکه
خو تناقض کې واقع کیږۍ.

[quote:12f3ec47ba]
٣
عقل چي ستا په وينا د علم آله ده نو بيا د انصاف و عدل د پيژندني لپاره د مذهب و يا نورو شيانو هيڅ اړتيا نشته او بيا چي دا ثابته شوي چي د علم و پرمختګ زيات کارونه هغو خلکو و هغو ټولنو کړي چي د مذهب تر تسلط ازاد دي نو شکاره شوه چي په عدل او انصاف تر دي زيات بي دينه خلک شه پوهيزي
مذهب و دين د عدل و انصاف سره څه کار؟ په نړئ کي تر ټولو زيات خلک په مذهبي جګړو کي وژل شوي دي ته تاسي عدل واياست؟
درناوي[/quote:12f3ec47ba]

آشنا خبره داسې ساده نه ده چې وکولاي شې دومره په آسانه ځان خلاص کړې،
ته چې کله دخداي په وجود عقیده نه لري، نو بیا ستا لپاره اخلاق او عدل څه معنا؟؟

ستا عقیده به ضرورا دا کیږي، چې عقل دمادې پیداوار دی، او که نه نو له کومه منځ ته راغلۍ؟؟ نو که عقل دمادې پیداوار شي نو بیا دا مفکوره داخلاقو، عدل او انصاف لپاره خپل قوانین لري، چې وروسته به پرې بیا وغږیږو، او که کومه بله فکره
مو په ذهن کې وي هم يي واضحه کړۍ،
ددې پوښتنې ځواب وکړۍ،نور به مخ په وړاندې درومو، او هیله ده چې بحث په پوره
صداقت مخ ته لاړ شي، تر څو زه او تاسو او نور لوستونکې ټول مستفید شي، زه تاسو په دې ملامتوم او نه حق لرم چې ملامت مو کړم چې ولې الحادي عقیده لرۍ،
خو په بحث کې بیا پوره پوره صداقت غواړم.

[color=white:12f3ec47ba]یادونه:
ښاغلې هوشیار صاحب:
تاسو چې اوس سوچه ملحد یاست ((دا ټاپه نه ده حقیقت دی او ستاسو دخولې اقرار دې)) چې نه خداي منۍ نه مذهب،
نو ددې لپاره چې بحثونو کې ګډوډې رانشې، دخداي جل جلاله دوجود، او مادې باره کې بحثونه په سوچه عقلي دلائلو سره همدلته کوو، تاسو اوس دټولو مذهبونو ضد یاست ، هیله چې ددې سرلیک لاندې په آینده کې نه داسلام په اړه څه ولیکي، نه دبل مذهب په اړه،
ځکه چې ما او تاسو به نور دلته بحثونه په سوچه عقلي او منطقي دلائلو کوو، او فکر
کوم چې همت هم لرۍ، چې بحث به راسره جاري وساتۍ او په نیمايي کې مې پرینږدۍ،
پاتې شوه، داسلام په اړه اعتراضات او نورې خبرې نو دا خبرې ټولې داسلام په خونه
کې ځما دهغې بلې موضوع لاندې طرحه کړۍ ((داسلام په اړه شبهات او دهغې ځوابونه)).
هیله ده چې همداسې وکړۍ، او په دې عقلي بحث کې مذهبي جزئیات راګډ نه کړۍ، ځکه چې مذهبي جزئیات ځمونږ ددې بحث سره هیڅ تړاو نلري، هیله کوم چې خبره مې په جدي طور سره واخلي.[/color:12f3ec47ba]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more