د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

پتوال
24.04.2012

سلامونه !

[quote:1e0d464309]ستونځې شته، څومره چې تاسو يادې کړې دي، ترې دې هم ډېرې دي... خو ټکر زمونږټولو لپاره ديني او دنيوي تاوانونه لري۰ [/quote:1e0d464309]
په دې جمله کې یادې شوې ستوزې منل شوي، خو هغه نه دي ښودل شوی چې له دې نه یې زیاتې بللي همداسې
نامعلومه او مجهوله وعظ یې فرمایلی او له اورېدونکو څخه یې پرې له پوښتنې پرته عقیده غوښتې ده. مونږ به یې هم نه ښوروو
څو لیکونکی یژ خفه نشي، خو ایا دا دګم نه دی او دغه ډول جملې ته دوګماتیکه جمله نه وایي؟؟؟؟
آیا دا هم ټکر دی چې دا ډیرې ستونزې بیان شي (؟؟) چې خلک په حقیقت پوه شي او له پوهېدو وروسته
خپل تصمیم ونیسی نه مخکې ، څو پښېمانه نشي او یا هم د ملت ستونزه نوره هم ونه غځوي؟؟؟؟
زما په اند خو ملي بودن هم خپل معیارونه او اصول لري او اسلامیت هم، پټ شی دلته نشته ، نو بهتره داده چې د همغو
اصولو او معیارونو له مخې خپل قضاوت عیار کړو، څو پړ او وړ هم د همدې معیارونو له مخې معلوم کړو ،
نه د ذهنګیرانه قضاوتونو په اساس ! ددې بحثونو موخه صرف داده چې لوستونکی په دغسې مهمو مسلو کې اصولی او
معیاری قضاوت او په منطق پخې او کوټلې پریکړې ته ورسیږي . زمونږ ملي او دیني غوښتنې باید د حق او حقیقت په موندلو کې خوندي وي، نه د هغوی په پټولو او ورئکولو کې .
د ساري په توګه زمونږ نه ملی او نه دینی ګټې دISI له غوښتنو سره اړخ لګوي، خو د خبل ملی افغاني وحدت سره
مو هم ملی او هم دیني ګټې نه یوازی سل په سلو کې اړخ لګوي، بلکې مستقیماً یو دبل غوښتونکي او د پلی توب يې بشپړونکي دي!
مونږ ته خو نه په دینی چارو کې ایمن الظواهری ژمن او مسول باتې کیدای شی او نه مو په ملی چارو کې اشفاق کیاني په درد خوړای شي، خو فرد فرد افغان ورور راته هم په دیني او هم ملي چارو کې ژمن او مسول دی ، زه پرې حساب کولی شم او حساب ترې غوښتلی شم ، نو دا سروپ لیونتوب دی چې یو افغان او بل افغان ر یو دبل پر ضد پردي طاقتونو لکهCIA او یا ISI ته لاس وغځوي، یو د لوزدیځ ګوډاګی شي او بل د پنجاب او خلیج ګوډاګی شي! دا دواړه ډلې به افغان ولس د ملت په محکمه کې محاکمه کوي او طالبانو ته به ملت له برئت وروسته په ملی اسلامی جمهوری حکومت کې ونډه ورکوي خو د کرزي د حکومت مخ به د ملت په وړاندې توریږي !
مهمه داده چې د مؤمن ملت او ولس پریکړې او قضاوت، واک او
واکمنۍ ته تن کیښودل شي .
نو د مسافر جان اغا د پورته اقتباس شوې جملې دویمه برخه په دغسې اصلاح کړم چې :
[quote:1e0d464309]پتوال هم ځکه پر هغه چا ....ملا نه تړي، چې نه ديني ارزښتونه پېژني او نه ملي۰[/quote:1e0d464309]
والسلام !


larghonay laraway
25.04.2012

السلام عليکم!
نه غواړم چې د مسافر جان بې دليله تشې دعوې په بحث و ارزوم خو همدومره وايم چې بې سوادي په ټولنه کې د جراثيمو په توګه شتون لري او زمونږ ټولنه يې تر هر چا ډېره نيولې ده. نه مو اسلام په سمه توګه پېژندلی او نه بله کومه غير اسلامي ايډيولوژي. چې د دې دواړو ښې بېلګې ملاعمر او نورمحمد تره کی دی. باور وکړه نه ملاعمر په دين پوهېږي او نه تره کی په کمونيستۍ پوهېدو ځکه خو ړانده ملا د افغانستان مسلمانان تباهۍ ته ورنږدې کړي او تره کي تش په نامه اتڼ چيان کمونيستان تباه کړل.
راځئ دې خبرې ته نور خاتمه ورکړو چې ( د جاهلو خلکو رهبر هم جاهل وي)
که غواړو چې جهاد وکړو نو په داسې يو چا پسې لښکر شو چې لږ تر لږه د ټولنې معلوم شخص وي او په اسلام او جهاد پوه وي. مهمه نه ده چې ټوله ډله دې عالمان او پوهان وي خو لږ تر لږه رهبر بايد جاهل نه وي!
همداسې که په نورو ايډيولوژيو پسې څوک ځي هم خپل رهبر دې مطالعه کړي چې په په همغه مفکوره بايد پوه شخص وي.
تاسو او خدای چې ملاعمر يوه مرموزه او جوړه شوې څېره نه ده؟
ايا ملاعمر په دين پوهېږي چې ديني آمر شي؟
ايا دا تر جهالت هم ورهاخوا نه دی چې د يو چا يو آیت قدرې مو هم سم نه وي اوريدلی او د ليوانو غونددې ورپسې ډله شو؟
ايا په ټولو افغانانو کې يو پوه، لوستی او عالم نشته چې ملاعمر آمر شي؟
که داسې وي نو :
خونه د پښتون چې په کې ورانه ده
ړنګه دې شي دا دنيا هم ورانه ده


م . ق
02.05.2012

[quote:c467c96d36="M-Quraani"]سلامونه او احترامات!
د ښاغلي لاروي صیب لاندې نتیجه ګیري د سیاسي واقعیتونو او ځمکني حقایقو سره سمون خوري.
د موضوع په هکله دغه سوال به هله مطرح وو چې د طالب د حکومت د بیا راتګ امکان زیات واي، خو اصلا موضوع برعکس ده، سیاسي واقعیتونه او ځمکني حقایق نه د طالب د حکومت بیا راتګ ایجابوي او نه د یرغلګرو بشپړه او تمامه وتنه!
حقیقت دادی چې یرغلګر خپل مالي او ځاني تلفات کموي، د دایمي حضور لپاره په خپلو اډو کې خپل ځواک متمرکز او محکموي، د طالبانو او نورو وسلوالو مخالفینو چاپه مارې ګوریلايي ډلې به موجودې وي،د برید هدف به یې یواځې افغان امنیتي ځواکونه وي، دا ددې لپاره چې یرغلګر دوي په خپل مینځ کې یو پربل مصروف وساتي، د دواړو د شر څخه ځان وژغوري، افغان حکومت همداسې ګوډاګی او محتاج وي ترڅو مصارف یې یرغلګر ورکوي او مجبور وي د هغوي اطاعت وکړي او هرهغه څه ته غاړه کیږدي چې هغوي یې ترینه غواړي.
په کابل او نورو ولایتونو کې وروستي بریدونه د همدغې ستراتیژي ښکارندوي کوي، او دا د امریکایانو، ناټو او تورې شبکې ددغه ستراتیژۍ یوه برخه وه ځکه ددوي استخباراتو پدې اقرار کړی چې مونږ له دغو حملو مخکې له مخکې خبر وو.
راتلونکی وخت به ددغه قضیې نور اړخونه هم روښانه کړي.
د لاروي صیب په وینا چې پښتانه باید شعوري، سیاسي او زیرکه شي ګنې نو همداسې به لکه د شطرنج دګټکو په توګه استعمالیږي، قربانیاني او تلفات به د دوي وي خو ګټه به ترینه لوبغاړي اخلي.

مننه
[quote:c467c96d36]نتيجه:
طالبان بيا د حکومت په شکل کې نه راځي همدا راز امريکايان هم په خپله خوښه لکه چې وايي له افغانستانه نه وځي. دا د وتلو خبرې يوازې د خلکو د بوخت ساتلو لپاره کاروي . امريکايان غواړي د کرزي او ملاعمر په مټ خپلو غټو اهدافو ته ځان ورسوي.
هو! اشغالګر غواړي چې په دوه زره څوارلس کې هم خپل لګښتونه کم کړي نو دوی به په خپلو هډو پورې محدود شي.
دا زمونږ لپاره کوم ښه زيری نه دی ځکه چې مونږ به همداسې اشغال پاتې وو!
څو چې پښتنو ځانونه نه وي پېژندلي، شعور يې نه وي موندلی او د يو والي هڅه يې نه وي کړي نو د مېږو غوندې به رمه وي چې کله به ګلبدين او شابدين ورباندې ډانګ ايښی وي، کله ړوند ملا او ګوډ ملا او کله هم پرديو اشغالګرو!
د شعوري، زيرکو او سياسي پښتنو په هيله [/quote:c467c96d36][/quote:c467c96d36]
پدې موضوع کې زما دغه اقتباس شوې شننه چې د سیاسي حالاتو وړاندوینه کوي د پاکستان د نامتو سیاستوال او شناند انیس الرحمن د لاندې لیکنې څخه هم تایدیږي او همدغه سیاسي واقعیتونه او ځمکني حقایق دي.
سرچینه: ندای ملت (اوونیزه) April 28, 2012
لیکوال: محمد انیس الرحمن
ژباړن: نسیم پسرلی

د سکندر اعظم د خوب په څېر د امریکا د نړۍ د فتح کولو خوب هم ناممکنه شوی. واشنګټن اوس خپل پیل کړی جنګ بېلابېلو سیمو ته خپروي. خو حالات د امریکا له لاسه تقریبا په وتو دي.

امریکایي تګلاره جوړونکو ته اوس هم روس غټ قوت ښکاري او په دې فکر کې دي چې دوی به د پخواني شوروي اتحاد په برخلیک اخته کړي. خو د اکمالاتو په لار کې خنډونه یوه ستره ستونزه ده، په داسې حال کې چې په مختلفو سیمو کې پراته امریکایی ځواکونه هیڅ پرمختګ ته تیار نه دي.

د امریکایي جنرالانو غوښتنه دا ده چې د پاکستان او افغانستان پر سرحدي قبایلي سیمو د بې پیلوټه الوتکو بریدونو ته دوام ورکړي تر څو د جنګ تنور ښه ګرم و اوسي. امریکایی څیړونکي ډاکټر تامس اف لاینچ چې د جنوبي اسیا پر موضوعاتو په امریکا کې تکړه څیړونکی دی په دې وروستیو کې په "فارن پالیسي" مجله کې یوه مقاله لیکلې ده. "فارن پالیسي" تر ډېره په جنوبي اسیا کې د پاکستان په اړه لیکنې خپروي او له دې سره سره په جنوبي او غربي اسیا کې د امریکا د نظامي او سیاسي اړیکو په اړه هم څېړنیز مواد خپروي. ډاکټر تامس په خپله لیکنه کې امریکایانو ته مشوره ورکړې چې " دوی دې د پاکستان او هند تر منځ د اختلافاتو د کمولو هڅې وکړي ځکه چې د افغانستان ځمکني حالات هغه څه نه دي چې په ظاهره مو تر سترګو کیږي. د اسامه له مرګه وروسته په القاعده پورې تړلي نور وګړي د دغې شبکې په بیا پراخولو اخته دي، او د طالبانو په زور کې هم زیاتی راځي.

په داسې حالاتو کې چې د پاکستان او هند تر منځ اړیکې هر څومره خرابې وي ګټه به يې القاعده ته رسیږي. امریکا باید پرېنږدي چې افغانستان د استخباراتي شبکو د نیابتي جګړې پر میدان بدل شي، دوی ته په کار دي چې له هره اړخه د القاعده مشران په نښه کړي." ډاکټر تامس په خپله لیکنه کې نور داسې لیکي "اسلام آباد د افغانستان ملي اردو د هندي پوځ زیاتونه ګڼي. د اسلام آباد د دې وېرې د لرې کولو لپاره امریکا ته په کار دي چې د ښو اړیکو پواسطه دغه وېره لرې کړي او دوی په دې قانع کړي چې افغان ملي اردو کوم هندي خنجر نه دی چې دوی به پرې له شا وهي بلکه پاکستان او هند کولای شي دغه ځواکونه د ترهګرۍ او افراطیت پر خلاف استعمال کړي، ځکه چې تر راتلونکې یوې لسیزې به دوی له افراطیت سره په ګډه مبارزه کوي."

له دې سره سره ډاکټر تامس امریکا ته مشوره ورکوي چې " امریکا باید په افغانستان کې نوره هم واوسیږي، کم له کمه د همدې لسیزې تر پایه باید په دغه هیواد کې پاته شي او دغه پاتې کېدنه باید د ناټو په شکل کې ډېره وي خو د موخو د ترلاسه کولو لپاره هم د ناټو پاته کېدنه هم د دې لسیزې تر پایه په افغانستان کې ضروري دي. په دې اړه دې د پاکستان او هند پوره باور هم ترلاسه شي.

د همدې لپاره له هر څه وړاندې امریکا ته په کار دي چې دې خبرې ته پام وکړي چې د افغانستان خاوره د هند او پاکستان تر منځ د نیابتي جګړې میدان نه شي. په همدې ډول امریکا او ناټو کولای شي د "افراطیت" خلاف دغه جګړه وګټي."

ډاکټر تامس وایي چې د دغو موخو د لاسته راوړلو لپاره دا ضروري ده چې د پاکستان، هند، د افغان طالبانو مشران او د شمالي افغانستان د قوم پاله ډلو تر منځ خبرې وشي. اوس پر دې خبرو د فکر نه بلکه د عمل وخت دی.

د ډاکټر تامس د دغې مقالې له مخې ویلی شو چې د ده دغه مقاله په واشنګټن کې د موجودو صهیوني سیاسي مبلغینو د هغو هڅو منعکسوونکې ده چې امریکایي او د هغوی د صهیوني صلیبي متحد- ناټو- ته په اوس وخت له افغانستانه د وتلو اجازه نه ورکوي. له دې پرته دا هم یو حقیقت دی چې د سپتمبر د یوولسمې د ډرامې وروسته د مسلمانانو پر خلاف د جګړې له امله د امریکا اقتصاد خراب شوی او د امریکا وګړي اوس داسې محسوسوي چې د دوی د ټکس پر پیسو امریکایي جنرالانو او صهیوني سیاست کوونکو په نړیواله کچه د ترهګرۍ بازار ګرم کړی دی.

همدا وجه ده چې د ټاکنو پر مهال د اوباما د "تغییر یا change" شعار د امریکایانو د غولولو لپاره وو. خو په حقیقت کې هماغه څه وشول او روان دي چې د نړیوال صهیونیت تګلاره ده. کله چې په امریکا او اروپا کې د جګړې خلاف د خلکو د مخالفې رایې شمېر زیات شو، اوباما له افغانستانه د وتلو نېټه اعلانه کړه او ویې ویل چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه به امریکایی پوځ له افغانستانه وځي، خو دا هم یو فریب وو تر څو د امریکا او اروپا د خلکو پر قهر اوبه توی کړي. موږ په خپلو شننو کې همېشه دا ویلي چې له افغانستانه د امریکایانو وتل د هغوی په خپله خوښه نه شي کیدای او نه هم امریکا افغانستان ته د بېرته وتلو لپاره رالېږل شوې ده.

که امریکا او یا ناټو ته په دغه جګړه کې ځاني یا مالي تاوان رسیږي نو ودې رسیږي، نړیوال صهیونیت ته له دې امله هیڅ تاوان نه رسیږي، د نړیوال صهیونیت پر وړاندې امریکایي او اروپایي پوځیان او سیاست کوونکي د نړیوال شطرنج مهمې دانې دي. زموږ له نظره کله چې په ۲۰۱۱ کال کې امریکا او ناټو دا ضروري وبلله چې په افغانستان کې د خپلې پاتې کېدنې یوه ګټه امریکایانو او اروپایانو ته وښیي نو یې په "ایبټ آباد" کې د خپلو عملیاتو نتیجه ور ته وړاندې کړه. د دنیا په وړاندې یې د اسامه د مرګ کریډیټ واخیست او د امریکا خلک یې وپوهول چې ستاسې د ټکس پیسې بیځایه نه مصرفیږي... دا چې په دغه ډرامه کې له دوی سره په سیمه کې چا چا مرسته وکړه دا به هم شاید په راتلونکو کلونو کې په کوم "ویکي لیکس" کې راښکاره شي. ډېری په دې نظر دي چې اسامه له دغو عملیاتو ډېره موده مخکې له دنیا سره خدای پاماني کړې وه او دلته یې یوازې کورنۍ اوسېده، له همدې امله ده چې هغو امریکایانو چې د صدام حسین له نیولو وروسته یې د هغه خوله پرې خلاصه کړه، د هغه غاښونه او ږيره یې لا نړیوالو رسنیو ته وښوده، هغو امریکایانو چې قذافي یې د لیبیایي باغیانو پواسطه ونیو او په ټولې نړۍ یې د هغه ننداره وکړه، د اسامه له مرګه وروسته د هغه دیوه تصویر په ښودلو حتی و نه توانیدل...؟ او د اسامه د کورنۍ د غړو له نیولو وروسته یې هغوی هم ازادو رسنیو ته و نه ښودل... تر څو هغوی نړۍ له دې حقیقته خبره نه کړي چې اسامه هیڅ نه وو... دلته خو یوازې موږ اوسیدو... او اوس په پاکستان کې له سزا پوره کیدو وروسته به دوی موږ یمني چارواکو ته سپاري تر څو هلته یو ګمنامه ژوند وکړو... ځکه چې که امریکایان له دې خبرې خبر شول چې د ایبټ آباد په هستوګنځای کې خو اسامه هیڅ وو نه، بلکه د هغه د کورنۍ غړي په کې اوسیدل نو ممکنه ده چې امریکایان به سپینه ماڼۍ په هګیو وولي.

رښتیا خو دا دي چې اسراییل په منځني ختیځ کې یوه ستره جګړه پیلوي. په داسې یوه حالت کې اسراییل یا د نړیوال صهیونیزم سرلاری په هیڅ ډول امریکا ته له افغانستانه د وتلو اجازه نه شي ورکولای ځکه چې د دغه وتلو اغیز به په منځني ختیځ کې د اسراییلو پر جنګ پرېوځي. دوهم دا چې هغو اسلامي تحریکونو او ځواکونو چې په منځني ختیځ کې د اسراییلو مزاحمت کړی دی، هغوی به له د امریکا له وتلو سره غښتلي شي. همدا علت دی چې د امریکایانو او اروپایانو د ذهنونو د تیارولو لپاره دغه ډول په اصطلاح "تحقیقي" مقالې په غربي رسنیو کې خپریږي، چې که امریکایان ژر له افغانستان نه ووځي نو القاعده به بیا په یوه قوت بدل شي او له پاکستانه نیولې تر هنده به "اسلامي افراطیت" یو ځل بیا خپور شي. د همدې علتونو له امله له پاکستان څخه د ناټو د اکمالاتي لارې تړون د پاکستان په پارلمان باندې پاس کړای شو. پاکستان په دې باوري کړای شو چې که د نړیوال وجهي صندوق له خوا دوی ته پور ور نه کړای شو، امریکایان به ور سره مرسته وکړي. دوی د سیاسي مشري او اپوزیسیون د ډلو په واسطه د اکمالاتي لارې لایحه په پارلمان باندې ومنله، په داسې حال کې چې د پارلمان پواسطه ایښودل شوي شرطونه هم د امریکا له خوا – په ظاهره- رد شوي دي، او پر قبایلي سیمو د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو د دوام اعلان یې کړی دی.

د دې حالاتو په لیدلو ویلای شم چې تش په نوم جمهوري حکومت، پوځ، ملکي حکومت او تش په نوم اپوزوسیون د امریکا پر وړاندې له اولې ورځې په ګونډو دي. دوی ته یوازې دا کار ور پاته دی چې د امریکا د ظالمانه کړنو پړه پر یو بل واچوي او ملت غافل کړي. د ناټو د اکمالاتي لارې د پرانستو مخالف په ښکاره مسلیم لیګ نون او د فضل الرحمن په مشرۍ جمعیت علمای اسلام ښکارېدل، خو په حقیقت کې دا هم یوه سیاسي ډرامه ښکاره شوه. کله چې د قیام وخت راغی نو فضل الرحمن او نواز شریف دواړه په سجده پرېوتل. تېره اونۍ د زرداري د هند دوره هم د امریکې د پروګرام یوه کړۍ وه. په هر حال هغه کښت چې پاکستاني چارواکو په خپله کرلی وو ریبل یې هم په خپله کوي، [color=blue:c467c96d36]خو حقیقت دا دی چې امریکا اوس له افغانستانه نه وځي بلکه د همدې لسیزې تر آخره په افغانستان کې د پاتې کیدو پروګرام لري. له طالبانو سره د امریکا خبرې هم یوه ډرامه وه چې اوس ځنډېدلې دي او افغان طالبانو هم له امریکا سره له خبرو لاس اخیستی دی. د امریکا دا هڅه ده چې په افغانستان کې قوي اډې جوړې کړي او هلته و اوسیږي په دې معنی چې په مهمو او ستراتیژیکو ځایونو کې د اډو په جوړولو سره به په دغو اډو کې اوسیږي او نور افغانستان به یوه لاسپوڅي حکومت او افغان ملي اردو ته پرېږدي تر څو د طالبانو د ډېرو بریدونو هدف افغان حکومت او د هغوی پوځ وي، په داسې حال کې چې امریکا به په خپلو مضبوطو اډو کې خوندي وي او تر ډېره به په بې پیلوټه الوتکو خپل کار تر سره کوي[/color:c467c96d36].

له بله اړخه په اسلام آباد کې د امریکا د سفارت پراختیا له کومې عسکري اډې پرته بل څه نه دي چې په تیزۍ سره پرې کار روان دی.

په افغانستان کې د امریکا تیارۍ له یوه اړخه د پاکستان لپاره دي او له بله اړخه د روس او چین لپاره. د همدې موخې لپاره، امریکا د خپل اقتصاد د خرابتیا سره سره همدې موخې ته د رسیدو لپاره د ۲۱ بلیون ډالرو په مصرف laser airborne programs او د Blue Devil Spy Blimp په ټیکنالوژۍ سمبال د درې جنګي بیړیو تیارۍ تقریبا پوره کړې دي. چې دغه تیارۍ د چین لخوا د کوم بحري پرمختګ د مخنیوي توان لري. له بلې خوا په شرقي اروپا کې د پولنډ او آذربایجان په هیوادونو کې امریکا خپل د مزایل د سپر پروګرام ته حتمي بڼه ورکوي تر څو د روس په وړاندې نظامی بند موجود وي.

دا ټولې امادګۍ د اسراییلو د هغه ظلم او بربریت د امادګۍ لپاره وړاندې له وړاندې تر سره کیږي چې کیدای شي د همدې کال په آخر کې یې پیل کړي. ځکه چې په تونس، مصر، لیبیا، یمن او شام کې اسلامي خوځښتونو سر را پورته کړی دی.

په نړیواله سطحه د HAARP په نامه نړیوال صهیوني ځواکونه ځمکنۍ تبدیلۍ لکه زلزلې او بحري توپانونه د نظامي موخو لپاره استعمالوي. همدا ډول یوه زلزله –خدای ناخواسته- هر وخت په اشغال شوي بیت المقدس راتللای شي، چې له امله به یې مسجد اقصی پخپله په حادثاتي ډول شهید شي تر څو نړیوالو ته داسې وویل شي چې د اسراییلو صهیوني حکومت په دې کې لاس نه لري، خو کله چې د مسجد د بیارغونې مخه د زور پواسطه ونیول شي نو د ملګرو ملتونو یا کوم بل نړیوال صهیوني ادرس لخوا به د "قدامت" په وجه د سلیماني هیکل د رغونې سند اسراییلو ته ورکړل شي.

په داسې یوه وخت کې چې به په عربي نړۍ کې د عکس العمل یوه څپه را اوچتیږي، اسراییل او صهیوني قوتونه د همدغو عکس العملونو په انتظار کې دي تر څو دنیا ته همدغه عکس العملونه غټ خطر ور وښیي او له هر څه وړاندې په مصر برید وکړي، د نیل تر سینده سیمه ونیسي او ترې وروسته د خلیج هیوادونو ته مخه کړي، د تیلو پر ذخیرو تر تسلط وروسته نوره نړۍ د اسراییلو د دجالي حکومت پر وړاندې ټیټېدلو ته مجبور کړي. په داسې یوه وضعیت کې ستر عکس العمل به د روس او چین له اړخه وي چې له اوس نه يې چاره کیږي. د پاکستان ملت ښایي اوس پر دې پوه شي چې که امریکا په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستانه د وتلو پرېکړه کړې وای نو د اکمالاتي لارې د پرانستلو لپاره يې دومره هڅې نه کولې. اوس د دې خبرې ثبوت مشکل نه دی چې زموږ چارواکي چې په حکومت کې دي که په اپوزیسیون کې د کوم ډول یوه دجالي پروګرام د ترسره کولو لپاره وسیله ګرځېدلي دي... آیا دا هماغه پاکستان دی چې علامه اقبال او قاید اعظم یې خوب لیدلی وو؟


حمید هڅــاند
02.05.2012

[quote:adfe9ec6d4] نو فرضاً که د بري په دغسې امکاناتو اوشرایطو کې طالبان
قدرت ته ورسیږي تاسو به د یوّ ملی حکومت د جوړولو او غلطیو
د مخنیوي له پاره څه مشوره ورکړئ ؟؟؟؟[/quote:adfe9ec6d4]
دروند پتوال صیب؛ سلامونه مې ومنئ.
ورورجانه، زما په اند خو لا تر اوسه هم له هیواده بهر اوسئ. هیواد کې دننه حالات دغومره زړه خوښوونکي نه دي. ای ایس ای نن سبا کې یو بل ډېر خطرناک کار ته لاس اچولی دی. دا شومه اداره اوس د افغانانو او په تېره پښتنو ترمینځ قومي سپین روبي، مخور او د سر کسان له مینځه وړي. چېری چې هم داسي یو کس وي چې ورباندي ۵ کسان را ټولېدای شي، هغه له ترور کېږي... دا شومه اداره افغان اولس له هغې ورځې راګرځوي چې راپورته شي او پوښتنه وکړي چې افغان حکومته ته څه کوي؟ طالبه ته په کوم اړخ اوړې ؟امریکا ستا یې له خیره او پاکستانه مخ دي پرته کړه.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more