د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

خیریوسی
09.01.2008

ډیر کمزوری خلګ هغه څوک دی چې ِسرنشی پټولای .....ډیرقوی خلګ هغه څوک دی چې دغوسی په وخت کی خپله غوصه پټه کړی .... ډیر صبر کونکی خلګ هغه څوک دی چې خپل فقرپټ وساتی .... ډیر شتمن خلګ هغه څوک دی چې په موجوده حالت قناعت وکړی

--


خیریوسی
09.01.2008

خلګ څلور ډوله دی
یو سړۍ پوه وی او په دی ښه پوهیږی چې زه پوه یم .... نوداسړی عالم دی پوښتنی ځنی وکړی
یو سړۍ پوه وی او په دی نه وی خبر چې زه پوه یم .... نوددی سړی هیر سوی دی تاسو یې وریاد کړی
یو سړۍ ناپوه وی او په دی هم ښه پوهیږی چې زه ناپوه یم ... نو د اسړی بی علمه دی تاسو وهغه ته ښوونه وکړی ( لکه زه )
یو سړۍ ناپوه وی او په دی هم نه وی خبر چې زه ناپوه یم ..... نو داسړی بیعقل دی دهغه څخه لیری ښوری

(خلیل ابن احمد)

-


خیریوسی
09.01.2008

وروڼو تر سلام وروسته
یو ملغلره راګېلوي تنها می مه پریږدی

عقلمند باید دناپوه سره په داسی ډول سره خبری وکړی ....... لکه ډاکتر چې دمریض سره خبری کوی

مینه


عصمت الله
09.01.2008

ajaza ورور سلامونه کور مو ودان ډیرې ښکلیې له پند نه ډکې ملغرې مو راوړی دی
خو زما هیله له تاسو نه داده چې که څلور یا پنځه ملغری په یوار ولیکی دا په تاسو ته هم آسانه شی موږ ته هم ځای پاتی شی کنه ځای خو په ټول افغان کې ډیر ده
خو لوستل به آسانه شی

کله چې د بل چا په نیکمرغې خپه شوې سمدستی مو د ځان له پاره بد مرغۍ لومه کیښوله.
ځینی خلک د چقماق د ډبرې په شان دي چې د پيښو او سپنه په هغه پورې ومښلی د شرات لمبې یې تر اسمانه پورته کیږی « اسمایلز»
د ځوانمردانو کړه وړه او راشه درشه د بدمرغۍ او نیکمرغۍ په وخت کې یو ډول دي «ارسطو
په کم عقل دوست باور او په سپک سړی تکیه ستره غلطی ده ښه داده چې دپو سړی سره ناسته ولاړه وکړی اوله سپک سړی څخه لیرې وګرځې . «ارسطو»
دښه اوسپڅلی دوست درلودل تر هر څه ارزښتمند دي اوډیر لږ خلک د دې خبرې په لټه کې دي.
پو هنه مرغلرې دي او ښه اخلاق هــنر دی . « اخلاق روحی »


منلی
09.01.2008

ajaza صاحب ښې چارې !
څښتن تعالی مو په قلم او کوتو برکت کړه چې تل تری داسی ښکلی ملغلری تویږی .

[quote:07ff84facc]یو سړۍ ناپوه وی او په دی هم نه وی خبر چې زه ناپوه یم ..... نو داسړی بیعقل دی دهغه څخه لیری ښوری[/quote:07ff84facc]
داصرف ملحد کیدی شی ایا همداسی نه ده ؟
دمسلمانانو په علمی اصطلاح کې جهل بسیط (ساده ناپوه)لکه دریمه ملغلره او ددی برعکس څلورمه لکه چې تاسو لیکلی چې یو سړی ناپوه وی اوپه دی هم نه وی خبر چې زه ناپوه یم دی ته بیا جهل مرکب (دهری جهالت) وایی په دغه جهالت چې څوک اخته وی هغه داسی فکر کوی چې زه پوهیږم چې خدای څه ده (بغیر داسمانی وحی څخه ) داسی خلکو سره جوړیدل په رښتیا چې ګران کار دی اودټول افغان په فورم کې هم داسی خلک شته چې دستاسو په وینا دهغه څخه لیری ښوریدل بهتر دی .



09.01.2008

[quote:0caffed8dd](( یو سړۍ ناپوه وی او په دی هم نه وی خبر چې زه ناپوه یم ..... نو داسړی بیعقل دی دهغه څخه لیری ښوری . داسې سړی نو [color=white:0caffed8dd]صرف[/color:0caffed8dd] ملحد کیدی شی ایا همداسی نه ده ؟))[/quote:0caffed8dd]
په دې قضاوت کې صرف د [color=red:0caffed8dd]« صرف»[/color:0caffed8dd] ټکی ناسم دی ، ځکه یواځې ملحد نه، بلکې هر ناپوه چې ځان ته پوه وایي له خپلې ناپوهۍ خبرنه وي، نو
پورتنۍ ملغلرې له مخې بایدهغه بیعقله او ترې لیرې ښوریدل په کار وي !


Nazar
10.01.2008

[quote:72b1c374e4="کوشان"]ښاغلی زخمي

د خبرو نه دې ښکاري چې ، يا ايمان دې ضعيف شوی دی او يا دا چې د کامل منطق او ذات په معنا نه يې پوهـ شوی .
د ښه لارې ته دعوت نه موخه دا ده چې بد خلګ ښه لارې ته دعوت شي ، نه دا چې سړی ځان ترېنه لرې کړي .

په هغه اديانو کې چې کامل منطق نلري ، هلته حکم دا دی چې سړی بايد د بدو انسانانو نه ځان لرې وساتي . خو په هغه اديانو کې چې منطق يې کامل دی ، هلته حکم دا دی چې سړی بايد تر اخره په دې ولاړ ووسي چې بد انسانان ښه لارې ته دعوت شي .

دا په دې معنا چې انسان بايد ځان د بد عمل نه لرې وساتي ، نه د بدو انسانو نه .
وايي : ادب را از کي اموختي ؟
ګفت : از بې ادبان

که چېرې بد اعمال وجود ونلري . د ښه اعملاو قياس بيا څوګ ټاکلی نشي .

ستا د دې خبرو نه چې سړی بايد ځان د بدو انسانانو نه لرې وساتي ، زما اخستنه دا ده چې ته د شيطان يا د بدي ذات ته تسليم شوی يې . ځکه ته نور د دې وسه نلرې او يا دا چې عقيده دې سسته ده چې وشې کولی بد خلګ ښه لارې ته دعوت کړې . له دې کبله دې د بد موجوديت د ښه تر څنګ منلی او ورته تسليم شوی هم يې .

د دې معنا دا شوه چې بې له شيطان نه د خدای معنا څه ده ؟؟

خو زما په اند کامل دين هغه دی چې موخه يې په نه ستړېدونکي ډول ، ښه ته د بدو دعوت وي . او که د دين موخه دا وي چې سړی ځان د بدو انسانانو نه لرې وساتي ، بيا نو دغه دين يوې مشخصې ډلې انسانانو د پاره لېږل شوی ، نه د ټول بشريت د پاره .

د بېلګۍ په ډول زردوشت ويلې چې :

د اهريمن په وړاندې د اهورا مزدا جګړه کاميابېدونکې ده .
دا په دې معنا چې بد که حتا شيطان هم وي ، بيا هم ماته خوري . نو له دې کبله زردوشتيان بايد هڅه وکړي چې بد خلګ ښه لارې ته دعوت کړي . او د دې د پاره چې انسانان ښه لارې ته دعوت شي ، دوۍ ته بايد د غنمو د کرلو کسب زده کړل شي .

دا په دې معنا چې که چېرې د ښه منطق کامل وي ، نو بد چې هرڅومره بد وي بيا هم ښه لارې ته دعوتېدلی شي .

خو په ځنې نورو اديانو کې د شيطان ذات يو نه ماتېدونکی ذات ګڼل شوی ، نو له دې کبله د شيطان نه د لرېتوب حکم شوی دی . چې زه نپوهېږم ، دا ولې ؟؟

په درناوۍ[/quote:72b1c374e4]


مجاهدكتوازي
11.01.2008

سړي په دري قسمه وي : سړی : سړكی : نه سړی
اول : سړي : سړي هغه ده سي هر كاريي په خپله زده وي
دوم سړكی: سړكی هغه ده سي په خپله څه نه وي زده اودي بل خبري ته غوږ نسي
دريم نه سړي :نه سړي هغه ده چي نه يي په خپله څه زده وي نه دي بل خبري ته غوږ نسي


Nazar
11.01.2008

سلام علیکم

______________
چه سړې له سړی کړی د دنیا طمع
سړیتوب به ئی سپیتوب شی په دا طمع


Nazar
11.01.2008

پرون مزد ور نن به د فتر کی یم پیا ده

سبا د خد ا ی په رضا وشم خا نزا ده

د ا یند ه ژوند خو شحا لی را ته را ځی

پیا ده به نیم بیم ځا نته ازاد ه شهزاد ه


Nazar
11.01.2008

هرڅه جوړدي دځانګړي کار دپاره
چې پدې راز نه پوهیږي ماشومان دي

توره وایي چې دجنګ دپاره ښه ده
خو دپاسه کښیناستل ورباندې ګران دي
___________________________

فرق ګران شوی دعاقل اود جاهل دی
هر څوک بولي ځان دعقل خزانه

دانصاف جنازه وتې ده له ښاره
دیوانه به ده خندد٬ ده به دیوانه

----------------------------------------
تشه خیټه وی تل ډکه له فساد نه
ځکه چا نه٬ نه ډاریږي نه شرمیږي

دتش ګیډو دغضب نه ډار پکار ده
پیشو وږې دزمري سره جنګیږي

___________________________


خیریوسی
12.01.2008

محترمو ګډنکونکو او لوستنکو السلام علیکم ورحمة الله
تر ټولو ښې او غوره ملغلری د نبی کریم صلی الله علیه وسلم دی
-


خیریوسی
13.01.2008

*چاچې یو حرف را ذده کړی هغه ټول عمر زما پلار دی

» تر خپلی خطا دبل خطا هميشه زیاته بریښندونکی وی

» څوک چې کړاونه ډیر ګالې تجریبه یې زیاتیږی

»بیړه او پیښمانی ورور او خور دی
-


خیریوسی
13.01.2008

څلور شیان عقل زیاتوی
فضول خبري پریښوول .... مسواک وهل ........ دښو خلګو سره کښینستل.. .. دعلماؤ سره مصلحت کول
-


خیریوسی
14.01.2008

خلګ وطن په علم ومال جوړوی ... په بی علمې او مسکنت هیڅکله وطن نه سی جوړیدلای

-


خیریوسی
14.01.2008

*کوم سړي چې تا په شا ګرځوی وهغه ته مه وایه چې ګوډه

* دوطن خدمت پر ټولو واجب دی نه پر یوه نفر

*حقیقت لکه وړانګه نه پټیږی

» رشتیا یومخ لری ....درواغ زر مخونه
_


خیریوسی
14.01.2008

دلېېم څلور نښانې دی

سِر نه پټوی ....... دورڼو غيبت كوي ...... زیات غذرونه کوی ..... همسایه ازاروی

-


خیریوسی
15.01.2008

*دسخې سړی څلور نښانی دی

څه چې لری هغه وبل ته ورکوی ..... هیڅوک نه ازاروی .... دصواب کار ژر کوی ... او دعذاب د کار څخه ځان ساتې

*څلور شیان سړی لوړوی ..که ځه هم علم لږ ولری
حلم ... عاجزې ...سخا ........ ښه خوۍ

*څلور شیان دمخ ابرو زیاتوی
په خپله وعده وفا کول .... سخا .... ښې خبری ... دالله سبحان وتعالی طاعت كول

په درناوی


رښتینی
15.01.2008

ښاغلی ajaza صیب په ټولیزه توګه ستاسو ملغلری ښکلی او په
زړه پوری دی خو دا یوه نیمګړتیا باید پوره کړی هغه داچی ته باید
خامخا له هری وینا سره د هغی ماخذ اود ویناوال نوم ولیکی اودا
خبره بیخی ضروری ده

پخ مینه


خیریوسی
16.01.2008

محترم حامد صاحب السلام علیکم ورحمة الله
وروره زه ستاسو دخبری سره موافق یم نانی صاحب هم نوموړی موضوع ته ګوته نیولی وه دا ملغری ما دعربی ویب پاڼو څخه مخکی دځان د پاره راټولی کړی وی خو ویندوی نوم یې نه ولیکلی او دځان سره می لینیک هم نه دی ساتلی ددی نه وروسته به ونوموړی نقطی ته پام کوم

په درناوی
_______________________________________
قلم والو سلامونه په پیخـــر ..... امـانت تا سو ساتـــلي پــــه هنر
رب دی ورک دغه اغیار کړی .... چې ټوله و کړی روغبړونـه داختــر
نـــه می وس شته نــه مې توان ..... چې دی ولیکم نــوم په سیــم وزر

مینه او مننه


Nazar
18.01.2008

چو شمع از پی علم باید ګداخت
که بی علم نتوان خداراشناخت


Nazar
18.01.2008

د هغه سترګو پښتنو خبرې
څنګه درنې وې د درنو خبرې

زاهده! پرېږده د تسپو خبرې
کوي ماحول د زولنو خبرې

دا ستړی ژوند دې مبارک شه مينې
زده چې اشنا کړې په لېمو خبرې

درنه به وانه وړمه پوی شوې کنه؟
درته مې وکړې په پښتو خبرې

د تندي ګونځې دي مغُل خو ندي
چې کوي نن د تاترو خبرې

دا بونګېدلې هوسۍ سترګې داستا
وکړې ناڅاپه د زمرو خبرې

د "حمزه" زړه ته دلاسه ورکوه
دادي ارمانه د ځلمو خبرې


مازدیګر
08.02.2008

دنورو په هکله داسې فکر وکړی لکه چې دهغوی څخه غواړی ستاسو په
هکله فکر وکړی.

بری هیڅ وخت سر ته نه رسیږي داځکه چې بری یوه مرحله ده

تاسو یوازی هغه شی سر ته رسولی شی چې پریکړه مو کړی وی


خیریوسی
23.02.2008

* مؤمن راسه علامت است
اول أنكه نمازرا بوقت بګذارد دویم آنکه روزه ماه رمضان دارد
سوم زکوة مال دهد
٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬
*منافق راسه علامت است
اول أنكه چون سخن ګوید دروغ ګوید دویم وعده کند خلاف کند
سوم درامانت خیانت کند
٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬

*ظالم راسه علامت است
اول أنكه زیر دستانرا برنجاند دویم زبر دستانرا تواضع کند
سوم مال مردمانرا ناحق بخورد باک ندارد
٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬

*حاسد راسه علامت است
اول آنکه درحضور تو چاپلوسی کند دویم درغیبت تو غیبت کند
سوم اګر کسی رامصیبتی ویاغمی رسد شادمان ګردد
٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬
*عاقل راسه علامت است
اول آنکه دنیا را خوار دارد دویم تحمل کند پر جفا
سوم آنکه پر سختیها صبر سازد
٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬

*حلیم راسه علامت است
اول آنکه پیوند بآنکس که ازوی ببرد دویم عطا دهد آنرا که ازوی هیچ نیابد سوم عفو کند از آنکس که بروی ظلم کند
٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬

*احمق راسه علامت است
فرمان خدای تعالی را بجای نیارد، وسخنهای که دران ذکر خدای تعالی نباشد بسیار ګوید، ودرعقب بندګان خدای تعالی غیبت کند
٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬
*نیکبخت راسه علامت است
قوة حلال خورد ،در شهر نشست برخواست با اهل علم کنند ، پنج وقت نماز را با جماعت ګذارد دروقت
٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬
*نیکو کار راسه علامت است
پیش دستی کند در طاعت ، وپر هیز کند از معصیتها ، و نیکویی کند بآنکس که بدی کند
٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬
*بدکار راسه علامت است
فراموش کند طاعت خدای تعالی را ، درستی کند بربندګان خدای تعالی ، وبدی کند بآنکسی که با و نیکی کند
٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬
*نیک مر د راسه علامت است
میان خود وخدای تعالی عمل نیکو راست دارد ، وګناخان خود را بتوبه واستغفار بصلاح آرد، بر مردمان همان پسند د که بر نفس خود
٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬
*پر هیز ګار راسه علامت بود
پرهیږ کند از همنشین بد ، دور باشد ازدروغ وغیبت ، وګذارد بعضی ازحلال را از بیم حرام تا در شبه نیفتد
٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬
*سخت دل راسه علامت بود
بر ضعیفانرحم نکند ، وباندک قانع نباشد ، هر چند پند دهند بآن نشود
٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬
*صدیق راسه علامت بود
پنهان دارد عبادت وصدقه را ومعصیت رانشان صدیق آن بود
٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬

نور بیا


salam
23.02.2008

خپل استاذ وما ته اوى څو پندونه
هر يو پند ئ ملغلرى وو لالونه
ويلى هره بدى کړه هغه بد مۀ کړه
چې د لاسه دى ازار شى د چا زړونه

(خوشال با با)


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more