دډيورنډ کرښه يا دناسور زخم ( دوهمه  برخه )

دافغانستان دڅوسوه کلن تاريخ په مطالعې سره هر انسان ته داباورپيدا کيږي چې افغان ولس ته خپل ټاټوبی تر هر څه گران دی، هيڅکله يې دا نده منلي چې دپردو تر اسارت لاندې ژوند وکړي . له يوې خوا دافغانانو ملي غرور او له بلې خوا دافغانستان جيو پوليتيکي موقعيت دنړۍ دټولو زبرځواکو پاملرنه ، نه يوازې پدې خاطر چې ددغه سرکښ ولس له طبعي زېرمو څخه دخپلو هيوادو په گټه کار واخلي بلکې دا شوم هدف يې هم لاره چې دا سرلوړی ملت پر گونډو او خپل غلام وگرځوي ، تر څو دافغانستان له سياسي جيوپولتيک ارزښتناک موقعيت نه دخپلو استعماري موخو دسرته رسولو په خاطر گټه پورته کړي .
دافغان وسل سره دنړۍ دهر زبر ځواک دښمني يا دوستي په منطقه کې دخپلو سياسي ، اقتصادي او نظامي گټو دخوندي کولو پر بياد ولاړه وه ، داحالت تر ننه هم دوام لري .
له هغې ورځې چې دانگليسي استعمار گر قوت داستازو پښې پخواني هندوستان ته رسېدلي او دهند دتر لاسه کولو تکل شروع سوی ، همدغه استعمارگر او زبېښا کگر ځواک دافغانستان دنيولو او پر هغه باندې دخپل تسلط دټينگولو خيال هم په خپللو مغذوکي ژوندی ساتلی دی .
دپرنگيانو لخوا زموږ پر پاکه خاوره درې ځله وسله وال تېری شوی چې پايله يې دلنډ وخت لپاره زموږ په هيواد کې ددوی سياسي سلطه گرځېدلې ده . تر کومه ځايه چې انگرېزانو ونه شوه کولای دتل لپاره خپل واک پر افغانستان ټينگ کړي . ددرېيمې جگړې په پايله کې زموږ هيواد دتل لپاره انگرېزانو له منگولو خلاص او افغانستان ديو آزاد هيواد په توگه په نړۍ کې په رسميت وپېژندل شو.
نن زما دليکنې موخه په افغانستان کې دانگليسي استعمار گر ځواک درېيو ځلو ماتو خوړلو ته ستاسو دپاملرني راگرځول ندي . غواړم ددغې مسئلي په هکله دتاريخي اسنادو پر بنياد بحث وکړم چې :
۱- دافغانستان او پاکستان دداسې ژورې دوښمنۍ لامل څه دی ؟
۲- کېدا شي هغه لاملونه چې دا دښمني يې زېږولې ده له منځه ولاړ شي ؟
ددې لپاره چې دغو دو لويو سوالو ته مو ځواب ويلی وي ددغې دوښمنۍ دپيدايښت تاريخ ته په ځغلنده توگه ستاسو پاملرنه راگرځوم . يو ټکی غواړم لوستونکو ته عرض کړم چې همدا لهظه زه يوه تحقيقاتي مفصله مقاله نه ليکم او نه کومه کوچنۍ رساله، يوازې په دې ورستيو شپو او ورځو کې زموږ په هيواد په کورنيو چارو کې دپاکستان بربنډو مداخلو او لاس وهنو مجبور کړم يو څه وليکم ، او دا ثابته کړم چې ، پرويز مشرف دا پنجابی جنرال پخپلو ويناوو کې صادق نه دی چې وايي : (( موږ له افغانستان سره هيڅ کومه ستونزه نلرو موږ ديوه غښتلي مرکزي حکومت ملاتړ کوو)) اويا داچې وايي: (( موږ تل دافغانانو سره هر اړخيزه مرستې کړي دي )) . له بلې خوا غواړم دهيواد داوسنيو چارواکو او دهغوی دنړېوالو مرستندويه هيوادونو پاملرنه دغه ټکي ته را واړوم ، اوله دوی نه تپوس کوم : که چېرې تاسو په رښتيا غواړئ چې افغانان په خپل کور کې په ارامه ژوند وکړي ،دواک پر سر سيالۍ چې دافغانانودژوند، اوهيواد دويرانۍ په کچه روانې دي پای ته ورسېږي، دا اوسنی تاوتريخوالی ورک شي ، اوټولې بهرنۍ اقتصادي ، علمي ، تخنيکي او فرهنگي مرستو څخه پر ځای گټه واخيستل شي دافغانستان او پاکستان تر منځ د دتش په نامه ډيورنډ کرښې دتاريخي لانجې حل يې يوازنۍ لارده . تر څو داترسلو کالو زياته پاته شوې غوټه خلاصه نشي افغانستان ته ستاسو مفتي او ياقرض مالي او تخنيکي مرستې به افغان ولس ته گټورې تمامي نشي ، هر څه به برباد ولاړ شي . حتا دا ډار هم شته چې تاسو به هم دروسانو پشان له افغانستان څخه د خپلو پښو ايستلو ته مجبور شئ .
تاريخي حوادثو او جرياناتو دا ثابته کړې ده چې پاکستان ته يو پر مختللي او غښتلي افغانستان دمنلو وړ نه دی ،ځکه يې دلته دخپلو اجنټانواو نوکرانو پلاس تل هرڅه له خاورو سره برابرکړيدي . زه پخپله پدې باور يم چې په افغانستان کې دټولو بهرنيو لاسو هنويواو افغان ولس دبدمرغيويو له عمده لاملونو څخه په 1893زکال دامير عبدالرحمن خان او دبرتانوي هنددبهرنيو چارو سلاکار ((هانري مار تيمورديورند)) لخوادافغانانو پر ښارگ دا په وينو لړلې کرښې د 2310 کيلومتره په اوږدوالي په افغانستان کې ديو غښتلي حکو مت دکمزورۍ او ددې هيواد له بدن څخه ديوې ټوټې دجلاکولو په خاطر د1893زکال دنوامبر په 12ورځ لاسليک شوی دی ، په تاريخ کې دا منحوس سند د ډيورند دکرښې په نامه شهر ت لري .

دا هغه لعنتي لوزنامه وه چې دلوی احمدشاباباپه لاس جوړ شوی افغانستان يې داسې ټوټه کړ، چې دکرښې ها خوا پراته پښتانه او بلوڅ غښتلي قومونه مجبور شول نږدې 54کاله دانگرېزانو ظلمونه او له 1947 زکال څخه بيا تر ننه پورې دپنجابي سړي خورو او وحشي جنرالانو دظلم او ستم پېټی پر اوږو يوسي ، او دخپل مورني ټاټوبي نه جلا ژوند وکړي .
زيات تاريخ پوهان او څېړونکي پدې باور دي چې دډيورنډ دکرښې لاسليک په هغه وخت کې کله چې عبدالرحمن خان دافغانستان دسياسي او نظامي ناخوالو شرايطو سره لاس په گرېوان و پر هغه په زور ومنل سوه . که څه هم پرنگيانو په مخامخ جگړه کې ماته وخوړل او له افغانستان څخه وتلو ته مجبور شوه ،مگر له دې ډارنه چې افغانان به په برتانوي هند کې دپرنگيانو پر خلاف ملي تحريک وهڅوي او يابه دافغانانو په مرسته تزاري روسيه دافغانستان له لارې هند ته درسېدو پلان عملي کړي ، انگليسانو پرېکړه وکړه چې عبدالرحمن خان له نظامي او سياسي پلوه تر تهديد لاندې ونيسي ، تر څو هغه مجبور شي اودداسې يوه تړون لاسليک ته غاړه کښېږدي چې په هند کې دافغانستان دلاس وهنواو دتزاري روسي دنفوذدپراخوالي امکانات لږ کړي . زما په عقيده په هغه وخت کې دديورند کرښې دا رول ولوباوه او دافغانستان دسياسي اغېزې سيمه دومره کوچنۍ شوه چې خپله عبدالرحمن خان هم ددغې نقشې په ليدلو حيران پاته شو، اوله بلې خوا دکرښې بل طرف ته پراته قومونه چې ددې سند دلاس ليک سره يې سخت مخالفت ښکارکړ هم خوابدي شول، دا کار دانگليسانو په گټه په قبايلي سيمو کې ددوی دسياسي نفوذ دپراختيا سبب وگرځېد .
تاريخ پوه پوهاند عبدالحی حبيبي دغې لوظنامې ته تحديد نامه وايي او هغه عبدالرحمن خان ملامتوي ، حبيبي صاحب وايي عبدالرحمن خان بېله دېنه چې دولس او قومي مشرانو سره جرگه شي او دهغوی نظر وغواړي پر خپل سر يې دا سند لاسليک کړ هغه ليکي : (( ديگر ازکارهای سياسي که امير بدون خوهش يا تصديق جرگۀ مردم افغانستان انجام داد،ودر تاريخ افغانستان مسوليت بزرگ رابذمت شخص وی می اندازدامضای يحديد نامه ديورند است که بادولت هند برطانوی سرحدات شرقی وجنوبی افغانستان را تحديد کرد،لوی استاد وروسته ليکي : وزير خارجه هند هانری تيمور ديورند برياست کميسيون تعين حدود سرحدی به کابل امد،واعضای اين کميسيون کلنل اليس وکپتان مانريس اسمت ، مستر کلارک ومستر وانلد وچند نفر هنديان ديگر بود. مذاکرات سياسی در کابل با خود امير آغاز شد، ودر نتيجه تحديد نامۀ منحوس ديورند امضاگرديد ...که به موجب آن خط سرحدی ديورنداز حدود بلوچستان تا چترال وواخان تعين گرديد،وخاک های چمن ،پښين ،چغۍ ،وزيرستانوبلندخيل وکورموپاراچناروافريديوباخوروسوات وبنيرودير وچيلاسوچترال که از بقايای خاکهای افغانی بود ،از افغانستان جداوبه هند شامل شد)) . تاريخ مختصر افغانستان ۳۰۰او ۳۰۱مخونه .
زموږ دهيواد يوبل تاريخ پوه او څېړونکی ښاغلی غوث خيبري پخپل ((پښتانه دکلتوري ښکېلاک په زنځيرونو کې )) دا مسئله داسې څېړي : دامير عبدالرحمن لخوادډيورند کرښې دتړون ياسند دلاسليک له امله دټولو نه غټ زيان يوازې پښتون قوم ته ورسېد... ددې کرغېړنې کرښې پايله دپښتون واحد قوم توکړې کېدل او دستر احمد شاه باباپه لاس د نوي جوړ شوي افغانستان دتاريخي خاوري تجزيه وه .

اوس راځو دې حقيقت ته ، دا کرښه لکه مخکې چې ورته اشاره وشوه يوازې يو کس چې هغه دافغانستان امير و بېله دېنه چې دافغان ولس او يا ددوی له استازو سره سلا او مشوره وشي لاسليک شوه ،ددې کرښې دلاس ليک کولو سره دبل هيڅ افغان اراده نه وه او نه هم دلاس ليک کېدو تر وخته حتا ددربار جگپوړي پدې خبر وه چې داسې يوه منحوسه لوزنامه به لاسليک کيږي . همدا تاريخي دليل دی چې ددې کرښې منل دافغانستان لپاره دقبول وړنه دي .که پخپله داميرد خاطراتو پاڼې راواړوو د هغو له لوستونو نه دې پايلې ته رسيږو چې که دانگرېزانو تحديد او يا دسرحدي ځينې قومونو څخه دامير دهغې خوابدي چې هغه ورته ياغيان ويل ددې لامل وگرځېد تر څو دا توره کرښه لاسليک شي په هر حال ډېر ژر دامير سد سرته و رغلی . دبېلگې په توگه کله چې امير دکرښې نقشه له بر تانوي هند څخه وغوښتل او نقشه يې وليدل ،هغه هک پک پاته شو. هغه ددغې نقشې دليدو په هکله دخپلو خاطراتو د دوهم ټوک په -157 158 مخونو کې داسې ليکي ( (وزير ، نوی چمن او هلته داورگاډي ستيشن ، دمومندو ټوله علاقه اسمار ،چترال او په منځ کې يې ټولې مځکې دبرتانوي هند په لوري په نښه شوي دي .)) پوهاند کاکړ او نوروڅېړونکو پدې اړوند پخپلواثارو کې څوځله دا په گوته کړېده چې اميرتر لاسليک وروسته هيڅکله هم دا نه ده منلې چې دا قومونه به له افغانستان څخه په دايمي ډول بېل شي .

امير عبدالرحمن خان له انگرېزانوڅخه نارازه و ، ولې متاسفانه دخپل اقتدار دساتلو په خاطر يې دا جرات نشو کولای دانگليسانو په مقابل کې په ځغرده دوريږي او دخپل هيواد دملي گټو څخه په ټينگه دفاع وکړي، دمثال په توگه هغه دخپلو خاطراتو ددوهم ټوک په 159مخ کې ليکي : ((انگريزان وايي چې موږ دافغانستان په لور نورو مځکو ته ضرورت نلرو،موږ يواځې غواړو چې افغانستان يو پياوړۍ شاهي مملکت وي . خو بلي خوا دبلوچستان دخواجه په غونديو کې دتونل ايستل غواړي ، چې دهغه لاري داورگاډي پټلۍ زموږ ملک ته را ورسوي ،لکه چې زما په کولمو کې چاړه وهي)) مگر امير دغه چاړه وحلو په هکله انگريزانوته په خپله هيڅ ندي څرگند کړي . دامير لخوا کله کله په پټه د توريو ،وزيرو،اپريدواو مومندو خلک هڅول کېده چې دپرنگيانو پر خلاف حملي وکړي او دهغوي پوستي له منځه يوسي . انگريزان هم دډيورنډ لاين دکرښي دلاسليک کولو ستر لامل دځان په وړاندي ددغو قومونو او ولسونو سرکښي او مخالفتونه اساس بولي کوم چې امير هغوي ته په دغه سيمه کې راپيدا کړي وه .
حقيقت خو دادۍ چې دديورند دکرښي په ټاکلو سره دبرتانيا اساسي او سياسي موخه داوه چې دختيځ او سهيلي افغانستان په قبايلي سيمو کې دافغانستان دددولتي اغېزې دشته والي مخنيوۍ وکړي . ددغي اغېزې دمخنيوي هدف دا نه وچي دورځنيو عادي تبادلي ،راشه درشي ،سوداگرۍ ،ټولنيزو ديني او مذهبي مراسيمو په سرته رسولو کې خنډ وگرځي . خو انگريزانو دا غوښتل چې قبايل دخپل مورني هيواد څخه جلا کړي او پدي توگه دبرتانوي حکومت پر ضد دمقاومت او وسلوالو حملو ځواک کمزوری کړي .
ځکه انگليسانو پر امير دخپل سياسي او نظامي فشار دراوړلو تيره څوکه دغه ټکي ته راوگرځول چې دافغانستان څخه دا قبايلي سيمي چې دپرنگيانو په مقابل کې تل بغاوت کوي له خپل مورني هيواد نه غچي کړي ،متاسفانه ددي کار جوگه هم شول . زموږ ټولو تاريخ پوهان او څېړونکي په يوه نظر دا څرگنده وي چې امير عبدالرحمن پر خپل سر دانگريزانو سر ه دا کرښه لاسليک کړه . ځکه هيڅ داسې يو سند نسته چې هغه دي ددې ښکارندوي وي چې دډيورنډ دکرښي دسند په لاس ليک کې دي دافغان ولس او يا ددوي دنماينده گانو نظر غوښتل شوی وي .
غبار صاحب ليکي :
ديورند با شش نفر افسر به کابل رسيد .... مدت اقامت اين هيئت در کابل متجاوز از 40 روز طول کشيدومذاکرات غير دوستانه به سردي وکندي پيش رفت در حاليکه سپاه انگليس مقابل سرحد افغانستان در حالت تيارسۍ بود .پشنهاد انگليس اينطور خلاصه ميشد : يا بر عهد نامه مرتبه انگليسي ونقشه مدونه انگليس امضا گذاشه شود ،ويا مناسبات دولتين منقطع وبه عبارت اصلي جنگ طرفين مشتعل خواهد شد ، شق سوم وجود نداشت،اينجا بود که امير عبدالرحمن خان در معرض امتحان سختي واقع گرديدودر نتيجه نشان داد که او طوريکه مردم افغانستان انتظار داشتند شخصيت آهنين واز خود گذري نيست. امير در در طي مذاکراتي که با ديورندنمود، ودر افغانستان منتشر نگرديد،بلغزيد ويکبار ديگر در تاريخ مسؤليت بزرگي بر دوش گرفت او طبق معمول بدون راي گيري از مردم افغانستان ويا نماينده گان انها وحتي بدون مشوره بامامورين ودربار خود بر اين معاهده امضا گذاشت .افغانستان در مسير تاريخ 688 مخ
که څه هم امير پسله هغه چې معاهده يې لاسليک کړې وه يوه مشوره تي جرگه چې فرمايشي بڼه يې در لوده راوغوښتل ، ولي دا هغه وخت و چې کار تر کار تير سوۍ و . امير پدغه جرگه کې وينا وکړه دهيواد دشمالي ،غربي ،له چين سره شرقي پولي او انگليسانو سره دهيواد دسهيلي او شرقي پولو ټاکلو په هکله تشريفاتي معلومات ورکړل ، هغه وويل ددي لپاره چې په دوستۍ کې ژوند وکړو لازمه وگنل سول چې دولتي حدود وټاکو، دا کارمو زما په کور کې وکړ . که څه هم په همدغه فرمايشي جرگه کې دغبار صاحب په وينا دغونډي دبرخه والو له نامه څخه يوه وينا چې له پخوا نه باربره سوې او ليکل سوې وه دغونډي ديوتن برخوال لخوا امير ته ورکړه سوه ،چې هغه وينا بيا پخپله امير ولوستل،په دغه وينا کې دامير دغه کار ته دافغان ولس په گټه ديوه حرکت نوم ورکړه سوۍ و اودمعاهدي دلاسليک څخه ننگه سوي وه . همدلته بايد په ډاگه سي چې ددې غونډي برخوال هيچا لخوا دغي غونډي ته نه وه ټاکل سوې ، او له بلي خواداکرغېړنه لوزنامه لا پخوا لاسليک سوې وه ،د دوی مخالفت کوم رول او ارزښت نه درلود .
داسنادو په مطا لعي سره داسې معلوميږي چې عبدالرحمن خان دډيورنډلاين دکرښي هاخوا پرتو يو شمير قومونو څخه خفه و او هغه يې ياغيان بلل ، دهغه دا شان احساساتي او غيرمسولانه برخورددډيورنډ دکرښي سره موافقي يو لامل گڼلاي سو. سره له دې چې امير دډيورنډ دکرښي سره دواړو خواو ته دپرتو قومونو مخالفت دسر په سترگو وليد مگر دغه مخالفت او مقاومت ته يې کوم ارزښت ور نکړ ؛ځکه چې هغه ته دخپلي واکمنۍ مسله تر هر څه زيات ارزښت لرونکې وه ؛ دحيرانتيا ځای دا دۍ چې امير پخپله دبرتانوي هند له وايسرانه غوښتنه وکړې وه چې هغه عالي جناب دي په خپله خوښه په نقشه کې هغه ځايونه اوسيمي په نښه کړي چې ضرورت ورته لري . پدې اړه امير پخپل ژوند ليک کې داسې ليکي : (( از فرمان فرما خواهش نمودم به جهت من بفرستد،وخطوط سرحدي را بطوريکه خودشان ميخواهند معين نما يند روي نقشه مذکور تخمينا مشخص نمايند تابدانم کدام نقاط ياغيستان را خيال دارند تحت نفوف ودر حيطه اقتدار خود بياوريد.)) تاج التواريخ ،امير عبدالرحمن خان 119مخ . که دا تړون دچوکۍ دساتلو، دډار يا ځيني قومونو څخه دخوابدۍ او يا بل کوم دليل پر اساس لاسليک سوۍ دۍ دا (( 112)) کاله کيږي چې ددې خطا ، تيروتني او جفا په وينو لړلۍ دروند پېټی ټول افغانان او دکرښي هاخوا پراته قومونه پر اوږو وړي . دا سل کاله تير سوه خودا دناسور زخم جوړ نه سو .
دکرښي هاخوا پرتو قومونو ته دډيورنډ کرښه هيڅکله دزغم او منلو وړنه وه . مولوي محمد ظاهر شاه وزير پخپل اثر کې ليکي : دډيورنډ دکرښي دنه منلو په خاطر دوزيرستان څخه يوه (570) کسيزه ډله دملا پيوند ،مولاناهمزالله خان او قاضي حاجي محمد په مشرۍ چې څو تنه ښځي هم پکښي شاملي وې دجرگي په ډول حتي دننواتي په توگه کابل ته ولاړه چې هلته دامير سره دډيورنډ دکرښي په اړه خبري وکړي ،او نوموړۍ لدې لاري نه بيرته راوگرځوي اود پرنگيانو دظلمونواو ناروا حال ورته بيا کړي ، ليکن جرگه په نهيلۍ او ناکامۍ بيرته راوگرځيده او امير ورسره دليدني کتني وخت ونه موند .
کله چې جرگه بيرته تش لاس راوگرځيده نو دوزيرو او مسيدو قومي مشرانو په جرگه کې پرېکړه وکړه چې دکرښي دماتولو او بې ارزښته گڼلو په مقصد به پښتانه پر پرنگيانو بانديي مرگوني گذارونه کوي ،لومړۍ حمله يې پر واڼه باندي وکړه اوپه دي حمله کې يې 1763تنه انگليسان ووژل . دخپلواکۍ جگړې، مولوي ظاهر شاه وزير 22-21-20مخونه
انگريزانو د ا ولس هيڅ وخت پر ارامه ندي پرې ايښۍ تل يې په يوه او بله بهانه هلته پوځونه ځای پر ځای کړي دپښتنواو بلوڅود قومونو دقوت او غرور دماتولو هڅه يې کړې ده .دهندي برتانيادبهرنيو چارو مرستيال وزير(( دينس بري)) په سيمه کې د انگليسي استعمارگرودسياست څخه د1923 زکال دمارچ په پنځمه نيټه ديوي وينا په ترڅ کې دهند پر ثابته او نه بد لېدونکې څارنه باندي ټينگاروکړ او ويي ويل : (( هغه څه چې هند يې لري بايدپخپله دهند په لاس کې وي)) . ده عقيده لرله چې دابه له خطره ډک کاروي که قبايل (( په خپلو ناوړه پخلنځيوکي آزاد پرېښودل سي او موږ ته نايابه ستونزي را پخي کړي )) . شلمي پېړۍ تر نيمايي دافغانستان دبهرنيو اړيکو تاريخ لوډويک اډاميک ليکنه،دډاکتر نثاراحمدژباړه 172مخ
دينس بري غوښتل چې دمسودو قوم په زور تر کنټرول لاندي راولي اودا خبر ه يې په جار کوله . د1922زکال په دسمبراود1923زکال په جنوري کې هندي پوځونو پر مسودو خورا کلکي حملي وکړې، پر سرحد باندي داسې ستر هوايي عمليات هيڅکله هم نه وه سوي . ددغي هوايي حملي په پايله کې 20 نفره په شهادت ورسيدل ، 30 تنه زخمي سول او او تر دو زرو زيات حيوانات له منځه ولړل . داچي دپرنگيانودا وحشانه حمله دکلک غبرگون سره مخامخ سول او پرنگيان دېته اړسوه چې دا حمله يوه تيروتنه او سهوه وبولي ،دقومونو څخه بخښه وغواړي او دوي ته اړول سوۍ تاوان ورکړي ،پخپله دانگريزانو دويري او ډار ښه بيلگه ده .
دانگريزانو دا حمله 1923زکال دجنوري په( 31 مه ) دافغانستان دحکومت لخوا په رسمي بڼه په کلکه وغندل سوه او دا عمل يې د1921زکال دانگليس_ افغان دتړون پر (11مه) ماده او هغه ليک باندي ښکاره تيرۍ دۍ چې سرهنري،ددي تړون ديوي برخي په توگه ليکلۍ و.
دا ډول مخاليفتونو دهند تر آزادۍ او پاکستان تر زيږېدوپه خپل ټول قوت او شدت دوام درلود .کله چې برتانوي هندپر دو برخو پاکستان او هندوستان ويشل کيده انگليسانو په عجيبو او غريبو مهارتواو بهانو، او په هغه وخت کې په افغانستان کې دحاکم دولت له بې غورۍ نه دډيورنډ دکرښي ها خوا پرتو قومونو سرنويشت په نامعلومه حالت کې پاته سو . دپښتنو او بلوڅو مشرانو دډيورنډ دکرښي سهيلي او ختيځ پلو ته دپرتو قومونو دسرنویشت دټاکلو په لار کې په کلونو کلونو زندانونه او تبعيدونه گاللي دي ولي دخپل قوم دآزادۍ بيرغ يې اوچت ساتلۍ دۍ .
کوم وخت چې دهند وايسرا((لاردمونت بټن)) دهند دوېشلو پلان خپور کړدهغو سيمو په اړوند چې دانگليسانوتر مستقيمي ولکې لاندي وې څه نه وو ويل سوي .کله چې افغانانو لخوا دغه مسله او دسرحد دخلکو غوښتنه پرنگيانو ته وړاندي سوه ،دبرتانيا حکومت داسې وښودل چې گواکي اوس ناوخته دۍ ،ځکه دهند دويش مسله د برتانيا له پارلمان څخه تيره سوې ده ،دغه موضوع به ريفر نډم ته وړاندي کړو. د1947زکال داگست په 15ورځ دهند له ويش څخه وروسته ددو هيوادو جوړېدل ، هند او پاکستان اعلان سول او دسرحدي خلکودسرنويشت دټاکلو لپاره دريفرنډم اعلان وسو .
دغه ريفرنډم دانگريزانو لخوا په ډيره خاينانه توگه پلۍ سو يعني لومړۍ خو سرحدي خلکو ته دوه انتخابه وه پاکستان او که هند، له چاسره غواړي يو ځای سۍ ؟ بله لار نه وه پرېښودل سوي چې انتخاب يې کړي،پداسي حال کې چې بايدهرومرودافغانستان نوم هلته ذکر سوۍ واي ، ځکه دا سيمي له افغانستان څخه هغه وخت جلاسوي وې چې دغو هيوادو وجود نه درلود ،نو دکوم قانون ، انصاف او منطقو له مخي پښتنو او بلوڅو ته وويل سوه چې دهند او پاکستان په منځ کې يو انتخاب کړي ؛ بله دا چې ددغه ريفرنډم په خاينانه مفهوم دسيمي سياسي گوندونو، دقومونو مشران لا له پخوا پوه شوي وه ځکه يې دريفرنډم سره پرېکړون اعلان کړه . انگريزانو دلته هم دمذهب څخه ناوړه استفاده وکړه اودپاکستان په پلوې درايو ورکولو صنوق وبغل ته يې دمسلمانانو مقدس کتاب کښېښود او همدا شان دولتي ټولودولتي مامورينو او دوسله والو قواو مربوط کسانو هغه صندوق ته رايه واچول کوم چې وبغل ته يې دا مقدس کتاب پروت و ،دريفرنډم پايلي چې هر ډول وې دافغانانو اودکرښي هاخوا ټولو پرتو قومونو دقبول وړ ونه گرځېدې او هغوي ددغو پايلوسره ورسر غوڅ مخالفت اعلان کړ .
دپښتنو ستر مشر خان عبدالغفار خان د1967زکال دسپتامبر په لومړۍ نيټه دپښتونستان دورځي په مناسبت په يوه وينا کې وويل : فيلډ مارشال ايوب خان ادعا لري چې دپاکستان له جوړېدو مخکي په شمالي صوبه سرحد کې ريفرنډوم وشو .زه دا په کلکه ردوم .
لومړی ،دريفرنډم ناروالوبه دبرتانيا دحکو مت له لوري په هغو مسئلو باندي پيل شو چې زموږ ددلچسپۍ وړ نه دي .
دوهم : هغه دمحدودو رايو پر اساس و.
دريم : پر رايو ورکولو باندي څارني او لار ښووني وجود نه درلود.
څلورم : په راي ورکولو کې زياته لاس وهنه وشوه .
پينځم : په راي ورکولو کې زياتو پښتنو برخه نه وه اخيستې .
افغانستان هم په خپل وار سره دانگريزانو لخوا اعلان سوې ټول پوښتنه يوه غولونکې وبه وبلل او هغه يې په کلکه وغانده ،دريفرنډم په هکله يې دټولو افغانانو نيوکي او غبرغون د((لاردمونټباټن)) تر غوږو ور ورسولې ، مگر پرنگيانو دولس پر ټولو غوښتنو سترگي پټي کړې .
انگليسانو په دغه سيمه کې دخپل سياسي نظامي واک او نفوذ دساتلو په منظور هميشه تلاښ کاوه چې دافغاني پاچاهانو سره نيک روابط او ښې اړيکي ولري ، پدې منظور يې دلاندي دريو ميتودنو په پلي کولو سره دافغانستان په اړوند سياست پر مخ بيول کېده:
اول : هرکال دمعينو مالي مرستو تر سره کول .
دوهم : دافغانستان دبهرني سياست واک پلاس کې درلودل ،يعني که به افغانانو انگريزانو ته ماته هم ورکړه متاسفانه دوي تل توانېدلي دي چې په افغانستان کې داسې څوک د سياسي واک پرگدۍ کښېنوي کوم چې دهغه دحاکميت په وخت کې دبهرنيو اړيکو دټينگولو صلاحيت دبرتانوي هند پلاس کې و .
دريم : افغانستان ته پر ټولو وارداتو ،په ځانگړې توگه دهغو وسلو پر راوړلوکوم چې دهند له لاري افغانستان ته راوړل کېده ثابت کنترول . دا هغه دري اصله وه کوم چې پرنگيانو دافغانستان سره په اړېکو کې تل په نظر کې نيول .
دانگليسانو دا سياست دامانالله خان تر واکدارۍ دوام در لود . خو دغه حالت دامانالله خان لپاره دزغم او منلو وړ نه و ځکه يې پرېکړه وکړه چې هيواد په کامله توگه دانگريزانو له سياسي او نظامي استعمار نه خلاص کړي .
اوس دغه ټکي ته يوه لنډه کتنه کوو چې دا سند دنړيوالو نورمونو پر اساس څومره داعتبار وړ يو سند دی .
الف : دا سند يواځې او يواځې ديوه شخص لخوا لاسليک سوۍ دۍ ،هغه څوک چې دا سند يې دخپل ولس دارادي خلاف امضاکړۍ و مړ سو . دنړيوالو قبول سو قوانينو پر اساس ددولت نوۍ واکدار داحق لري چې زاړه تړونونه بې اعتباره اعلان کړي ، داشان مثالونه دبشر په تاريخ کې په زرهاو ليدل کيداي سي . څنگه دا قبوله سي چې دبرتانوي هندسره لاس ليک سوۍ سند دي هرو مرو تر کومه چې دپاکستاني چارواکو زړه غواړي اعتبار ولري؟
ددې ناندريزي کرښي دلاسليک له ورځي څخه راپدې خوا دنړۍ دمختلفو پوهانو لخواگڼ شمير څېړني تر سره سوي دي دداسي څېړنو غوڅ اکثريت يې ددې توري کرښي دناقانونيت ثبوت واضح کړۍ دۍ . دداسي څيړنو په ډله کې د هولديچ (1910 -- 1901) او بارتن ( 1939) څېړني ډيري مهمي او دژور غور او تحقيق وړ دي چې د ((لويي دوپري ))په کتاب ،((افغانستان)) کې يې بشپړه يادونه سوې ده .
((اولف کيرو))چې دهغه کتاب ،((پټهان)) له دوه مخۍ ،ريا او دروغو نه ډک دۍ ،ولي په وروستۍ برخه کې يې هڅه کړې چې رښتيا ووايي ،هغه ليکي (( . . . دا رښتياده چې پدې تړون کې کرښي ته دهندوستان پوله نه ده ويل سوي ،مگر دامير دډومينيون کرښه ده چې دهغي شاته به هيڅ لورۍ دلاس وهني حق نه لري )) .
فريزرټايټلرپه خپل ((افغانستان )) نومي کتاب کې پدي هکله يادونه کوي چې (( دډيورنډ کرښه له ايتنو گرافي ،ستراتيژي او جغرافيي نظره بې منطقه کرښه ده . هغه داباسين داوبه خور اساسي کاسه پرې کوي،يوملت په دوو برخو ويشي او حتي قومونه سره بېلوي )) .

دپيښور پوهنتون دمنځنۍ اسيا دڅېړنو مشر ډاکتر عظمت حيات خان د((ډيورنډ لاين))په نامه کتاب کې ليکي چې : ((...دافغانانو ادعاوي پر دې فرضيه ولاړي دي چې پښتانه له دوي سره قومي ،ژبني ، ديني ،دوديزي ،تاريخي اوجغرافيايي ريښې لري .دهغوي بنسټيزه ادعا داده چې په افغانستان باندي دډيورنډ تړون په زوره تحميل سوي ،او امير عبدالرحمن خان په داسې حال کې له انگريزانو سره پدې اړه خبري کولې چې له کورنيو او بهرنيو فشارونو سره مخامخ و. ځکه نو دا کرښه دهغه تړون پر بنا بې اتباره ده . ډاکتر حيات خان بل ځای راوړي چې دويانا دکنوانسيون (( دوه پنځوسمه ماده )) تصريح کوي چې (( يو تړون که چيري دنړيوال قانون پر خلاف په زور او يا دزور په گواښ تر لاسه سوی وي ،د اتبار وړ نه دۍ ، له نړېوال قانون سره سم په عمومي توگه اقتصادي او سياسي فشار د((زور)) دتوکي په مفهوم کې شامل دۍ نو له دي کبله د افغاني او افغاني پلوه سرچينو لخوا دډيورنډ تړون بې اتبار بلل شوی دی .
يو برازيلی سياست پوه پوهاند ايکولي (Accioly) پخپل يو ليکل سوي اثر دبين المللي قانون نومي کتاب کې راوړي (( نوي ملکونه نوي شخصيتونه لري،پخواني تړونونه له هغو سره ندي لاسليک سوي . يو بل عالم انزيلاتي (Anzilotti) ليکي بين المللي تړونونه مشخص خصو صيتونه دي چې له يوه نه بل ته انتقال کيداي نسي . که چيري يو ملک دبل ملک لخوا ونيول سي پر لومړي ملک باندي تړونونه تحميل کيداي نسي . پوهاند فرانکويس (Francois) دهالنډ دهاک نړيوال قانون پوه وايي : هغه حقوق او وجايب چې دداسي تړون پر اساس منځته راغلي وي بل ميراثي ملک ته په وراثت نه رسيږي . کاوليري (Cavalieri) پدې عقيده دۍ چې داصولو له مخي که پخوانۍ دولت له منځه ولاړ سي دهغه وجايب او حقوق هم ورسره له منځه ځي .او کله چې يوه برخه له يو ملک نه بيله سي دا برخه بايد په آزاد ډول دخپلو تړونونو په باب خبري وکړي . عبدالرحمن پژواک د((خپل پښتونستان ))دکتاب 48 مخ .
ځکه خو دسرحدي ايالت والي کمانډر خليل الرحمن پر دغه تاريخي واقعيت باندي په اعتراف سره ژورنالستانواو دپژواک خبري اژانس سره په يوه مرکه کې وويل چې دډيورنډ دکرښي وخت څه موده وړاندي پوره سوۍ دۍ ،پاکستان بايدله افغانستان سره پدې اړه له سره لوظنامه وکړي . پدې هکله دپژواک خبري اژانس دروان هجري شمسي کال دتلي په څلورمه نيټه دپاکستان دکورنيو چارو دپخواني وزير نصرالله بابر سره په مرکه کې پوښتنه وکړه . نصرالله بابر په ځواب کې داسې وايي : لومړۍ بايد درته ووايم چې دډيورنډ دکرښي لوظنامه موږ دخپل حکومت پر مهال په 1967زکال کې له سردارمحمد داودخان سره تازه کړې ده چې دهغه دلاسليک سره موجوده ده ،په دې لوظنامه کې ويل سوي ووچي(( دډيورنډلاين مسله دي د اوس لپاره همداسي پاته وي څنگه چې اوس ده ))،او پکي وخت نه ووټاکل سوۍ . دا ښاغلۍ جنرال په قهريږي او خپلو خبرو ته ادامه ورکوي وايي : زموږ نااهله مشران په داسې بيانونو سره ددواړو هيوادونو او ولسو نو تر منځ تاو تريخوالۍ ډيره وي . دخندا وړ خو داده چې بابر دغه اوسني حالت ،دافغانستان او پاکستان روابطوته ولي دځان په گټه ددوستانه اړېکو نوم ورکوي ،متل دۍ وايي (( شل يې مړه کړه دۍ يې لا بدي نه بولي)) ،دا اته پنځوس کاله دوي دخپلي دښمنۍ او تاريخي عقدو دسرته رسولو په خاطر افغان ولس ته دسر په کاسه کې ابه ورکړي او دکرښي هاخوا قومو سره يې چې څومره ضرور بللې ناروا او تادا کړې ده، ولي په زياته سپين سترگۍ جنرال بابر داټول دوستانه لورې يني بولي دغو مناسباتواو اړېکو ته دوستي وايي .

زما لپاره دا جواب که څه هم يو وزير ويلی دزيات اهميت وړ دی . لومړی ښاغلی بابر دپاکستان ديوه جگپوړي پخوا ني چارواکي په توگه چې په افغانستان کې دخپل بل سيال حميدگل پشان دشرارت او فساد اچولو او زموږ په هيواد کې دکورنۍ جگړي داور دلمبو تازه ساتلو يو له اصلي علاقمندانو او عاميلينو څخه دۍ دا اعتراف کوي چې دا کرښه ده ، نه دسرحدونو تعين . او دوهم داچي داجناب قانع دۍ چې ددغي لعنتي کرښي پر سر دلاسليک سوي سند داعتبار موده رښتياهم دولس کاله پخوا تیر ه سوې ده . دلته يوه ټکي ته غواړم ددرنو هيواد والو پاملرنه راوگرځوم چې دډيورندکرښي لوظنامي ته دا دسلو کالو داعتبار موده چاورکړه ؟ او دکوم نړيوال حقوقي منل سوو قوانينو پر بنياد دا خبر ه کيږي ؟ پدغه سند کې داعتبار نيټه نه ده ټاکل سوي ، دا يوه خيالي افسانه ده . متاسفانه له هغه وخت نه راپدې خوازموږ دهيواد ټولو واکدارانو له يوه مخي (ټولو) کله نا کله دپښتونستان دسياسي مسلي دحل خبره کړې ده ولي کله چې دبهرنيو زبرځواکونولخوا چې ددغي مسلي په دغه شان پاته کيدوکښي يې گټي نغښتي وې غاښ چيچنه احساس کړې ده ډير زرپه خاص سياسي مهارت تر دغه مسلي تير سوي دي ؛ او ددغي مسلي داساسي حل په منظور يې دنړيوالو پاملرنه نه ده راجلب کړې او نه يې ددغي مسلي دنړېوال کيدو لپاره هاند کړی دی .

ب : د مرحوم داودخان سره دا سند چې (( دا خبره دي اوس پر خپل ځای پاته وي ))،زموږ دهيواد په مطبوعاتو کې هيڅ کله نه ده راڅرگنده سوې ، زه پدې باور يم چې دابه هم يوه معامله او په مرحوم داودخان تور لگول وي، په هر حال که رښتيا مرحوم داودخان داسې يوه ليکنه چې هغه دمعاهدي بڼه نلري ليکلې وي اودجنرال بابر په وينا يو ليک دي نو دا ليک ته معاهده نسو ويلاي اونه هم دا کوم سند کيداي سي ځکه داودخان دي اوس خداي وبخښي هغه مړ سو دمړو خبري دمړو سره ولاړې .او بل بابر خپله وايي چې مرحوم داود خان وليک چې ((دا خبره دي اوس پر خپل ځای پاته وي)) دا پدې معنا نده چې بيا سل کاله ددې لانجي په هکله څوک څه نسي ويلاي .
دبابر خبري هغه تاريخي او ژوندۍ سند دۍ چې اوس بايد ددغه لعنتي کرښي سرنويشت دتل لپاره دنړيوالو په مرسته او دهغوي د سياسي مداخلو، دملگرو ملتو او امنيت شورا دلاري لکه څنگه چې نوري نړيوالي دا شان خپل منځي لانجي حل سوي دي دحل لاره ولټول سي .

همدلته غواړم لومړی دافغانستان ولسمشر ، دولتي چارواکواو په ځانگړې توگه دبهرنيو چارو له وزيرنه دافغانانو دا پوښتنه يو ځل بيا تکرار کړم چې که مرحوم داودخان داسې يو ليک پاکستاني چارواکو ته ليږلۍ وي ددغه ليک دڅرنگوالي په هکله بايد دبهرنيو چارو دوزارت لخوا ژر تر ژره د افغانانواو نړېوالودخبر تيا او پوهاوي لپاره مفسل معلومات خپور سي . دوهم : دپاکستان دکورنيو چارو دپخواني وزير او دسرحدي صوبي دچارواکي ددخبرو په هکله چې هوايي او ساده نه وې ، ولي تر اوسه دولتي چارواکي چوپه خوله پاته دي ؟؟؟ .دولت مکلفيت درلود دداسي ملي او دو هيوادو تر منځ لانجمني مسلي په هکله چې تر يوي پيړۍ زيات وخت يې افغان وسل او تر کرښي هاخوا پښتانه او بلوڅ قوم ربړولۍ دۍ دافغانستان دولت بايد رسمي غبرگون ډير ژر اعلان کړۍ واي . هر ډول چوپه خوله پاته کيدل دمسلي دحل سره نه داچي مرسته نسي کوي ،بلکه دامسله نوره هم لانجمنه او دکړ کېچ ولور ته کشوي .

ت : امير عبدالرحمن خان په خپله هم دخپلي تير وتني په پوهېدو سره په وار وار پدي خبره ټينگار کړۍ دۍ چې دا ليکه نړيواله پوله نه ده،بلکه ددواړودولتونو (افغانستان اوبرتانوي هند)داغېزې دسيمي دټاکلو لپاره کښل سوې ده .
ډاکتر حسن کاکړ زموږ پياوړي تاريخ پوه په مستندو شواهدو سره دا حقيقت څرگند کړۍ دۍ چې حتي پخپله ډيورنډهم له هندوستان سره دافغاني سيمو دتړلوخيال نه لاره بلکي غوښتل يې چې هغه يې داغېزې سيمه وي .
برتانوي معاصر تاريخ پوه(( پرسي سيکس ))دخپل کتاب په 219 مخ کې چې په 1926 زکال کې يې ليکلۍ دۍ وايي : انگريزي ديپلومات ډيورنډ داسې وړانديز نه وکړۍ چې گوندي دهندوستان اداري پوله وړاندي وغځوي ،بلکي داکار يې تنها دسياسي کنترول موندلولپاره کړی و.
ث : دډيورنډ کرښه دپولي تړون نه و او نه هم دۍ ،په ټولو اسنادو کې دکرښي په نامه نومول سوې ده .
ج : دبرتانوي هند په ړنگېدو سره نورپه دنيا کې دبرتانوي هند په نامه کومه دحقوقي صلاحيت لرونکې اداره پاته نشوه ،او نه هم دهنداو پاکستان دويش او جوړېدو په سند کې دبرتانويانو لخوا ليکل سوي دي چې له افغانستان څخه دډيورنډ دمنحوسي کرښي په وسيله جلا سوې سيمي به له انگليسي پلار او هندي مور نه زېږېدلي پاکستان پوري اړه و لري ،او دبرتانوي هند دټول نړېوالوتړونووارث پاکستان دۍ . دغه تړون دهيڅ نړېوال قانون له مخي پاکستان ته په ميراث نسي رسيداي ؛که پاکستاني مارشالان، ميجران ،جنرالان او ديو شمير افغان دښمنه گوندونو رهبران زيات نه خفه کيږي ،دا تر لمر روښانه او څرگند حقيقت دي ومنې چې دا بې پلاره او بې موره وطن يعني پاکستان دا دنړۍ دزبر ځواکو نوکر هيواد پرنگيانو دافغان او هندي ولس سره دخپلي دښمنۍ دتر سره کولو په خاطر دخپلو هغو نوکرانو لپاره چې په سوو کلونو ددوي پلار او نيکه دانگريزانو په چوپړ کې وه دخوشحالۍ ، دهند ، افغانستان او سيمه کې دنوروملکونو پر خلاف دخپلو شومو او ځبېښونکو موخودسرته رسولو په منظور دهندوستان او افغانستان له پاکي خاوري څخه دټوټو په غچي کولو جوړ کړ . په همدې اساس دا خبر رښتيده چې د پاکستان يو بې ريښې او بې تاريخه هيواد دی .
ح : داسې اسناد او شواهد نسته چې برتانوي منابعو دي دډيورنډ کرښه دنړيواله معاهدي په توگه منلې وي .
خ : تر امير عبدالرحمن خان راوروسته دافغانستان په تاريخ کې تر اوسه پوري هيڅ حکومت دډيورند کرښه په رسميت نه ده پيړندلې .
څ : کله چې په 1947زکال دنړيوالي دوهمي جگړي په پايلو کې انگريزان مجبور سول چې دهند په لويه قاره کې نور خپل سياسي او نظامي شتون ته دپاي ټکۍ کښېږدي ، دوه هيوادونه (هندوستان او پاکستان ) چې اساس يې دمذهب اختلاف جوړاوه دنړۍ په نقشه کې منځته راغلل .
اما دافغانستان څخه په زور دجلا سوو قومونوبرخليک همدا شان نامعلومه پاته شو . داکار دافغان ولس لپاره دمنلو وړ نه و،په همدې اساس د1949دجولاي دمياشتي په 26نيټي جوړي سو لويي جرگې کې چې په کابل کې دايره سوه د برتانيا سره يې ټولي سرحدي موافقي بې اعتباره وبللې ،او پرېکړه يې وکړه چې هندوستان ته دخپلواکۍ له سپارلوسره سم دبرتانيا او افغانستان تر منځ د1921 زکال تړون منسوخ دۍ . حکومت ته لارښوونه وسوه چې په نړيواله کچه ددې موضوع دڅېړني او سپيناوي په لټه کې سي چې ايا په قانوني بنيادونو دهندوستان دويش په پايله کې پاکستان دبرتانوي راج حقوقي وارث گنل کيداي سي او که نه ؟ . له بدمرغه حکومت لکه دتل پشان ددغي لويي جرگي دپرېکړو په عملي کولو کې لټي وکړه .
دټولو اسنادو له مطالعي څخه څرگندېږي چې انگريزانو نشو کولاي او يايي نه غوښتل افغانستان ته دډيورنډدکرښي په هکله دقناعت وړ ځواب ورکړي نو به يې په يوه او بله بهانه موضوع ځندول .
ددې ټکي په ډاگيز کيدوسره چې دډيورنډ دکرښي دمسلي دحل لپاره دافغانستان دولتي چارواکو زښت زيات تاريخي امکانات لکه پخپله دکرښي هاخوا پرتو قومونو په سلها و ځله ښورښونه ،دتزاري روسي ،او بيا راوروسته دشوروي ر وسې او انگلستان تر منځ داختلافاتو مهال ،لومړۍ او دوهمه نړيوالي جگړې ،دهند دلويي وچي ويش ،دبنگله ديش دآزادۍ وخت او داسې نور فرصتونه دخپل واک او اقتدار دساتلو لپاره دلاسه ورکړي دي؛ لکه همدا اوس دپاکستاني چارواکو دڅرگندونو په مقابل کې ددولتي چارواکو چوپتيا اودهيواد دعادي اوسيدونکوغبرگونونه .

دافغانستان او پاکستان دڅرگند اختلاف پيل د1947زکال دسپتامبر مياشت ده کله چې انگريزانو ديوي ناروا صحنه سازيو يعني ريفرنډم جوړولو ننداره پاي ته ورسول ؛ او دملگرو ملتوپه سازمان کې دپاکستان دگډون دمسلي پر سر دافغانستان استازي دخپل هيواد مخالفت اعلان کړ او دسرحدي خلکو دسرنويشت مسله يې وړاندي کړه .
د1947زکال دجولايدميشتي په26مه ديوې تاريخي غونډي په ترڅ کې هغه ټولي معاهدي دډيورنډ دکرښي په گډون دبرتانوي استعمار په وخت کې چې په زورمنل سوي وې لغوه اعلان سوې . دافغانستان دملي شورا دا ددغي پريکړي په ملاتړ داپريدو خلکو په يوې لويه تاريخي غونډه کې چې دسرحد دقامونو او قبايلوډير مشرانو پکښي گډون درلود،دهند دوېشلو دا پلان چې دسرحد خلکو ته هيڅ حق نه و پکښي ورکړه سوۍ په کلکه وغانده او غونډي دټولو نه غوښتنه وکړه چې دپښتونستان په جوړېدو کې سره يو او متحد شي .دپښتنو ستر مشر پاچا خان چې دبرتانيې داستعمار پر خلاف يې اوږدې مبارزي کړي وي دسرحدي پښتنو دجنبش په سر کې دريد او دپاکستان له واکدارانو څخه يې ددخپل قام دحق مطالبه کول . پاکستان له افگانستان سره خپلي اړېکي خرابي او پر افغانستان يې د بهرني تجارت دترانزيتي مالونو دراوړلو بنديز ولگاوه او دپاکستان له لار افغاني سوداگروپر مخ لار بلکل بنده سوه.

پدغه وخت کې دافغانستان او شوروي اتحاد تر منځ هم روابط چندان تاوده نه وه ،شوروي نه غوښتل چې افغانستان دي له غربي نړۍ او امريکا سره ښه روابط ولري . شوري په 1952زکال دافغانستان کې دملگرو ملتو دهغو کارپوهانو پر فعاليت اعتراض وکړ کوم چې په شمال کې دتيلو دپلټني کاريې دملگرو ملتو دتخنيکي مرستو نه په استفادي سره پر مخ بيوه . هغه وخت شوري حکومت په خپلو تبليغاتو کې په افغانستان کې دقليتونو دحقوقو موضوع پورته کړه ،چې افغانستان دخپلو اقليتونو پر خلاف عمل کوي .د1950زکال دشوروي په دايرت المعارف کې ليکي : دافغانستان دولت يو بورژوا او ملت غوښتونکی دولت دج ،پداسي حال کې چې دغير افغان (پښتون) قومونو لپاره چې په هغه هيواد کې اوسېږي دآزادۍ او خودمختارۍ حق نه ورکوي دهند افغانانو دنهضت پلوي کوي او غواړي چې دپاکستان يوه برخه بيله او پښتونستان جوړ کاندي.)) شورويانو هم پر دغه روڼ حقيقت ستر گي پټولي چې داسيمه له افغانستان څخه جلاسوې او په برتانيو هند پوري تړل سوې وه ، له بلي خوا شورويانو داقليتونو دحقوقو څخه ددفاع تر نامه لاندي دانه شوه زغملاي چې په خپل بغل کې دافغانانو پر خپلو پښو لاړ اوپر مختللي دولت موجود وي ،ځکه يې په افغانستان کې داشان تربگنيو او دافغانانو تر منځ اختلاف ته دړنغيدو تر ورځي لمن وهله او اوسيي وارثان په هيواد کې دخپلو لاس پوڅو په وسيله کله دفدراليزم او کله دافغانستاني په نومونو زموږ ورونه قومونه سره ویشي ، شورويانو هيره کړې وه په هغه نظام چې دعدالت ،مساوات ،او مترقي پر مخ تللي ټولني دجوړېدو شعارونه ورکول کېده په خپله امپراتورۍ کې يې دازبکو ،تاجکو،ترکمنو ،قزاقانو،چيچين ،اينگوښو ،تاتارو او نورو لږکيو قومونو سره کوم سياست چلاوه دنړۍ په دغه سيمه کې تر دوي شاته پاته سيمي او قومونه اوس اصلا وجود نلري .

دا دافغانانو سرنويشت او تور بخت دۍ ، په هغه وخت کې دامريکا سره هم اړېکي دومره تاوده نه و ،امريکا دپاکستان جوړښت ته ترهر څه زياته خوش بينه وه . په 1949زکال کې دپاکستان حکومت امريکا ته وړانديز وکړ چې دکمونيزم دسياسي اغېزو دمخنيوی په منظور امريکاکولاي سي پوځي اډه جوړه کړي . په 1950زکال امريکا پاکستان ته اتومي رياکتور ورکړ چې هغه وخت دسيمي ډيرو هيوادو نه درلود،او همدا شان يې په 1953زکال دپاکستان سره دپوځي مرستو اعلان وکړ. په واقعيت کې له همدغه تاريخ نه پاکستان دامريکا په نظامي لومو کې داسې بند او را ښکيل سو چې تر اوسه يې په پاکستان کې د امريکاسياسي اونظامي بر لا سۍ خوندي ساتلې ده . همدا اوس هم دامريکا دولتي ملي شورا ځيني جگپوړي چارواکي په ډاگه وايي چې پاکستان په سيمه کې ددوي دهر اړخيزي اغېزې يوه مطمينه او باثباته پايگاه او تکيه گاه ده .
دبيلگي په توگه کله چې په 1954زکال داکتوبر په مياشت کې مرحوم داودخان دصدارت پر مهال هغه خپل ورور سردار محمد نعيم خان امريکا ته دپوځي مرستو دتر لاسه کولو په منظور ولېږه دهمدغه کال په دسمبر کې دامريکا دبهرنيو چارو وزير (( دوليس )) دافغانستان دغوښتني په مقابل کې وليکل : وروسته له زياتو څيړنو داسې وپتېيل سوه چې پوځي مرستي به په افغانستان کې پرابلمونه را پيداکړي .افغانستان بايد دوسلو دغوښتلو پر ځای له پاکستان سره دپښتونستان دمسلې پر سر خپله ستونزه حل کړي .
دوي دا په ډاگه ويل چې افغانستان دوي ته کوم ستراتيژيک اهميت نلري اوکه بين المللي شرايط او اوضاع دا ايجاب کړي نو افغانستان به شوري تر خپل کنترول لاندي راولي .دامريکا سياست والو لا ډير پخوا زموږ دهيواد برخه ليک په شورويانو پوري تړلۍ و، او دستراتيژيکوگټود سيمو په ويش کې يې افغانستان شوريانو ته سپارلۍ و. ځکه امريکايانو دافغانستان سره له ډير پخوا دخپلو گټو دساتلو په منظور دوه مخۍ سياست پر مخ بېوه ،کله چې په 1954زکال دامريکا جمهور رئيس مرستيال ((نکسن ))افغانستان ته سفر وکړ او دافغانانو لخو ا ډير استقبال سو ،افغاني چارواکو دهغه سره دافغانانو ستونزي شريکې کړې ،که څه هم دوعده وکړه چې پخپل ديد کې به نوې کتنه کوي مگر کله چې امريکا ته ورسيد نه يواځې دا چې دافغانانو ستونزي يې يادي نکړې بلکي افغانستان يې دامريکا دمرستو جوگه هم ونه باله .
که ددغو اسنادو يادولو ته نوره هم ايشاره وکړو دليکني تر توان وزي .په لنډه توگه بايد عرض کړم چې په زرهاو داسې تاريخي اسناد او شواهد سته چې زموږ هيواد دتودو او سړو جگړو په وداران کې دنړيوالو زبرځواکونو دسياسي ،نظامي او اقتصادي گټو قرباني سوۍ دۍ . هيڅ يو هيواد هم که هر څومره يې دبشر دوستي ،عدالت ،انصاف او دانسان مقام ته ددرناي نارې سورې وهلي افغان ولس يې لکه دنړۍ نور کمزوري ولسونه تر خپلو گټوقربان کړي دي .يوډير ساده ولي پر ځای متل دۍ وايي : ((وروره خپل جواري ساته دشکاڼه په قسمو باور مه کوه )) ،وړانديز مي دادۍ چې افغانان بايد خپلي ملي گټي پخپله درک او له هغو نه پخپله دفاع وکړي .
امريکا ډير تلاښووکړه چې افغانستان په منطقه کې دنظامي پکټونو غړۍ کړي ،مگر افغان ولس تل په بيطرفۍ کې ژوند کړۍ او دنړۍ دهيوادو سره يې دهمدغه اصل په پيروۍ اړېکي ساتلي دي .دا هم يو دليل و چې امريکا زياته تکيه تل پر پاکستان کړې او افغانستان يې تر پاکستان قربان کړی دی .
مگر تاريخي واقعيت خو بيا دادۍ چې دامريکا او پاکستان ددومره دوستانه اړېکو څخه پاکستان زياته گټه پورته کړې ده ،شواهد داسې ښکاره کوي څه چې پاکستان دځان په گټه بولي په هغه کې دامريکا سره قانع دۍ ولي هغه څه چې پاکستاني جنرالانوته زيان رسوي دوي په يوه او بله پلمه دهغو دمنلو نه سر غړولۍ دۍ . دا دامريکا دسخاوتمندانه مالي ،تخنيکي او مادي مرستو برکت ؤ چې اوس پاکستان دنړي داټومي هيوادو په قطار کې ولاړ دۍ ، داهم دامريکا دمرستو برکت و چې دشوروي دنفوذ دمخنيوي په خاطر دافغان مجاهدينو په نامه په ميليارډونو ډالر او ډول ډول وسلي پاکستان ته راليږل لېدې ،پاکستان افغانستان ته حکومتونه جوړول ،او دا دهمدغو مرستو برکت و چې پاکستان او افغانستان دالقاعده دنړېوال ترريستي سازمان په مرکز بدل سو ، دا دومره پيسي چې اوس دالقاعده دسازمان او هغوي درهبرانو دله منځه وړلو په خاطر مصرفيږي ډير ژر به يې شمير ناشونۍ وي . دهمدغو مرستو برکت و چې پاکستان دهغو په میليارډو ډالرودقرضو څخه ځان خلاص کړ . دهمدغو مرستو پايله وه چې دا اته پنځوس کاله پاکستاني جرنيلانو دافغانستان په کورنيو چاروکي دبربنډي او پټو لاس وهنو او مداخلونه لاس نه دۍ اخيستۍ ، زه به يې دلته بيلگي ددي لپاره راوړم تر څو ښکاره کړم چې پاکستان دامريکا او انگليستان په مرستو دډيورنډ دکرښي پر سر له افغان ولس سره په کومه کچه دښمني پر مخ بيولې ده .
پدغه اته پنځوسو کالو کې دافغانستان او پاکستان روابطو ډيري لوړي ژوري ليدلي ،څو ځله دسفارتخانو او دپلوماتيکي مؤسسو دتړلو تر کچي پوري رسېدلي دي . که ددغو ټولو اسنادو او شواهدو لوستونکۍ عادلانه او بې پري قضاوت وکړي پدي به اعتراف وکړي چې افغانستان هيڅ کله ندي غوښتي په پاکستان کې ددولتي رژيمونو دړنگولو تکل وکړي او يا دهغه هيواد په کورنيو چاروکي مداخله وکړي .که همدا لهظه يو لوستونکې ددغو جملو په ويلو سره سوال وکړي چې دا دپښتونستان دمسلي دحل غوښتنه مداخله نه ده ؟؛ غواړم دغه پوښتونکي ته ځواب ووايم نه ! دا مداخله نه ده دا دافغانستان ددولتونو ملي او انړېواله دنده وه او ده چې دډيورنډ دنام نهاده کرښي دهاخوا پرتو پښتنو او بلوڅو قومونو دسرنويشت دټاکلو مسله چې دډيورنډ دلعنتي کرښي پر اساس له خپلي مورنۍ خاوري نه جلا سوي دي تل دپاکستان سره په اړېکو کې مطرح وي ،او نړېوال دا هيره نکړي چې دپښتنو او بلوڅو دسرنويشت د ټاکلو مسله تر اوسه لانجمنه او لا ينحله پاتې ده ،چې ددواړو هيوادونو تر منځ يې مناسبات ترتياره سيوري لاندې راوستي دي . تر مل روښانه واقعيت دادی چې پاکستان هيڅ وخت په افغانستان کې دولس دخوښې حکومت نه دی زغملی ،دا اته پنځوس کاله يې دامريکا او خپلو نور بادارانو په مرسته زيار ايستی چې په افغانستان کې داسې يو ځواک قدرت

حبيب الله غمخور

بېرته شاته