د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کرکټ په اړه شننې او ليکنې

04.05.2010 09:31    |   هلال - مومند سويلي افريقا سره له لوبې هيلې

سمه ده چې په شل اوريزو لوبو کې هر څه ممکن دي او افغان لوبډله به هم د می په ۵ مه په برباډوس کې سويلي افريقا سره د بري په هيله لوبېږي. بری ډېر ارزښتمند دی او لوبډلې ته به لږ تر لږه د درې نورو ښکلو لوبو فرصت ورکړي. خو له بري یو څه نور ډېر مهم دي چې پر ځای او پر واقعيت ولاړه هيله نومېږي.

02.05.2010 15:01    |   حمید حسن حمید حسن: دا زما په ژوند کې له ویاړه ډکې شېبې وې

دا زما لپاره ډېره سخته ده چې تاسو ته زه د هندوستان سره له لوبې وروسته خپل احساسات وژباړم، زه په خپلې لوبډلې ویاړم او په نړیواله سطحه د اول ځل لپاره په لوبه کې د ځان لپاره دا ښه پېل بولم، دې کې شک نشته چې خفه به یو ځکه چې ځینې خامیانې مو لرلي خو د سویلي افریقا پر خلاف لوبې لپاره مو ترې ډېر څه یاد کړه.

02.05.2010 11:50    |   محمدنبي تدبير يوه شپه او دوه خاطرې

يوه شپه او ورځ مې په دې انتظار تېره کړې وه چې د لومړي ځل لپاره به د افغانستان ملي کرکټ لوبډله د ټلويزيون په ښيښه ګورم. په کارځي کې هم همدا بحثونه وو چې نن شپه د لومړي ځل لپاره د افغانستان ټلويزيونونه د کرکټ ملي لوبډله په ژوندۍ بڼه ښيي.

01.05.2010 14:01    |   تاج ملوک عالم له کابله تر برباډوس: زما د ژوند سختې شيبې په ما تېرې شوې

دا د افغان لوبډلې د مرستيال روزونکي تاج ملوک عالم ليکنه ده چې له کابله تر ويسټ انډيز پورې یې خپل سفر په کې بيان کړی دی. نوموړی به د نړیوال جام په دوران کې تاسو ته په دوامداره توګه د خپلې تجربې په اړه په ټول افغان ټکی کام ليکل کوي.

01.05.2010 12:27    |   جاويد صبوري په شل اوره سياليو كې به د افغانستان بخت بېداره وي

نن چې افغانستان د شل اوره نړېوالو لوبو كې د هند پر وړاندې دريږي، د كرېكټ لوبيدلو بدلونونه به په چټكۍ سره رامنځته شي. هند د كرېكټ اقتصادي غول دى. د كرېكټ ټوليز عاېد درې پر څلورمه له هند څخه ترلاسه كېږي. د هندې لوبغاړو خوښونكي يا فېنز او شتمنۍ مليونونو ته رسيږي. افغانستان د دې ټورنمېنټ نوې راڅرګندېدونكې لوبډله ده چې د دې لوبې په لويو ډګرونو كې خپل پل پرېږدي. دا د كرېكټ نه باور كېدونكې څېره ده.

30.04.2010 14:17    |   جواد الله شېرزی د حميد حسن د مقالې پښتو ژباړه

په درجه بندۍ کی زمونږدکرکټ لوبی د لوړیدلو څخه دا څرګندیږي چی هیڅ شی زمونږپه لاره کی نه شی خنډ کیدلای، مګردتیرو دوه اوونیوسیالیو څخه وروسته دغره اورشیندنه رامنځ ته شوه، مونږباید لس ورځی مخکی غرب الهند ته دتمرینونو لپاره رارسیدلی وای، خودالوتکو د نه الوتنی په وجه مونږدغوسیالیوته دتیارۍ په خاطر په شارجه کی پاتی شو، کوم چی مونږته ډیرزړه ماتونکی وو.

29.04.2010 18:50    |   حميد حسن حميد حسن: د هندوستان لوبه مو د ژوند تر ټولو ستره لوبه ده

حميد حسن د کرکټ انفو پاڼې ته له دوبې تر لندن او له لندنه تر ويسټ انډيزه او هلته ايرلينډ ته ماته ورکول په یوه ليکنه کې بيان کړي دي. ليکنه په انګليسي ده. لوستلو ته مو رابولو:

11.04.2010 12:41    |   اجمل شریف د پاکستان کرکټ لوبډلې ستونزې

خو د ۲۰۰۹پ ه اخرو کې کله چې پاکستاني لوبغاړو له اسټرالیا څخه پرلپسی درې پنځه ورځنۍ، پنځه یو ورځنی او یوه شل اوریزه لوبه وبایلله نو نه یواځی د پاکستانی منجمنټ تر نیوکی لاندی راغی بلکه لوبغاړي یی هم اول ورټل شول او وروسته بیلابیل سزاګانې ورکړل شوې.

04.04.2010 14:04    |   کرکټ څانګه افغان لوبډله استعداد لري او تر دې ښه لوبه کولای شي

د هلال مومند ليکنه: افغان ملي لوبډله چې ځان یې پخپل تکليف او هڅه د دې جوګه کړی چې د نړۍ د ټيسټ هېوادونو سره لوبه وکړي او نړيوال جام ته لاره پيدا کړي په کوېت کې د آسيايي شورا په ايليټ جام کې نسبتا کمزورې لوبه وکړه او له ډېرو افغانانو سره یې دا ويره پيدا کړه چې ګنې د دې لوبډلې د پرمختګ هيله کېدای شي سمه نه وي. خو زه اوس هم په دې باور يم چې افغانان د ډېر استعداد څښتنان دي او کولای شي چې نور پرمختګ هم وکړي. پوښتنه دا ده چې دا استعداد ولې کله کله نه ځلېږي؟ زما په اند دا لاندې ټکي یې لاملونه کېدای شي:

02.04.2010 16:13    |   عنایت ساپی په اماراتو بایلل زمونږ د کرکټ بورډ خیانت و. د عنايت ساپي ليکنه

د عنايت ساپي ليکنه: زمونږ د کرکټ بې کفایته بورډ چې د خپلو شخصي ګټو لپاره په یوه دقیقه کې شل ملاقونه وهي خو بیا د ملت د سرلوړۍ د ستر چانس د راکمولو په لاره کې یو ګام هم نه اخلي ، ومولیدل چې ددوۍ د بې کفایتۍ له امله د کرکټ دملي لوبډلې ویاړ او دلوبډلې د بریالیتوب کونجې محمد نبي ته د و یزې په اخستلو نه بریالي شو او نه یی په دې لاره کې کومه ګړندۍ هڅه وکړه.

02.03.2010 22:45    |   عزت الله ځواب برى يې راوړ

دا وروستۍ خو عجيبه غوندې سيالۍ وې ما چې څو ګراوه څټ برى يې راوړ

28.02.2010 09:54    |   کرکټ څانګه افغانستان به دوه کاله وروسته اسټراليا ته ماته ورکړي!

ليکونکی: هلال مومند . د کرکټ یو شنونکی پاټريک کيډ د انګلستان د ټايمز انلاین په ويبپاڼه ليکلي دي چې که افغانان همدا ډول لوبه کوي نو په دوه کالو کې به د اسټراليا غوندې پياوړو لوبډلو د ماتولو جوګه وي. دا تحليل تر ډېره سم دی خو یو څو وضاحتونو ته اړتيا لري.

27.02.2010 12:30    |   کرکټ څانګه له ۱۹ کاله ټيټ نړيوال جام درسونه او عبرتونه

ليکونکی: هلال مومند: په جنوري ۲۰۱۰ کې د ۱۹ ټيټ لوبډله نيوزيلانډ ته ولاړه چې د ۱۶ لوبډلو په منځ کې یې اخرنی ۱۶م مقام وګاټه. افغانانو له یوې لوبې پرته نورې ټولې رسمي لوبې بايلودې. نه یواځې خرابه لوبه یې وکړه بلکه په هېواد کې یې د کرکټ د راتلونکې په اړه اندېښنې راپورته کړې. د کرکټ بورډ ته اړين دي چې د نيوزيلانډ له سفره دا لاندې درسونه او عبرتونه په پام کې ونيسي او راتلونکې کې ورته پام وکړي:

23.02.2010 12:53    |   عبدالبصير سباوون سبا اختر دى

درنو لوستونكو ښايي دغه لومړنۍ جملې مې تاسې خوشحاله نه كړي او د تېرو لسيزو دردونو يادونه په كې وشي، خو هيله من يم، چې وروستۍ كرښې به مې ستاسې د پاملرنې وړ وګرځي. افغانستان د تېرو درې لسيزو په كلونو كې له يو لړ ډېرو دردونكو پېښو، ستونزو او كړاونو سره مخ ول. زموږ هېوادوال له ډېرو نااميديو او مايوسيو سره لاس وګرېوان ول، زه اوس دلته نه عواړم چې په دغې خوشحالۍ كې هم يو ځل بيا د هغو تېرو غمونو، دردونو او كړاوونو يادونه وكړم، خو له دغې خوشحالۍ سره يې يو څه اړيكه شته.

22.02.2010 12:12    |   شاعران کرکټي شعرونه: کرکټ کومه، بورد او باخت خو همیشه لري هره لوبه، او چا ویل چــی افغانان له چــانه کم دي

له نورو لوبو نه رخصت اخلم کرکټ کومه یو دانه بال او بل ښه بیټ اخلم کرکټ کومه دواړه لورې ورته شپږ ویکټې لګي اشنا ورته بنډل هم لوشن ټیپ اخلم کرکټ کومه

18.02.2010 09:07    |   توتاخيل شعر: ژوندۍ دې وي تر تله : زموږ ملي لوبډله

یا شپږ کړي یا څلور شهزاد سره خوند نه کړي سینګله ژوندی دې وي تر تله : زموږ ملي لوبډله

16.02.2010 09:49    |   کرکټ څانګه بري افغان لوبډله د نړيوال جام په سخت ګروپ کې راوستله

دا به ډېره مشکله وي که زه وکړای شم چې د شل اورونو نړيوال جام د غوراوي د سيالۍ د اتل کېدو او له پايلوبې مخکې نړیوال جام ته د بريالي کېدو خوښي په ټکو کې روانغاړی شم. ځانګړې تاريخي شېبې وې چې د دوبۍ د کرکټ په لوبغالي کې یې کتل زما او شاوخوا پنځلس زره افغانانو په نصيب شول. په دې لوبغالي ما د نيوزيلانډ او اسټراليا سره د پاکستان لوبې کتلي وې چې زموږ د لوبډلې لوبې ترې په مسليکتوب کې کمې نه وې.

13.02.2010 06:36    |   کرکټ څانګه رسنۍ بايد د کرکټ په اړه په رپوټونو کې ريښتوني اوسي

دهالينډ سره د افغانستان د پرونۍ لوبې په اړه د یو شمېر رسنيو رپوټونو لوستلو او اورېدلو دې ته اړ کړم چې په رسنيو غږ وکړم چې د کرکټ په اړه په رپوټونو کې خپله رښتينولي او ناپييلتوب هيڅکله هم له لاسه ورنکړي. له انصافه کار واخلي او د رښتيا د معلومولو لپاره د بېلابېلو سرچينو څخه معلومات راغونډ کړي.

10.02.2010 22:42    |   ډاکټر نجيب کرکټ د ستر بري په لور

دانټرنيټ هم څه اجيبه شی دی، ريښتيا هم چې نړيوال جال دی. ورک ملګري درته پيدا کوي نوي ملګري دې زياتوي د چا پسې چې غوټې وهې په لاس په درشې.

04.02.2010 17:28    |   نقيب احمد لامبوزن کرکټ خلک په رواني ناروغيو اخته کړي!

په دې وروستيو کې ر ښتياهم چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په نړيواله کچه وځلېده او په کمه موده کې يې هېواد ته ډېرې برياوې او اتلولۍ راوړې، خو که مبالغه ونکړم نو له نورو ولايتونو سربېره ددې لوبې مينه وال په ننګرهار کې خورا ډېر دي. کرکټ سره په ننګرهارکې ځوانان تر ټولو ډېره مينه لري او نن سبا دلته هغه ورځې دي، چې په ښوونځيو او پوهنځيو کې د زده کوونکو ازموينې روانې دي او ددې ازموينو ورکوونکي ټول ځوان نسل دى. يو خو په ننګرهار کې اف ام راډيوګانې دومره ډېرې دي، چې څوک يې

22.01.2010 14:26    |   جوادالله شیرزی د کرکټ د پرمختګ لپاره ځينې سپارښتنې

تاسوټولوهیوادوالواود کرکټ مینه والوته په ښکاره ډول معلومه ده چی دکرکټ لوبه په افغانستان کی دطالبانوله دوری څخه راپیل اوتراوسه پوری دوام لري، که څه هم افغانستان په کرکټ لوبه کی پوره تاریخ نه لري خوبیا هم افغان لوبډلی غالباُ ۳ یا ۴ کاله به کیږي چی په نړیواله کچه یی نوم ځلیدلی.

15.01.2010 19:17    |   جوادالله شیرزی کاناډا کې دکرکټ ۵ پټ شوو افغان لوبغاړوته!

تاسوته وایم چی دټولوافغانانوهیلی اوامیدونه اول خدای پاک ته اوبیا تاسوځوانانوته وو چی دافغانستان نوم اوبیرغ په نړۍ کی روښانه کړۍ، چه له نیکمرغه داامیدونه موورپوره کړل خوهیوادته په نه راتګ مودټولوافغانانو هیلی دنړیوال جام لپاره له خاوروسره خاوری کړی چی دبیلګی په توګه به بیګاه درته درمعلومه شوی وي.

12.01.2010 19:40    |   جوادالله شیرزی له کونړڅخه د ۱۹ کاله ټيټ عمر لوبډلې د لوبغاړو پېژندنپاڼې او انځورونه

ټول افغان درته د جوادالله شیرزي په زيار د ۱۹ کاله کم عمر لوبډلې د لوبغاړو پېژندنپاڼې او انځورونه چمتو کړي دي چې په لاندې ډول دي. د کاله کم عمر لوبډله دا مهال په نيوزيلانډ کې ده او په نړيوال جام کې برخه اخلي.

11.01.2010 19:48    |   مشتاق رحیم په افغانستان کی د کرکټ د ودی او نور پرمختګ دپاره لارښونی (لومړی ټوک)

د افغانستان کرکټ لوبډلی په تیرو څو کلونو او په ځانګړی توګه په تیرو دوو کلونو کی د خپلو بی ساري لاس ته راوړنو له کبله د کرکټ په نړۍ کی ځانته یو ځانګړی نوم ګټلی دی- د لوبډلی چټک پرمختګ نړیوالو ته وښودله چی افغانان یواځی په جنګ نه بلکی د ژوند په نورو برخو کی هم ځانګړی وړتیاوی لری- خو د پام وړ ده چی دغه ټولی لاس ته راوړنی او بریاوی د لوبغاړو د شخصی هڅو(چی انګریزی کی ورته Personal Brilliance وای) او وړتیاوو پر مټ د افغانستان پر برخه شوی- خواوږد مهاله او دوامداره پرمختګ ځانګړی سیستم او ددولت په کچه هڅو ته اړتیا لری-

22.12.2009 10:14    |   نعيم مند افغان کرېکټ : دزیمبابوې دورې ته يوه ځغلنده کتنه

که مو ږ دزيمبابوې دورې ته يوه ځغلنده کتنه وکړو نو راته ښکاره به شي چې دا دوره يوه سل په سلو کې يوه بريالۍ دوره وه ٠ په ځينو لوبو کې يواځې ګټل بری ګڼل کيږي خو په ځينو لوبو ، لوبه مساوي پای ته رسول هم ګټه بلل کيږي لکه کرېکټ ٠ او په ځانګړي توګه د هغې لوبډلې لپاره چې په لومړي ځل دا ډول لوبه کوي ٠ کله چې افغان ملي لوډله په ١٤ د اګېست د زيمبابوې په لور وخوځېده نو دافغانستان دکرېکټ د تاريخ يو نوی ور يې برانيست چې هغه څلور ورځينۍ لوبې وې