کتابونه پاڼې پاڼې
د پښتو کیسه ډایجست شپږمه ګڼه تر يو كلن ځنډ وروسته په کابل کې دشپون پروډکشن له خوا خپره شوه چې په دې ګڼه كې د ښاغلي رزين انځور ، صفيه حليم،ايمل پسرلي ،وكيل شينواري، اجيت کور، روشن لال ملهوترا ، صديق الله بدر، پروين ملال ،طوبا ندا ،احسان الله ارينزي، لينا شريفي ، ګلزار ، ميرويس افغان ، ثنا ساپۍ ، نصير احمد احمدي ، باز محمد عابد، فريبا ظاهر رحيم الله بشارت ،نجيب منلي ،زليخا عزيز ،محمود نظري، قاضي حسن حقيار، بي بي سيده عارف، خالد نويسا اوډاکتر محب الله زغم په زړه پورې کیسې د پیاوړي انځورګرعبدالهادي تپاند دښکلو انځورونو سره راټولې شوې دي . د یادونې وړده چې کیسه ډایجست دمحبوب الله خان او راحلې نوري په زیار په کابل کې ددانش خپرندويې ټولنې په تخنیکي څانګه چاپ شوې ده او په دې ګڼه کې ټول ټال پينځه ويشت لنډې کیسې راټولې شوې دي.
د پوهنمل محمود نظری د روح څه شی دی؟ نوی کتاب چې روح يې دفیلسوفانو د فرضیو، ددیني علماو د باورونو، دپوهانو د نظریاتو اود ساینسپوهانو د څیړونو په اساس لیکلی دی د انسان د ژوند داسرارو د سپړولو په اړه یو په زړه پوری علمی کتاب دی چې په دې وروستیو کې د دانش خپرندويه ټولنه لخوا چاپ شوی دی
افغانستان ترسلطنت وروسته دښاغلی محمدآصف خواتی هغه کتاب دۍ چې ددانش په خپرندوی ټولنه کې په ۴۳۰ مخونو کې چاپ شوی دۍ۰ په کتاب کې لیکوال د۱۳۵۲ کال دپوځي کودتا وروسته دافغانستان حالات په روانه اوخوږه ژبه څیړلي دي ۰
د ښاغلي عبدالهادي حيران «په جنت کې مسافر» کتاب چې لويديزې نړۍ ته د تګ د هڅو د لارې د ستونزو د انساني قاچاقبرو د پلمو او درواغو، په لويديزې نړۍ کې چې د لرې لکه جنت برېښې د مهاجرينو او په کمپونو کې د اوسيدونکو د تکليفونو ريښتينی انځور په ۱۸۵ مخونو کې په خورا ښکلې قطع او صحافت د ختيځ بيارغونې موسسې (کور) له خوا ۱۰۰۰ ټوکه د بزګر بنسټ په مالي مرسته چاپ او لوستونکي کولای شي د کابل او جلال آباد له کتاب پلورنځيو او يا د Kor.pubs@yahoo.com له لارې يې لاس ته راوړئ.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز له لوري د ۳۲ مخه رنګه عکسونو په ګډون په ۲۰۶ مخونو کې د ټایلند یونلیک په ښکلي صحافت چاب شوی دی. د مل په بڼه د کتاب لپاره نومښود هم جوړ شوی چې د متن او انځورونو تر منځ ځای پر ځای شوی دی.
دجال،څوک،چيري اوکله نومي کتاب دپاکستان دوتلي او ژور ديني عالم او مفکر مفتي ابولبابه شاه منصور په قلم ليکل شوی هغه اثر دی چې د دجال دراوتلو په اړه پکې بحث شوی دی.
جنت کوټ د وږمه سبا عامر د هغه ناول نوم دی چې تېره ورځ په کابل کې چاپ او خپور شوی، کتاب په اخباري کاغذ په ... مخونو کې په ښه صحافت چاپ شوی. د کتاب منځپانګه لکه له نومه چې یې ښکاري د پښتني سیمې د وروستیو حالاتو په اړه په زړه پورې او دردوونکی داستان بیانوي. دغه ناول په وزیرستانونو کې د سخت دريزو وسله والو،بهرنيو جنګيالیو او هغو کسانو په اړه ليکل شوی چې په ډير چل او مهارت تنکيو ځوانانوته د جنت لالچ ورکوي او په بې دردۍ یې یې دمرګ تر کندې رسوي.
دپښتوژبي د ليكوال اوشاعر ارواح ښادصاحب شاه صابرشعري كليات دذبيح الله شفق په هڅه او زيار په دي ورستيو كي دانش خپرندوي ټولي له خوا. د ١٠٠٠ ټوکو په شميركي چاپ او خپور شو.
ګران وطن افغانستان د دريو لسيزو په ستونزو، جنګونو، غربت او مهاجرت په دوران کی ډیر څه له لاسه ورکړه، همدا شان يي د علم د اسمان بی شماره ستوری په خپلو بدرنګو لوګیو کی پټ او ځلولو ته پری نښودل. نن زه تاسی ته د شاعرانو د ګل بڼ څخه یو داسی ستورۍ درپیژنم چی د هغه د پیژندلو لپاره ګر چی زه څومره هم وليکم بس نه دي.
تور او سپین په انځورونو کې تاریخي حقایق د هغه کتاب نوم دی چې د پوهنې د وزارت په نوښت تازه له چاپه راوتلی او د ۱۳۸۹ د چنګاښ په ۲۶ نیټه د افغانستان د مصور تاریخ د نندارتون د پرانیستلو په لړ کې د پوهنې د وزارت د مقام محترم فاروق وردګ له خوا معرفي شو چې د کابل ښار په اماني لیسه کې جوړ شوی وو. تور او سپين کتاب ۲۴۹ پاڼې لري او د افغانستان د تیر ۲۰۰ کلن
سبا به ناوخته وي« د افغانستان دثبات او پرمختيا څو مسلې» کتاب چې ډاکتر محمد ابراهیم شینواري لیکلی او دانش خپرندویه ټولنې چاپ کړی دی، د لوستونکو د لوستنې لپاره اوس تیار دی دا یو ډیر ښه زیري دی چې له دې خبر شو چې په دغه کتاب د علمي پوهې په محدوده کې زموږ تنده ماتولای شي؛ او زه د دې زیري رسول تاسو ته اړين بولم؛ او غواړم څو کرښې د کتاب د چاپېدو په مناسبت ولیکم .
دا د سميع الله خالد سهاک د لنډو کیسو هاغه ټولګه ده چی د ۱۳۸۸ کال کی چاپ شوه.
دا د سميع الله خالد سهاک لمړنی کتاب دی چی د پردی تر شا نومیږی. په ۱۳۸۷ کال کی د یوی شخصی کتاب چاپوونکی موسسی له خوا چاپ شو. په دی کتاب کی اکثراً ټول هاغه لمړنی شعرونو چاپ کړی دی چی ۱۳۶۷ کال نه پیلیږی. که څه هم پدی وخت کی د نوموړي شعرونه دومره ښکلی نه وو خو بیا هم هیڅ یې زړه نه کیده چی له مینځه یی یوسي او هاغه هم پدی خاطر چی نوموړی وايي د ژوند یوه برخه یې ده.
ميوند خپرندويې ټولنې – سبا کتابخانې- په دې وروستيو کې يو شمېر کتابونه خپاره کړي چې په لنډ ډول يې د کتاب مينه والو ته ور پېژنو:
راحله نوري دمیرمن بهیر غړې ((هغه د بابا خبره)) د متلونو دهغې ټولګې نو م دی چې په کال ۱۳۸۸ل کې د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر تکړه غړې لیکوالې او شاعرې آغلې نعیمه غني له خوا راټول شوی او د ۴۷ پاڼو پرمخ د میرمن کلتوری ټولنیز بهیر له خوا چاپ شوی او د متلونو مینه والو ته یې وړاندی کړی دی.
د افغانستان پیښلیک د هغه کتاب نوم چې ښاغلي غلام ولي نوري د ښاغلي حامد علمي د کتاب له دري متن څخه پښتو ته را ژباړلی او د ۱۲۳ مخونو په درلودلو سره تازه له چاپه راوتلی دی. دغه کتاب د افغانستان پیښې د احمدشاه بابا (رح) له دور یا ۱۹۴۷ څخه را نیولې او د ۲۰۰۹ کال د نومبر تر ۲۹ نیټې یا د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ولسمشر ښاغلي حامد کرزي د دویم ځل د انتخاب د لوړې تر مراسمو یې را رسولې دي چې د افغانستان تاریخ لیکونکو، د مسایلو شنونکو، څیړونکو، ښوونکو، محصلینو، مینه والو او ټولو افغانانو لپاره له ځانګړي اهمیت څخه برخمن دی.
سفرنامۀ اعلیحضرت امانالله خان بـــه اروپا