د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه
Toltakane_banner

په افغانستان کې د ١٣٨٨ کال ټاکنې

ټول افغان د خپلو امکاناتو له مخې هڅه کوي چې افغان ولس ته تل تازه او په معيار پوره معلومات وړاندې کړي. دا دی په افغانستان کې بيا د ټولټاکنو بهير پيل شوی دی او ټول افغان ورته دلته ځانګړې څانګه پرانستلې ده. که تاسو د ټولټاکنو په اړه هر ډول معلومات لرئ او نورو افغانانو سره يې شريکول غواړئ نو ټول افغان ته يې راوليږئ مونږ به يې دغلته په ښه شکل ځای په ځای کړو. که دا ويډيو وي ، که انځورونه او که نثر تاسو هر څه ټول افغان ته د خپرولو لپاره راليږلی شئ. webmaster@tolafghan.com

07.08.2009 19:33    |   د ميرويس ياسيني ټاکنيز کمپاين - مطبوعاتي اعلاميه په کابل او ننګرهار کې د بېلابېلو غونډو په ترڅ کې له ميرويس ياسيني ملاتړ وشو

دهيواد په مرکزکابل ولايت کې ده سبزو په ولسوالۍ کې دنوموړې ولسوالۍ دقومي مشرانولخوا ديوې سترې غونډې په جوړيدوسره دولسمشرۍ دنوماند ميرويس ياسيني ملاتړوکړ .


07.08.2009 14:39    |   شمال زون د ټاكنيزو مبارزو دفتر ذبيح الله احساس د ملي اجماع پخواني مشر، غلام سخي ادعا رد كړه

ذبيح الله احساس د ملي اجماع پخواني مشر، غلام سخي ادعا رد كړه په شمال زون كې د اشرف غني احمدزي د ټاكنيز دفتر مشر، ذبيح الله احساس، د ملي اجماع پخواني مشر، غلام سخي ادعا رد كړه.


07.08.2009 14:05    |   د ميرويس ياسيني ټاکنيز کمپاين د ننګرهار په بيلابېلو غونډو کې د میرویس یاسیني ملاتړ اعلان شو

دولسمشرۍ دنوماند ميرويس ياسنې په ملاتړ دننګرهارولايت دګوشتې ولسوالۍ دممخيلو،دکامې ولسوالۍ کلا اخون اودګوشتې ولسوالۍ دخوږه خيلوپه سيمه کې بيلابيلې غونډې ترسره شوې .


05.08.2009 14:15    |   په ختيځو ولايتونوکې دميرويس ياسيني مطبوعاتي مسؤل ياسيني د ور په ور کمپاين په سلسله کې خوږياڼيو ته ولاړ

خوږياڼو ولسوالۍ ته له تګ څخه مخکې ميرويس ياسينې نن سهار یو مطبوعاتي کنفرانس ته خبرې هم وکړې او د نړيوالواو سيمه ييزو رسينو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.


05.08.2009 13:14    |   شمال زون د ټاكنيزو مبارزو دفترمطبوعاتو څانګه په سرپل كې د سنچارك ځوانانو ټولنې له اشرف غني احمدزي څخه خپل ملاتړ اعلان كړ

په سرپل كې د سنچارك ځوانانو ټولنې له اشرف غني احمدزي څخه خپل ملاتړ اعلان كړ د سرپل ولايت په لسګونو مشرانو او د سنچارك ولسوالۍ د ځوانانو ټولنې، نن د زمري په ۱۴مه، په سرپل كې د ډاكټر اشرف غني احمدزي د ټاكنيزو مبارزو په دفتر كې، له ډاكټر اشرف غني احمدزي څخه خپل ملاتړ وښود.


05.08.2009 11:12    |   پوهنیارسیدحضرت په بروسل کې د اشرف غني په ملاتړ غونډه وشوه

په بروسل کې د اشرف غني په ملاتړ غونډه وشوه د2009 کال داګست په دوهمه چه د1388 لمریزکال دزمری یااسدمیاشتې له یوولسمې نېټې سره سمون لری، د بلجیم هېوادپه پلازمېنه ـ بروسل ښارکې دافغان کلتوری بهیرپه نوښت په ګران افغانستان کې دولسمشرئ ټولټاکنوته دنوماند ملی، سیاسی اوعلمی شخصیت ښاغلی ډاکټر اشرف غنی احمدزی په ملاتړ غونډه وشوه.


05.08.2009 07:18    |   د ميرويس ياسيني ټاکنيز کمپاين په ننګرهار کې افغان ملت ګوند،او په نورستان او اوزبین کې له ياسيني ملاتړ وشو

په ننګرهار کې افغان ملت ګوند،او  په نورستان او  اوزبین کې له ياسيني ملاتړ وشو غونډې ته دولسمشرۍ نوماندميرويس ياسيني هم وينا وکړه اوزياته يې کړه که ياسيني ياسيني دى نوپه خپلو هيوادوالودى اوخپلو هيوادوالوته ډاډورکوم چې خپل ولس به هيڅکله هم خرڅ نه کړم .


04.08.2009 19:45    |   ضمير سار په بلخ ولايت كې ځوانان او نجونې د اشرف غني احمدزي د ولسمشر كېدو هڅې كوي

د بلخ د دهدادي ولسوالي مشران او ځوانان، نن د زمري په ۱۳مه، په شمال زون كې د اشرف غني احمدزي د ټاكنيزو مبارزو د دفتر رييس ذبيح الله احساس سره د كتنې پرمهال د چټك كمپاين غوښتونكي شول..


04.08.2009 13:05    |   په ختيځو ولايتونوکې دميرويس ياسيني مطبوعاتي مسؤل په ننګرهار او نورستان کې د ياسيني څخه په ګڼو غونډو کې ملاتړ وشو

غونډې ته مياسيدحسن،مولوي غلام نبي ،حاجي محمدرحيم ديعقبوخيلودسيمې په مشرۍ ،ملک نادر دچورخيلوپه مشرۍ،حاجي حنيف ،معليم جنت ګل د دوته خيلوسيمې ه مشرۍ،مياغلام غوث داکاخيلوپه مشرۍ،ملک شازمان اوګل جان ويناويې وکړې اودخپلو اولسونو ملاتړيې دولسمشرۍ دنوماندميرويس ياسينې څخه وښوده .


03.08.2009 22:27    |   د ميرويس ياسيني ټاکنيز کمپاين مرکزي دفتر ميرويس ياسيني د جلال اباد په ښار کې ور په ور کمپاين وکړ

نن د دوشنبې په ورځ ولسمشرۍ ته نوماند ميرويس ياسيني د جلال اباد په ښار کې ور په ور یا Door Knocking ټاکنيز کمپاين وکړ. د ور په ور کمپاين ميرويس ياسيني دوه اونۍ مخکې پيل کړی دی. د دې ډول ټاکنيز کمپاين استراتيجي دا ده چې د ياسيني د کمپاين غړي او رضاکاران مخامخ خلکو رایه ورکونکو ته د ياسيني د ((بدلون او نجات)) پيغام ورسوي.


02.08.2009 21:34    |   شمال زون د ټاكنيزو مبارزو دفتر څلورو ولسواليو مشرانو، له اشرف غني څخه خپل ملاتړ اعلان كړ.

څلورو ولسواليو مشرانو، له  اشرف غني څخه خپل ملاتړ اعلان كړ. دبلخ، چاربولك، چمتاال او نهرشاهي ولسواليو په لسګونو مخورو مشرانو، د يوې ناستې پر مها ل، ډاكټر اشرف غني احمدزي ته د رايې ژمنه وكړه.


02.08.2009 19:33    |   مسعود برهاني ليبيا په عربي جمهوري ليبيا كي افغان محصلينو د مير ويس ياسيني نه ملاتړ وكړ

د ليبيا د عربي جمهوريت په پلازمينه طرابلس كي نن ديكشنبي په ماذديګر ددعوت اسلامي پوهنځي په ليليه كي راغونډ شوو ګڼ شمير افغان محصلينو د ولسمشري ته له كانديد الحاج مير ويس ياسيني خپل ملاتړ اعلان كړ.


02.08.2009 19:27    |   میرویس یاسیني ټاکنیز کمپاین مرکزي دفتر ميرويس ياسيني د کمپاين لپاره ننګرهار ته ورسېد

ميرويس ياسيني د ټاکنيز کمپاين په بهير کې ننګرهار ته ولاړ. په ننګرهار کې ميرويس ياسيني یوې غونډې ته چې خدايي خدمتګارانو جوړه کړې وه وينا وکړه.


02.08.2009 12:59    |   د معتصم بالله مذهبي ويبپاڼه سوانح مختصر استاد معتصم بالله "مذهبی"

استاد معتصم بالله مذهبی فرزند ارشد روحانی مبارز، عالم جید و شخصیت تاریخی کشور جناب مولانا محمد عطاء الله صاحب فیضانی و از احفاد قدوة المتصوفین و زبدة الراشدین میا عبد الحکیم صاحب کاکړي می باشد که به تاریخ 22 دلو 1342 در شهر پلخمری ولایت بغلان دیده به جهان کشوده است به سن یکسالگی با دودمان شریف شان عازم دیار مولانا جلال الدین محمد بلخی شهر باستانی مزار شریف گردیده و ایام صباوت را در آنجا گذرانیده و بعد با کانون محترم خانواده به سن شش سالگي به شهر کابل نقل مکان نموده و در سرک نو تخنيكم چهلستون مسکن گزین شدند.


02.08.2009 10:56    |   میرویس خوګیاڼی په مصر کی د میرویس یاسینی د ملاتړ ترڅنګ له ډاکتر اشرف غنی هم ملاتړ وشو

دا غونډه په داسی حال کی کیږی چی ‍څو ورځی د مخه هم په مصر کی د افغان محصیلونو د اتحادی یو شمیر نورو غړو د اتحادیه په مقر کی ولسمشری ته نوماند میرویس یاسینی په ملاتړ غونډه جوړه کړی وه .


01.08.2009 21:15    |   د ميرويس ياسيني ټاکنيز کمپاين مرکزي دفتر – کابل په نيمروز، ننګرهار او کونړ کې خلکو له ميرويس ياسيني ملاتړ وکړ

نن د شنبې په ورځ د نيمروز په مرکز کې یوه لویه غونډه وشوه چې ۲۵۰۰ کسانو په کې برخه اخيستي وه او له ميرويس ياسيني د هغه له کاري ډلې او تګلارو یې ملاتړ اعلان کړ.


01.08.2009 09:29    |   شمال زون د ټاكنيزو مبارزو دفتر په بلخ او سرپل ولايتونو كې د ډاكټر اشرف غني احمدزي په ملاتړ غونډې وشوې.

تېره ورځ د زمري په ۹مه د بلخ د شورتپه ولسوالۍ په ارق باتور كلي كې ددغې ولسوالۍ د ټولو ۳۴كليو مشرانو، د يوې غونډې په ترڅ كې له ډاكټر اشرف غني احمدزي څخه خپل ملاتړ اعلان كړ.


01.08.2009 09:03    |   د ډاکټر اشرف غني ملاتړ په ننګرهار کې ملاتړکوونکي د افغانستان په ۱۸ ولایتونو کې غونډي جوړوي

د ډاکټر اشرف غني ملاتړ په ننګرهار کې ملاتړکوونکي د افغانستان په ۱۸ ولایتونو کې غونډي جوړوي ډاکټر اشرف غني احمدزي په ننګر هار ولایت کې ددوو جداجدا غونډو په ترڅ کې د کوچیانو له قومی مشرانو او متحدې ولایتي شورا له غړو سره ولیدل او خپل کاري پلانونه یې وخلکو ته تشریح کړل او د افغانستان لپاره یې د ښه راتلونکي ژمنه وکړه.


31.07.2009 23:28    |   د ميرويس ياسيني ټاکنيز کمپاين هرات ته د ميرويس ياسيني د سفر او غونډو راپور

همدارنګه میرویس یاسیني په څو بیلابیلو غونډو کې دهرات پوهنتون دیو شمیر استادانو، علماوو شورا، ښځینوو استازو او په هرات ولایت کې دمشرقي شورا دمشرتابه سره لیدنه وکړه او ټولو د میرویس یاسیني دانتخاباتي کمپاین څخه خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړ.


31.07.2009 23:20    |   د ميرويس ياسيني ټاکنيز کمپاين په ننګرهار کې په غونډو کې ۶۰۰۰ تنو له ميرويس ياسيني ملاتړ وکړ

په ننګرهار کې په غونډو کې ۶۰۰۰ تنو له ميرويس ياسيني ملاتړ وکړ په ننګرهارولايت کې په بيلا بيلوغونډوکې نږدې شپږزره تنو دغونډو په ترڅ کې دولسمشرۍ دنوماند ميرويس ياسينې ملاتړ وکړ. نن په هغه غونډه کې چې دجلال ابادښارپه ننګرهارهوټل کې جوړه شوې وه نږدې څلور زره تنوپکې ګډون کړى وه اوپه يوه خوله يې دولسمشرۍ لپاره دميرويس ياسينې او دولايتي شورا لپاره داجمل شيرزاد ملاتړ اغلان کړ.