د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کرکټ: کورني

د افغانستان د کورنيو لوبو رپوټونه

05.04.2010 06:34    |   کرکټ څانګه په خوست کې مجاهد لوبډله اتله شوه

په خوست کې مجاهد لوبډله اتله شوه د پژواک خبري اژانس د خبر په اساس یوه نيمه مياشت مخکې په خوست کې د دې ولايت له بېلابېلو برخو څخه ۴۵ کرکټ لوبډلو سيالي وکړه.


09.03.2010 20:47    |   الهام یاسیني د دوبۍ په لوبغالې کې د کرکټ د تنکیو افغان لوبغاړو کیمپ لا دوام لري ( انځوریز رپورټ)

د دوبۍ د کرکټ په لوبغالي کې افغان لوبغاړو ټول افغان ته وویل چې د کرکټ له نړیوالې شورا لخوا ترتیب شوی کمپ ډېرګټوردی، نوې تکتیکونه مو یاد او ډېرې غلطۍ مو ورسره اصلاح شوې.


09.01.2010 12:01    |   خبري - څانګه کندهار د جلال اباد د سيالۍ اتل شو.

کندهار د جلال اباد د سيالۍ اتل شو. د افغان کرکټ بورډ د مشر مرستيال الله داد نوري وویل چې په پايلوبه کې لغمان او کندهار لوبډلې ولوبېدلې او اتلولي کندهار لوبډلې خپله کړله.


23.12.2009 09:47    |   خبري - څانګه د ولسي جرګې غړې نجيبه شريف د کرکټ لوبډلې په بریاو خفه ده

د ولسي جرګې غړې نجيبه شريف د کرکټ لوبډلې په بریاو خفه ده نن په ولسي جرګه کې د دې جرګې غړې نجيبه شریف د کرکټ بورډ په مشر عمر زاخېلوال نيوکه وکړه چې ولې یې په هوايي ډګر کې د ملي لوبډلې هرکلی کړی دی. نوموړې تور ولګاوه چې زاخېلوال دا کار ځکه کړی دی چې د کرکټ ملي لوبډله د یو قوم پورې اړه لري او زاخېلوال دا کار د قومي اړيکو په اساس کړی دی. نجيبه شریف وویل چې په کار دا وه چې زاخېلوال دا کار کوچنی کار د اولمپيک ادارې ته پرېښی واي.