د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کرکټ: نړیوال

د افغانستان دنړيوالو لوبو په اړه رپوټونه

16.06.2010 12:20    |   کرکټ څانګه د لومړي ډويژن لوبو لپاره ټولې شپږ لوبډلې اعلان شوې

د لومړي ډويژن لوبو لپاره ټولې شپږ لوبډلې اعلان شوې افغانستان، کينيا، هالينډ، ايرلينډ ، کاناډا او سکاټلينډ د لومړي ډويژن لوبو لپاره چې په هالينډ کې د جولای له لومړۍ نيټې څخه تر ۱۰مې نيټې پورې ترسره کېږيوبډلې اعلان کړې. لوبډلې په لاندې ډول دي: د لوبډلو په اړه پوره رپوټونه په انګليسي برخه کې ولولئ.


16.06.2010 10:20    |   کرکټ څانګه د WCL1 لوبو لپاره ملي لوبډلې تمريني کيمپ په جلال اباد کې پيل کېږي

د WCL1 لوبو لپاره ملي لوبډلې تمريني کيمپ په جلال اباد کې پيل کېږي د دې مياشتې په پای کې په هالينډ کې د نړيوال کرکټ ليګ لومړي ډويژن لوبو لپاره د کرکټ بورډ پتيلي ده چې افغان ملي لوبډلې ته په جلال اباد کې د تمرين کيمپ جوړ کړي. د تمرين کيمپ به اته ورځې دوام لري.


30.05.2010 19:19    |   کرکټ څانګه WCL لومړي ډويژن لپاره لوبډله اعلان شوه. بشپړ رپوټ

WCL لومړي ډويژن لپاره لوبډله اعلان شوه. بشپړ رپوټ په اساسي لوبغاړو کې د محمد نبي پر ځای ميرويس اشرف د کپتان نوروز منګل مرستيال ټاکل شوی دی. محمد سږه کال د سريلانکا د تمريني کيمپ په مهال د کريم خان صادق پر ځای د کپتان مرستيال ټاکل شوی و. هغه مهال ويل کېدل چې د نوروز منګل له تقاعد کېدو وروسته د محمد نبي عيسی خېل د کپتانولو لپاره نوموړی د نوروز منګل مرستيال وټاکل شو. ميرويس اشرف د شل اورونو په نړيوال جام کې د سويلي افريقا خلاف ښه توپ واچاوه او په توپ وهنه کې وځلېد په داسې حال کې چې د محمد نبي توپ اچونه او توپ وهنه ونه ځلېده.


15.05.2010 19:01    |   کرکټ څانګه د ۱۶ کاله ټيټ لوبډله جوړه شوه

د ۱۶ کاله ټيټ لوبډله جوړه شوه د دې لپاره چې د افغانستان د کرکټ بورډ په راتلونکې کې د نړيوالو ارګانونو سره د ستونزو سره مخ نه شي او لوبډله له سياليو ونه ويستل شي په کابل کې یې په فرانسوي روغتون کې د هر لوبغاړي د هډوکو معاينه (Wrist Joint X-Rays) ترسره کړې ده چې په نتيجه کې یې یو شمېر لوبغاړي چې د معاينې په پايله کې له ۱۶ کالو ډېر ښودل شوي په لوبډله کې نه دي شامل کړي.


15.05.2010 09:44    |   فريدالله واعظي استرالياپاكستان ته په يوه زړه راښكونكي لوبه كي ماته وركړه

د شل اورونو د نړيوال جام د خپلولو په موخه پرون د شپي په اتو بجو په نيمه پايلوبي كي د پاكستان او استراليا دلوبډلوترمنځ يوه ډيره په زړه پوري لوبه ترسره شوه.


09.05.2010 12:48    |   کرکټ څانګه ملي لوبډله هېواد ته ستنه شوه

ملي لوبډله هېواد ته ستنه شوه د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د شل اورونو په نړیوال جام کې د برخه اخيستو څه وروسته د خالي په ورځ سهار نهه بجې کابل ته ورسېده.


09.05.2010 12:05    |   فريذالله واعظي نيوزيلاند پاكستان ته ماته وركړه

دنړيوال جام دخپلولوپه موخه ددووهغه لوبډلوترمنځ چي دهريوه په ګټه باندي ددوي دورتګ سيمي فاينل ته يقيني كيده لوبه ترسره شوه.


09.05.2010 12:03    |   فريدالله واعظي استراليا هندوستان اوسريلانكا ويسټ انډيز ته ماته وركړه

په دي لوبه كي پچه هند وګټله اواسترالياته يي دمنډوجوړولوبلنه وركړه په اول اوركي چي بالنګ دسنګ لخوا وشواستراليا يوه منده هم وانه خيسته مګروروسته داول اورنه داستراليا لوبډلي ډيره ښكلي لوبه وكړه اوتر104 منډو پوري يي كوم لوبغاړي له لاسه نه وو وركړي او په 105 منډه يي خپل يولوبغاري شين واټسن چي ښكلي لوبه يي كړي وه او54 منډي يي جوړي كړي وي له لاسه وركړو داستراليا په لوبغاړوكي ډيودوارنرپه 42 بالونو72 اوواټسن په 32 بالونو54 منډي كړي وي چي ددوي دلوبډلي لپاره يي ښه پايله درلودله استراليا په 20 اورونوكي 184 منډي جوړي كړي اوسيالي لوبډلي هند ته يي د185 منډوهدف وركړ.


09.05.2010 11:55    |   فريدالله واعظي انګلستان پاكستان او سويلي افريقا نيوزيلاند ته ماته وركړه

پچه انګلستان وګټله اوپاكستان ته يي دمنډو جوړولوبلنه وركړه چي پاكستان په وركړل شويو 20 اورونوكي داوو لوبغاړو په سوزيدو باندي 148 منډي وكړي اومقابل ټيم ته يي د149 منډوهدف وټاكه وروسته انګلستان په مندوجوړولوشروع وكړه اوډيره ښكلي لوبه يي وكړه اود4 لوبغاړوپه سوزيدوباندي په 19.3 اوركي وتوانيدل چي 152 مندي وكړي اووركړل شوي هدف ديراسانه پوره اودالوبه دځان په ګټه تمامه كړي.


06.05.2010 11:05    |   فريد الله واعظي استراليا بنګله ديش ته ماته وركړه

دنړيوال جام دخپلولوپه موخه پرون دشپي په نهه بجو داستراليا اوبيګلديش دلوبډلوترمنځ دكركيټ لوبه وشوه چي پچه استراليا وګتله اوپه خپله يي په منډو جوړولوشروع وكړه.


05.05.2010 16:38    |   کرکټ څانګه سویلي افریقا له افغانستان څخه په ۵۹ منډو وګټله. انځوريز رپوټ

سویلي افریقا له افغانستان څخه په ۵۹ منډو وګټله. انځوريز رپوټ سويلي افريقا له افغانستان څخه په ۵۹ منډو وګټله او یو ځل بيا دا په زبات ورسېدله چې د ټيسټ هيوادونو لوبډلې له اسوسيټ او افيليټ هېوادونو څخه ډېرې پياوړي دي او د دواړو د لوبې ترمنځ واټن ډېر دی.


05.05.2010 16:10    |   کرکټ څانګه د سويلي افريقا لوبې ته لوبغاړو تمرينونه بشپړ کړل. انځوريز رپوټ

د سويلي افريقا لوبې ته لوبغاړو تمرينونه بشپړ کړل. انځوريز رپوټ دې انځوريز رپوټ ته ښاغلي عبدالصمد غفوري له ويسټ انډيز څخه دا انځورونه رالېږلي دي.


05.05.2010 15:40    |   کرکټ څانګه د هندوستان سره د لوبې انځورونه چې مخکې مو نه دي ليدلي

د هندوستان سره د لوبې انځورونه چې مخکې مو نه دي ليدلي په افغان لوبډله د مستند فيلم جوړونکي آغلې ليزلي ناټ دا انځورونه اخيستي دي چې د کرکټ افغان مينه والو ته وړاندې کېږي.


05.05.2010 06:14    |   فريدا لله واعظي نيوزيلانډ زيمبابوی او انګلستان ايرلنډ ته ماته وركړه

پچه نيوزيلاند وګټله اوزيمبابوي ته يي دمنډوجوړولوبلنه وركړه. زيمبابوي په 4.4 اورونوكي 36 منډي جوړي كړي وي اولومړني لوبغاړي ټيبويي په 21 منډوله لاسه وركړه چي زيمبابوي ته ګرانه پريوته اوتر74 منډوپوري يي خپل 9 لوبغاړي له لاسه وركړل. د نيوزيلانډ په بالرانو كي سټايرس ډيرښكلي اورونه وكړل اوپه دوه اورونوكي يي دري منډي وركړي اودري نفره يي اوټ كړل په پايله كي په 15.1 اور كي دټولو لوبغاړو په سوزيدو باندي زيمبابوی 84 منډي جوړي كړي اونيوزيلاند ته يي د85 منډو هدف وټاكه.


05.05.2010 03:19    |   کرکټ څانګه سويلي افريقا د باونسرو پلان لري

سويلي افريقا د باونسرو پلان لري د سويلي افريقا د ملي لوبډلې د توپ اچونې روزونکی وانسنت بارنس ويلي دي چې د بارباډوس د لوبغالو پيچونه د باونسر يا ټپکي توپونو لپاره ښه دي او د تېزو او ورو (سپن) توپ اچونکو ټپکي توپونه به په کې موثر وي.


04.05.2010 16:03    |   الهام یاسیني لوبغاړي جګړې ته تیار دي. عظيم ملک

لوبغاړي جګړې ته تیار دي. عظيم ملک د ملي لوبډلې ډاکټر عظیم ملک ټول افغان ته وویل چې د لوبغاړو صحتونه ښه او سبا ته د سویلي افریقا د لوبډلې سره جګړې ته تیار دي.


04.05.2010 12:15    |   الهام یاسیني افغانستان د سویلي افریقا سره د شپې په ۱:۳۰ لوبه کوي

افغانستان د سویلي افریقا سره د شپې  په ۱:۳۰ لوبه کوي افغانستان د سویلي افریقا سره په نړیوالو شل اوریزو اتلولیو کې د افغانستان په وخت د شپې ۱:۳۰ بجه لوبه کوي.


04.05.2010 10:22    |   فريدالله سريلانکا زيمبابوی او ويسټ انډيز انګلستان ته ماته ورکړه

سريلانکا زيمبابوی او ويسټ انډيز انګلستان ته ماته ورکړه دنړيوال جام دسياليوپه لړكي پرون د سريلانكا او زيمبابوي د هيوادونوتر منځ د كريكيټ لوبه ترسره شوه چي سريلانك اپه منډو جوړولو شروع وكړه او په وركړل شويو 20 اورونو كي يي د پنځو لوبغاړو په سوزيدوب اندي 186 منډي وكړي او وروسته د لوبي څخه باران شروع وكړه اولوبه يي وځنډوله كله چي باران ودريد نو د ډاکوارټ او لويس د قانون مطابق امپايرانو فيصله وكړه چي زمبابوي به يوولس اورونه كوي او 106 منډي به كوي.


04.05.2010 10:01    |   کرکټ څانګه د ټولپوښتنې ځواب: که افغانستان دويم پړاو ته بريالی شي نو درې لوبې به کوي

د ټولپوښتنې ځواب: که افغانستان دويم پړاو ته بريالی شي نو درې لوبې به کوي په ټولپوښتنه کې ډېرو لوستونکو برخه واخيسته. ۳۳٪ برخه والو سم ځواب ويلی و چې په سوپر ايټ کې به افغانستان د بري په حال کې ۳ لوبې کوي. ۳۱٪ برخه والو ويلي وو چې دوه ، ۱۷٪ برخه والو ۶ ، او ۲٪ برخه والو ۱ لوبه ويلي وو.


03.05.2010 22:48    |   الهام یاسیني موږ باید افغانستان کمزوری ونه ګڼو

موږ باید افغانستان کمزوری ونه ګڼو سویلي افریقا د کرکټ ملي لوبډلې کپتان ګریم سمت وايي، موږ باید د نړیوال شل اوریزو اتلولیو لدویمه سیالي له افغانستان څخه وګټو خو موږ باید افغان لوبډله کمزورې ونه ګڼو.