چړيان، شرعي مشروعيت او بهرنی رسمي پېژند

دا دي لس مياشتې پوره کېږي چې امريکا چريانو ته واک وسپاره، د افغانستان په ټوله خاوره بشپړ واکمن دي، خو نه يې کورنۍ مشروعيت تر لاسه کړ، نه بهرنيان په رسميت پېژني او نه هم چريان د دې لېواله دي چې يا د هېواد د ننه څوک ورسره بعيت وکړي يا هم له هېواد څخه د باندې يې څوک په رسميت وپېژني.  هو، چريان هېڅ لېواله نه دي، ځکه چې دوی د انډوخر لپاره ګومارل شوي دي. په انډوخر کې نه يوازې د دوی ګټه ده، بلکې همداسې يې د بادار پنجاب. او چريان د همدې پنجاب د ګټو د ساتلو لپاره زيږېدلي، روزل شوي، لوی شوي او

30.05.2022 محمدکریم نور

د قدرت سوالګر

د عجايبو په وطن کې مو د هر څه سوالګر وليدل، خو دومره ذليل او لوېدلي چې د قدرت سوالګر دي، بل به هېڅوک دومره ذليل شوي نه وي. بېشکه چې الله پاک يوه ته عزت ورکوي او بل ته ذلت! حيرانوونکې ده!  چا به فکر کوه چې د شمالي ټلوالې لنډه غر چې ځانونه يې له پاکستان سره د دوښمنۍ په شعارونو وپړسول، همغه پاکستان ته به ورځي او د خپلو څو روپيو او قدرت د خونديتابه لپاره به پنجاب ته پر ګونډو کېږي؟ چا به فکر کوه چې له روسانو سره د جهاد نړيوال کرېډت به دوی غواړي، خو پخواني تړونونه به په وار وار نن ب

18.03.2021 محمدکریم نور

د "فلانه ده او ډينګه ده"، په ځواب کې

بيا د کلي طالب جان شه، دا د فلانه او د ډينګه منطق پرېږدهراشه تک سپين مسلمان شه، دا د فلانه او د ډينګه منطق پرېږده اوس د خلاصې هم فتواوې، هم جهاد دې نور فتنه شود مسجد زموږ امام شه، دا د فلانه او د ډينګه منطق پرېږده ته به مست وې په قطر کې د صليب په ډک آخورونوراشه سم په دسترخوان شه، دا د فلانه او د ډينګه منطق پرېږده تا ته چا وې چې دې ټول غرب په سياست کې دی مات کړئلږ دې سر په خپل ګرېوان شه، دا د فلانه او د ډينګه منطق پرېږده ستا په خوله سړک کافر دی،

11.03.2021 محمدکریم نور

د اسلامي حزب او طالبانو وروستی شړېدلی مورچل

افغان دولت ته د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د سپک ليک له برلا کېدلو وروسته په رسنيو او فسبوک کې د طالبانو او حزبيانو، په ځانګړې توګه د ښاغلي حکمتيار د زامنو چکچکې يوازې او يوازې د حکمتيارانو او طالبانو ذلت، بې ننګي او د قدرت تنده زبادوي. تر ټولو د خندا وړ خبره دا ده چې ولسمشر غني ته د غلام ستاينوم کاروي، خو په خپله په يوه بې سارې عاجزۍ په دې تمه دي چې ګوندې امريکا دوی ته واک ورکړي او ان په زغرده نارې وهي چې ارګ دوی ته وسپاري.  دا په زړه ړانده نه پوهېږي چې دا مريکا ګواښ افغان دولت ته نه

09.03.2021 محمدکریم نور

تور ملا ډارېږي . . .

لکه نمرود چې له پيغامه د موسی ډارېږيد دغه ښار له ښايستونو تور ملا ډارېږي دا د کعبې قسم وهلي له قبلې نه منکرد دې وطن د پرهرو له مسيحا ډارېږي هغوی په مينه کې ګرېوان چې د پی مخو څيريبند کړی يوسف چې يې له مينې زليخا ډارېږي ځان به سينګار، خو د زړه تور ټکي به سپين نه شي کړایهغه ړانده په سپينه ورځ له خپل امسا ډارېږي "نور" چې د پېغلو په محفل کې سرې سکروټې وېشيويښتان يې سپين کړي، له تهمت د هزارها ډارېږي

24.02.2021 محمدکریم نور

د دوحې د تړون قرباني شوی طالب جان

د قطر منځ کې به نارې کړم چې خليزاد په تخت کې سخته ومروړمه   د جګړې طالب جانه، که عبث ستانکزی د زړه حال درته ووايي، نو هرو مرو به همدا لنډۍ د ټولو طالب مشرانو اندېښمن حالت درته څرګند کړي، خو کيسه داسې ده چې هېڅوک د خپل جېب او مقام ګټې په خطر کې نه اچوي.  ستاسې خبره ګردسره ريښتيا شوه چې له کفارو سره دوستي د ذلت لامل ګرځي. همدا تاسې په خپله يې تر ټولو ښه لاسوند يا ثبوت يئ. امريکا د يوه کال په موده کې له دومره ذلت سره مخ کړئ چې افغان دولت به په سل کاله دومره نه وای

09.02.2021 محمدکریم نور

طنز: د سولې لپاره د طالبانو نوی شرط

د ملا نصرالدين له نوم څخه بايد د ملا کلمه لرې شي، ځکه چې د طالبانو سپکاوی کېږي.يوه ډله طالبانو د اينجينر نصرالدين وړانديز کړی، بلې هغې يې د ډاکتر نصرالدين، خو تر اوسه پورې طالبان په يوه خوله نه دي. ملا برادر اخوند ژمنه کړې ده چې په دې اړه به په پاکستان کې مېشت اسلامي علما وپوښتي. عبث ستانکزي هرګوره ټينګار کړی دی چې د داسې اړينو مسئلو د حل لپاره بايد له امريکا سره تړون اساس او تهداب وګڼل شي او د دوحې د تړون په رڼا کې حل شي. په قطر کې د طالبانو نوي وياند ډانګتر صاحب او مولوي صاح

14.01.2021 محمدکریم نور

چا په ريښتيا وژړل!

نور له پرديو، موږ له خپلو په ژړا وژړلتقديره ستا له ناکردو مو په بيا بيا وژړل د چا له خونې د مستۍ چيغې سورې راوځيموږ هره خونه کې له درده په غوغا وژړل څه به منصور وي، څه يې دار چې جهاني يې ستاييزموږ د هر ګودر د ونو شاخ ته چا وژړل؟  دلته د سترګو او بڼو تر منځ مرګونه پټ ديچا ترې پرون او چا ترې نن په واويلا وژړل خلک له کفره په ژړا چې يې بمونه راوړلدلته انسان او محرابونو له کافر او طلبا وژړل ته په محفل کې بې پروا لکه رباب غږېدېما د خلو

22.12.2020 محمدکریم نور

طالب بنديان بايد تر سمون پورې بنديان پاتې شي

د سولې د خبرو لپاره د امريکا او طالبانو ګډ شرط چې بايد د طالبانو بنديان خوشې شي، نه يوازې دا چې د سولې راوستل هېڅ نه اسانوي او هېڅ ګټه نه لري، بلکې له دې ولس سره ستر ظلم دی. تر ټولو بده لا دا چې په خپله د طالبانو په برخليک يوه لويه بې پازې (بې مسئوليته) لوبه ده چې تاوان يې بيا هم په پای کې د همدې ټولنې پر اوږو پرېوځي. هره جګړه نه يوازې د يوه هېواد لپاره مادي تباهي ده، بلکې همداسې يې تر ټولو لوی زيان د انسان شخصيت ته رسېږي. د انسان شخصيت دومره ذليل کړي چې اندازه نه لري. د څلوېښت کل

16.12.2020 محمدکریم نور

څه زلفې يې کړې لنډې...

څه ما ده پښه نيولې، څه دوستان په منډه منډهڅه زړونه لرې شوي، څه زمان په منډه منډه څه ښکلي بې وفا دي، څه زه په چل و ول کېڅه تش دي محفلونه، څه ياران په منډه منډه څه سپين مخونه تور شول، څه ډېر شول نقابونهڅه تتې شوې هېندارې، څه وجدان په منډه منډه څه موخې نامالومې، څه وار پار يې خطا شوڅه غېشي يې بدل کړل، څه ميدان په منډه منډه څه سرې غوټۍ پايمال شوې، څه تويې ګلابونهڅه مينه بې ارزښته، څه مينان په منډه منډه څه سترګې څيرې شوې، څه نازونه بېګانه

26.11.2020 محمدکریم نور

دا د صليبي اډو کوني مونجوران څه غواړي؟

ووايه مطربه دا وحشي طالبان څه غواړيهره ورځ مو وژني، دا کرايي قاتلان څه غواړي بيا يې زموږ کور، مکتب، محراب په وينو ولړهدا د صليبي اډو، کوني مونجوران څه غواړي بيا يې د مؤمن په ضد ساده کليوال کته کړلدا د ابرهه لښکر، له سپين مسلمان څه غواړي سر او ناموس دواړه يې تورمخي پنجابي لوټيدا د زمانې ذليل، زما له افغان څه غواړي خوب يې تښتېدلی دی د خېټې او مستۍ په پاردا په زړه ناولي، له حديث او قرآن څه غواړي هسکې غاړې نيسي، خو قيضې پکې د شنو پرتې

22.11.2020 محمدکریم نور

هر افغان په وينو رنګ دی

سر تر پايه هر افغان په وينو رينګ دیکه ماشومه، که تور سرې، هر يو ځوان په وينو رنګ دی په هر کلي کې بهېږي رود دوينوهر يو باغ، دنګ چنارونه، هر باغوان په وينو رنګ دی نور د مست مازديګر شور او شرپ خاموش دیهر ګودر، هره يوه پېغله هر پېزوان په وينو رنګ دی اوس د کلي حجرې بندې فاتحو کړېهر رباب، هره ټپه او هر داستان په وينو رنګ دی نه مو جمع، نه سبق او نه جومات په امن ښکاريهر آذان، هره سپاره او هر قرآن په وينو رنګ دی څه د ژبې، د مذهب او د جامو جګړ

07.11.2020 محمدکریم نور

تور ابليس مورچل نيولی...

پيغلې تښته له دې ښاره، خپل خالق ته پناه يوسهد لېوانو ګلې ګرځي، څيروي د خلکو زړونه تور ابليس مورچل نيولی، سپين کالي يې دي پر غاړهد مؤمن په وينو مست دی، لا هم وايي تکبيرونه دلته هر څه يې تکفير کړل، لا يې زړونه ساړه نه دييو ځای لولي آياتونه، بل ځای سېځي قرآنونهدلته ستا لپاره قتل، هلته ستا په ضد جنګېږيلا به نور هم منافق شي، لا به نور زده کړي چلونهلاس يې سره دي تر څنګلو، لا خمار د نورو وينولا جنت په قتل غواړي، لا به ړنګ کړي محرابونهلا فتو

04.11.2020 محمدکریم نور

د غلیم غېږې ته د حکمتیار پناه

په پنجاب کې د ښاغلي ګلبدین حکمتیار خبرې چې ګواکي "د افغان دولت بېړۍ سورۍ ده" او ډېر ژر به "ډوبه شي"، د هغه چا په مثال ده لکه د خپل ناموس په اړه چې له خپل غلیم سره خبرې کوې . له همدې امله ټول هغه شکونه او پوښتنې چې نه یوازې د شخص حکمتیار په اړه وې، بلکې هغه پوښتنې او شکونه هم چې د ده د سیاست په اړه ول، همدې حکمتیار په خپله ځواب او زباد کړل۔ نور

24.10.2020 محمدکریم نور

له سولې څخه د ټلوالیانو او طالبانو وېره

بې له شکه چې سوله د بشریت لپاره ستر نعمت او د ټولنې د ښېرازۍ او سوکالۍ لپاره یو الهي امر دی، خو سوله سترې سترې پازې (مسئولیتونه) هم زیږوي، په ځانګړي توګه د هغو کسانو اوږې زرچنده لا نورې هم درنې شي چې د سولې، خپلواکۍ او د اسلامي نظام د راوستلو په  نامه یې له خلکو څخه سرونه پرې کړې وي، جوماتونه یې نړوي وي، قرآنونه یې سوي وي، ښارونو ته یې اور اچولی وي، ټولوژنې یې کړې وي او هېواد یې د پاڼ پر څوکه درولی وي .  د ډېر لوستونکیو لپاره به دا ډېره نهیلې کوونکې وي که ووایم چې له افغان دولت سره په

21.09.2020 محمدکریم نور

د سولې د سبوتاژ د مخنیوي لپاره د طالب د پوښتنو ځواب

په قطر کې د افغان دولت او د طالبانو د سولې د خبرو پیل خورا لویه نیکمرغي ده، خو دا چې طالبانو یو څو کوڅه ډبي سپي ګومارلي دي چې د افغان دولت د ټیم غړي سپک کړي او یا هم د سولې خبرې سبوتاژ کړي، په ریښتیا چې د خپګان وړ ده .  د طالبانو کوڅه ډبي فکر کوي چې د خلکو په سپکولو سره به دوی یو څه سیاسي لاسته راوړنه او بریا تر لاسه کړي، خو په بشپړ باور سره چې دوی به افغانانو او نړیوالې ټولنې ته خپل نجس، تور او پلید فکرونه لا نور هم زباد کړي . که څه هم چې ښاغلي نادري یې په سړه سینه او منطقي توګه ځواب

14.09.2020 محمدکریم نور

د افغان ټولنې زوال

بې له شکه چې عادل پادشا د الله ج د رحم سیوری دی او تاریخ زباده کړې ده او چې نااهله، ظالم او مفسدو مشرانو خپلې لویې امپراتورۍ او خلافتونه له زوال سره مخ کړي او خپل ولسونه له بېساره بدمرغیو سره . د روم امپراتوري او عثماني خلافت یې ښې بېلګې دي. که څه هم چې د دواړو بنسټ له یو بل څخه په لوی توپیر په بیلابېلو ارزښتونو او نظریو اېښوول شوی وو، خو د زوال لاملونه د دواړو یو ډول ول او هغه دا چې مشران یې مفسد، ځانغاړي او په خپلو منځونو کې سره واوښتل. د دې امپراتوریو مشرانو هغه وړتیاوې او ځانګړتیاوې له لا

29.08.2020 محمدکریم نور

پږېږدئ وینې وژاړي

پرېږدئ شاړې دښتې او دا غرونه وینې وژاړيدنګې دنګې ونې قامتونه وینې وژاړي سوله یرغمل د اهریمن په لاس بې پته شوهپرېږدئ چې مین او ربابونه وینې وژاړي بیا یې د "هیبت" په پار په ځان بمونه وتړلپرېږدئ کونډې بورې ړنګ ښارونه وینې وژاړي بیا طالب د کفر او الحاد په حلوا وپړسېدپرېږدئ چې د وږو پرهارونه وینې وژاړي دلته هر یعقوب یې په خپل زوی پسې ړوند شوی دیپرېږدئ چې یوسف او ګرېوانونه وینې وژاړي وېره که تقدیر دی چې د چښلو توان نه لريپرېږدئ "کریم ن

16.08.2020 محمدکریم نور

 بیا هم د طالبانو د سر په بیه

د ځینو سر چینو د خبرونو پر بنسټ امریکا په سلګونو میلیونه ډالر پنجاب ته پر ډیورند کرښه د اغزن تار لګولو لپاره ورکړي دي، خو په دې شرط چې طالبان به یوې ننداریزې یا نمایشي او دروغجنې سولې ته حاضروي . د امریکا او پنجاب معاملې ته که څه هم چې ډېرو لیکوالو، ژورنالېستانو، مبصرینو، سیاسيونو، پخوانیو او برحاله استخباراتي مامورینو په وار وار ګوته نیولې ده، خو طالبانو دا ډول تورونه رد کړي او پنجاب خپل د اسلامي عقیدې ورور ګڼي او له مرستو یې منندوی دي . طالبان او د دوی ډیجیټل پلویان دا ډول نیوکې او اندېښنې

15.08.2020 محمدکریم نور

ولسمشره، ته دې ژوندی او واکمن وې!

له دې ولس او هیواد سره ستا لېونۍ مینه آن تر هغې کچې هم لوړه ده لکه ته یې چې یادوې او لکه په پټه او برلا چې د دې هېواد غلیمان ترې ډارېږي . ته حماسي شاعر نه یې چې په خپل شعر کې خپل احساس راونغاړې او د دې کاڼه او ړانده ولس تر غوږونو یې ور ورسوې، خو ستا احساس ان تر هغه حماسي شاعر هم لوړ دی چې شعر د احساساتو او خیالونو څخه د الهام زیږنده یا هېنداره ګڼي . ته چې کوم حماسي شعر لولې، هغه ستا لوړ احساس دی چې ستا له ژبې څخه وړاندې ځان وښیي او ستا په شعر لاسبری او د شعر د لوست مخه ونیسي . که تا احساس نه

05.08.2020 محمدکریم نور

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more