د،ب،هيښ

د مهاجرت ستونزه !

اروپا او امريکا ته د مهاجرت لړۍ د افريقا ، اسيا او لاتينې امريکا نه ورځ په ورځ په پراخېدو ده . په ميليونو نوي ځوانان او ځوانان د اقتصادي ستونزو ، بېکارۍ، دولتي فساد او بې بديلۍ له وجهې په هوا ، ځمکه او اوبو کې د مځکې د کرې د جنوب نه د شمال په لور روان دي ، يا د تګ تصميم لري. سره ددې چې دا سفر ډېر خطرناک او د مرګ سره پنجه نرم کول دي او په لس هاوو زره مسافرين د ليوانو ، مرغانو او کبانو خوراک شول ، مګر بيا هم خلک روان دي او د کور -کلي -وطن د نامناسبو او غير عادلانه ژوند نه دبېزارتوب له وجهې فرار ته په قرار ترجيح ورکوي.

نړۍ د انرژي ، چاپېريال ،هوا او بين المللی تشنجونو 

تر څنګ د يوه بل لوی بحران (انساني مهاجرت) سره مخامخ ده او ددې بحران د حل په لاره پسې ګرزي .

ددې مهاجرتونو اصلي عامل د اروپا او امريکا ضد انساني اواستعماري-استثماري سياستونه وو او دي چې د مهاجرت بحران ترې زېږېدلئ دئ .

په اتلسمه، نولسمه او شلمه پېړۍ(م) کې همدا استعماري قدرتونه وو چې د جنوب ملکونو د استثمار ، چور او طبيعي منابعو د تالان د پاره ئې نظامي يرغلونه، اشغالونه کول، په همدې هدف ئې يو د بل سره رقابت کاوه او نړۍ ئې د خپل قلمرو په منظور خپلو منځو کې وېشلی وه.

استعمارګرانو د مستعمره هېوادونو طبيعي ثروت لوټ او بشري منابع يې د بردګۍ او کنيزۍ په شکل د خپل صنعتي -کرهنيز تولید او تجارتي -اداري او نظامي خدماتو د پاره استعمالول. د مستعمره‌هېوادونو اوسيدونکي د ټولو طبيعي،انساني او ملي حقوقو نه محروم ، حتا د ژوند-مرګ فيصله يې د استعمار ګرانو په لاس کې وه .

استعمارګرانو د خپلو شومو اهدافو (چور،استثمار ) د پياده کېدو د پاره له دوو لارو نه کار اخست او اخلي: 

۱- فشار ، تهديد ، اختناق ،ترور او قتلعام 

۲- د مستعمره هېوادونو د اوسيدونکو ساتل په جهالت ، بېخبرۍ،بېسوادۍ او بې علمۍ کې . 

ددې ضد انساني کړنو له‌ کبله په ميليونو انسانان قرباني او سل هاوو ميليونه د پوهې، تعليم ، کسب زده کولو او انساني شعور د بېدارېدلو نه قصداا او عمداا بې برخې وساتل شول او د هغوی د استعدادونو د طبيعي رشد مخه يې ونيول شوه .

د استعمارګرانو مستقيم وحشيانه او ضد انساني فشارونو ، ظلم او جنايت د مستعمره ټولنو افراد جبراا د استعمار په مقابل کې مبارزې ته اړ او لاس په‌کارشول ، چې د پرېمانه ځاني او مالي تلفاتو او خساراتو په ورکولو بالاخره استعمارګران مجبور شول چې د استعمار بڼه او طرزالعمل ته تغير ورکړي ، په ظاهر د ملتونو ملي خپلواکي په رسميت وپيژني، د خپل فزيکي حضور نه منصرف شي او خپلې کډې بار کړي ، خو په غير مستقيم ډول په دې ملکونو کې داسې اشخاص ، کورنۍ او حلقې حاکمې کړي چې د خپلو ملي ګټو په ځای د استعمارګرانو استثماري اجندا او پلانونه عملي کړي . مانا دا چې د خارجي استعمار -استبداد ځای داخلي مستبدينو ته چې د استعمارګرانو اجرتي نائبان دي انتقال پيدا کړ . 

همدا وجهه وه او ده چې د اولسونو مصيبت او غميزه کمافی السابق په همغه استعماري طريقو ( فشار او په تيارو کې اولسونه ساتل) دوام پيدا کړ او دوام لري. يوازې د استبداد بڼه بدله شوه لاکن ماهيت ئې تغير ونه کړ ، د خارجي په ځای داخلي حاکم شو . د همدې سياسي استبداد د تسلط له کبله د مستعمره هېوادونو اجتماعي ، علمي او تخنيکي انکشاف په ټپه ودرېد او د خپلو طبيعي منابعو نه د ګټې اخستلو ، کار او د ژوند ابتدايي ضرورياتو ( خوراک ، لباس او کور )د رفع کولو قابليت او هوسا ژوند نه محروم پاته شول او د فقر، بېوزلۍ او احتياج په عذاب او مصيبت ژوند يې په برخه شوئ دئ .

نو د مهاجرتونو اصلي علت په مستعمره څپليو هېوادونو کې د فقر ، بېکارۍ ، بېوزلۍ ، بېعدالتۍ او د ټولنيز ژوند سهولتونو ته د نه لاسرسي له کبله دئ او د استبداد( خارجي او داخلي ) د موجوديت ناولی ميراث دئ.

غربي استعمارګران اوس دهغه څه حاصل اخلي چې کرلي دي او د جنوب استعمار خپلو هېوادونو نه د مهاچرتي هجوم سره مخامخ دي .

د مهاجرت معضله چې د مځکې د کرې د جنوب نه د شمال په لوري جريان لري ، ورځ په ورځ پراخيږي او وسيع ابعاد نيسي . 

د حل لاره څه ده ؟ 

دا معضله په دوو صورتونو حل کېدائ شي : 

۱- د غربي صنعتي هېوادونو په معشيت او رفاهي ژوند‌کې د استعمار ځپليو هېوادونو خلکو ته برخه ورکول او خپلې دروازې خلاصول 

۲- د استعماري- استثماري-استبدادي سياست ختمول او په ځای ئې د‌دريمې نړۍ اولسونو ته د انسان په سترګه کتل .

اول افشن ناممکن دئ او د شمال صنعتي هېوادونه نه دومره انسانيت لري او نه ظرفيت چې خپل فوقيتي بادارانو تفکر ته تغير ورکړي او انساني يې کړي. ځکه د‌دوی اقتصادي او اجتماعي اډيولوژي او دين کاپيټاليزم او د نور وينې زبېښل دي . خو په دې هم پوهيږي چې که د مهاجرت معضلې ته حل پيدا نه شي ، د دوی رفاهي او د عيش ژوند هم دوام نه شي موندلئ. نو يوازينی لاره د حل دوهم افشن دئ چې نور د وروسته پاته استعمار خپلو هېوادونو اولسونو نه د استبداد او اسارت په ځای خپلواکي او آزادي ورکړل شي .په داخلي چارو کې يې د مستقيمو او غير مستقيمو شيطاني مداخلو نه خودداری وشي او د توتاليتېري واکمنانو د حمايت په ځای د اولسونو د ارادې او غوښتنې مطابق سياسي اداري سيستمونه جوړ شي او خلکو ته د تعليم ،فنونو ، تخصصونو او مسلکي مهارتونو د زده‌ کولو او د خپلو طبيعي ريسورسونو نه د ګټې اخستلو د پاره زمينه مساعده شي. د استثمار ، استبداد او چور په ځای د ټولنيز عدالت ډ پياده کولو پاليسي تعقيب او د هر هېواد اوسيدونکو ته د کار ، تولید( زراعتي او صنعتي) او مشغولتیا د پاره پانګونه وشي. څو هغه سپهولتونه او مزاياوې چې په غرب کې خلک ترې مستقيد دي ، د هر هېواد اوسيدونکو خصوصاا نوي او ځوان نسل ته هم ميسر شي او د خپل هېواد نه مهاجرت کولو ته مجبور نه شي . 

#دابادۍاوخدمت ج هاد