سلامونه مي حضور ته د وجدان دي
شکایت لرم دا څنګه انسانان دي؟

علم بد ګڼي په دې هم نه پوهېږي
چي کورونه یې په جهل باندي وران دي

د هوسا ژوند تضمین کشف او اختراع ده
په عبث کارو مصروفه دي ستومان دي

غلطیاني خپلي نه ویني ړانده دي
او د بل پر غلطۍ باندي قاضیان دي

د لمانځه روغتیايي ګټي نه درښيي
خلاص له زغمه ځیني ځیني ملایان دي

هم تدریس د اسلامي تعلیم کوي هم
له مسجده پردي ځیني معلمان دي

هري پېښي ته له هري زاویې ګوري
د دې سیمي خلک ټول خبریالان دي

چي ډاکټر وویني ټوله مریضان دي
چي مریض وویني ټوله ډاکټران دي

ځواني وسوځوي نوم د ميني ورکړي
له اصولو لیري تللي عاشقان دي

زه حیران یم چي پر ښځو کوي ظلم
دا سړي دي، نارینه دي که نران دي؟

زه انسان ته د الله له خوا ډالۍ یم
دوی د جهل په لښکر پسې روان دي

دلته ژوند ځکه د غم پر ټغر ناست دی
دلته ډېر خلک د عقل دښمنان دي

په خپل جهل او پخپلو غلطیو
افتخار کوي پردېسه! هوښیاران دي!