طالبه : هفتې وسولې چه ته و ملت ته  ډاد او اطمنان ور کوې ، او راکوې ، دا چه تاسو اطمنان اطمنان وایاست ، د اطمنان په ویلو سره موږ نشو مطمئن کېدلی ، ستاسو ډاډ راکول په هغه مانا دي ، لکه څوک چه په ګوړه ګوړه ویلو خوله خوږه کوي 

ملت د اقتصادي مرض په تبه اخته دی ، پر تندي باندي لانده ټوکران ایښي او هر دوې دقیقې وروسته د تندي لوند  ټوکر وچیږي بیا يي لندېلو ته اړسي ، او ته و مریض ته ناست يی ، تنها دغه دوې جملې ورته وایی چه ډاډه اوسه او لګ صبر وکړه جوړېږې ، په داسي حال کي چه مریض ښه پوهېږي ، چه نه  دوا  ، نه ډاکتر ، نه بل کوم تدبیر سته ، نو ستا د ډاډ او اطمنان جملې و مریض ته  ګای درواغ او ګای ستا سادګي وګڼي 

طالب جانه ! تابه ډېر کتابونه لوستتي وي هر فرض سنت او مستحبات  واجبانت ، او اودس فرائض او سنن به په زیر او زور درته معلوم وي اما دنیوي ، پوهه  او أمور  دي نه زده ، ولي چه د سردارعلم هم په دنیوي امرو نه پوهېدلی ، په یو اوږد حدیت کښي ئې فرمایلي وه چه ؛ أنتم أعلم بأمور دنياكم

اقتصاد یو ډېر مغلق کسب او پوهه ده ، او دا د نن ورځي اقتصاد ټول مجازي دی ، تولید ،عرضه ، رانیول دي ، او حکومت وظیفه لري چه ثروت کله او څرنګه ښه تقسم کړي ، دغه د نن اقتصاد مجازي نمبرنو تحلیل ته او شرعي او قانوني شکل manipulation ته  اړتیا لري ، ډاډ درکوم چه هٔیڅ دیني عالم به د نن عصر د اقتصاد پوهه پیدا نه کړي ، دا چه ولي نشي زده کولی ، بل اوږد بحث دی . ( ۷۰٪ د فقهي سره په ټکر کښي ) 

طالبه د ډاډ راکولو لاس واخله ، ترحه او حل بیان کړه ، اطمنان پخپله زړه ته راځي 

ظاهر شاه له  روسي او امرکايی اقتصاد پوهانو نه مشورې اخستلې

داود خان ، او کرزي ،  د اقصتاد و زارت همېشه د اقتصاد علما، او مشاورین درلودلل ، د ثروت تقسیم ستره پوهه ده ، که د اقتصاد علماء را ونه غوښتل شي  ، تاسو به ناکامه سی نظام به مو له منځه ولاړ سي

ملت ته به خساره واړوی

د سیاسي نظام له پاره عظیم مهلک مرض تنها اقتصادي ناجوړي ده

نور نو د امن خبره زړه شوه ، د امن خبره د پرون سره ولاړه ،   ، نور پر امن خبره ګټه نه لري ، امن پرون راغلی سمده امن راغلی  ، نن اقتصاد خراب دی ، موږ په نن کښي اوسیږي د نن  دمشکل ، حل  غواړي ، ملت حل او عقد غواړي  

له حسن بناء ، سید قطب ، او امثالها نه لري شی هغوی ټول ناکامه سول .او وهاب اخوند زاده پروسږ کال ناکامه سو ،