په عظمت کې یې ورک شوی افلاطون دی
دا جهان یې لوی کتاب او لوی قانون دی

دا ځمکه د همدې کتاب یو باب دی
چې فضا یې د لامبو یو ستر دریاب دی

د اغاز او د انجام نه څوک خبر دي؟
ډېر پوهان پدغه لار کې کور او کر دي

چا لیدلی خپل اواز په کوم زمان دی
بې زمانه په کوم ځای کې کوم مکان دی؟

د خپل عقل جسم ورک و له سقراطه
نه یې مخې ته لیدی شو نه یې شاته

پښتورګي او زړه درې پروفیسوران دي
بې له زده کړې خپل مسلک کې ماهران دي

بې د مغز له ښوونې رهبران دي
پخپل فن کې له هر چانه هوښیاران دي

چې هر څومره شو دقیق دغه خپل ځانته
ته به وایې چې موږ ګورو ټول جهان ته

هم به پوه شو چې ورک کړی مو خپل ځان دی
زموږ فکر په دې کار کې ناتوان دی

یوه سترګه جوړولی کوم ّهوښیار شي
فکر نه کوم که ادم دېته تیار شي

موږ تر اوسه پېژندلی نه شو ځان
لا خوښیږو چې څوک و وایې را ته خان

غریزه له شونډو جوړ کاندي جامونه
د اسمان ستورو ته وایې شنه خالونه

یو ته بریښي د بل سترګې دریابونه
یا له زلفو ورته جوړ کاندي ټالونه

تصویرونه د خیالاتو یو صنعت دی
(اشنا) دا په شاعرۍ کې لوی حکمت دی