په دې کې شک نه شته چې د افغانستان اولسمشر محمد اشرف غني تر ټولو اوسنیو سیاستوالو زیاته د افغاني ټولنې په هکله مطالعه اوڅیړنه کړي او معلومات لري. همدارنګه نوموړي ته په نړیوالو پیژندل شوو سازمانونو او پوهنتونو کې د کار له امله د سیمې او نړیوال سیاست او اړیکو مزي تر نورو ډیر ښه ورته معلوم دي.
داسې فکر کیده چې نوموړی به د اولسمشری په لومړۍ دوره کې ، د پخواني اولسمشر حامد کرزي داخلي او بهرنیو سیاستونو ته چې د افغانستان د پاره په زیان تمام شوي و، بدلون راولي. او داسې سیاستونه به راوړاندې کړي چې په افغانستان کې د امنیت ، ثبات او ودانۍ سبب شي او هم په نړیواله توګه د پنجاپستان او تهران په وړاندې ملي ګټو ته د په لومړیتوب په ورکولو سره دفاعی ستراتیژی رامنځته کړي.
خو له بده مرغه نوموړی د حامد کرزي په لار روان شو. جنګ سالاران او فاسد لوټماران یې په ځان راټول او د یوه فاسد ټیم په درلودلو سره یې اداري فساد یې سراسري او رسمي کړ. دولتي څوکۍ میراثي شوې.
په بهرني سیاست کې د اشرف غني اداري د حامد کرزی د ادارې په پلو ګام کیښود. د پنجاپستان او تهران د ټولو مداخلو ، تیریو او لاسوهنو په وړاندې چوپه پاتې شوه .
پنجاپستان د ډیورینډ په منحوسه کرښه د اغزن تار غزولوته دوام ورکړ. د افغانستان ( پاتې) ځینې سیمې د پنجاپي پوځ تر توغندیو لاندې پاتې شو. حتې پنجاپستان هوای پوځ هم تیري وکړل. د یوه افغان ( ملت ) او د یوې خاورې اوسیدونکو ( د ډیورینډ دواړو غاړو خلکو) ته پاسپورټ او ویزه جبري کړل شول.
افغانستان ته په غیر رسمي لباسونو کې د پنجاپی پوځیانو رالیږل زیات شول او جګړو کې په سلګونو د پنجاپ پوځ عسکر او پوځیان ( د جنرالانو په ګډون) ووژل شول او د هغوی جنازې د پنجاپستان تر کنترول لاندې سیمو کې خاورو ته وسپارل شوې. مګر کابل تر ننه پرې غلۍ پاتې شوی دی.
پنجاپي جنرالانو د کابل په وړاندې د دیکتي سیاست ته دوام ورکړ او کابل ته یې په پوځي الوتکو کې تګ او راتګ ته دوام ورکړ. دا چې د کابل ارګ د دوی په وړاندې څه ډول غبرګون ښوده د هغه څخه خلک خبر نه دي. خو ښکاره د افغانستان خلکو د پنجاپی جنرالانو د غوښتنو په وړاندې کوم غبرګون ونه لیده.
پنجاپستان توطیه او مداخله له پخوا څخه خطرناکه مګر ماهرانه شوي ده له دې امله اړینه ده چې د هغوی په وړاندې په سیاستونو کې د سره کتنه وشي.
په دې لیکنه کې یوازې د پنجاپستان او تهران په وړاندې د کابل د سیاستونو ته ګوته نیول شوي ده تر څو اشرف غني د دې دولتونو په وړاندې خپله پالیسي د افغان ملت په ګټه رامنځته کړي.
د پنجاپستان په نوښت او ملاتړ د افغانستان د تباهی د پاره یوه بله توطیه رامنځته کیدونکي ده چې کیدای شي دا توطیه د دوهم ځل د پاره د کابل د ورانیدو د پاره طرح او عملي کیږي.
په تیر کال کې تر ډیره بریده د پنجاپستان او تهران توطیې شنډې شوي دي. نوموړي افغان دښمن دولتونه ددې له پاره چې خپله ماتي په بري سره بدله کړي نو د قطر تر پردې لاندې د یوې بلې جګړې د پاره هڅه پیل کړه.
دا توطیه د پنجاپستان او امریکا تر منځ د قطر ( مذاکراتو ) تر پردې لاندې رامنځته کیدونکي ده خو له بده مرغه کابل دې توطیې ته په رڼو سترګو ګوري او د ځانه کوم مثبت غبرګون نشي ښودلی.
د قطر مذاکراتو پایله به په افغانستان کې یو ځل بیا د سترې انارشۍ او داخلي جګړې سبب شی. د قطر ډرامه د یوې بلې خونړي جګړې د پیل په مانا دی .دا هغه څه دې چې پنجاپستان یې یو ځل بیا د کابل د سوځیدو خوبونه ویني. د قطر مذاکرات د ډاکتر نجیب د حاکمیت په مهال د ژینو مذاکراتو ته ورته دي چې ناوړه پایلې یې ټولې نړۍ ولیدلې.
د افغانستان په ضد د قطر د توطیې شنډول د ارګ کار دی او که دا توطیه یې شنډه نکړه په افغانستان کې د راتلونکو تراژیدیو مسوولیت یې به په غاړه وي.
د اسلام اباد او کابل ابادی او تباهي یو له بله په معکوس ډول سره اړیکي لري : د اسلام اباد تباهي ، د کابل ابادي ده. د کابل تباهی د اسلام اباد ابادي ده. دا اصل په عینی حقایقو ولاړ دی.
پنجاپستان د نیم څخه زیاته د افغانستان خاوره اشغال کړي او تر ننه پښتانه او بلوڅ د پنجاپي استعمار لاندې د غلامۍ ژوند کوي.
د کابل چارواکو دا مسوولیت هیر کړی چې د خپلې خاورې او خلکو د ازادی د پاره مبارزه وکړي بلکې د کابل چارواکو په تیرو اویاو کلونو خپله پالیسی د پنجاپستان د ګټو سره عیاره کړي او د خپل وطن ضد پروګرامونه یې عملي کړي دی.
د اسلام اباد تباهی په دې کې ده که چیرې د پنجاپی استعمار لاندې پښتانه او بلوڅ ازادي واخلي په هغه صورت کې د پنجاپستان استعماری دولت ړنګیږي او اسلام اباد خپل ماهیت د لاسه ورکوي. د اسلام اباد تباهی د پښتنو او پلوڅو په ازادی پورې تړلي ده.
که چیرې کابل ړنګ وي په هغه صورت کې د پښتنو او بلوڅو د پاره طبعی تکیه وجود نلري ( که څه هم کابل د پښتنو او بلوڅو د حقوقو په رښتیا هیڅ غوښتنه او ملاتړ نه دی کړی). په هغه صورت کې به د پنجاپستان استعمار دوام ولری او اسلام اباد به اباد وي.
دا حقیقت د پنجاپستان تروریستی – استعماري رژیم ښه درک کړی دی او ددې حقیقت په رڼا کې یې د افغانستان په وړاندې خپله ستراتیژي ترتیب او عملي کړیده.
دا ځکه چې د کابل زیاتره چارواکي ملی او مستقلانه فکر نه کوي هر څه د امریکا ، پنجاپ ، تهران ، روسیې او هند له سترګو ګوري. دوی ملي ګټې ، د خلکو ژوند او وطن د یاده ایستلی دی.
د پنجاپستان او تهران په وړاندې د کابل سیاستونه او دیپلوماسي ، د خپل ځان په تباهۍ او د پنجاپستان او تهران د خوشالۍ په بنسټ ولاړ دي.
باید ووایو چې په سیاسي ډګر کې تل د سولې خبرې ګټورې نه وي بلکې د خپلو ملي ګټو د خوندي کولو د پاره جګړه هم ګټوره تمامیدای شي.
د کابل په اداره کې زیاتره با نفوذه کړۍ او یو زیات شمیر چارواکي یو مهال داسې کسان و ، چې د پنجابستان او تهران په کومانده سره یې خپل هیواد ورانوه او د هغوی ستراتیژي یی دلته تطبیق کوله. ښایي اوس هم په همغه لار روان وي خو په بله بڼه.
په افغانستان کې د پنجاپستان او تهران مداخله کمه شوي نده بلکې د پخوا څخه زیاته او پیچلي شوي ده. همدا د پنجاپستان د مداخلې پایله وه چې شوروي اتحاد خپل پوځونه په افغانستان کې پلي کړل . همدارنګه دا د پنجاپستاتن د لاسوهنو نتیجه وه چې امریکا د ځمکې د کرې د ها خوا څخه دلته راغله .
مګر پنجاپستان د شوروي پوځونو او امریکا د راتګ څخه د افغانستان په ضد ډیره ګټه پورته کړه او د دوی راتګ ته یې د افغانستان د اشغال نوم ورکړ .
د افغانستان د اشغال د پاره تر ټولو زیات پنجاپ او تهران هڅه کوي او کړیده . دوی دواړه دولتونه د افغانستان په وړاندې یوه ستراتیژي لري ، هغه د افغانستان بشپړه تباهي.
همدا خبره ده چې پنجاپستان او تهران کابل ته اور او مرګ رالیږي مګر کابل ورته ورورګلوی او دوستۍ په نوم خوله جینګه جینګه کوي. وايی چې د دواړو دښمن یو دی.
د پنجاپستان استعماري – تروریستی ادارې له خوا صادر شوی تروریزم او جګړه ایزه مداخله یوازې او یوازې د فعالې دفاع او انقلابي جګړې له لارې له منځه تللی شي دا فعاله دفاع په پراخ مفهوم سره ،( سیاسی ، اقتصادي، تبلیغاتي او تاوده جګړه) سره کولی شي د تروریزم ، مداخلې او تیري ستونزې اوارې کړي.
د پنجاپستان یو شمیر ډنډورچیان په بین الافغانی خبرو ( اوتو بوتو) باندې ټینګار کوي او دا یوازینۍ لاره بولي چې په افغانستان کې د سولې او امنیت سبب کیږي. خو تر ډیره بریده لیدل شوي دی چې دا ډول کتنې او لیدنې هیڅکله یې د افغانستان د خلکو غږ ته انعکاس نه دی ورکړی.
که افغانستان غواړي د سولې او ثبات له پاره خبرې وکړي باید مستقیما د پنجاپستان او تهران سره یې تر سره کړي دا ځکه چې دوی د جګړې اصلی اړخونه دي. دا روانه جګړه د افغانانو تر منځ نه ده بلکې دا جګړه د تهران او پنجاپستان له خوا په افغانستان کې روانه ده.
په سیمه او نړۍ کې د تروریستی فعالیتونو او په افغانستان کې د جګړې او بې ثباتۍ اصلی عاملین پنجاپستان او تهران دي چې د افغانستان خلک او نړۍ ترې کړیږي.
زلمی خلیل زاد د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړی استازی یو ځل بیا غواړي د ډاکټر نجییب الله د حکومت په مهال د بینین سیوان د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي ترخه تجربه تکرار کړي چې د هغه په پایله کې افغانستان په بشپړه توګه تباه شو.
خلیل زاد ددې په ځای چې د ستونزې جرړې وپلټي او پرې کړي په خپلو غیر موثرو فعالیتونو سره ستونزه نوره هم ژوره وي. ایا خلیل زاد په دې نه پوهیږي چې پنجاپستان او تهران په سیمه کې د تروریزم را منځته کونکي او ملاتړ کونکي دي؟
د قطر مذاکرات د امریکا له پاره د ( تروریزم په ضد تش په نوم جګړه کې ) د خلکو په قول د (( شرمونکي ماتي)) پیغام ورکوي. د قطر مذاکرات د پنجاپستان په ګټه او د پنجاپستان په ټولو تروریستي فعالیتونو او د افغانستان په د ننه کې د پنجاپی پوځ په جګړو باندې پړده اچوي.
خلیل زاد کله پنجاپستان ، کابل ، هند ، روس و ا نورو هیوادونو ته ځي او راځي خو تر اوسه په دې بریالی شوی ندی چې په دې لاره کې یوه ویښته اندازه هم لاسته راوړنه ولري. د هغه حرکتونه تر ډیرې اندازې د پنجاپستان ( د جګړې مهم لوري او مخته بیونکي) په ګټه تمام شوي دي.
زلمی خلیل زاد د رونالد ریګن د حاکمیت په مهال هم د افغانستان مخالفو ډلو سره خپل اړیکي ساتل او هغوی یې د سپینې ماڼۍ تر تالارونو پورې د ځانه سره بوتلل. په دې ډول یې په افغانستان کې د جګړې د اور لمبې بلې وساتلې.
که څه هم هغه مهال خلیل زاد ته د امریکا ګټو ساتلو د پاره د شوروي پلوه کابل حکومت د ځپلو او د شوروي ځواکونو په وړاندې د ستونزو د راپورته کولو د پاره فعالیتونو کول او په دې لاره کې د نوموړي فعالیتونه د امریکا او پنجاپستان په ګټه و.
افغانستان هم چې د تروریزم او د تیري او مداخلې سره مخامخ دی یوازې او یوازې د پورتنې جګړې ( سیاسی، اقتصادي، تبلیغاتي او تاودې جګړې ) له لارې کولی شي خپل اصلي دښمنان ( پنجاپستان او تهران ) په ګونډو کړي.
په دې کې شک نه شته چې پنجاپستان به د افغانستان په ضد په خپله ستراتیژي کې د نوي ډول فعالیتونو له پاره تیاري نیولي وي کوم چې پخواني یې رسوا او شنډ شوي دي.
په افغانستان کې به هیڅ داسې امنیتي پیښه نه وي چې په هغه کې د پنجاپستان او ایران لاس نه وي .ددې دواړو دولتونو د ښکاره او بیشرمانه مداخلو له امله د افغانستان خلک یوه شیبه هم ارام ندي.
همدا خبره ده چې ددې دواړو سیمه ایزو دښمنانو په وړاندې متقابل ورته ستراتیژی ترتیب او تر لاس لاندې ونیول شي.
په افغانستان کې د امنیت ټینګښت او ملي سترو ګټو ته د رسیدو لار ، یوازینۍ لار د افغانستان دښمنه سیمه ایزو دولتونو په ضد د اوږدې مودې د پاره ( ستړي او تباه کونکي جګړه ) ده چې د ټاکلو موخو د تر لاسه کولو د پاره مخته بیول کیږي.
دا جګړه به تر ډیره بریده په ملي او انقلابي اوصولو ولاړه وي د ازادۍ بښونکو غورځنګونو په بڼه ، د افغانستان دښمنه دولتونو په ضد ، مخته بیول کیږي.
په دې جګړه کې د دښمنانو په کمزورو ټکو باندې ګوزارونه کیږي هڅه کیږي چې دښمن د زیاتو تلفاتو او ستونزو سره مخامخ شي.
په دې جګړه کې به د افغانستان دښمن سیمه ایز دولتونه د سیاسي او رواني فشار لاندې راځي او په نړیواله سویه ګوښه او باور به په له منځه ځي.
دا جګړه به د هغې جګړې په ځواب کې وي چې پنجاپستان او ایران یې د افغانستان په وړاندې په مخ بیول کیږي . ایران او پنجاپستان د افغانستان په ضد د دیني احساساتو د پارولو څخه کار واخیست مګر افغانستان به په هغو هیوادونو کې د محرومو ملتونو د حقوقو د تامین او بشپړې ازادۍ په بڼه مخته بیول کیږي.
یو شمیر د کابل چارواکي فکر کوي چې نوموړو دولتونو ته د امتیازاتو په ورکولو سره به دا دولتونه کرار کیني ، دا یو بی ځایه فکر دی. د ساري په توګه:
د کابل ادارې په تیرو اتلسو کلونو کې پنجاپستان ته ځيني امتیازات ورکړي :
1. په پښتني سیمو ( کوټه او پیښور ) کې د کونسلګریو پرانستل
2. پنجاپستان ته د ډیورینډ په منحوسه کرښه باندې د اغزن تار د غزولو اجازه
3. عملا د ډیوریند د کرښې په هکله د ادعا کولو څخه په شا کیدل
4. د کرښې دواړو غاړو خلکو ته د پاسپورت او ویزې جبري کول
5. د کرښې په اوږدو کې د پوځي تاسیساتو د جوړولو اجازه ورکول
6. په تیرو اتلسو کلونو کې د پنجاپستان له خوا په مداخلو ، لاس وهنو او تروریستی بریدونو سترګو پټول
7. د پنجاپستان پلوه ډلو او ټپلو ملاتړ او دولتي لوړو څوکیو ورکول
8. د پنجاپستان تر ولکې لاندې پښتنو او بلوڅو په حقوقو باندې سترګو پټول
9. د پښتنو او بلوڅو په وړاندې د پنجاپی پوځ له خوا د بشري حقوقو په تر پښو لاندې کولو باندې سترګو پټول
10. په ملي و نړیوالو مسایلو کې د ایران او پنجاپستان د زړونو خوشاله ساتل
11. په نړیوال ډګر کې د ډیورینډ د منحوسې کرښې په هکله د شکایت نه کول
12. په نړیوال ډګر کې د پنجاپستان او تهران د مداخلو په هکله نه نړیوالو ته شکایت نه کول
اوس د کابل چارواکي د سولې ډنډورې غږوي او په دې ډول یو ځل بیا غواړي افغانستان د تباهی سره مخامخ کړي. د پنجاپستان له خوا روانه جګړه د سولې په اوتو بوتو باندې نه دریږي بلکې دا جګړه دایمي او تر هغه به روانه وي چې پنجاپستان د نړۍ په نکشه کې وجود ولري.
د سولې نوم خبرې د پنجاپستان سیاسی بریالیتوب په ډاګه کوي پنجاپستان نړیوالو ته په ډاګه کړه چې هغه په تروریستي فعالیتونو کې لاس نلري او هم یې په افغانستان کې تیره اتلس کله جګړه مخته نه ده بیولي.
پنجاپستان دا په ډاګه کوي چې هغه د جګړې اصلي لورۍ نه دی ، بلکې اصلی لوری بل دی. یعنی د جګړې اصلی اړخونه دواړه افغانان دي او یا افغانان او امریکایان دي.
په افغانستان کې جګړه بین الافغاني نه ده ، نو لدې امله ددې جګړې د درولو د پاره ( بین الافغاني مذاکرات ) کومه مانا نلري او یوازې دا ډول خبرې او کړنې د افغانستان د اصلي دښمنانو په ګټه تمامیږي.
په افغانستان کې روانه جګړه یو بهرنی تعرض دی چې د پنجاپی او تهران بې یونیفورمه عسکرو په مټ د پنجاپستان او تهران له خوا مخته بیول کیږي. دا تعرض د پنجاپستان او ایران له خوا په تیرو څلویښتو کلونو کې روان دی.
دا جګړه هغه وخت دریدای شي :
1. دواړه تعرض کونکي دولتونه د ماتي سره مخامخ شي.
2. دواړه دولتونه په بشپړه توګه د افغانستان د جګړې څخه لاس واخلي.
ارګ باید په خپلو سیاستونو د سره کتنه وکړي د غوړه مالی ، ډار، پاسیف ، بیکاره حالت څخه راووځي او د حالاتو څخه په دقیق تحلیل سره نوي دفاعي ستراتیژي ترتیب کړي.
ایران او پاکستان د افغانستان سیال او ستراتیژیک دښمنان دي هیڅکله دا دولتونه د خپل جوړښت له مخې د افغانستان دوستان نشي کیدای . همدا خبره ده چې ایران د خپل تاریخ په اوږدو او پاکستان د خپل ایجاد له نیټې وروسته د افغانستان په وړاندې خپله دښمني مخته بیولي ده.
په سیمه ایزه سویه دا ستراتیژي باید د دښمن دولتونو ( ایران ، پنجاپستان ....) په تباه کولو او په مقابل کې د افغانستان په ځواکمن کولو باندې ولاړه وي.
که چیرې یو ماهیتا دښمن دولت زموږ د هیواد په وړاندې جګړه مخته بیایی په هغه صورت کې د داسي هیواد سره د دوستی او همکارۍ فکر او خبرې د کابل چارواکو په ناپوهۍ باندې دلالت کوي.
په دې ستراتیژي کې باید د پنجاپستان او ایران سره افغانستان په خپلو سیاسي ، اقتصادي او دیپلوماتیکو اړیکو د سره پاملرنه وکړي او په نړیواله سویه د ډیورینډ د منحوسي کرښې مسله راپورته کړي.
یا په بل عبارت باید افغانستان باید د خپلو بهرنیو سیمه ایزو دښمنانو په وړاندې ستړي کونکي او تباه کونکي جګړه مخته بوزي ،چې د داسې جګړې له لارې افغانستان خپلو ستراتیژیکو نړیوالو موخو ته رسیدای شي.
دا جګړه کیدای شي په مختلفو نومونو او بڼو سره مخته بوتلل شي د شرایطو په نظر کې نیولو سره کیدای شي دا جګړه تاوده او سړه واوسي. خو باید دوامداره وي.
ددې له پاره چې دا جګړه مخته بوتلل شي د موجودو ظرفیتونو او امکاناتو په نظر کې نیولو سره د افغانستان د سیمه ایزو دښمنانو په وړاندې د جګړې دقیقه ستراتیژي ترتیب او عملي شي.
باید ووایو چې دا ستراتیژي باید د افغان دښمنه هیوادونو ټول ناوړه پلانونه شنډ او داسې شرایط رامنځته کړي چې افغان دښمنه هیوادونه د تباهۍ سره مخامخ شي.
هر هغه دولت چې د افغانستان تباهي غواړي ، د افغانستان خلک هم د هغه د تباهۍ پلانونه باید ولري. له بده مرغه په تیره نیمه پیړۍ کې کابل هیڅکله د هیواد د دفاع په فکر کې نه و او نه دی.
باید په زغرده ووایو چې په افغانستان کې سوله او امنیت یوازې او یوازې د پنجاپستان استعماري – ترویستي ادارې په ضد د اغیزمنې دفاعي - جنګي ستراتیژی ترتیب او د هغه د پلي کولو له لارې ممکن دی. خو د ایران په ضد باید هم ورته ګامونه پورته شي.
د سیمه ایزو افغانستان دښمنه دولتونو ( پنجاپستان ، ایران ....)په ضد ستراتیژي کیدای شي په پوځي ، اقتصادي، سیاسي او رواني بنسټونو باندې ولاړه وي.
نو لدې امله د ګاونډیو هیوادونو په وړاندې باید د افغانستان د ملي ګټو په بنسټ پوځي – دفاعی ستراتیژی ترتیب او د افغانستان خلک تیار دي چې هغه په بري سره پلي کړي.
د کابل بیکاره ادارې په تیرو اتلسو کلونو کې د سیمې د افغانستان دښمنه هیوادونو له ناوړو توطیو او کړنو څخه پړده نه ده پورته کړي او تر ډیره بریده داسې چلند کوي چې هڅه کوي دا افغان دښمنه هیوادونه د کابل څخه خفه نشي.
په دې کې هیڅ شک نه شته چې په تیرو څلویښتو کلونو کې ایران او پنجاپستان د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنې کوي او دلته یې د جګړې اور په مختلفو نومونو سره بل کړی دی.
دې دواړو دولتونو د خپلو مزدورو ډلو له لارې کابل په کنډواله واړوه او په میلیونو کسان یې شهیدان کړل او په افغانستان کې یی هر ډول اقتصادی ، تعلیمی او امنیتي تاسیسات له منځه یووړل.
تر هغه چې پنجاپی استعمار او ایراني پراختیا غوښتونکي په سیمه کې واکمن وي په افغانستان کې حتی یوه شیبه امنیت او ارامي ناممکنه ده.
د کابل چارواکي تر اوسه داسې ښکاره ملی دفاعی ستراتیژی نلري چې د پنجاپستان او تهران او یا نورو دښمنانو په وړاندې د ځانه دفاع له پاره ترتیب شوي وي یعنی ټولې هغه توطیې چیرې چې ترتیب کیږی هملته شنډې کړي .
کابل د افغانستان دښمنه هیوادونو په وړاندې د ځانه د دفاع په فکر کې نه دی بلکې د وسله والو ځواکونو په کمزوري ساتلو سره یې ، پنجاپستان او تهران ته ازادې لاسوهنې زمینه برابره کړیده.
په ایران او پنجاپ کې روزل شوو ډلو د افغانستان پوځ د هوایی ، راکټي او توپچې قواو څخه بې برخې کړ. او تر ډیرې اندازې د افغانستان د پوځ وسلې او پوځي تخنیک د نوموړو ډلو له خوا د پنجاپستان ته ولیږدول شو. همغه ډلې تر ننه په افغانستان باندې واک چلوي.
د افغانستان اکثریت چارواکي او واکمنې کړۍ د ایران او پنجاپستان په دسترخوانونو لوی شوي دي همدا خبره ده چې د دوی څخه نوموړي دولتونه په کابل باندې د خپلو اغیزو د ساتلو د پاره کار اخلي.
د افغان دولت چارواکي د افغانستان پوځ په مدرنو وسلو باندې د سمبالولو په فکر کې نه دی د افغانستان هوایی پوځ د نړیوالې دوهمې جګړې ته ورته الوتکې استعمالوي.
تقریبا د کابل اکثریت چارواکي د هیواد د ملي ګټو په فکر کې نه دي بلکې دوی هڅه کوي چې خپلو شخصي ګټو ته تر ملي ګټو اهمیت ورکړي او هم د سیمه ایزو افغان دښمنه هیوادونو رضایت د ځانه سره وساتي.
د دې هیواد تر ټولو نا لوستی وګړۍ په دې پوهیږي چې :
په افغانستان کې د پنجاپستان او تهران د لاس وهنو او مداخلو له امله روس او امریکا دواړه اړ شول چې دې هیواد ته راشي او دا هیواد د خونړو جګړه ډګر وګرځي .
پنجاپی او ایراني استعمارچیانو په ډیر مهارت سره وکړای شول چې د جګړې اصلي لورۍ بدل کړي او په دې ډول د روسانو او امریکایانو له مخته تلونکي جګړه د پنجاپ او تهران په ګټه تمامه او افغانستان ( په ځانګړي ډول پښتانه ) پکې تباه شي.
په دې کې هیڅ شک نه شته چې که چیرې د پنجاپستان او تهران تیري بند شي په همغه ورځ په افغانستان کې امنیت په بشپړه توګه تامین کیږي . خو دا ځنګه؟
د کابل چارواکي تر اوسه په دې فکر کې دي چې په افغانستان کې د جګړې اور د مړ کولو او د امنیت د راوستلو د پاره د سولې خبرې مخته بوزي. پخواني اولس مشر حامد کرزي هم په خپله دیارلس کلنه واکمنی کې په همدې اوتو بوتو د افغانستان خلک او نړیوال دوکه کړل.
داسې ورځ به نه وه چې حامد کرزی به د سولې د خبرو د پاره د چمتوالی په هکله وینا نه وي کړي او یا به د بهرنیانو سره د هغه په هکله به یې یادونه نه وي کړي.
د افغانستان پخواني مشر ډاکټر نجیب الله هم د خپلو مخالفینو سره د ملي روغې جوړې پالیسي غوره کړه او ددې له پاره یې ډیرې هڅې وکړې خو دا پالیسي د چا له خوا ناکامه کړل شوه او کابل وسوځید؟
د پنجاپستان او تهران له خوا ډاکټر نجیب الله دملي روغې جوړې پالیسیو ناکامولو دا په ډاګه کړه چې د جنګیالو سره هر ډول خبرې کومه مثبته پایله نلري . دوی مخالفین نه و ، بلکې دوی د (( دفاع پاکستان)) شعار د پاره کار کاوه.همدا خبره وه چې افغان دښمنه دولتونو ډاکټر نجیب الله د ملي روغې جوړې پالیسي او د ملګرو ملتونو د سولې پلان د پنجاپستان او تهران په ګډه همکارۍ سره شنډ شو.
اوس هم ورته حالت دی . پنجاپستان او تهران هڅه کوي چې د پخوا په شان په افغانستان کې د لاسوهنې او تیریو څخه منکر او پرده په واچوي او په دې لاره کې ځانونه سپین راوباسی.
د افغانستان بی ثباتی د دې هیواد کورنۍ موضوع وګڼي. په داسې حال کې چې داسې نه ده په افغانستان کې د پورتنیو افغان دښمنه هیوادونو مداخلې د ۱۳۵۳ کال را په دې خوا را روانې دي. هغه مهال چې سردار محمد داود واکمن و. که څه هم سردار محمد داود په دې بریالی شو چې دا مداخلې وځپي خو بیا هم پنجاپ وکړای شول چې محمد داود خان ځینو ملي سیاستونو څخه په شا کړي.
که چیرې په تیرو نږدې شلو کلونو کې د کابل داخلي او بهرنی سیاست ته وکتل شي تر ډیره بریده دا سیاستونه د پنجاپستان او تهران د غیر مستقیم نفوذ په رڼا کې ترتیب شو يدي.
په افغانستان کې د روانې ۴۰ کلنې جګړې تاریخ په ډاګه کوي دا جګړه داخلي اړخ نلري. بلکې ددې جګړې دوهم اړخ پنجاپستان او تهران دي.
د افغانستان اصلی دښمنان پنجاپستان او تهران دي. په دې هیواد کې روانه جګړه هم ددې دواړو هیوادونو له خوا مخته بیول کیږي. نو لدې امله کابل ته اړتیا ده چې د دوی سره د کرکیچ د اصلي اړخونو په توګه چلند وکړي.
ددې له پاره چې افغانستان وکولی شی خپل کورنۍ او بهرنۍ امنیت خوندي کړي په داخلي سویه اړینه ده:
1. د هیواد په دننه کې ټولې جاسوسۍ شبکې او په ځانګړي توګه د تهران او پنجاپستان شبکې دړې وړې کړل شي.
2. ټولې هغه ډلې چې په پنجاپستان او تهران کې ددې هیوادونو د پټو سرویسونو له خوا د افغانستان په ضد ترتیب شوي دی باید غیر قانوني اعلان او د هغوی مشران محاکمه شي.
3. په دولتي ، تعلیمی ، کلتوري ډګرونو کې ددې دولتونو د مداخلې لاسوهنو مداخله بنده کړل شي.
په بهرني سیاست کې باید ددې دولتونو په وړاندې باید اغیزمنه ستراتيژي رامنځته شي. دا ستراتیژي باید ددې هیوادونو د کورني او بهرنیو سیاستونو ، حالاتو او د نړیوالو حالاتو په نظر کې نیولو سره جوړه شوي وی.
هر دولت خپلې د قوت او کمزورتیا ټکي لري او د هغو په رڼا کې د هیوادونو مشرتوبونه خپلې ستراتیژی ترتیب کوي.
پنجاپستان کمزورتیاوې :
1. د ملتونو د زندان په نوم یادیږي دلته مختلف ملتونه ( پښتانه ، بلوڅ ، سندیان ، کشمیریان او نور ) په چل او زور سره د پنجاپستان( پاکستان) تر نوم لاندې کړل شوي دي چې هر یو یې خپل مستقل هیواد او ازادي غواړي.
2. په دې هیواد کې فقر او بیکاری ډیره لوړې سطحې ته رسیدلي ده او خلک نه غواړي چې په اوسني حالت کې ژوند ته دوام ورکړي.
3. مرکزی اداره دا توان نلري چې هیواد اداره کړي.
4. دا هیواد په نړیواله سویه د تروریزم د صدور له امله بدنام شوی دی.
5. دا هیواد د امریکا او چین د پورونو د ورکولو توان نلري او دا ورځ په ورځ زیاتیږی.
6. په دولت کې فساد تر پخوا ډیر زیات شوی دی.
د پنجاپستان ځواکمن ټکي:
1. په اټومي وسلو وسله وال پوځ لري
2. تر اوسه د لویدیز د پاره ښه متحد ګڼل کیږي
3. د خلکو د تیرایستلو د پاره مذهبی ډلې را منځته کړي دی.
4. د خپلو ګټو د ساتلو د پاره د هیواد په دننه او بهر کې د تروریستي شبکو څخه کار اخلی.
باید ووایو چې ایران هم په کمزورتیاو کې ورته حالت لري:
1. په ایران کې مختلفو ملتونه د اسارت ژوند تیروي.
2. مرکزی دولت په تند لاری باندې ولاړ دی.
3. ایران باندې د لویدیز بندیزونه وجود لري.
4. د ایران اقتصاد د ستونزو سره مخامخ دی
5. د مرکز څخه د تیښتې روحیه مخ په زیاتیدو ده.
6. ځوان نسل د ازادی غوښتونکی دی.
7. په سیمه کې ایران پراخې مداخلې مخته بیایی چې په ( عراق ، لبنان، سوریه ، یمن، افغانستان، ...) کې یې مداخلې ډیرې شرمونکي دي.
د تهران ځواکمن ټکي:
1. تهران په سیمه کې په شعیه مذهبو خلکو باندې پراخ نفوذ لري
2. ایران د تیلو پراخې زیرمې لري.
3. په سیمه کې ستراتیژیک موقعیت لري
4. اټومي وسلو ته د لاسرسي د پاره نږدې شوی دی.
5. په افغانستان کې د ژبنی او مذهبي توپیرونو څخه ګټه پورته کوي
دواړه هیوادونه خپلو ناوړو اهدافو ته د پاره د افغانستان په ضد ورته سیاستونه لري:
1. دواړه دولتونه افغانستان ته وسله والې تروریستي ډلې لیږي.
2. دواړه دولتونه هڅه کوي چې ددې هیواد په دننه کې ځان پلوه سیاسي ډلې رامنځته کړي.
3. دواړه دولتونه د افغانستان په اداري او سیاسي جوړښت کې د نفوذ اوکنترول هڅه کوي.
4. دواړو دولتونو سره د افغانستان خلک د اراضی ، پولو او اوبو لانجې لري.
روانه جګړه په کابل کې پنجاپستان او تهران پیل کړي ده او دا جګړه به په پنجاپ او تهران کې پای ته رسي او ګټونکی به یې هلته معلومیږي.
د پورتنیو حقایقو په بیانولو سره دې پایلې ته رسیږو چې افغانستان باید د خپل کورني او بهرني امنیت له پاره وجنګیږي دا جګړه باید د افغانستان د اصلي دښمنانو ( کورنیو او بهرنیو ) په وړاندې مخته بوتلل شي.
ددې جګړې بریالي کول یوازې او یوازې د ټاکلي ستراتیژي او امکاناتو په نظر کې نیولو سره تر سره کیدای شي.
خو تر ټولو مهم ټکی دا دی چې د قطر په نامه خبرې او یا ورته په بل نوم خبرې به داسې ناوړه پایلې رامنځته کړي لکه چې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي بینین سیوان له خوا د ډاکټر نجیب الله د حکومت په وخت کې تر سره شوې وې . هغه چې په ایران او پنجاپستان کې د جوړو شوو ډلو کابل په کنډواله بدل کړ ، دولتي تاسیسات له منځه ولاړل او هیواد په بشپړه توګه تباه شو.
له دې امله د افغانستان جنګي – دفعاعي ستراتیژي باید د افغانستان څخه د پنجاپستان او تهران له خوا پیل شوي جګړه ، تهران او اسلام اباد ته لیږدوي تر هغه چې اسلام اباد د اور په لمبو کې ونه سوځي ، پنجاپستان به د افغانستان څخه کرار نه کیني.
لکه چې جنرال ضیاالحق د کابل د سوځیدو ارمان کاوه ، همداسی د کابل د پاره د اسلام د سوځیدو د هدف څخه بله لار نه شته.
تر څو افغانستان وکړای شي خپله خاوره( ټوله د پښتنو او بلوڅو خاوره) د پنجاپستان د استعمار څخه ازاده کړي او د تهران په مقابل کې خپلې ګټې خوندي کړي .
د افغانستان لپاره بې له تعرضي جګړې څخه بله کومه لار پاتې نه ده. خو په موجوده شرایطو د تعرضي جګړې د پنجاپستان او تهران په ضد د نويو میتودونو را منځته کول ، وطندوستو ، تجربه لرونکو پوځي او سیاسي شخصیتونو کار دي. چې دا د اوسنیو اړوندو چارواکو د وسه پوره نده.