اسلام اباد له ترهګرۍ لاس نه اخلي!
د ۱۳۹۸ کال د میزان د ۶ مې نېټې ټولټاکنې او وروسته د مرغومي په لومړۍ نېټه د ټاکنو لومړۍ پایلي چې هلته ولسمشر اشرف غني د دوهم ځل لپاره بیا ټاکنې وګټلې، که یو خوا په کور دننه افغانان او ځینې دوست هېوادونه خوښ کړل، بلخوا یې سیمه کې په تېره بیا د اسلام اباد پوځي او استخباراتي چارواکې په لویه اندیښنه کې واچول.
د افغانستان بهرني او کورني دښمنان به د ټاکنو له پایلو د افغانانو پراخ ملاتړ او خوښي ونه شي زغملای او د هغې کړنلار په وړاندې به کلک ودریږي چې نوی منتخب حکومت به یې د جګړې د ختمېدو، ټولنیز پرمختګ او سوکالۍ لپاره تر لاس لاندې ونیسي.
تر ټاکنو مخکې هم د دغه دښمنانو سبوتاژ چې کله به یې د «ټاکنوتحریم، موقت حکومت، سرپرست حکومت او موازي حکومت» بڼه خپلوله، له چا هېر نه دی او تر ټاکنو وروسته باید هم نوې پلمې او سبوتاژ له افغانانو هېر نه شي.
لکه څنګه چې مخکې افغانانو پخپل ګډون سره د ټاکنو په وړاندې توطيې شنډې کړې، اوس باید د هغو له پایلو په ټینګه ملاتړ وکړي چې د ټاکنو ریښتینې مېوه او ثمره یې نصیب شي.
تر ټاکنو وروسته یو مثبت ټکی د ځینو سیاستوالو په دریځ کې تر سترګو کيږي چې د خوښۍ وړ دی. په دې لړ کې پخواني ولسمشر حامد کرزی امریکا غږ سره خپله تازه مرکه کې وایې، د موقت حکومت پلویتوب نه کوي او دا یې هم زیاته کړي چې ګنې پخوا یې هم داسې پلویتوب نه دی کړی.
کېدای شي ځینې نور سیاستوال هم د کرزي پشان له خپل زاړه او لالچن دریځه تېر شي او د ټاکنو د پایلو په منلو د جګړې د پای، سولې او ټولنیز پرمختګ کاروان سره هملاري شي.
خو باید هېره نه کړو چې د ټاکنو او نوي حکومت کورني دښمنان به غلي کښینني او د بهرنیو دښمنانو سره هممهال به دښمنۍ لا توده وساتي.
د اوربند او افغان حکومت سره له مخامخ خبرو د طالبانو پرله پسې سرغړاوی چې اسلام اباد ته یې د پلاوي په تګ او هلته د پوځي او استخباراتي چارواکو سره تر سلا مشورو وروسته لېدل کیږي، د ټاکنو له پایلو سره نیغه اړیکه لري. د اسلام اباد واکمن هم هڅه کوي چې نوی منتخب حکومت بیا هغه لوبه کې ښکېل کړي چې له څو لسیزو راهیسې روانه ده. په تازه پرمختیاوو کې لېدل کیږي چې د ډیورند د تپلې کرښې هغه غاړه په شمالي وزیرستان کې بیا طالبان او د ترهګرو نورې ډلې د افغانستان په لور سنګرونه او مورچلې نیسې.
د پښتونخوا په ایالتي اسامبله کې د شمالي وزیرستان وکیل میر قلم وزیر BBC ته ویلي، په سیمه کې د وسلوالو طالبانو ډلې بیا منظمې شوې او فعالیتونه یې پیل کړي دي. نوموړی زیاتوي د پاکستان امنیتي ځواکونو د ترهګرو پر منطم کېدو سترګې پټې کړې دي. د نوموړي تر څنګ یو شمېر ځایې حکومتي چارواکو رسنیو ته ویلي چې د حافظ ګل بهادر په مشرۍ د طالبانو ډله بیا په سیمه کې منظمه کیږي.
همدارنګه په کوزه پښتونخوا کې د ملي عوامي ګوند پخوانی مشر او د پاکستان پخواني سناتور افراسیاب خټک امریکا غږ سره په فیسبوک لایف مرکه کې وایې، د طالبانو مربیون پاکستاني پوځي مشران پر دغه ډله بشپړ نفوذ لري او دغه هېواد(پاکستان) د افغانستان د نظام پر ضد د طالبانو یو موازي حکومت په اسلام اباد او کویټه کې کېنولی دی.
پاکستاني رسنۍ هم د افغان نوي حکومت په وړاندې د عمومي بسیج په حال کې لېدل کیږي. د ټاکنو د لومړۍ پایلو تر اعلان وروسته حامد میر پاکستانی مشر خبریال او د سیاسي چارو څېړونکی چې ISI سره په نږدې اړیکو تورن دی، خپله ټویټر پاڼه کې لیکي«غني او صالح په افغانستان کې هیڅ حیثیت نه لري، دوی د خپلو بهرنیو بادارانو ګوډاګیان دي او هر هغه څه به تر سره کړي چې د افغانانو باور پرې مات کړي»
حامد میر خپله دې لنډه لیکنه کې په بربنډ ډول د اسلام اباد د پوځي او استخباراتي واکمنو او دوی سره د تړلو رسنیو نیت او راتلونکي پلانونه انځوروي. که څه هم د افغان ټاکنو په تړاو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خپل بیان کې وایې«دوی په افغانستان کې د جمهوري نظام ملاتړ کوي او د دغه هېواد ټاکنې د جنوبي اسیا او سیمې د ثبات لپاره مهمې دي»
خو پاکستان کې که د پوځیانو، ملکي حکومت او رسنیو ترمنځ په ښکاره یو ډول اړوپیچ (Paradox) لېدل کیږي، دلته داسې څه هم زیات د نورو د تېرېیستلو لپاره ترسره کیږي او شاته هرڅه د پوځ او ای ایس ای تر کلک څار او کنترول لاندې دي. ملکي حکومت یوازې په درواغو د دیموکراسۍ او ازادۍ بیان د تمثیل او د پوځ د څېرې د پټولو لپاره کاریږي.
تر ټاکنو مخکې هم لېدل کېده چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د طالبانو له لارې د «موقت حکومت» ډېره هڅه وکړه چې ولسمشر غني له صحنې وباسي خو دا هڅه شنډه شوه.
بلخوا سیمه او نړۍ کې له افغان ټاکنو او د ولسمشر غني له بریا کلک ملاتړ د اسلام اباد د واکمنو په مزاج ښه نه لګیږي او دې برخه کې هم د دې هېواد اندیښنې مخ په زیاتېدو دي. ټاکنو کې د ولسمشر غني د بریالیتوب په اړه، په کوزه پښتونخوا کې د PTM او نورو پښتنو مشرانو مبارکي او هرکلی، همدارنګه ولسمشر غني بریا ته د هند د لومړی وزیر ښاغلي مودي مبارکي او هغه دوست هېواد ته د ولسمشر بلنه هم، د اسلام اباد واکمن پارولی شي.
په دې توګه تر ټاکنو او نوي منتخب حکومت وروسته، افغانان په ټوله او نوی حکومت په ځانګړي ډول د اسلام اباد د نویو او سختو ننګونو او ګوزارونو سره مخامخیږي. په دې ننګونو کې به:
ــ د افغان حکومت په وړاندې د طالبانو له موازي حکومته ملاتړ،
ــ د اوربند او سولې سره د طالبانو د لالچ او سرغړاوي زیاتوالی،
ــ او په رسنیز ډګر کې د پروپاګند ډېروالي لومړی ځای نیسي.
د ۲۰۱۹ کال د ډېسمبر ۲۷ مه
سرلوڅ مرادزی