د نړیوالې سولې او ثبات تر نامه لاندې د ۲۰۱۹ کال راپور وايي، نړۍ اوسمهال د تیرو لسیزو په پرتله له هر وخته لږه سوله ییزه ده او له همدې امله میلیونونه وګړي مهاجرت ته اړ شوي.

دغه راپور وایي، په نړې کې روانې شخړې په ګن شمیر هیوادونو کې د تاوتریخوالي او ځورونو د زیاتوالو اصلي لامل دي، چې له امله یې په میلیونونو خلک له خپلو کورونو او سیمو بې ځایه شوي او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د خوندیتوب په لټه لالهانده ګرځي.

راپور لیکي، سوله د نړۍ په ډیرو سیمو کې خرابه شوې او یا هم د خرابیدو په حالت کې ده، چې همدا علت دی، چې نن په عصري تاریخ کې د لومړي ځل لپاره، کډوال د نړۍ د نفوس نږدې یو سلنه برخه جوړوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې په وینا، نړۍ اوس د بې ځایه شویو او بې کوره شویو خلکو له تر ټولو لوړې کچې سره مخ ده.

دغه اداره وايي، اوسمهال ۲۹ میلیونه خلک په زور سره له خپلو کورونو اوسیمو بې ځایه شوي چې پدې کې نږدې ۲۲.۵ میلیونه کډوال دي، چې د دغې شمیرې نیمایي له ۱۸ کلنو کم عمره ماشومان تشکیلوي.

یاده اداره زیاتوي، په نړۍ کې اوس ۱۰ میلیونه داسې خلک هم شته چې هیڅ کوم هیواد ورته تابعیت نه ورکوي او له خپلو اساسي حقونه لکه تعلیم، روغتیایي پاملرنې او قانوني تحفظ څخه په بشپړه توګه بې برخې دي.