الهي! زړونه مو ژوندي کړه د ايمان په مينه
ربه! تلپاته مو لره ټول د قران په مينه
ته لايزال يې او په زړونو مو سلطان يې ربه
د زړونو تل مو لولپه کړه د جانان په مينه
«««««
ټوله منو چي بېوسي کي سرکښي کوو مونږ
ستر ربه عفوه راته وکړه د رحمان په مينه
«««««
ربه! ته مونږ پر بندګۍ خپل استوار ولرې
په دا سپېڅلې لاره درومي مومنان په مينه
«««««
په آسمانو او مځکه دواړه ستا ثنا شروع ده
اوبوې زړونه تل په ذکر د سبحان په مينه
«««««
زموږ په زړونو حسد بيا محاصره کړې ده
نفرت له بله او آخته يو د خپل ځان په مينه
«««««
داسي پنځه ځله خپرېږي يو آواز د ميني
پرې راټولېږي مومنان ټول د آذان په مينه
«««««
که مي د اوښکو سېلابونو بيا رنګونه راوړل
په خپلو اوښکو لوندومه به ګرېوان په مينه
«««««
الهي! زړونه مو ژوندي کړه د ايمان په مينه
ربه! تلپاته تل لره مونږ د قران په مينه
ته لايزال يې او په زړونو مو سلطان يې ربه
د زړونو تل مو لولپه کړه د جانان په مينه
۱۳۹۶/مېزان/۲۹مه
عصر