اسټراليا کې د کډوالو پلویانو او د حکومت مخالفو ځینو ګوندونو له هغه وروسته تيره ورځ د کډوالو لپاره يوه توره ورځ وبلله، کله چې حکومت د درملنې هغه قانون فسخه کړ د کوم له مخې چې د اسټراليا له سمندري توقيف مرکزونو هر يو مانوس او نایرو څخه بيمار کډوال د درملنې په خاطر اسټراليا ته لیږدول کیدل.

دا قانون د حکومت له خوښې پرته تير کال له پارلمان او سنا مجلسو څخه د حکومت د سترې ماتې وروسته تصويب شو. د دغه قانون په اساس، استرالیا کې د دوو ډاکټرانو موافقې وروسته یو ناروغه کډوال له مانوس او نایرو څخه اسټراليا ته د درملنې لپاره انتقالیدلی شو.

حکومت له لومړۍ ورځې د ياد قانون خلاف دريځ درلوده او دا يې ويلي ول چې له ياد قانون سره به د اسټراليا ملي امنيت ته ستونزې پيښې شي او ورسره به د استرالیا په لور د ناقانونه کډوالو د کښتيو بیا راتګ پيل شي.

د ياد قانون له پلي کيدو راهيسې د یو کال په موده کې په سلګونه ناروغه کډوال اسټراليا ته د درملنې لپاره وړل شوي، چې دغه حکومت وايي ډيري له همدې کډوالو اوس اسټراليا کې پاتې ‌دي او هلته یې د پناه غوښتنلیک وړاندې کړی.

استرالیا کې د بشر د حقونو ډلو د حکومت لخوا د کډوالو د درملنې د دغه قانون لرې کولو باندې ژوره انديښنه څرګنده کړې او خبرداری یې ورکړې چې دا به د کډوالو په رواني روغتیا ډیره بده اغیزه ولري.