لومړي وزير سکاټ موریسن دا خبرداری له هغه وروسته ورکړ چې له عراق څخه اسټراليا ته تللي يو کډوال چې اسټراليايي حکومت ورته د کډوالۍ دايمي ويزه ورکړې وه له يو ماشوم سره جنسي زورزياتي باندې محکوم شو او د نوي قانون له مخه ياد کس بيرته عراق ته ليږل کيږي.

محمد حسن البياتي چې عراق کې زيږيدلی په کال ۲۰۱۱ کې د اوبو له لارې په کښتۍ کې اسټراليا ته ورغلی وه او هلته یې د پناه غوښتنه کړې وه.
البياتي ته د اسټراليا د کډوالۍ دايمي ويزه ورکړل شوې وه او نوموړي د امنيتي ګارډ په توګه سيدني ښار په هومبوش مارکيټ کې دنده ترسره کوله.

البياتي په کال ۲۰۱۶ کې يوه وړه انجلی سره چې له خپلې مور سره يې ياد مارکيټ کې خريداري کوله او د مور لخوا يې د لوبو ځای کې پريښودل شوې وه، جنسي زورزياتی کړې وه.

البياتي چې د امنيتي ګارډ په توګه يې دنده ترسره کوله په امنیتي کمرو کې ليدل کيږي چې ياده ۳ کلنه انجلی له لوبو ځای څخه داسې يو ځای ته بيايي کوم چې د لګول شوو کمرو لخوا نه څارل کيده او بيا هلته له يادې انجلۍ سره جنسي زورزياتی کوي.

د ياد کډوال دې عمل ټول اسټراليا کې د کډوالو پر وړاندې تند غبرګونونه راوپارول.

د اسټراليا لومړي وزير سکاټ موريسن خبرداری ورکړ چې که اسټراليا ته راغلي کډوال کوم جرم ترسره کړي نو هغوی بيرته خپلو هيوادو ته استول کيږي.

اسټراليايي حکومت د نوي قانون له مخې د ياد کډوال د کډوالۍ ويزه لغوه کړه او ياد کس بيرته عراق ته ليږل کيږي.

لومړي وزير سکاټ موريسن وويل، " دا يو ځورونکی جرم دی او ياد کس اسټراليا کې نور هيڅ نه لري".

د ښاغلي موریسن په وينا د کډوالۍ ويزه تاسو ته ضمانت نه درکوي چې جرم کولو وروسته به تاسې اسټراليا کې پاتې کيږئ.

د یادونې وړ ده چې د ۲۰۱۴ کال راهيسې ۴۰۰۰ کسان چې اسټراليايي ويزې يې لرلې او اسټراليا کې پر جرمونو محکوم شوي، بيرته خپلو هيوادو ته استول شوي.

د نوي قانون له مخې که کوم کډوال او يا هر هغه کس چې اسټراليا کې د اوسيدو ويزه ولري او د یو جرم له امله پر ۱۲ مياشتو زندان محکوم شي، نو حکومت کولی شي هغه له اسټراليا څخه بهر کړي.

عراقي کډوال البياتي ياد جرم ترسره کولو لپاره په څلور نيم کلونو بند محکوم شوی. نوموړی به اسټراليايي زندان کې دوه نيم کاله تيروي مخکې لدې چې له اسټراليا څخه وويستل شي.