سیاسي ګوندونوته یوه کتنه! - شپږمه برخه
عبدالله وردک
انګلستان - اپریل - ۲۰۱۹
ګرانو او قدرمنو وروڼو او خویندو!
السلام علیکم و رحمت الله و برکاته!
الله(ج) د وکړي، چې ټول روغ او جوړ وئ.
ګرانو او قدرمنو لوستونکو!
له بده مرغه، ځینو افغانانو، هر وخت د بهرنیو په مټو، خپل ځانونه واک ته رسولي، او بیا یې د هغوی په مرسته خپل بېچاره ولس، له خاورو سره برابر کړیدی. د خلق ګوند، هم د روسانو په مټو، خپل وطنوال، بندیان، او شهیدان کړل، او نور یې ډله ایز مهاجرت ته مجبور کړل.
د خلق ګوند، د خلقیانو، او پرچمیانو، له ډلو څخه جوړ شوی و. کله چې د ثور کودتا کامیابه شوه، نو په لومړني کال کې دواړه ډلې سره یوځای وې، او په ګډه یې د خپلو وطنوالو په وړاندې ظلمونه، د یوې بهانی او بلې بهانې تر نامه لاندې، شروع کړل.
د یادولو وړ ده، چې په لومړي سر کې د خلق او پرچم، د ګډ حکومت په ضد، په ډېره زیاته پیمانه مخالفت په ښکاره ډول په سترګو نه لیدل کېده. یوازې په ځینو ځایونو کې، مجاهدینو چریکي حملې کولې، او پدغه چریکي عملیاتو کې، د ټولو اوسنیو اسلامي ګوندونو غړو، برخه نه درلوده. یا په بل عبارت، یوازې د اسلامی نهضت غړو، او ځینو دیني عالمانو، په لومړي سر کې، په دغه حملو کې ونډه درلوده.
د خلق ګوند، د خپل حکومت په دوره کې، په ولایتونو کې، د ”دفاع انقلاب“ تر نامه لاندې ملېشې جوړې کړې، او هغوی به یې بیا نورو ولایتونو ته د جنګ لپاره لېږلې، او حتٰی په ځینو وختونو کې به یې په ډاګه ورته ویل، چې مال یې ستاسې، او سر یې د مونږه.
همدارنګه، خلقیانو او پرچمیانو، په ځینو منطقو کې، اسلحه خلکو‌ ته تقسیم کړه، او غوښتل یې چې د دغو منطقو خلک، بیا د مجاهدینو په ضد وجنګوي. لیکن، د منطقې خلکو حکومتي اسلحه واخستله، او بیا غرونو ته پورته شول، او د حکومت تقسیم شوې اسلحه یې، د دوی په ضد وکاروله.
همدارنګه، د اسمار د غونډ پاڅون، د خلق او پرچم د ګډ حکومت، د ملا تیر ور مات کړ. دغه نظامي غونډ، د ډګروال عبدالروف خان په مشرۍ، له ټولو وسلو، مهماتو، او افرادو سره، د خپلو مجاهدو‌ وروڼو سره یوځای شو.
یوه خبره باید ټولو لوستونکو ته څرګنده شي، چې د افغانستان خلک، د خپلې بې اتفاقۍ، او د ګډ پاڅون، د نشتوالي له کبله، د مختلفو ډلو تر نامه لاندې، له منځه یوړل شول. که چېرې ټولو په اسلام او وطن مینو افغانانو، په هغه وخت کې په یوه لاس، د خلقي دولت په ضد اقدام کړی وای، نو امکان یې درلود، چې دومره تلفات به نه وای واقع شوي.
د پوهنتون تکړه مسلمان محصلین یې، څوک شهیدان، څوک یې بندیان، او څوک یې، مهاجرت ته اړ کړل. په ټولو دولتي ادارو کې، د ډار، بې اعتمادۍ، او وحشت، فضاء خپره وه، او هېچا یو پر بل اعتماد نشو کولای.
هېره د نه وي، چې د ځینو اسلامي ګوندونو، ځینو اوسنیو غړو به هم په لومړي سر کې د خلقیانو، او پرچمیانو حورا، او ډوهل ته خپلې څڼیې، ښورولې وي.
هغه وخت، چې د پرچم او خلق ګوندونه سره متحد و، هغه د افغانانو لپاره، یوه ډېره خطرناکه دوره وه، او هېچا په ښکاره ډول، د نظام په بدو کړنو تنقید نه شوای کولای. لیکن، دغې دورې دومره دوام ونکړ، او د دغه دوو ډلو، ژور اختلافونه ډېر ژر را برسېره شول.
ببرک کارمل، نور احمد نور، اناهیتا راتب زاد، داکتر نجیب، او نور پرچمي غړي، د حکومتي واک څخه لرې کړل شول. ببرک کارمل، نور احمد نور، او داکتر نجیب، په ترتیب سره، په پراګ، لندن، او ایران کې سفیران وټاکل شول.
کله، چې د خلقیانو، او پرچمیانو، اختلاف را څرګند شو، نو بیا په هغو مسلمانانو، چې په دولت کې یې کار کاوه، لږ شانته بنډاري فشار کم شو. دا پدې مانا، چې خلقیانو به پرچمیانو ته، او پرچمیانو به خلقیانو ته، بد او رد ویل. حفیظ الله امین، چې خپل ځان یې، د ثور د کودتا قهرمان ګاڼه، ورو، ورو یې، پرچمیان له مهمو دولتي پوستونو، څخه لرې کړل.
د دفاع وزیر عبدالقادر، لوی درستیز شاه پور احمدزی، سلطان علی کشتمند، او ځینې نور لوړ پوړي پرچمیان یې، د کودتا په نامه بندیان کړل، او حکومت اعلان وکړ، چې دغه کودتا، د ببرک کارمل په مشرۍ، ترتیب شوې وه.
هېره د نه وي، چې کله ببرک کارمل، د روسانو په مټو قدرت تر لاسه کړ، دغه ټول بندیان، بېرته ژوندي را پیدا شول، او یوازې شاه پور احمدزی یې، وژلی و.
د ببرک کارمل د لرې کېدو څخه وروسته، حفیظ الله امین، د تره کي، د لومړي وزیر په توګه مقرر شو. حفیظ الله امین به، بې اندازې خپل ځان، تره کي ته وفادار او نیږدې معرفي کاوه، او د تره کي به یې، بې اندازې صفت کاوه، او هغه ته به یې، د شرق نابغه ویل.
خلقیانو به تبلیغ کاوه، چې تره کي، د کارګري انقلاب د منځ ته راوړلو دپاره، یوه نوې طریقه، پکارولې ده. حفیظ الله امین به خپل ځان، د تره کی، ډېر وفادار شاګرد معرفي کاوه، او دغه د وفادار شاګرد، کلمه، ډېره مشهوره شوه.
د یادولو وړ ده، چې خلقیانو، به د تره کي، په صفت کولو کې دومره افراط کاوه، چې هر سړی به ورته حیران و. حفیظ الله امین، به د تره کي په باره کې ویل، چې زه او تره کی، د نوک او اورۍ، مثال لرو. یعنې، نوک او اورۍ، یو له بله نه جداکیږي.
تره کي، کیوبا ته رسمی سفر درلود، او د کیوبا څخه یې په لاره، په ماسکو کې، له ببرک کارمل سره د روسانو په خوښه ولیدل. هلته یي، د امین د لرې کولو فیصله وکړه. تره کی، پدې خبر نه و، چې سید داود تړون، چې د تره کي، د دفتر رىٔیس و، په حقیقت کې د حفیظ الله امین ډېر باوري نفر و. سید داود تړون، د تره کي، او کارمل، ټول احوال امین ته ووایه.
کله چې تره کي، حفیظ الله امین، خپل دفتر ته ور وغوښت، او کله چې حفیظ الله امین، په زینو کې د تره کي د دفتر خواته پورته کېده، نو په امین ډزې وشوې، او سید داود تړون، خپل ځان د امین د ډزو مخ ته واچاوه، او هغه مړ شو، او وروسته د جلال آباد ښار، د تړون ښار په نامه و‌نومول شو.
حفیظ الله امین، په ډېره بیړه، بېرته خپل دفتر ته راځي، او په اردو کې خپلو ملګرو ته امر کوي، او د دولت چارواکې، په مکمله توګه پخپل لاس کې نیسي، او د کابل رادیو څخه اعلانوي، چې تره کی، مریض دی، او استعفاء یې ورکړېده. یو څو ورځې وروسته یې ډېر پیکه اعلان وکړ، چې تره کی مړ، او په د قل آبچکان په هدیره کې خاوروته وسپارل شو.
لدې ورځې وروسته، حفیظ الله امین، د خلق د ګوند عمومی منشي مقرر شو.
د داخلې وزارت د پنځوس زره افغانانو، د وژنې لست خپور کړ، او د هغوی وژنه یې ټوله په تره کي ورتاوان کړه.
حفیظ الله امین اعلان وکړ، چې افغانان باید له ده سره، سر د ننه حساب وکړي، او د تره کي پواسطه د افغانانو د وژنې، مسىٔولیت هغه نه مني. کېدای شي، چې د ده خپله د نوک او اورۍ، ټکی له یاده وتلی و.
دا د یوه وفادار افغان شاګرد، وفاداري وه، چې د خپل ګران استاد په مقابل کې یې، پرځای کړه.
د یادولو وړ ده، چي په همدغه وخت کې، اسدالله سروری، سید محمد ګلابزوی، شیر جان مزدوریار، او ځینو نورو، په کابل کې د روسانو په سفارت کې پناه واخستله.
حفیظ الله امین، فکر کاوه، چې د روسانو سفیر، پوزانوف، دده د مرګ په دسیسه کې نیغ لاس درلود، نو هغه یې، بیا له افغانستان څخه ژر وشاړه.
حفیظ الله امین، د پوهنتون د استادانو سره لیده کاته شروع کړل، او د هرې پوهنځۍ استادانو به په نوبت سره، ورسره لیدل.
حفیظ الله امین، ډېر چالاکه سړی و، او د خپل بام واوره یې، په ډېره سپین سترګۍ، د بل چا بام ته ور غورځوله.
غواړم، یوه د سترګو لیدلې کیسه درته وکړم.
د تره کي، او امین، د نوک او اورۍ په دوره کې، یوه ورځ یې ټول د پوهنتون استادان، د پولی تخنیک، ادېتوریم ته، د حفیظ الله امین خبرو ته غوښتې و. پدغه مجلس کې محمد اسلم وطنجار، او نور نظامي افسران هم ورسره راغلي و. حفیظ الله امین د پوهنتون استادانو ته وویل: چې بد بختانه، مونږه په هغه حالت کې واقع شوي یو، چې هم یې مړ کوو، او هم پرې ژاړو. ده دلته دغه د وژلو مسىٔولیت، نېغه په نېغه، په نظامي افسرانو ور تاوان کړ. ده وویل چې دغه نظامي افسران، مونږه ته وایي، چې تاسې خو ټول بندیان وئ، او دغه انقلاب خو مونږه کړی دئ، نو تاسې باید په هغو افغانانو، چې د انقلاب ضد دي، رحم ونکړئ. محمد اسلم وطنجار، د حفیظ الله امین ددې خبرې په مقابل کې هېڅ ونه ویل. نو بیا حفیظ الله امین، استادانو ته دغه مشوره ورکړه:
”کېدای شي، چې د ستاسې له جملې څخه، به ځینو د انقلاب ضد، ګوندونو سره، پخوانۍ اړیکې درلودلې، نو تاسې اوس ماته خط راولېږئ، او په هغو کې، ولیکئ، چې تاسې په پخوانیو اړیکو پښېمانه یاستئ، او اوس د خلق د ګوند له اصولو ملاتړ کوئ. که چېرې بیا تاسې څوک بندي کړي، نو بیا به له ما سره، د ستاسې نوی تعهد موجود وي، او زه به بیا خپلو حزبي ملګرو ته ویلی شم، چې هغې پخواه توبه ایستلې ده“.
کېدای شي، ځینو ساده ګانو دده دغه خبره منلې وي، او په خپل لاس یې، خپل ځان په ګیر ورکړی وي.
زما په فکر سره، د خلق د ګوند، د ملکي غړو جرمونه، د نظامي غړو له جرمونو څخه، ډېر زیات و. د تره کي، او نورو لوړپوړو چارواکو، مرکو او خبرو، ددغه ډول جرمونو د سرته رسولو دپاره زمینه برابره کړې وه.
حفیظ الله امین، ګمان کوم، چې ۱۰۰ ورځې حکومت وکړ، او هغه یې له څه وخت وروسته د ارګ څخه، دارالامان ته ولېږه. روسانو ورته ویلي و، چې په دارالامان کې به یې، د ارګ په نسبت، ښه امنیت ونیسي. وروسته معلومه شوه، چې روسانو دده د وژلو تیاري نیوله. هره ورځ به روسانو خپل ټانکونه او نظامي مهمات، په لویو لویو نظامي طیارو کې کابل ته راوړل.
یوه ورځ له حفیظ الله امین څخه، یوه چا پوښتنه کړې وه، چې دغه څه روان دي. ده په ځواب کې ورته ویلي و، چې د همدغه طیارو له برکته، زه او ته، پدغه تعمیر کې ناست یو. کنه، د دوی په ژبه، اشرار، به اوس په کابل بریال و.
حفیظ الله امین، خپل ځان له روسانو څخه ډېر پوه او لوړ فکر کاوه، لیکن خبر نه و، چې هغه څوک، چې د بهرنیو په مټو قدرت ته رسېدلی وي، هغه همداسې بیا بهرني قوتونه له قدرته لرې کولای هم شي.‌
د یادونې وړ ده، چې د اففانستان استخبارات، د داود خان، په وخت کې، د ”ضبط احوالات“، د تره کي په وخت کې د ”اګسا“، د حفیظ الله امین، په وخت کې د ”کام“، او د کارمل په وخت کې د ”خاد“، په نامه یادیدل. د اګسا رىٔیس، اسدالله سروری، د کام رىٔیس، اسدالله امین، او د خاد رىٔیس، داکتر نجیب، و. دغه ټولو د افغانانو، په بندي کولو، ځورولو، او وژلو کې رغنده برخه لرله.
د انجینرۍ د پوهنځۍ استادان، لکه استاد حسن، استاد عبدالکریم ابراهیم خېل، او استاد محسن، د خلق او پرچم د ګوند د غړو له لاسه شهیدان شول. استاد صادق یې هم مجبور کړ، چې خپله وظیفه خوشې کړي، او هجرت وکړي. استاد صادق، د خلق د ګوند په ضد مسلح جهاد شروع او له څه وخته وروسته، شهید شو. استاد محمد جان خوشدل، د خلق او پرچم د قدرت په وخت کې تر اوسه ورک دئ، او ډېر زیات شمېر استادان، مهاجرت ته اړ شول.
همدارنګه، استاد عبدالرازق، او استاد حلیم ضیاء د کابل د جنګونو په وخت کې ووژل شول.
په ریښتیا سره، چې مونږه افغانانو څومره، پوه او صادق استادان لرل، او خلقیانو او پرچمیانو، افغان شاګردان، د دغه نعمت څخه د تل دپاره محروم کړل.
دغه پورتني استادان، د نمونې په توګه وړاندې شول، کنه، د پوهنتون د وژل شوو، او ورکو استادانو شمېر ډېر زیات دی.
یو څه وخت وروسته، روسانو خپله خاصه نظامي قطعه، د حفیظ الله امین، د ساتنې تر نامه لاندې، په دارالامان کې ځای پر ځای کړه. د ماشام په وخت، ببرک کارمل د تاشکند له رادیو څخه خپله د غلامۍ بیانیه، نشر کړه، او په روسي ټانکونو، سپور کابل ته راوړل شو، او هغه وه، چې یوه بله، له شرمناکه او غمیزه دوره شروع شوه.
د پام وړ ټکي:
په افغانستان کې دغه یوه کیسه، هر وخت تکراریږي، چې هر یو افغان واکمن، د ژوند په آخره لحظه کې پوهیږي، چې باید هغوی د بهرنیانو سره، لاس نه وای یوځای کړی، او د خپل ولس په ضد یې، د بهرنیانو غلامي نه وای قبوله کړې. اما هغه بیا ډېر ناوخته شوی وي.
د یادولو وړ ده، چې هغه چاته، باید بیا چانس ورنکړل شي، چې هغوی له دغه وطن سره هر ډول خیانت او جفاء کړېده.
په اسلام او وطن مین افغانان باید ډېر هوښیار و اوسي، او دغو خلکو ته ښه د ځیر په سترګه وګوري، چې خدای مکړه، په نورو نومونو، لارو، اىٔتلافونو، او څېرو، بیا ددغه مظلوم ملت په ستوني پښه کېنږدي.
په پای کې د الله(ج)، د لوی او مهربان دربار څخه هیله کوم، چې الله(ج) د په افغانستان او په ټوله نړۍ کې هغه شانته سوله راولي، چې هغه الله(ج) ته، قبوله او منظوره وي، او همدارنګه، الله(ج) دې، د طالبانو وروڼو او امریکایانو ترمنځ هغه څه فیصله کړي، چې هغه الله(ج) ته قبول او منظور وي. آمین یارب العالمین.
والسلام.
زما اړیکه:
abdullahwardak53@gmail.com