د پوهاند استاد یون په ځواب کې

وایي ویښیاري (هوښیاري) داسې ده لکه نېکر ۔ باید تل یې ولرې، خو دا اړینه نه ده چې خلکو ته یې ور وښیې!۔

همداسې باید د هر سړي د خپلې ژبې ګرامر یا پښویه زده وي، خو دا چې سړی د ولسمشر غني د سولې ناره واخلي، تر پښوییزو دویونو (قاعدو) یې تېره کړې او دلیل ووایي چې سوله بې عزته او با عزته نه وي، نو سړی باید پوه شي چې خپل منطق، دک او دلیل يې باید تر هر څه وړاندې وارزول شي۔ د نظام او ولس غلیمان تور لګوي چې ګواکي ولسمشر غني سوله نه غواړي، دسولې د نارې ګرامر یې غلط دی او د سولې په منخ کې خنډونه جوړوي۔ اوس هم د سولې د نارې ګرامر څېړنه همداسې مانا لري لکه چې سړي نېکر اغوستی وي او خلکو ته یې ورښیي۔
ولسمشر که د با عزته او تلپاتې سولې نارې وهي، نو لاندې موخې یې په پام کې دي:۔
احمدشا مسعود او ښاغلي حکمتیار د اسلام په تر ټوله سپېڅلې خاوره او ځای مکه مکرمه کې سوله او قسم دواړه وکړل چې نور به د مظلوم مسلمان ولس پر برخلیک د اور لوبې نه کوو او د مؤمنو مېرمنو په پت او عزت به یرغل نه کوو، خو کله چې له مکې مکرمې څخه هېواد ته را ستانه شول، او شخصي یا حزبي ګټې یې په خطر کې ولېدې، پرته له کوم ځنډ څخه یې نه یوازې د یو بل پر مورچلونو، بلکې د مظلومو هېوادوالو پر کورونو هم د راکتونو، بمونو، هاوانونو او ۔ ۔ ۔ یرغلونه پیل کړل۔
احمدشا مسعود مړ دی، خو حکمتیار ژوندی دی۔ که څوک په خپله مغز نه لري او د باعزته او بې عزتې سولې توپیر نه شي کولای، ښاغلي حکمتیار ته دی ورشي چې با عزته او د بې عزتې سولې پوښتنه ترې وکړي۔

آیا د حکمتیار او مسعود په سوله کې عزت او پایښت شتون درلود؟

د نجیب الله د حکومت له نړېدا مخکې هم د سولې پلانونه جوړ شول، خو د سولې لپاره کودتا ترې وزېږېده۔ په ښکاره سره اسلام بریالی شو، جهاد بریالی شو، دین، مذهب او شرعیت واکمن شول، خو په کړن (عمل) کې د ټولو بدمرغیو تخم راشین شو۔ د سلو کلونو اردو په بشپړه توګه له منځه ولاړه، ټول عامل المنفعه یا ټولګټي بنسټونه چور او ویجاړ شول، یوازې په کابل کې تر اویا زرو ډېر ملکي کسان ووژل شول، د سلګونو کلونو ښار کابل لوټه او لولپه شو، د غلا، فساد، شرارت، خون، بې عزتۍ او ۔۔۔۔ کلتور داسې خپور شو چې ان نن ترې خلک تر پوزې راغلي دي۔ یو کیلو اوړه او غنم مو د پنجاب له کارخانو راتلل، د هېواد علمي، سیاسي، کلتوري، مذهبي او مسلکي کادرونو او شخصیتونو مو په کراچۍ، اسلام خراب، پېښور او ۔۔۔ کوڅو کې کراچۍ ګرځولې۔ د هېواد پېغلې مو د حیات آباد په کوڅو کې ګرځېدلې۔ پر ټول هېواد د اشرارو د وحشت یو ګواښمنه فضا را چارپېره وه۔ تر هغه وخته پورې خلک ترهېدلي ول تر څو چې طالبانو را وزیږېدل۔ او همدا د طالبانو زېږد ترنورو تېرو وحشتونو هم ګواښمن وو، هم پراخه او هم د اندېښنې وړ۔ دا نن مو چې ګرېوان تر پښو پورې څیرې دی، دا د همدغو بدمرغو او کرغېړنو طالبانو له لاسه۔ د چارو واک د داسې چا لاسونو ته ولوېد، چې له پېښوري مهدونو ور ها خوا یې نور هېڅ شی نه وو لیدلي۔ دیني او مذهبي پوهه یې یوازې دومره وه چې د مونټک پر ضد وغېږېږي۔
په ښکاره سره ټول افغان ولس په سوله کې ژوند کوه، ځکه چې د اسلام بریا وه، سوله او ورورولۍ بریالۍ شوه، خو چېرته وو هغه پت او عزت چې باید ولس ته ورکړل شوی وای؟؟ چېرته وو د حضرت عمر رض عدالت؟؟؟ او چیرته د یوې مسلمانې پت او عزت ساتل شوی وو؟؟ چېرې انساني کرامت ته هم کوم چارواکی طالب په درنښت ولاړ وو؟؟؟

ولسمشرغني د داسې سولې غوښتنه لري چې په هغې کې د وطن بنسټونه خوندي وي، اردو پر ځای وي، پولیس او امنیت پر ځای وي، عام المنفعه یا ټولګټي بنسټونه پر ځای وي، د هېواد پېغلې مو د پردیو هېوادونو په کوڅو کې کار ته نه وي اړ، ځوانان مو نور په پردیو جګړو کې سرونه ونه بایلي، دیني عالمانو ته د هېواد د سترې پانګې په سترګو وکتل شي، هېواد مو لږ تر لږه خپل ولس ته د ډوډۍ برابرولو جوګه شي۔
که طالبان داسې څوک وای چې ولسمشر غني وطن ور ته سپارلی شوای، هرو مرو یې ور ته سپاره۔ طالبانو خو یو ځل آزموینه ورکړه، داسې ناکام شول چې د ناکامۍ باج یې اوس نړیوالو ته مظلوم ولس ورکوي۔
طالبانو هغه ارزښتونه تر پښو لاندې کړل او لا یې په زغرده تر پښو لاندې کوي چې د ساتنې او ګټلو یې داوې کوي:
وایي اسلام ګټو، حال دا چې کابو هر کړن یې د اسلام سره په ټکر کې دی
طالبان د جهاد داوه کوي، خو د مکې مکرمې د عالمانو، مفتیانو او نورې اسلامې نړۍ د عالمانو په فتوا سره طالبان په فتنه اخته دي۔ پنجاب په اسلامي هېوادونو کې نه نیسم ۔
طالبان داوه کوي چې قرآن ګټي، خو په قرآن کې یې هم بمونه کېښوول
۔طالبان د مسجد او محراب د ساتنې دواه کوي، خو په خپله یې په بمونو والوځول
د رسول الله ص حدیث دی چې : من دخل المسجد، فهوه امن، و من دخل البیت ابو سفیان، فهوه امن
که مې یې عربي متن غلط لیکلی وي، بښنه غواړم، خو کیسه داسې ده چې رسول الله ص دغه حدیث هغه وخت ووې کله چې ابو سفیان مسلمان شو۔ څوک چې مسجد ته ننوځي، هغه په امن دی، په دې مانا چې مه یې وژنئ او څوک چې د ابوسفیان کور ته ننوځي، هغه هم مه وژنئ، هغه په امن دی۔
طالبان د خپل یوه مشکوک، یو ځل بیا لیکم، د خپل یوه مشکوک مخالف لپاره هم په محراب کې بمونه کېښوول۔
طالبان وايي چې افغانستان ګټو، حال دا چې هر سړک، کلینیک، روغتون، ښوونځی، او مدرسه یې په بمونو ونړول او بدترا لا دا ده چې خپل ناموس یې په پنجاب کې یرغمل دی، خو دوی د ولس د ناموس د خپلواکۍ نارې وهي۔ اول ځان دی بیا جهان
طالبان باید تر ټولو لومړی خپل پت او عزت وګټي او بیا وروسته دې د جهاد فقه ولولي او بیا د جهاد پیل کړي۔

خو په پای کې بیا هم دا پوښتنه راولاړېږي چې آیا هغه لېست چې طالبانو د ګډونوالو نومونه پکې ذکر کړي دي، په ریښتیا هم د طالبانو د پت، عزت، وقار او خپلواکۍ ثبوت ګرځېدلای شي؟؟؟

دېته وایي د با عزته او بې عزتې سولې توپیر