ډېری خلک په دې باور دي چې بلوچستان د پنجاپ پورې تړلې سيمه ده او اوسېدونکي يې ټول د پنجاب حکومت لاس لاندې دی خو په حقيقت کې داسې نه ده بلوچستان ځانته يو ملت، قوم، تاريخ او کلتور لري، بلوچستان غني خاوره لري چې په دې خاوره کې ګاز، سکاره او سره زر موندل کيږي، هغه څه چې نه لري حکومت دی. بلوچانو له پیله پاکستان نه دی منلی په جعلي رفرنډم کې یې دپاکستان په ګټه رایه نه ده کارولې هېڅ بلوچ د پاکستان منلوته تیار نه وه هغه وخت هم بلوچانو دازادۍ جرس غږولو خوپنجابي پوځ یې پرخلاف وسلواله جګړه پیل کړه او بلوچان یې ووژل په همدې توګه یې د بلوچانو خاوره ترخپل واک لاندې راوسته .
د انساني اصولو له مخې په بلوچستان کې باید بلوچ واکمن واوسي نه پنجاب، په 1948 کال کې پنجابي پوځ دانګريزانو په مرسته بلوچان د خپل ظلم او بربريت ښکار وګرځول پنجاب چې ټول ټال ۷۰ کلن تاريخ هم نه لري غواړي هغه څوک خپل غلام وګرځوي چې 2000 کلن تاريخ لري.
پنجاب له پيله تر دې دمه د بلوچانو د نسل وژنې پسې مټې رابډوهلي دي لکه څنګه چې په 1971 کال په بنګلادېش کې ۳ ميلونه مسلمان بنګالیان قتل عام کړي، د هغه په څو چنده يي ظلم او بربريت په بلوچستان کې شروع کړی.
هره ورځ سلګونه بلوچان د ترهګرو په بهانه وژني دهغوی جسدونه ټوټه ټوټه په بوریوکې ځنګلونو او په دښتو کې اچوي او د ځينو په جسدونو کیماوي مواد شیندي چې پېژندل یې خورا ګران وي يوازې یوه مور خپل اولاد د هغه د بدن له بوی نه پېژندلی شي.
په دې لس کلونو کې ۴۰۰۰۰ بلوچان ځوانان د پنجاب استخباراتي ادارې له لوري تښتول شوي، چې تر اوسه يې د مړي او ژوندي خبر نشته، او په دې لسو کلونو کې د پنجاب ظالم پوځ له لاسه 5000 هغه بلوچان په داسې ناوړه مرګ وژلي شوي چې بیلګې یې په ټوله نړۍ کې نشته. په دغو کې ډېری د پوهنتون محصلان، استادان، موسيقي پوهان او د ښوونځيو زده کونکي شامل دي.
په بلوچستان کې د پنجاب مرتد پوځ ۱۳۰۰ ښوونځي تړلي دي او په هغو ښوونځيو کې طالب، داعش او نور ترهګريزو ډلو ته د جنګ تکتيک ورښودل کيږي، دبلوچانو ښوونځي ځکه تړي چې بلوچان پوهه او تعلیم تر لاسه کړي او د خپلې خاورې په اهميت او په مادنونو به پوهه شي، د ګوادر اوسېدونکي لږ تر لږه لس کيلومتره سفر کوي او له هغه ځایه د څښلو اوبه راوړي، د سايندک اوسيدونکي چې لږ تر لږه ۲ميلونو ټنه سرو زرو نه برخمن دي په ټول عمر کې د برېښنا رڼا نه ده ليدلې، د دغې سيمې اوسېدونکي لومړی خو کور نه لري هغه څوک چې کور لري د پنجاب پوځ له شکنجو سره مخامخ دي او کور ته يې اور اچوي په پای کې هغوی هم د پنجاب د ظلم او بربريت ښکار شي که څوک د پنجاب دظلمونو پر وړاندې خپل غږ پورته کړي نو په ډېر زليل مرګ يې وژني.
تېرو څو کلونو راهیسې هغه ځوانان چې د پنجاب مرتدې ادارې له لوري اختطاف شوي او نادرکه دي، د هغوی د خلاصون په موخه بلوچانو په کويټه کې پرلت کړی دی، ترڅو د دوی غږ نړۍوالو ته ورسيږي او د دوي غوښتنې ومني خو د پنجاب يوه رسنۍ هم د دوی غږ ته پوښښ نه ورکوي او د پنجاب پوځ په پرلتیانو باندې ډول ډول زور زیاتی کوي.
پنجاب کوښښ کوي چې بلوچان وډار کړي چې خپل غږ پورته نه کړي او دوی خپل غيرانساني کړنو ته دوام ورکوي ترڅو دوی ناولي په خپلو موخو کې بريالي شي خو بلوچ قوم مرګ ته ارزښت ورکوي خو پنجاب ته نه؛ بلوچ جهادي مشران تل په دې هيله دي چې ګاونډي هېوادونه ورسره مرسته وکړي څو پنجاب مات کړي او خپله آزادي ترلاسه کړي خو تر اوسه داسې هېڅ کار نه دی شوی چې بلوچانو سره مرسته وکړي او نه بلوچانوته دیوه انسان په توګه تردې دمه کتل شوي دي .
بلوچان هم انسانان دي باید ملاتړ یې وشي نړۍ په دومره ستر وحشت ولې سترګې پټې کړي دي؟ سیمه ولې په دې اړه چوپه ده؟ نړیواله میډيا ولې څه نه وايي؟
دا هغه پوښتنې دي چې لا تراوسه بې ځوابه پاتې دي.