video maktab 001.

د ننګرهار د حصارک ولسوال عبدالخالق وايې چې بمبار د نوموړي ولسوالۍ په وچ خوړ نومي سيمه کې سوى او پر مهال يې يو تن وسله وال طالب قومندان او څلور نور وژل سوي دي.

هغه وايې چې په سيمه کې د افغان او بهرنيو ځواکونو له لوري ګډ عمليات روان ول چې بيا په سيمه کې د مقاومت سره مخ سول او بمبار هم تر سره سو.

د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې په هوايي بمبار کې د يوه مهم طالب قوماندان په ګډون پنځه تنه وژل سوي دي.
د حصارک ولسوال حاجي عبدالخالق معروف د کب په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پرون له لسو بجو راهيسې افغان ګډو ځواکونو په يادو وسلوالو پسې د پلټنې عمليات پيل کړي او له مقاومت سره هم مخ سوي دي.

نوموړى وايې چې وژل سوى قومندان اول ګل نوميږي او وژل سوي څلور تنه هم وسله وال طالبان دي کوم چې په سيمه کې زيات فعال ول.

ها خوا په سيمه کې وګړي وايې چې په تېر هوايې بريد کې دوه ولسي وګړي هم وژل سوي دي خو ولسوال عبدالخالق وايې چې ولسي وګړيو او ګډو ځواکونو ته مرګ ژوبله نه د اوښتي.