د یو ريپوټ په اساس، استرالیا کې هغه شمیر پناه غوښتونکي چې د حکومت لخوا يې د مالي ملاتړ مرستو کې کمښت راغلې، اوس له ګڼو ستونزو سره مخ شويدي.

دغه ریپوټ وايی، په ځانګړي ډول د استرالیا په سیډنې ښار کې ډیری دغو پناه غوښتونکو آن له خیریه ټولنو او همداشان د بیړنیو خدمتونو له ادارو د مرستو غوښتنه کړې.

د یادونې وړ ده چې د استرالیا حکومت په دغه هیواد کې د میشتو پناه غوښتونکو د مالي ملاتړ مرستو بندول او کمول د روان کال په مۍ میاشت کې پيل کړل.

د دغه هیواد د کورنیو چارو وزارت د اټکل له مخې د دغه کار تر پیلیدو مخکې په دغه هیواد کې لږترلږه ۱۳ زرو پناه غوښتونکو د حکومت له مالي ملاتړه ګټه اخیسته، خو دا چې له دغې جملې څومره کسان اوس بې برخې شوي، په اړه يې کومه کره شمیره نشته.

په سیډنې کې د پناه غوښتونکو سره د مرستې د یوې ټولنې مشره (اولیویا نیګي) په دې اړه وايی، هغه د حکومت له دغه بدلونونه خواشینې ده او د هغو پناه غوښتونکو د ژوند په هکله جدي اندیښنه لري چې د دې بدلونونو له امله غیزمن شويدي.

نوموړې وايي، « ویره شته د دغه بدلونونو له امله ګڼ شمیر پناه غوښتونکي چې وار له مخکې هم غریب او بیوزله ول نور هم له بد وضیعت سره مخ شي. دا بدلونونه د حکومت یو تیروتنه ده او باید ژر تر ژره یې اصلاح کړي. مونږ د یوې خیریه ټولنې په اساس د حکومت نه غوښتنه کوو چې په دغه برخه کې دې جدي بیاکتنه وکړي.»

همداشان د یادونې وړ ده چې مخکې تر دې هم استرالیا کې د کډوالو نورو مدافع ډلو او همداراز د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د حکومت پر دغه اقدام خواشیني څرګنده کړې وه او د پناه غوښتونکو په مالي ملاتړ مرستو کې يې نوي بدلونونه ظالمانه بللي ول.