افغان کډوال څه باندې درې لسیزې وړاندې پر افغانستان د پخوانې شوروي اتحاد له یرغل وروسته د میلیونو په تعداد کې ګاونډیو هیوادونو ته، په خاصه توګه ایران او پاکستان ته مهاجر شول، چې تراوسه پورې ګڼ شمیر دغه کډوال په یادو دوو هیوادونو کې میشت دي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر رحماني فضلي تیره چهارشنبه په یوه غونډه کې وویل، چې د دوو او دریو میلیونو وګړو ترمنځ افغان کډوال اوسمهال په ایران کې اوسیږي.

نوموړې وویل، دغه کډوال له تیرو دریو لسیزو راپدیخوا ایران کې زدکړو ته، روغتیايي خدمتونو ته او نورو عامه امکاناتو ته لاسرسې لري او همدارنګه په ساختماني سیکتور کې یې د ایران قابو ټول بازار هم نیولې.

نوموړي همداراز وویل، ایران چمتو دی ترڅو له اروپایي ټولنې او ملګرو ملتونو سره د افغان کډوالو د ستنولو په برخه کې مرسته وکړي.

ښاغلي فضلي زیاته کړه، افغانستان سره د یو ګاونډي هیواد په توګه او اروپا ته د نشه یي توکو د قاچاق په مخنیوي کې ایران ترټولو زیات زیان لیدلې.

نوموړي همدارنګه د نشه یې توکو د قاچاق او نړیوال تروریزم سره د مبارزې په برخه کې له اروپايي ټولنې سره د همکاریو د زیاتوالي وړاندیز هم وکړ.