عبدالکریم رحیم

د پښتون تحفظ تحریک بریالیتوب په افغانستان کی د سولې ضمانت کوی

دا تحریک په وزیرستان کی د مسودو پر قوم د پاکستان د اردو د مظالمو پر ضد د یو شمیر محلی ځوانانو له خوا چی شمیر ۲۵ تنه وو پیل شو. دی ځوانانو همدومره غوښتل چی د مسود قوم خلکو بیعزتی دی نه کیږی، دوی ته دی سپکی سپوری نه ویل کیږی او د دوی ازار او اذیت نه دی لاس واخستل شی. منظور احمد پښتون چې ددی تحریک پیل کوونکی دی وایی چی بده داده چی فوجی دی ودروی او ښکنځل درته کوی او ته ور ته دومره هم نه شی ویلی چی ولی؟ او که ورته دې وویل چی ولی بیا بیعزته کیږی، وهل کیږی او بندی کیږی او لا درکه کیږی.
په وزیرستان کی په بیلا بیلو د پاکستان اردو ۶۰،۰۰۰ تنه وژلي، ۳۲،۰۰۰ تنه لادرکه دی چی په دوی کی ۱،۴۰۰ ښځې دی او ۱۷۰،۰۰۰ کورونه وران شوی دی. د قبایلو د سیمو په هره کوڅه کې چیک پوسټونه جوړ دی چیرته چې محلی خلک توهین او تحقیر کیږی. ددې تر څنګه په قبایلی سیمو کی کرفیوګانی لګیدلی خلک ښارونو ته څه کوی چی د یو کلی نه بل کلی ته نه شي تللی. دې منطقه کې لینډ ماینونه فرش شوی . نوخلک را پورته شو او د پاکستان د حکومت او خصوصا اردو پر ضد یی د اعتراض غږ پورته کړ.
دی ځوانانو د لومړی ځل د پاره هغه څه وویل چی په پاکستان یی چا د نوم اخستلو جرئت نه شو کولی: «چیرته چی تروریست دی د هغی شاته د اردو یونیفورم» دی. د پاکستان د فوج په ظلمونو په ښکاره انتقاد وشو. دا کار هیچا پخوا نه و کړی. منظور پښتون وایی چي د پاکستان په ملی اسامبلی کی د دوی وکیل، مولوی معراج الدین، د پاکستان په اردو تنقید وکړ او څلور ورځی وروسته د خپل کور په مخ کی ووژل شو. خو دې ځوانانو مستقیما د تروریزم عامل ته چی د پاکستان اردو دی د تنقید ګوته ونیوله. دوی پښتنو ته وویل چی د پاکستان د اردو جنرال عبدالقادر بلوچ وایی چی مونږ د وزیرستان نه د تروریزم نرسری جوړه کړه تر څو په افغانستان کی له دی ځایه جبهه پرانیزو. نو په نړی کی چی چیرته شړل شوی فرد یا ډله وه که هغه ازبکو وه، که چیچن و او که مصری ایمن ظواهری و هغه ته د پښتنو په ملک کی ځای ورکړ. د دوی پر څنګ کی حاجی نذیر او ملا ګل بهادر د ښو طالبانو په نامه جوړ شو. پاکستانیانو وزیر نیک محمد او مسود عبدالله او بیت الله او حکیم الله وژلی شو خو بین المللی ټروریسټان په همدی وزیرستان کی د دوی تر حمایه لاندې سرې سترګې ګرځیدل. د وزیرو او مسودو سنتی مشران یا ووژل شو او یا د خپل سر د ساتنی دپاره د خپلو ووتل. دا دومره تنګ شو چی په یو چیک پوسټ کی یو سپین ږیری مسود د پاکستان د اردو یو منصبدار ته وویل: جی، تاسی خو پیغمبران یاست او طالبان هم ملایکی دی او بد او ورانکار همدا مونږ یو. دا خبره د ډیورنډ د کرښې دی خواته یو سپین ږیری هم په ۱۳۶۰ کلونو کې د پرچمی رژیم یو افسر ته کړی وه.
د مسودو د شمکۍ کلی ته نژدی یو ماین انفجار کوی. د پاکستان اردو ځی او کلی محاصره کوی، نر، ښځی او ماشومان د کورونو راوباسی او ورته وایی چی پړمخی په زمکه پریوزی او بیا پر دوی په جوختو خیژی. د وزیرستانو، سواتیانو، باجوړیانو، مومندو، اپیردو او ورکزیو په کلو بمبارۍ کیږی او کورونه او دوکانونه د هغه چا په جرم ورانیږی چی همدی د پاکستان اردو جوړ کړي.
د مسودو د تحفظ تحریک ددی ناروا کړنو د درولو د پاره جدوجهد پيل کړ. په په دی منځ کی په کراچی کی د نقیب الله په نامه یو مسود ځوان پولیسو ونیو و او د هغه د راخوشی کول په مقابل کی پیسی غوښتی وی او چون پیسی ور ونه رسیدی دا ځوان یی وواژه او اعلان یی داسی وکړ چی پټهان و او د پولیسو سره په مقابله کی ووژل شو. په کراچی کی مسود را وپاریدل او د عدالت غوښتنه یی وکړه. او بیا یی سر وزیرستان ووت. دوی د ډیره اسمعیل خان نه «د مسود تحفظ تحریک» په نامه اسلام اباد ته د اعتراض د پاره روان شو. منظور احمد پښتون چی هغه وخت لا د مسود په نامه یادیده وایی: مونږ چی په لار کی د پښتنو کوم ملاتړ او هرکلی ولید نو دا تحریک په خپله په پښتون تحریک بدل شو او دی هم منظور پښتون شو. مطلب دا چی که د تحریک نوم دی او د فرد دا د خلکو د خوا ایښودل شوی، نه د کوم پلان د مخی.
پښتون ملتپال سیاستمدار، افراسیاف خټک، وایی چې د پښتون د تحفظ تحریک د پشتنو یو خود جوشه حرکت دی او د سیاسی ګوندونو څخه مخکی شوی. د دی تحریک ټولی غوښتنی مشروع او د پاکستان د اساسی قانون په چوکات کی دی. دوی وایی چی لا درکه خلک دی یا ازاد شی او یا دې محاکمه شی؛ ماین پاکی دی وشی؛ د نقیب الله مسود قاتل پولیس افسر دی ګرفتار او محاکمه شی؛ په قبایلو کی دی کرفیو ختمه شی؛ متضررو خلکو ته دی تاوان ورکول شی او امنیتی ځواکونه دې د قبایلو نه ووځی. (د پاکستان د جوړیدو وروسته جناح ددې پښتنو سره د انګریز د زمانی ټول قراردادونه ومنل. او ددی قراردادونو په اساس د پاکستان اردو باید قبایلو ته داخل نه شی.)
که دا تحریک په دی بریالی شی خپلی غوښتنې د پاکستان په دولت چی په واقعیت همدا اردو دی ومني نو:
- د اردو د قانون نه پورته والی اوتقدس مأبی به د زوره ولویږی.
- د قبایلو د سیمو نه به کورنی او بهرنی ټروریسټان وایستل شی او سوله به دی سیمی کې برقراره شي.
- د قبایلی د پښتنو په ځان اعتماد او حیثیت به اعاده شی.
د افغانستان د پاره به یی ګټه دا وی چی:
- د پاکستان په لاس جوړ شوی افغان ټروریسټان به د قبایلی سیمو څخه ووځی.
- په قبایلو کی به د افغانستان سنتی متحدین بیرته مطرح شی او په افغانستان کی به د سولی مرسته وکړی شی.
- د پاکستان نه به افغانستان ته د ټروریسټانو راوښتل که بند نه شی نو اقلا سخت به شی.
برسیره پردی به د افغانستان عامو خلکو کی پر ځان اعتماد پیدا شی او هغوی به په خپله په خپلو سیمو کی د تروریسټانو پر ضد اقدامات وکړی چی دا کار به د مسلحو افرادو فعالیت شنډ یا اقلا ډیرکمزوری کړی. زمونږ ښه یاد دی چی په ۱۳۵۴ کی څنګه پاکستان احمدشاه مسعود، ډاکټر عمر (په واقعیت کی د دواسازی د پوهنځی محصل) او حکمتیار مسلح او افغانستان ته راولیږل اما د حکومتی مقامونو د خبریدو مخکی ولس ونیول او دولت ته یی وسپارل. په دې ډول د ورانکاری پروژه په نطفه کې شنډه شوه. دا کار بیا هم کیدلای شي. او د خیبر پښتونخوا د پښتنو د روان پاڅون نه په الهام به د ډیورنډ د لیکی لویدیځ او شمال ته افغانان د سولی د تامین د پاره قیام وکړی. همدا اوس د هلمند په لشکرګاه کې د وروستی چاودنی په مناسبت د طالبانوپر ضد تحصن پیل شوی.
په افغانستان کې د سولی تامین د پښتون تحفظ د تحریک د بریالیتوب سره مستقیم ارتباط لری. نو د افغانستان خلک باید هم دننه په افغانستان کی او هم په بهر کی ژبنی او قومی اختلافونه هیر او ددی تحریک بشپړ ملاتړ وکړی. په افغانستان کی سوله ددی پاڅون په بریالیتوب کی نغښتی ده. و ما علینا الا البلغ المبین