غزل
نیمګــــړي ژونـــد ته مې یو کور د محبت جوړوم
خامـوش وجدان کـې مې یو شور د محبت جوړوم
ای ! ستـرمنـې پښتنـې پیغلــې بخښنه غـــــواړم
چـې پــه غـــــــزل کـــې دې انځور د محبت جوړوم
د کلـــي ځــمـــه د رواجـــــــــه کــــډه نـشــم کــــــوی
په کـاڼــو زړونــــو کـــــې دستور د محبت جوړوم
فـــال د ورغـــــــــوي ورانـــــوم پـــه ټنډه داغ لګوم
د زړه کعـبـه کې داســــې نـــــــور د محبت جـوړوم
هیر کــه غـــــــــزل مــــې ډکــه وي د زړه د وینو لپې
د ځـــان پــه وینه بــــــــل رنـځــــور د محبت جوړوم
دې تور زمـان ته دې د سپین زړګي کیسې وباسم
پـه لــــــــوپټــه درتــــه یــــــو تــــور د محبت جوړوم
ژونــد ړنګــــوم د خیــــال په لپه کې د ستا په نامه
اسیـــر ژونــدون تـــه دې ټــکــــــور د محبت جوړم
تــه د سبیل روښـــــــــان د زړه پـــه ژبـــه ځــان واړوه
زه هــم دا خپـــل زړګـــــی منصور د محبت جوړوم
سبیل روښان