هسې مه راځه اختره


دځوانۍ په جوش ورغلي
خاندي خاندي چی اختر دې
چا د غمه سترګې سرې کړې
په پردي وطن کی سر دې
چا نکریزې خیشتې کړي
لګوي ئی پر لاسونو
چا لاسونه لپه کړي
د ځوانانو پر قبرونو
د یتیمې پیوندي جامې په تن دي
نه ئی غږ د ځار قربان شته
خړه پړه د ولاړه
نه ئی مور نه ئی پلارجان شته
دلته ویر او ماتم جوړ دې
یوې بورې مورکۍ لاس مخ ته نیولې
څه به ستا په خواږو پوې شي
ای، اختره ته بی وخته ئی راغلې
چا رباب غیږه کی یخې
څوګ په تمه د یو ترنګ دي
څوګ دي تږي د سرو وینو
د یو بل سره په جنګ دي
چا کړې خپلې څڼې غوړې
ارماني د جنتونو
د خواښیو دا شپې ورځې
 تیروي په تورو غرونو
که د یو بل کوو کرکه
که مو دا د جهل ژوند وي
هسې مه راځه اختره
څه به ته څه به دې خوند وي
یاسین شفق